مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-08-03   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

لمونځ

قرانمل
 
 دالهي ټولو هغو اموراتو عملي فورموله چي تر ټولو لوړه ده همدا لمونځ دى چي فرض والى يې دپنځه ګونوبناؤ سره برابردى او په فرضيت کي دټولو بناؤ سره له توحيده په طرز کي توپيردادى چي توحيد دالله پر وجود او يووالي بيله شکه ايمان په فکري ،اقراري او تصديقي ډول وي دا لمونځ الله ته دنژدې کېدو عملي برنامه ده ، پدې بنا کي دخضوع ، خشوع په لرلو له ولاړه ، ځوړاو سجده حالت کي الله جل جلاله ته دبندګى داثبات په وړاندي کولو سره داعتراف ښودل دي پدې برنامه کي دبشريت تر منځ څو مشترکات په شفاهي ډول لاندي بيانوو خو دلمانځه داصلي ماهيت مفهوم بيا هم له الله خوندي چي بنده يې په حکمت پوهېدنه سره عاجز دى
 الف: بشريت ته دورځنۍ برنامې دپلي کېدو يو منظم او سيستماتيک پلان ور کوي ؛ دوخت قيد ، داجرا مهال ، اړتيا او داقدام حالت ورته پنځه وخته څرګندوي او انسانان دى ته اړباسي چي خپل کار پر خپل وخت وکړي
 ب : په يوه منظم صف کي لوړ او کښته دامتياز پرته انسانانو ته دڅنګ پر څنګ درېدو امر کوي څو تر منځ دنفاق ټولي خالګاوي ليري سي
 ج : په فردي ډول دبدن دټولو غړو هغه کسالت چي دډير استراحت او هغه ستړيا چي دپر له پسې کار په پايله کي را منځ ته سوې وي دمنظم حرکت په ترسره کېدو له منځه وړي او انسان ددې جوګه کوي چي دنورو وروڼو تر څنګ وعادي حالت ته را وګرځي
 د : په حاضر وخت په مشترک صف ديو ځاى کېدو پر مهال دخفګان و بدبينۍ او ليري واټن له منځه وړي
 ه: له ولاړي څخه ورکوع ته له کوع څخه وسجدې ته له سجدې څخه وناستي او بيرته ولاړي ته په حرکت سره دبدن دويني په دوراني سيستم کي نور مال جريان را منځته کوي په پايله کي هغه نسجونه يا دوينو کتلې چي دلږ څه زيات وزن په لرلو سره دانسان دبدن په کښتني برخه کي پاته کېږي په جريان کي اچول او ددې جريان په ترڅ کي دوينو دلخته کېدو مخنيوي کوم چي دعصبي فلج سبب کېږي
 ز : په مسجد کي دکليوالو پيوستون ، په مسجد جامع کي دناحيې او منطقې دخلګو پيوستون ، په عيد ګا کي دوطن په سطحه پيوستون او په حج کي دنړۍ په سطحه دپيوستون او مسلماني ورورولۍ ديوالي اعتراف ومسلمانانو تر منځ دمتقابل احترام تر څنګ دمتقابلي همکارۍ عملي رنګ
 ح: ددې پيوستونو او عملي تطبيقاتو پايله دا را وړاندي کوي چي دتوحيد دثبات لپاره دخداى پر يووالي اقرار په متحده ژبه د يوه واحد هدف ((کعبې)) دخوني پر لور درېدل دهره پلوه څخه دمسلمانانو دمتحد والي په پايله کي هر يو فردي مؤحدثابتوي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery