په ټوله کي دسیاسي فلسفې تاریخ پر پنځو ټولیزو برخو او پړاونو ویشل سوی دی :
۱ : دسیاسي فلسفې تاریخ په لرغونې نړۍ کي .
۲ : دسیاسي فلسفې تاریخ په اسلامي نړۍ کي .
۳ : د سیاسي فلسفې تاریخ په منځنیو مسیحي پېړیو کي .
۴ : دسیاسي فلسفې تاریخ په رنسانس او ویښتابه غورځنګ کي .
۵ : سیاسي فلسفه په اوسني پېر کي .
د [سیاسي فلسفې] پیل اومبداء په څرګند ډول نه تر سترګو کیږي خو کله چي د لرغوني سیاسي تاریخ پاڼي اړو تر ټولو مخکي په بین النهرین (اوسني عراق) کي دحمورابي دقانون او سیاسي فلسفې ،چین کي د کنفسیوس او استاد سونزو سیاسي او جګړیزه فلسفه ، د هند ویدي سرودونو کي د سیاسي فلسفې څرک ،آریانا (لرغوني افغانستان) کي د پښتون زرتښت په مذهبي کتاب( اویستا) کي دسیاسي فلسفې رنګ ، مصر کي دفرعوني عصر سیاسي فلسفه خو په ټوله کي د فلسفې نوم اخیستنه په لرغوني یونان کي د (فیثاغورث) له خولې را وتلې ده .
فیثاغورث د حکومت اړوند وايي :
(( حکومت باید په هیواد کي د لوستو او علماؤ په لاس کي وي نوموړی دعلماؤ دحکومت د اشتراکیت پلوي و. ))
د افلاطون سیاسي فلسفه
( ۳۴۷زیږدنه – ۴۲۹ مړینه)
ځیني پوهان وايي چي افلاطون لومړنی فیلسوف دی چي دسیاسي فلسفې اړوند پوښتني يې په یوه دقیق فلسفي نظام کي راغونډ کړي دي خپل ټول سیاسي فلسفي نظریات يې په ډیره استادانه توګه له یو بل سره تړلي دي . دسیاسي فلسفې اړوند د افلاطون دوه کتابونه د ( قوانین) او ( جمهوریت) په نوم تر ننه پوري په نړۍ کښي دپام وړ ځای لري دلته يې په لنډه توګه يې را اخلو.
الف - قوانین :
د افلاطون دقوانین کتاب په یوناني ژبه (نوموس) دی چي پوهانو د(ناموس) په مانا ژباړلی دی . یاد کتاب د ټولني په بنیادي قوانینو باندي رڼا اچوي .
ب : جمهوریت :
د افلاطون جمهوریت کتاب د حکومتولۍ د چارو اړوند ښه لارښود دی هغه ، کي راغلي دي چي یو هیواد اوښار څه ډول اداره سي ؟
افلاطون ورته په ځواب کي وايي : (( فیلسوفان او پوهان باید د حکومتولۍ چاري په غاړه واخلي او اوکمن باید پوه او عالم وي .))
همداسي وايي : د دولتي مامورینو او خلکو شخصي مالونه او کورنۍ دي لغوه سي په دې مانا چي مامورین (نه) واده کولای سي او (نه) هم شتمني لرلای سي .
د [ سیاسي فلسفې ] اړوند زیاتي پوښتني او ځوابونه د افلاطون په همدې جمهوریت کتاب کي په ښه توګه روښانه سوي دي د پام وړ داچي (۲۴ پېړۍ ) وړاندي هم د ړندې او نالوستي ډیموکراسۍ او ولسواکۍ سخت مخالف و زموږ اوسني مذهبي مشران هم دې ډول او بې انډوله ډیموکراسۍ ته په ښه سترګه (نه) ګوري او دا یوه تپل سوې ښکارنده (پدیده) ګڼي ، هغه چي موږ يې شاهد یو هر ډول ګډوډي او بې نظمي له همدې ډول نالوستي ډیموکراسۍ څخه رامنځته کیږي .
افلاطون هم دا ویل چي په ړنده ډیموکراسۍ کي پوه ، ناپوه ، اشراف او غیري اشراف ، نارینه او ښځینه ، مریی او خپلواک ، سیاست پوه اوعادی کس سره توپیر( نه ) لري ،خپلسري پکښي موجونه وهي .
(جمهوریت) چي له آره له دوو کلمو (ري ) او (پبلیک ) څخه جوړه لاتیني اصطلاح ده او دعامه چارو او عامه مسایلو مانا ښندي ویل کیږي چي د افلاطون په دې لیکلي کتاب کي د ده نظریات دي .
د کتاب سر لیک په آر کي ( پولیټا ) یا سیاسي نظام دی چي له یوناني څخه لاتین ته په جمهوریت باندي اوښتی دی ، یاد کتاب کي د حکومت بیلابیل ډولونه پیژندل سوي دي ، خو په نړۍ کي داوسني جمهوریت له بڼي سره توپیر لري .
د افلاطون جمهوریت له (۲۳) مکالمو او لسو کتابونو څخه جوړ دی ، کتاب د بیلابیلو موضوعاتو په اړه د سقراط (افلاطون) او پولیمارکوس چي دکور څښتن دی او دهمده په کور کي دا مکالمه ترسره سوې ده .
جمهوریت د دوه ګوني مکالمې او مباحثو په ډول لیکل سوی دی ، دې کتاب کي پر پولیمارکوس سربیره د افلاطون دوه وروڼه هم ګډون لري دې مباحثې کي د مخالفینو نظریات هم په ډیر شدت سره مطرح کیږي چي لوستونکي دسوژې ژورو ته بیايي .
که څه هم جمهوریت ټولټال لس کتابونه دی خو دموضوع له مخي درې برخي لري :
۱ – د ایډیال ټولني یا مدینه فاضلې اړوند .
۲ – دفیلسوف ځانګړني .
۳ ـ د حکومت بیلابیل ډولونه .
د افلاطون چي دلته دسقراط په نا مه راغلی دی یادونه سوې چي : په سیاسي پریکړه کي دي هغه کسان برخه واخلي هغه چي سیاسي بلوغ او نبوغ ته رسېدلي وي .
د افلاطون جمهوریت او عدالت :
د [سیاسي فلسفې] اړوند د افلاطون لوی اثر جمهوریت دزیات ارزښت وړ دی ، د جمهوریت یا دعدالت په نوم یو باریکه پوښتنه دلته ده چي ایا افلاطون په خپله د (جمهوریت) نوم دخپل دې کتاب لپاره غوره کړی او یا داکتاب په همدې نوم نومولی او که دوخت په تېرېدو کوم بل چا دا کار کړی دی ؟
په دې برخه کي قطعي نظر هم شتون نه لري خو زما په اند دومره دپام وړ نه ده ځکه منځپانګه يې د جمهوریت اړوند ده او له هر اړخه دکتاب منځپانګه له نامه سره اړخ لګوي ، کوم موضوعات چي په یاد کتاب کي دبحث وړ دی په ښه توګه ترې د افلاطون د [سیاسي فلسفې] رنګ څرګندیږي .
د پورتنیو دوو نومونو په هکله چي د افلاطون رسالې سرلیک جوړوي یوه لنډ یادونه اړینه ده تر څو لوستونکي په دې پوه سي چي د دې نوم یوناني بڼه څه ده ؟
جمهوریت د یوناني ويي (لغت) د (پولیټیا ) ژباړه ده یاد نوم په حقیقت کي ډیر پراخ دی .
د اوسنیو پېړیو په محدودو قاموسونو ځانګړې توګه د پارس(اوسني ایران) په قاموسونوکي په سلیقوي توګه د ځینو وییونو ماناوي په ځانخوښي توګه تحریف او ژباړل کیږي .
همداسي د (جمهوریت ) یا (جمهوري) کلمه له آره دیو ډول اساسي قانون د ښودلو او دیوه حکومت د آیین لپاره په کار وړل کیږي هغه چي د سلطنتي نظام سره توپیر لري .
خو پولیټیا چي نیمګړې ژباړه يې جمهوریت ده پر هر ډول اساسي قانون او حکمراني آیین د اطلاق وړ ده.
جمهوري نظام په ځانګړې توګه زموږ عصر د سلطنتي رژیمونه ، اشرافي رژیمونه ټول دیوناني ويي (پولیټا) څخه راوځي په رښتنې توګه که وغواړو چي دا ويي په دقیق ډول وشنو د هیواد دسیاسي منشور ګډه اصطلاح د هغه د ژباړي لپاره یوه او ټولیزه ده ،هغه کورنۍ چي بل ډول شتون لکه (کورنۍ ، شرکتونه ، سوداګریزي ټولني ، ټوله يې ممکن اساسنامې او مقررات ولري او په رښتنې توګه دا ډول اساسنامې ( تګلاري ) د ټولو لپاره اړیني دي په دې چي همدا اساسنامې دي چي د دې ډول واحدونو اعضا جوړ او د دوی ځای په ټولنه کي ټاکي .
اساسنامې او منشورونه یوازي هغه لاري دي چي دافرادو ستونزي لیري کوي او د یو بل په وړاندي اړیکي ټاکل کیږي تر څو په دې ترتیب بیلابیل ټولنیز واحدونه رامنځته سي .
دا باید یاد ولرو چي دیوې ټولني ټول جوړښتونه هم سیاسي نه وي او هر ډول انساني ټولنه هم (نه) سو کولای چي دولت وبولو ، ځکه نو افلاطون په خپل اثر جمهوریت کي د سیاسي جوړښتونو سرښت او ماهیت په ټولیزه توګه تر څارني او شنني لاندي نیسي او یوه سیاسي فلسفي پوښتنه کوي چي :
۱ : دولت څه شی دی ؟
۲ : هغه څه چي دولت رامنځته کوي څه شی دی ؟
په پورتنیو بېلګو کي لکه څنګه چي ښکاره ده مهمه او اړینه مسله ( سیاسي فلسفه) ده .
ب : عدالت :
د (دیکیوسون) یوناني ویی(کلمه) په (عدالت) ژباړل سوی دی دا ويي هم د(پولیټا) د ويي په څېر دپراخ مانا لرونکی دی چي په دې ترتیب ټول هغه وییونو چي دژباړي لپاره ټاکل کیږي یعني د انګریزي کلمې ( ) څخه نه پېژندل کیږي ځکه نو که لوستونکی دافلاطون د اثارو په لوستلو کي که د دا ډول لغوي او ژبني بندښونو څخه چي پاک نه وي او په ډیرو هغو کلماتو او عباراتو کي چي افلاطون پخپلو لیکنو کي په کار وړي لوستونکي لار ورکي کیږي .
د بېلګي په توګه د (محکمې قاضي) هغه څوک دی چي قانون په بې پرې توګه پلی کوي او دده په وړاندي بې محکمې قاضي هغه چاته ویل کیږي چي تورن کسان هغه چي د مکافاتو او مجازاتو مستحق نه وي محکوموي ،خو لرغونو یونانیانو د (بې محکمې لغت) دهغو تیروتنو لپاره چي متهم يې د ارتکاب په پایله کي په حق رسېده او دهغه له مخي کیدای سوه شکنجه او تنبه سي هم اطلاق کېده .
همدا ډول د افلاطون دبنسټیزو څخه یوهم دادی چي : (( عدالت دانساني فضایلو یوه برخه ده .))
نن هم هر څوک په دې پوهیږي چي عدالت او عادل کېدل له بشري فضایلو څخه دي .
دلته به دافلاطون دسیاسي فلسفې څو بیلګي د ده له خپل کتاب (جمهوریت) څخه چي دمکالمې په توګه يې راړوي را واخلو .
د افلاطون د (جمهوریت) کتاب ژباړه ښاغلي( سیدنظیم سیدي) کړې ده ، دلته د یادي ژباړي څو برخي کټ مټ را نقل کوو:
عدالت څه شی دی ؟
ورته مي وویل :
ای سفالوسه ! دغه کومي خبري چي تا وکړې دا ډیري ښې او ګټوري دي ؛ خو د دین یعني عدالت په اړه ایا کولای شو هغه داسي بې قیده وشرطه تعریف کړو چي : (( عدالت رښتیا ویلو او دمال بیرته ور کولو ته وايي.)) یا دغه اعمال کېدای شي ځیني وختونه عادلانه او ځیني وختونه غیري عادلانه وي .
د ساري په توګه زموږ یو ملګری چي یو وخت په سد او عاقل و موږ ته یو میل وسله راکوي ؛ خو څه وخت وروسته لیونی کیږي او دهغې وسلې غوښتنه کوي ؛ نو په دې صورت کي په یقیني توګه خلک د دې خبري تصدیق کوي ؛ چي دوسلې ورکړه دجنون په حالت کي هغه ته اړینه نه ده او که څوک دا کار وکړي او تول حقایق هغه ته ، چي دجنون په اکر (حالت) کي دی ووايي ؛ نو نوموړی به عادل (نه) وي .
ویې ویل : ته رښتیا وايي .ورته مي وویل : نو موږ نه سوکولای ووایو ، چي عدالت رښتیا ویلو او دمال بیرته ورکولو ته وايي . (( د ډیرو معلوماتو له پاره وګوری دافلاطون جمهوریت دسیدنظیم سیدي ژباړه له ۳۰ تر ۳۵ مخونو))
د ښه قاضي شرط :
ورته مي وویل : ای ګرانه ملګریه !
دقاضي سکالو(موضوع) بیا بل ډول حکم لري ؛ ځکه پر حکومت قضاوت کول د نفس پرنفس قضاوت کولو مساله ده او په دې صورت کي اړینه(نه) ده چي قاضي دي له وړکتوب یا ځوانۍ راهیسي له شریرو نفسونو سره اشنايي ولري او یایې په خپله دغه ټولي خطاوي او تېروتني کړي وي ؛ لکه یو ډاکتر هغه وخت مرض ښه تشخیصولای شي چي په خپله يې هغه مرض تیر کړی وي نو په همدې توګه قاضي هم هغه وخت تیروتنه ښه تشخیصولای شي چي په خپله يې هغه خطا او تیر وتنه کړې وي....
ویې ویل : هو همداسي ده لکه څنګه چي دي یادونه وکړه.
ورته مي وویل : نو په دې توګه ښه قاضي کېدون (نه لري چي ځوان شخص وي بلکه باید زوړ وي او د ظلم مانا يې له پخوا څخه زده وي ، یعني دخپل نفس په ککړتیا کي (نه) ،بلکي دنورو په نفسونو او رنګونو کي يې لیدلی وي .
ويې ویل هو دغسي شخص رښتیا هم ښه قاضي وي .
ورته مي وویل : نو دادی هغه ښه قاضي چي تا غوښت ؛ ځکه (( ښه قاضي هغه څوک دی چي نفس يې پاک وي . ))
څلور ډوله حکومتونه :
ورته مي وویل : زه ډیر ددغي خبري مینه وال یم هغه څلوډوله حکومتونه چي تايې یادونه کول هغه کوم دي ؟
ورته مي وویل : ستا دغوښتني تر سره کول اسانه خبره ده ، ځکه دغه کوم حکومتونه چي ما په پام کي نیولي دي دا بیلابیل نومونه لري :
۱ : لومړی خو چي د ټولو دستایلو وړ دي ، هغه ډول حکومتونه دي چي په (کرت ) او (لاسډ مون ) هیوادونو (سیمو) کي همدا اوس واکمن دي او چلیږي .
۲ : دښایست او اهمیت په ترتیب سره د( الیګارشي) په نامه حکومت دی،چي بې شمېره ستونزي اوعیبونه لري ، تر دې ورسته( ډیموکراسي )ده چي له الیګارشۍ سره جوخت موقعیت او بلاخره استبدادي یا زور واکي حکومت دی چي ددې ځواک ښایست او ... تر نورو زیات دی او دا د ناسالمه( حکومت )وروستی او څلورم ډول .
اوس ایا تا ته کوم بل ډول حکومت هم معلوم دی چي تر دغو حکومتونو بیل وي او ځانته یو ځانګړی ډول (جوله) ولري ؟
موړوسي(مورثي) سلطنت چي سره څرخول او اخیستل کیږي او یا دې ته ورته نور . دا ټول هغه ډولونه دي چي ، لږه شېبه وړاندي مي یاد کړل او بیلګي يې هم په یونان او نورو متمدنو هیوادو کي خورا ډیري پیداکیږي . ویې ویل :
هو خورا ډیري عجیبي اوغریبي بیلګي له دغو (حکومتونو) څخه د خلکو په یاد دي .
ورته مي وویل : ایا په دې خبره پوهیږې ، لکه څنګه چي حکومتونه بېلابیل ډولونه لري همداسي وګړي هم بېلابېل خویونه او اخلاق لري ؟
داهم یو لوی غضب دی ځکه د(حکومتونو) ډولونه دڅېړلۍ( یو ډول درخته) له وني او یاهم دتیږي له لاندي څخه نه دي پیداشوي بلکي( دوګړو داخلاقو له ډولونو څخه زېږیدلي) او منځته راغلي دي ؛ چي البته د وګړو طبعي لیوالتیا او غوښتني دي چي پر هرشي اغېز ښندي .
ويې ویل : په دې کي خو هیڅ شک نشته ، چي حکومتونه دنفوسو له اخلاقو پرته بل له هیڅ شي څخه (نه)شي رغېدلای .
روته مي وویل : نوکه چیري پنځه ډوله حکومت ولرو اړینه ده چي په بشري نفوسوکي هم پینځه ډوله بېلابېل سیرتونه شتون ولري .
ویې ویل : بیله شکه همداسي ده
ورته مي وویل : موږ وړاندي تر دې هغه کسان چي ، د اخلاقو له پلوه له اشرافي حکومت سره هم جنس والی ولري ، هغه مو په پام کي ونیو او داحق لرو چي هغوی نیک او عادل وبولو .
ویې ویل : هو دغه سکالو(موضوع) ته مي پوره پام دی .
د افلاطون سیاسي فلسفه دده په پورتني متن کي ډیره ښه څرګندیږي .
راتلونکی سرلیک :
دارسطو سیاسي فلسفه