دوهمه برخه :
افغان ولس به د زهرو ډیر نورجامونه وچښي، خوهېڅکله به د ډيورنډ کرښه ونه مني
افغان بي دفاع مظلوم ولس په دې پوهیږي ، چې د دریو واړو یرغلګر هیوادو پوځونه په اټومي مډرنو وسلو اونوې جګړه یزو تجهیزاتو باندې سمبال زموږ په سپڅلي تاریخي خاوره کې برچه پک دریدلي دي . دوی زموږ په سپیځلي خاوره کې د نورو بیګناه خلکود وژلو لپاره دتیارسۍ په حالت کې ولاړ دي .انګریزي ، امریکایي او پنجابي یرغلګرو پوځونو د اټوم بم څخه پرته پر افغان میړني، بي دفاع مظلوم ولس باندې دهېچ شي او دهېچ ډول وسلې استعمال څخه صرفه نه ده کړي اونه به يي په راتلونکې کې هم وکړي . د لراوبر لوی افغان ولس پرضد اوس د غو زور ورور، متکبر ، ناراوا جګړه مارو، نیواکګرو جنرالانو ،جنګې جنایتکارانو یوګډ استعماري اتحاد رامنځ ته کړي .
دغي دریګوني دوه مخي بدرنګه افغان ضداتحادته د لوی افغانستان دملي خپلواکو وګړو او ستر یوموټي دولتي ولس ځواب، چې دایمان په جزبه ، دانسانیت ،افغانيت او خپلواکي په ارزښتونو باندې سینګار دی . داسي دی ،چې افغانستان د ټولو میړنیو باعزته افغانانو ګډ کور دی ، هر باعزته ملي افغان دبل میړني افغان د سترګو توردی . دغه هیواد یو تجزیه نه کیدونکې لرغوني هیواد دی . لراوبر پښتانه افغانان ټول سره یودي ، پر خپل وطن یي ځانانه قربان دي، نور باید تاسو یرغلګر بایدوپوهیږي، چې په دې خاورکې افغانانو ته ټول بهرنۍ او کورنۍ ظلم یرغلګر افغان نه منونکې پوځونه په ګونډو شوي دي .
دافغانستان ملي او ګوډاګي حکومتونو، دافغان ملي ریښتنې مشرانواو دافغانستان خپلواکو هیواد پالو وګړو له ۱۸۹۳ کال راهیسې له کله نه چې دانګریزانو لخوا دډیورنډکرښه په نقشه کې پرافغان ملت کښل شوي ده . دوی د انګریزانو تحمیلي ډیورنډ کرښه تر اوسه په خپل وجود کې نه ده منلي . لراوبرو افغانانو ایستل شوي کرښه هیچکله په رسمیت نه ده پیژندلې او راتلونکې نسلونه به یي هم انشاالله ونه پیژنې .
پرننني افغانستان باندې هېچ کوم یرغلګراو نیواکګر ځواک رحم او زړه سواې نه دی کړي، چې افغانستان په شمالي او جنوبي برخو ونه ویشل شي . دایوه ثابته خبر ده ،چې دا هیواد دخپل جیوپولتیکي موقعیت او توکمي یا قومي جوړښت له امله یو تجزیه نکیدونکې هیواد دی .
فرضآد یرغلګرود پوځي زور او ویش په صورت کې دافغانستان په شمال کې پښتون ، اوزبک، تاجک ، ترکمن ، هزاره او نور لږه کې به له یو بل سره څه کوي ؟ څوک وایي، چې په شمال کې بیا د دوی ترمنځ کورنۍ جګړه نه پیلیږي . څوک به وایي، چې د طالبانو د غورڅنګ څخه ورسته د چړیانو غورځنګ دلوی افغانستان د ژغورني لپاره رامنځ ته نشي ؟
موږ ټول پوهیږو،چې لوی افغانستان له اموڅخه تر اباسینه د سرکښو پښتنو افغانانو تاریخي هیواد دی . هر لویشت يي د نیکه او بابا کور دي ،په هره دره کې دتورو نښاني دي . که تاجک دي که اوزبک دي، دلته یو افغان دی، چې فکرونه دنقاق پالي په سر کې،امتیاز يې د وهلو کشتن زما دی . په بله وینا د وهلو امتیاز دملي پښتون افغان دی . یرغلګر و دلراوبر خواره واره پښتنو یا د لراوبر یوموتي افغان ولس ترمنځ قصدآ او عمدآ استعماري کرښه ایستلي غواړي. دوی له ځانه سره په خپلوتور و بکسونو کې د افغانستان دویشلو پټ پلانونه لري .
افغانان په ټینګ ایمان سره وايي، چې لوی افغانستان یوتجزیه نه کیدونکې هیواد دی ، ننني افغانستان ته په نړۍ کې د شتون یواځینې لار همدا پاتي ده،چې دغه تاریخي هیواد او لرغوني افغان ولس بیرته سره یوشي، نور نه تجزیه کیږي . که دنړۍ کوم زبرځواک دافغانستان د ویشلو ارمان په زړه کې لري ،دوی باید وپوهیږي، چې دا ارمان به خامخاله ځانه سره ګورته یوسي . په ځانګړي توګه د پنجاب واکداران باید دې وپوهیږي، چې دلته د انګریزي جنرال میکناټن،د روسي جنرال ګرمو وف او د امریکایي جنرال پټرویس پوځونه په بشپړ ډول مات شوي دي ،که لوی الله پښتانه افغانانوته بیا اتحاد، اتفاق اوملي قیادت په نصیب کړو، پټانانو به بیا د پخوا په څیر د پنجاب تور غلام صفته ډارن جنرالان د اټوم بم سره یوځای په چکچکو پسي واخلي .
افغان ستر ولس هېڅکله دا استعماري کرښه په خپل وجود کې په رسمیت نه ده پیژندلې او هیڅکله به په راتلونکې کې هم کوم ملي مرکزي دولت ونه پیژني . نن لراوبر ستر پښتون افغان ولس په خپل پلارني تاریخي زړوکور کې د پرلپسي یرغلګرو پوځونو دشتون په وجه ،له یوشمیر بریاوو ،ناکامویو، ګډوډیو او بي اتفاقیو،ځانځانیو څخه ورسته، دوی یوځلي بیا د خپل تاریخي بیرته یوالي لپاره دیوې ستري ملي ارادې هوکړه کړي اوپه دې مهمه ملي برخلیک ټاکونکي لاره کې دیوي ستري تاریخي بيه ورکولو ته دچمتوکیدو په درشل کې دي . د پښتون ولس په تن کې د ډیورنډ تحمیلي کرښه د پخواني بریتانیا امپراتورۍ په وخت کې په داسي مهال کې رامنځ ته شوه، چې د پاکستان هیواد په نړۍ کې شتون نه درلود،ان پاکستان د هندي مور او انګریزي پلار څخه زیږیدلي نه و.
دډیورنډهوايي کرښې ته په خپله دانګریزي امپراتورۍ هېچکله د یوې نړیوالي پولي په څیر نه دي کتلي. په نړۍ کې تراوسه هېچ داسي لاسوند یا سند نه شته، چې دپښتون افغان ولس ترمنځ داکرښه د یوي نړیوالي پولي په څیر په کې لیکلي شوي وي .
دافغانستان او پاکستان ترمنځ ددوه اړخیزه اړیکو خونړي تاریخي کړ کېچ له کله نه چې دانګریزانونړیوال امپایر او استعماري نیواکګر ځواک له نړۍ څخه ورک شوي او پنجاب دپاکستان په نامه په سیمه کې د بریتانیا په ځاي را منځ ته شوي .له همدي مهاله د لر اوبر پښتون افغان ولس په کور کې دمظلوم پښتون ولس پرضد د اسلام سپیڅلي دین تر نقاب لاندې یوه ډیره ظلمه ،نا انصافه جګړه تحمیل شوي ده،دغه خونړي کړکېچ دپښتون سترولس په سپیڅلي لرغوني خاوره کې دیوې پیړۍ څخه په خپل شدت سره له حساسو شیبواو پړواونو څخه تیریږي . دغو یرغلګرو جنرالانو ته اوس داسي ښکاري ، چې د نړیوال امنیت او اقتصاد ته د طالبان غورځنګ نه بلکې دډیورنډ استعماري کرښه اود پښتنو بیرته یوالي یو ستر ګواښ دی .
دافغانستان دخپلواکۍ په ورستي پنځه دیرش کلن جګړیز بهیر کې هر مسلمان ملي باعزته افغان ته او د نړۍ هربشردوسته انسان ته د پنجاب سیاسي، پوځي چارواکو،داې ایس اې استخبارتي ملایانو دوه مخي سیاست د اسلام سپڅلي دین تر څیرې لاندې او د اسلام اباد یرغلګر واکدارنو تاریخي دښمني دپښتون افغان ولس پرضد ثابت شوي ده .
پنجابي پوځي جنرالانو تل خپله ستراتیجیکې ژوره دلوی افغانستان په وړاندې د پخواني شوروي اتحاد د
تیري او دلویدیځوالو یرغلګرو پوځونود سیاسي، پوځې او جیوستراتیجیکي پلانوسره په تکتیکي ډول نوي سمبالوي او دوی خپله ستراتیجیکې ژوره په افغانستان او سیمه کې د سیاسي جګړیزو حالاتو سره سم په ډیر مهارت سره پرمخ بیايي . د پښتنو افغانانوسره دپنجاب واکدارنودښمني د انګریزانو له دښمني څخه نور ې ډیري ژورې تاریخي ریښې لري .
دا مهال په تیرو لسو کلونو کې د دواړو هیوادونو اړیکې تر بل هر وخته یوځلي بیا ډیرې سختي ترینګلي شوي دي . اوس یوځلي بیا په لوی افغانستان کې د پنجاب یرغلګر جنرالانو ته دانګریزي او امریکايي یرغلګرو جنرالانوته په ګده یوه بله ښه د امتیاز ورکول موقه مساعده شوي ده . پنجابي جنرالان غواړي، د دغي معامعلي له لارې په یوه غشه دووې نښې ښکارکړي ،دپنجابي جنرالان پالیسي له یوې خوا د ډیورنډ کرښې دیخوا او ها خوا پښتانه په انذوا کې سره بیل ساتل دي او ورسره د دواړو خواو ملي خپواکه مخور پښتانه افغانان په نښه کول دي . له بله خواپښتنو ته امریکایي او انګریزي بي رحمه ناپوهه جنرالان ګواښونه کوي ،دوی په ډیپلوماتیکه ژبه دافغانستان په لرغوني پلازمېنه لوی کندهار او په کابل کې پښتنوته وايي، د ستر پښتون دولتي ولس د سر نه ټیټولو په صورت کې به افغانستا ن په شمالي اوسویلي برخو وویشي او د خپل تور استعماري پلان له مخي به د پښتون افغان دولتي ولس ترمنځ بیا کرښه راوباسي ، ورسره به د اوسني افغانستان په شمالي او جنوبي برخو ویشلو ته لاره هواروي کړي .
په ګوشته ولسوالي كې د افغان او پاكستاني سرتېرو تر منځ اووه ساعته جګړه وشوه او په پايله كې يې د افغان ځواكونو له خوا د پاكستان له خوا جوړ شوي تاسيسات ړنګ کړل شول .
د پاکستان پوځ له لوري د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د افغانستان په خاوره کې پرمخټګ او پر افغان خاوره د توغندیزو بریدونواو دګوشتي ولسوالي پیښه ،د ډیورنډ کرښې دې غاړه کې پوځې تاسیسات او پوستې، د ډیورنډ د کرښې په رسمیت پیژندولو د فشار له وجهې دهمدې پټ پلان له مخې د امریکایانو، انګریزانو او پنجابي جنرالانو له خوا عملي کیږي . په ازاد قبایل کې د پنجابي پوځیانو هڅې بي ګټې دي او افغانان به له داسو منحوسو پلانو نو له لارې د ډیورنډ کرښې منلو ته اړه ونه باسي، ځکه لراوبر پښتانه افغانان د بیرته یوالي په لاره کې ډیر کار او پرمختګ کړي دی . دپښتنو افغانانو دبیرته یوالي مخه اوس د نړۍ هېچ کوم وسله وال ځواک نشي نیوالي او پښتانه مجبور دي په نړیوال کلي کې د ستر پښتون افغان ولس کور برخلیک اواختیار په خپل لاس کې اخلي، ټول افغانانو ته د افغانستان دسیمې او نړیوال امنیت خورا ډیر مهم دی .
د ډیورنډ کرښې په اړه دامریکایانو، انګریزانواو پنجابیانو تور استعماري پلانونه او سیاسي دریځونه د افغانانو پر دریځ باندې هیچ ډول اغیزه نه لري . دوی په خپلو تورو استعماري پلانونو دافغانانو ملي کلک دریځ نشي بدلولای .
پاکستان د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې سرغړونې او افغانستان ته د ورانکارو استول له همدې امله دي .
افغانستان کې امریکایانو انګریزانو له داسو پالیسیو او استعماري سیاستونو سره خپل پوځونه مصونولي نشي او په داسو پلانونو اوچلونوخپلو پوځونو ته د اوږدمهال شتون لاره هواره او برابرولي هم نه شي .
امریکایان ، انګریزان او پنجابیان باید له خپلو استعماري سیاستونو څخه لاس واخلي . د انګریزي امپراتورۍ او د وخت شوروي اتحاد ناکامو پا لیسیو او لڼدو سیاستونه ته دې بیا نه ورګرځي . استعماري جنرالان غواړي، هره هغه شوني لار ه وکاروي ،تر څو د دوی د یرغلګرو پوځونو پایښت دلته په افغانستان کې تضمین شي .که هغه د لوی افغانستان تجزیه وي ،که دافغان دښمنه ګاوندې هیوادونو سره پټې دسیسه او پټ پلانونه وي او یا لاسپوڅې وطن پلورونکې،خاین جنګسالار ،ملیشایي ایتلافونه او اتحادي ډلو سره سیاسي معامله وي .استعماري دسیسې او پلانو نه دافغانستان په کورنیو اوسیاسي چاروکې جوته لاسوهنه ده. جوته خبر ده، چې دا استعماري پلانونه یرغلګرو او افغانانوته به ډيرناوړه ګواښمن خونړي عواقب له ځانه سره ولري .
دافغانستان او دمتحده ایالاتو ترمنځ امنیتي تړون
دافغانستان او امریکې ترمنځ د امنیتي تړون پر سر یوداختلاف، جنجالي ټکې اویا یو شرط دا دی ،چې د امریکا متحده ایالات باید د افغانستان له ملي او نړیوالي پولو د ساتلو ضمانت ورکوي ، په ځانګړي ډول د پاکستان سره د ګډې پولي، چې تل د دواړو هیوادو ترمنځ د شخړو او جګړو لامل ګرځي .
د امریکا متحده ایالات د یو ستراتیجیک ملګري هیواد په توګه د امنیتي تړون له مخې نه یواځې د پاکستان دلاسوهنو په وړاندي دافغان ملت او دولت ملاتړ وکړي ،بلکې د زموږ دملي داعیه څخه هم په نړیواله کچه ملاتړ وکړي . نه داچې دخپل استعماري پلانونو له مخې د ډیورنډ تپل شوي کرښې ته مشروعیت ورکړي . امریکایان اوانګریزان باید دا په ډاګه کړه، چې دغه کرښه د دواړو هیوادونو ترمنځ دیوې رسمي پولې په توګه نه پیژني .
که د افغانستان دولت د ډیورنډ د کرښې په مسله کې د خپل نږدې ستراتیجیک ملګري امریکا ملاتړ له ځان سره ونه لري، بیا نو پرستراتجیک ملګري او پرامنیتي تړون باندې شک دی . افغانان به دداسي یو تړون ملاتړي نشي . امریکایي، انګریزي او پنجابي یرغلګر پوهیږي، چې دډیورنډ کرښه په افغانانو تپل شوي ده . د افغانستان دهغي مهال افغاني دولتونو دا کرښه نه ده منلي ،اوسني هم نه مني اود سبا هېچ ملي دولت به هم دا کرښه په رسمیت و نه پيژني . له یوې پیړۍ څخه دافغانانو یوه دولت ته د جګړو او یرغلونو له امله دا فرصت په لاس ورغلي نه دی، چې خپله بیله شوي خاوره بیرته له خپلي مورني خاوري سره یوځای کړي .
داسي اټکل کیږي، چې دافغانستان او امریکا تر منځ د دوه اړخیزو تړون له لارې د ۲۰۱۴ کال نه ورسته په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو پاتې کیدل لکه په عربي هیوادو په ځانګري ډول د سعودي عربستان په څیر پوځي اډې ولري .راتلونکي لویه جرګه باید په امنیتي تړون کې جوت کړي،چې دپاتيکیدونکې امریکایي سرتیرو دنده، شمیر ، چیرته او دکومو شرایطو له مخې به دوی په افغانستان کې زموږ د ملي ګټو څخه دفاع او فعالیت کوي . ظاهرآ داسي ښکاري چې امریکايي سرتیري به دافغانستان د امنیت او ملي ګټو ساتلو چارو کې دافغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي ؟ .
د ډیورنډ کرښې کړکېچ پرحل باندې کله د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې کار پيل شي
د وړانډیز په توګه :
نن د افغانستان ویشلي زخمي افغان ولس او وسلوال اپوزیسیون د دې جوګه نه دی ،چې دپاکستان په وړاندې دغه مسله ملګروملتونو او یا نړیوالي محکمي ته یوسي .
دډیورنډکرښې کړکېچ دحل درسمي راپورته کولو لومړني شرط، په افغانستان کې تلپاتي سوله او د یوملي خپلواک قیادت د لارښوني لاندې دیو مرکزي ځواکمن ملي دولت رامنځ ته کیدل دي .
دوهم : دافغان مرکزي ځواکمن ملي دولت بایدد ډیورنډ شخړه د خپل ملي دولت د جنډا په سر کې لیکې وي .
دریم : مخکې له دې چې دغه مسله د نړیوالو قوانینواو مراجعه له لارې راپوته شي،دغه مسله باید د افغان ملي مرکزي دولت له خوا د پنجاب له واکدارنو سره په مستقیم ډول د دوو دولتونو ترمنځ دنړیوالو قوانینوپه چوکاټ کې مطره شي .د افغان راتلونکې ځواکمن ولسمشر د ډیورنډ کرښې د نه منلو خبره باید په جرعت سره اوپه ډګر د اسلام اباد له ستیژ ه هندو پنجابي ته ،مسلمان پنجابي ته ،دلندن انګریزته ،د واشنګټڼ امریکايي ته ،دماسکو روسي ته او د تهران شیعیګانو ته اعلان کړي .
څلورم : افغان ملي دولت بایددخپلو یو شمیر کارپوه منل شوي حقوقپوهانو له لارې د ډنهاګ په نړیواله محکمه کې عرض شي . د ډیورنډ د کرښې د مسلې د حل لپاره باید د نړیوالي تجربو او د نړۍ دنورو دولتونو ترمنځ د سرحدي شخړ و او قضیو څخه ګټه واخیستل شي او په ترڅ کې اقدام وشي .
پنځم : په ځانګړي ډول د انګریزانود پست کولونیال سیاست او همداشان د دولتونو ترمنځ د نورو کلونیالستي کرښو ایستلو قضیې بایدو څیړل شي .
شپږم : دنړۍ ولسونو، ټولنو،دولتونو،ملګروملتونو پام باید دغې نړیوالې مهمي مسلې ته راواړول شي. دخپلو دوستو هیوادوله دولتونو او ستراتیجیکو هیوادو پا م دغې تاریخي ناروا کرښې ته راوګرځول شي، لکه المان ،فرانسه، کاناډا او چاپان .
اووم : د پښتونخوا له ملتپالو وروڼو سره او دمدني ټولنو سره په دې اړه اړیکې ټینګې شي .
نړیوالو قوانیو ته په کتو سره ډیورنډ کرښې حقوقي اړخونه ډیر پیچلي حقوقي اړخونه لري . مرکزي ملي دولت باید دې ملي او نړیوالي مسلې ته یوه حقوقي ، تاریخي او سیاسي کارپوه ډله وټاکي. تر څو دوی د ډیورنډ کرښې په اړ ه ټول معتبر تاریخي ،حقوقي، توکمي ، کلتوري او دولتي اسناد او مدارک و څیړي او دیوې نړیوالي محکمی له لارې دغه قضیه باید وړاندې کړل شي .
پایله :
که دامریکایانو او انګریز انو سیاسي چارواکې ، ډیپلوماتان او پوځیان دیوې لسیزې جګړو څخه ورسته اوس دې پایلي ته رسیدلي وي، چې په افغانستان د پاکستان له مرستې پرته شتون او په افغانستان کې سوله او پاتي کیدل ناشوني دي . دوی باید پوه شي،چې افغان مسلمان ولس به په خپل دې بیچاره ګې او یواځیتوب کې د الله ( ج ) په مرسته ،دا ډول استعماري انګریزي ،امریکايي او پاکستاني پلانونه،چلونواو فشارونو ته سر تیټ نه کړي او افغانانو به ا نشاالله دا ناولې دسیسې، د ویش استعماري پلانونه چې په هره بیه وي شنډکړي .
انګریزي او امریکايي ښکېلاکګر ځواکونه باید په دې پوه شي،چې دا کړکېچ د نړیوال منلي شوي حقوقي پرنسیبونو پر بنسټ یوه کړکېچنه نه عملي کیدونکې کرښه ده . دغه کشاله نه یواځې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوږدو شخړو لامل دی،بلکې د سیمې او نړیوال امنیت د تباهې لامل ګرځیدلې هم شي .
پنجابي جنر الانو دخپلي ژورې ستراتیجیکې پالیسې په وجه ،دانګریز انو او امریکایانو په لمسون د افغان ولس د ګاونډیتوب نړیوال منلي شوي حقوق تر پښولاندې کړي دي، دافغان ولس پرخاوره لکه د یوخطرناکه دښمن په څیرله یرغله لاس نه اخلي . د یرغلګرو دهمدې تیرویو په پایله کې د پښتنو افغانانو دملي خپلواکۍ، یوموټیتوب ، دملي یوالي روحیه ،ملي پاڅونوته په جګیدو او جنګیدو شوي ده . یرغلګر به ډیر ژر نشاالله د خپلو ناولې دسیسو ښکار شي .
د انګریزي او امریکايي چارواکو ورستۍ خبرې او ویناوې، د دې ښکارندوي کوي ،چې امریکا او بریتانیا غواړي له پنجاب سره د لوی افغانستان دویشلو په اړه یوه پټه معامله وکړي . دوی د ډیورنډکرښې په اړه خپل استعماري ناکام سیاست بیا تکرار کړي .
دپاکستان ډیورنډ کرښې ته رسمیت ورکولو هڅې، لکه د ډیورنډ پر کرښې اغزن سیمونه تاوول او د کرښې په اوږدو کې ماینونه او بمونه ایښودل او پوځي تاسیسات جوړول فعلآ ناکامه شول .
د اسلام اباد واکدارنو په وار وار دا ویلي ، چې کابل باید وسوځي . تاریخ دا ثابته کړي، چې که کابل سوځي، نو پښتونخوا به هم ورسره سوځي . نوره د ډیورنډ دیخوا او هاخوا پښتانه افغانان د پنجاب داورلرګې نه دي، د جګړې ګټه به دیرغلګرو وي، تباهې او بربادي د پښتون ستر کور او د پښتون افغان ولس نوره نه وي .
د پښتنو په تاریخ کې چیرې هم دا نه دي لیدل شوي ،چې کابل دپښتونخوا سره او پښتونخوا دکابل سره جنګیدلي وي .لراوبر پښتانه د اوږدو جګړو په بهیر کې د قبیلویت ژوندڅخه ورو ورو دیو واحد ملت په څیر په لوی افغانستان اونړۍ کې په را څرګندیدو دي .
پښتنو ته هغه پښتون افغان ژوندې مړ دی ،چې دیرغلګرو پوځونودشوموپلانونو او د ډیورنډ استعماري کرښې په وړاندې نه وي راپاڅيدلي . پښتنو ته هغه مړافغان پښتون ژوندی دی ،چې دیرغلګرو په وړاندې په سپیڅلي مبارز کې له نړۍ څخه سترګې پټي کړي وي .
پښتانه دنړۍ او دافغانستان په تاریخ کې دولت جوړونکې او په خپلو اوږو دولت وړنونکې ولس یا دولتي ولس په څیرپیژندل شوي دي . دوی قصډآ دخپلو ټولو روا منل شويو نړیوال حقوقو څخه بي برخي کړل شول ، د دوی حیثیت ، شان ، شوکت ، ملي غرو او حساس دیرغلګرو،جنګې جنایتګارانو او د جنګسالارانو لخوا قصدآ تر پښو لاندې کړل شوي دی .
یرغلګرو او په افغانستان کې دلږکې قومونه بدنامه پیژندل شوي څیرې ،ائتلافونه، اتحادونه باید وپوهیږي، چې په افغانستان کې د فدرالي یا پارلماني نظام رامنځ ته کول ،لږکې توکمونه له ډیرکې ولس سره جنګول دي . امریکایانو ان د بن په کنفرانس کې د پاکستان دخوشحالواو دخپلو شومو پلانو پلي کولو لپاره په نوی موقت حکومت کې د ملي وحدت احساس لرونکو، په ملي اسلامي یوالي روحیه ولاړو پښتنو افغانانو برخه يي داقلیتونو ظالمو، بدنامو جنګسالارانو ته ورکړه . د پښتنو د ټکولو لپاره دلږکیو دغو ملي ضد څیرو ته په دولت ،وسله وال پوځ او ملکي ادارو کې ستره برخه ورکړل شوه . ترڅو دیو مرکزي ځواکمن اسلامي ملي دولت مخه ونیول شي . پښتانه مجبور کړل شوي، چې د غي غیرعادلانه ناروا ویش په وړاندې را ویښ شي اوسخت غبرګونونه وښيي .
پاکستان هېچکله په لو ی افغانستان کې ملي خپلواک دولت غوښتل څه، چې زغملي نشي، دوی ښه پوهیږي چې دافغانستان ابادي د پاکستان بربادي ده .
سایل لیکې :
پېښور او کابل دواړه دوه ياران دي
لکه دوه سترګې په يو مخ د جانان دي
د توري ،قلم او میړاني خوشحال خان خټک بابا لیکې :
د افغـــــــان په ننګ مې وتړله توره
ننګيالی د زمانې خوشال خټک يم
دافغان پښتون ولس دخپلواکۍ لوی مخکښ ستر احمد شابابا لیکي :
ځان به ویښ کړوهرې خوا ته ،هرې خواته رقیبان دي
یو پر بل مو سره وژني ،وايي خپل یو،غلیمان دي
پای