دخپریدو نیټه : 2013-09-05 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
نوی تکنالوژی، مصنوعی غوښی او دوه نړیوال بحرانونه
پوهنمل حاجی محمد نوزادی
د روان ۲۰۱۳ کال د اکسټ په ۵ نیټه د لندن په یوه فلمی سټډیو کی د نړۍ میډیاوالو لکه BBC, The Guarian, New Yark Times, Bild, Reuters او نورو د یوی ښودنی تماشا وکړه چی یوه هالینډی پوهاند Mark Post او دوو تنو همکارانو یی په ګډه په تازیخ کی د لومړی ځل دپاره په لابراتوار کی د جوړی شوی غوښی څخه د پوخ کړی برګر یوه یوه ټوټه وخوړل . دا چی دا غوښه د حیواناتو له کوم فارم یا د کوم قصاب له دکانه تر لاسه شوی نده بلکه قصاب یی یو پیاوړی پوهاند او فارم یی په پرمختللی تکنالوژی سره سمبال لابراتوار دی ، ځکه نو پدی اړه په میډیا کی هرچیری خبرونه خپاره شول . په ډنمارک هم کی د نورو رسنیو په لړ کی د POLITIKEN ( سیاست ) پنامه ډیری مشهوری ورځپاڼی د اګسټ په ۶ نیټه او Ingeniøren ( انجینر ) نومی اونیزی د اګسټ په ۱۶ نیټه په همدی اړوند لیکنی درلودی . داچی اکثرو لوستونکو ته خبره نوی او تر ډیره حده په زړه پوری ده ، غواړم د دواړو رسنیو متن په لاندی کرښو کی پښتو ژبی ته را لنډ کړم :
. . . . . . په لابراتوار کی د خوړلو وړ ددغی وړی ټوټی غوښی تر لاسه کول ، دا په حقیقت کی د دوو نړیوالو ( ګلوبال ) بحرانونو د حل په لار کی یوستر مرسته کوونکی ګام دی . یو یی د اقلیم بحران دی چی بشر ته یی لوی تشویش پیدا کړی او بل یی ورځ تر بلی د خوراکی توکو د کمښت بحران دی چی نړیوال یی باید د حل لاره ومومی . دا ځکه : د ملګرو ملتونو د خوراکی توکو او کرهڼی اداری ( FAO ) د څیړنو له مخی د خوراکی توکو په لړ کی دا مهال یوازی د غوښو دودیز تولید ددی لامل ګرځی چی هواته د خارجیدونکی ټول کاربن ډای اوکسایډ په سلو کی د ۱۸٪ برخی مسئولیت پرغاړه واخلی . دا مقدار کاربن ترهغه زیات دی چی په نړیواله کچه د ترانسپورټی صنایعو دلاری هواته خوشی کیږی . د بیلګی په توګه که یو د منځنۍ کچی موټر ۲۹۰۰ کیلومتره وګرځی ، دومره کاربن هواته ورکوی لکه په فارم کی د یوه عادی امریکای سړی دپاره د یوه کال د اړتیا وړ غوښو د تولید څخه چی هواته ورکول کیږی . که دغه غوښه په لابراتوار کی جوړه شی ، ښکاره خبره ده چی اړونده پروسه به یی په ډیر کمه اندازه کاربن هواته ورکړی او ددی لاری به د اقلیم د بحران دحل سره لویه مرسته وشی .
ددی کار مرسته همدارنګه د خوراکی توکو د کمښت په بحران کی د پام وړ ده . د م.م. د وړاندوینی له مخی به په نړۍ کی د وګړو شمیر تر ۲۰۵۰ کال پوری نه میلیارډ تنو ته جګ شی چی دا ټول و خوراکی توکو ته اړتیا لری . همدا راز ددغو وګړو ډیره برخه به په اسیا ، جنوبی امریکا او افریکا کی و منځنۍ طبقی ( کلاس ) ته راواړی یانی ژوند به یی ښه والی ومومی او دخوراکی شیانو د رانیولو توان به یی زیات شی . د م.م. د محاسبی سره سم به په راتلونکو ۴۰ کالو کی د خلګو تقاضا د اوس په پرتله تر ۴۰٪ جګه ولاړه شی . که د خوراکی توکو تولید په نننی دودیز ډول مخته ولاړشی ، دلوړی تقاضا پوره کول به ډیر مشکل کار وی .
پدی اړوند دهالینډ د ماستریخت پوهنتون نوموړی پوهاند Mark Post وایی : « ښایی ډیر لږ خلګ به پدی باندی خبر وی چی د غوښو د تولید کچه همدا اوس خپل اعظمی حد ته رسیدلی او په لوړه کچه یی د لا زیاتولو امکان کم دی ، ځکه نو باید فکر وکړو او یوه بله لاره ولټوو » .
د غوښو د اوسنی دودیز تولید په تړاو لاندی ارقام هم د پام وړ دی :
الف ـ د ځمکی په وچه کی دهغی برخی څخه چی د یخنۍ نه خلاصه ده ، ۲۶٪ کی یی د حیواناتو د پاره ورشوګانو ( علفچرونو ) او وښو د لاسته راوړلو په موخه کارول کیږی .
ب ـ د نړۍ د کرهڼی وړ ټولی ځمکی نژدی دریمه برخه د خوراکی موادو د تولید د پاره کاریږی .
ج ـ په ټولیز ډول د ځمکی دمخ د کرهڼی وړ خاوری ۷۰٪ او د ځمکی د ټولی سطحی ۳۰٪ برخه د حیواناتو د پاره کارول کیږی .
د ـ دغه حیوانات د ټول کاربن ډای اوکسایډ ۱۸٪ برخه هواته خوشی کوی او چابیریال ککړ کوی .
ه ـ همدغه د غوښو د دودیز تولید صنایع په نړۍ کی د استعمال وړ ټولو اوبو ۸٪ کی کاروی .
و ـ حیوانی فارمونه په لوی احتمال سره په نړۍ کی د اوبو د ککړتیا ترټولو لوی لامل ګڼل شویدی .
د همدغو دوو موضوعګانو ( بحرانونو ) د اهمیت له مخی وه چی د ګوګل د ستر پروګرام یوه برخه وال Serggey Brin د نوموړی ورځی د لګښتونو یانی ۱،۸ میلیون ډنمارکی کرونو ( یو ډالر نژدی ۶ کرونه دی . ژباړ ) لویه برخه پرغاړه د مرسته کوونکی په توګه واخیسته . پدی توګه ویلای شو چی دغه یوه ټوټه برګر د ۱،۸ میلیون کرونو په قیمت وخوړل شو .
اوس به راشو پخپله مصنوغی غوښی ته :
په امریکا او اروپا کی هراړخیز کار ته اړتیا ده چی ددی ډول مصنوعی غوښو د تولید په هکله پریکړه وشی او پدی اړوند یو ټاکلی سیټم جوړ او په کار واچول شی . په لویه پیمانه به د نوموړی غوښی د تولید د پاره د ځانګړی تائیدونکی سیسټم منځته راوستل ۴۰ کاله وخت ونیسی . اټکل کیږی چی د ۲۰۴۰ کال پوری به د نړۍ د ټولو عرضه شوو غوښو نیمه برخه په لابراتوارونو ( فابریکو ) کی تولید شی او دا به د دودیز تولید تر څنګ د اصلی غوښو د کمښت په پوره کولو کی لوی ګام وی .
دا غوښی په لابراتوار کی د حیواناتو د عضلوی حجرو د کرلو او تکثر دلاری تر لاسه کیږی . دلته یو پرابلم شتون لری چی د حل په اړه یی فکر کیږی او کار روان دی . ددی کار میکانیزم داسی دی : د حیواناتو د عضلو څخه اړینی حجری جدا کیږی ، په ښه توګه پاکیږی او په یوه ځانګړی ظرف کی دتخمر په موخه ځای پر ځای کیږی . برسیره لدی ، ددی حجرو د تکثر دپاره اړوند مواد لکه ویټامینونه ، امینی تیزابونه ، هرمونونه ، بوره او مالګه ور اچول کیږی . د ظرف په کښتنی برخه کی حجری په یو ډول دری بعدی سیسټم کی وده کوی او عضلی ورڅخه جوړیږی . پدی ترڅ کی چی حجری وده کوی او عضلی جوړوی ، ددی دپاره چی عضلی پخپلو کی سره ونښلی باید برقی جریان ورکړل شی . پدی کار سره په غوښو کی پروتین هم منځته راځی .
ددی د پاره چی پروسه په لوړه کچه کار وکړی ، لومړنی بنسټیزی حجری ماتیږی او تکثر کوی . پدی توګه پروسه په بی پایه ډول دوام مومی او یو په بل پسی غوښه منځته راځی . که داسی نه وی نو دغوښو کتلوی تولید چی د تقاضا چاره ورباندی وشی ، نه تر سره کیږی . له بده مرغه چی دا کار په لوړ ډول مخته نه ځی او څیړونکی لا تر اوسه پدی نه پوهیږی چی علت یی څه دی . دا هغه پروبلم دی چی باید دحل لاره یی وموندل شی .
ډنمارکی څیړونکی Niels Oksbjerg پدی هکله داسی وایی : « دا مهال چی موږ د لومړنیو بنسټیزو حجرو پر یوه بی پایه تکثر او ودی باندی څیړنی کوو ، ور سره سم پر دی باندی هم فکر کوو چی د یوه بل ډول حجرو د کارولو امکان ترلاسه کړو . پدی ډول به وکړای شو د پروبلم د حل د پاره یوه لاره پیداکړو .
پداسی حال کی چی ټول ډنمارکی څیړونکی د مصنوعی غوښو د ښه راتلونکی په هکله په یوه خوله هیله من دی ، خو په نوره نړۍ کی خبره داسی نده ، بیلابیل څیړونکی بیلابیل نظرونه لری . د انګلستان د اکسفورد پوهنتون د یوه ګروپ څیړونکو د تحلیل له مخی د مصنوعی غوښو کښت به چاپیریال ته د اوس په پرتله د خارجیدونکی ګاز کچه ۹۶٪ لږ کړی او د انرژی مصرف به یی تر دودیزی غوښی د ۷٪ څخه تر ۴۵٪ پوری کم وی .
پای