دخپریدو نیټه : 2013-09-19 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
مرګ بد رنګ وو
محب الله آرمل
د يوه لوی غره نرۍ څنډه د دوه شنو کروندو په منځ کې بې خونده غزېدلې، د همدې کوچنۍ غونډۍ پر شاو خوا د ډېرو پخوانيو زمانو آثار پاتې دي، موږ ورته کافر کلې وايو برجونو ته ورته معلوميږي، خو منځو نه يې ډک دي نه پوهېږم چې هغه وخت به يې د کومې موخې لپاره رغولې وي ؛که د ژوند کولو لپاره وای نو بايد چې کوټو ته ورته جوړښت يې درلودی يا لږ تر لږه منځونه خويې خالي وای د سيمې وګړي يې مخينه تر درېيو څلور پېړيو پورې بولي او وايې چې کافرانو جوړې کړې، ددې کافرکلو شمېر به تر پنځوسو پورې وي ،په همدې غونډۍ کې د کافرکلو تر څنګ شپږ اووه لوی لوی غارونه هم شته ويل کېدل به چې په دې غارونو کې سره او سپين موجود دي هر چا خواري ورباندې وکړه خو تر اوسه يې څوک په موندلو ندي توانېدلي، موږ چې يو وخت واړه وو نو داسوچ مو وکړ چې پدې غارونو کې سره او سپين ولټوو که يې ومومو نو هغه دي مزې څومره چې موږ واړه وو دومره مو سوچونه او فکرونه کمزوري او لنډ وو.
يوه ورځ مو وپتيله چې ورشو يو ګروپ مو د موټر سايکل په پېټرۍ پورې بند کړ په غار کې ور ننوتو تريوه ځايه پورې ښه وو خو وروسته تنګ شو په خپوړو مخکې روان وو کوم شل متره به ننوتلي وو ، نور مو په خپوړو نشوای کولای چې وړاندې لاړشو په سينو ور وښويدو غار دومره تنګ وو چې تندي او ډډې مو پرې ګرېدلې او خوږېدلې خو له خپل هوډه نه اوښتو پوره څلورتنه وو دوه چې لږ هوښيار وو ويل يې داکار ګټه نلري راځۍ چې بهر وو ځو او هغه دوه نور شله وو چې اوس دومره راغلي يو نوبايد چې لږ نور هم لاړشو بس لېونتوب وو که وړکتوب خو له هلاکت کم نه وو، نور هم په ښويدلو او ځان کشکولو مخکې لاړو تنګ ځای خلاص شو غار دومره پراخ او لوی شو چې په ولاړو پکې روان وو ، بره خواته مايل ختلي وو لږ پيچومی يې هم درلود يو ځای مو وليدل چې بند دی د ډبرو باره پکې جوړه شوې وه چې ګويا څوک وړاندې ورنشي يوه شروع وکړه څلور پنځه تيږې راويستې بل هم ور لنډشو دوی بې احتياتي وکړه او باره يې وشړوله پوله سنګې ډبرې په غار ښکته خواته ورغړېدې په دوړو او ګردونو کې يوبل رانه ورک شول د دوړو د وتلو لاره نه وه ټول چوپ ولاړ وو کله چې پدې پوشوو د غار تنګ ځای ډبرو بند کړ نو زړونه مو خوړين شول ښايې ټولو ژړل خو ديد مو له لاسه ورکړی وو د راوتو هڅه مو وکړه څوځايه مو تندي د غار په څنډو ولګېدل په درد خبر هم نه وو د ځان ژغورول حس مو ژوندی شو ژوند ښکلی او خوږ راته په مخ کې ودرېد خو! په غوسه، غوسه يې راته کتل.
په پټوسترګو ښکته وخوځېدو لاسونه مو وتپول يوه يوه ډبره مو په پوره پام د غاره له بند ځای را اخيسته، نږ دې وو خلاص شي خو له وسه مو ووته دوړو بې سيکه غوندې کړو ښايې اکسجن هم نه وو هغه کوم چې وو خلاص شو بس مرګ مو مخې ته راغی ډېر بدرنګ وو مګر خوشاله ښکارېده موږ وډار شوو ټولو په خپله کم عقلۍ اعتراف وکړ خو بياهم کرار لاس تر زنې کېنه ناستو په ډېره خوارۍ مو ډبرې له مخې لرې کولې او شاته مو اېښودې په ځانو مو تکيه کولې ، د يوه تن وظيفه خو يوازې دا وه چې ګروپ بل وساتي خو دوړې دومره زياتې وې لکه څوک چې د سېلاب په اوبوکې سترګې وغړوي او سترګې يې دومره وسوځي چې نوريې پټې ونيسې موږ هم سترګې پټې نېولې وې په دليل مو دا کارونه کول کوم يوه وويل غار خلاص شو خو ژر يې غږ تت شو څوشبې وروسته يې چيغه کړه راووځۍ زه له تنګ ځای راووتم تاسې هم په سينو ښکته خواته را وښويږ ئ ،لږ ډاډه شوو پړ مخې څملاستو او ښکته خواته موځانونه وښويول که ګورو چې لږ رڼامو وليده ژوند ته مو تمه پيدا شوه څو شېبو وروسته له غاره ژوندي را ووتو هک پک وو يو بل ته مو وکتل د چا لدونه څېرې وو د چاتندی خوږ د چاپوزې ګرېدلې وې ... نور ته ووايه چې څومره به وحشتناک ، سپېره او دوړن وو .
پای
۱۳۹۲/۶/۲۵ د وردګو ملي راډيو تلويزيون