دخپریدو نیټه : 2013-09-25 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
سیاسي فلسفه څه شی ده؟ ۱۱مه،برخه
شریف الله دوست(سرواني)
د ارسطو سیاسي فلسفه
(۳۵۰ مخزیږدي شاوخوا)
د ارسطو دسیاسي فلسفې څرګندوني د نوړي په کتاب پولیټکا ( سیاست) کي راغلي دي .
ارسطوپه خپل وار فردي واکمني پرشاهي واکمني غوره ګڼلې ده خو په دې شرط چي ځانغوښتنه پکښي نه وي.
ارسطو ولسواکي(ډیموکراسي) نظام دستونزو ډک بولي ، ځکه وايي : په دې ډول حکومت کي واک د څو فریبکاره کسانو په لاس کي لویږي او دټول کسانو ګټي نه پکښي خوندي کیږي . ارسطو په خپل کتاب سیاست کي دبیلګي لپاره دیونان د (اسپارټ) ، (کرت) او (کارتاج) حکومتونو څخه یادونه کوي او هغه دنیک اوبد نظر له مخي مشاهده کوي او پر دې ټینګار کوي چي هر حکومت باید لومړی دخپل ټولني د وګړو اوړند ځانګړو شریطو له مخي برسي سي .
سیاسي فلسفه په روم کي :
روم کي سیاسي فلسفه تر ډیره دسیسرون پر سیاسي فلسفه باندي څرخي دبیلګي په توګه سیسرون وايي : دولت د ټولو ملتونو دګټو دخوندیتوب لپاره دی او په دې ګروهه دی چي دولت دخلکو ملکیت او په خلکو پوري اړه لري دولت په یوې کورنۍ پوري تړلی نه وي ، دولت دي دخلکو دخوښۍ سر سم جوړ سي .
سیاسي فلسفه په چین کي
په چین کي سیاسي فلسفې د یونان له هغه سره توپیر درلود کنفوسیوس(۵۵۱ مخزیږدي) او (لایوتزه) مهم سیاسي فیلسوفان وه د دوی سره په څنګ کي استاد ساتنزو(سانزو) دجنګ په فلسفه کي نوم درلود.
د چینايي کنفوسیوس سیاسي فلسفه :
تر فردي ګټو پر ټولنیزو ګټو ټینګار کوي ، دحکومت پر شتون باور لري خو ناوړه حکومت بیا په خپل وار تر داړونکي زمري هم بد ګڼي ، وګړي د دولت اطاعت ته رابولي ، حکومت داخلاقو زېږنده ګڼي ، دظلم او استبداد مخالف دی . وایي هر کس باید تر پوهي او زده کړي وروسته دحکومت چارو اوعلمي سیاست ته را ودانګي .
کنفوسیوس به خپل شاګرد ته ویل : داسي څوک ښه نه دی چي د زمري په بریتو لوبي کوي او په څپاند سیند ورګډیږي ، وايي : له سیاسي او ټولنیزو ستونزو سره دي د مناسب احتیاط له مخي مبارزه وسي .
د استاد سونزو جګړیزه فلسفه:
( ۵۳۰ مخزیږدي)
استاد سونزو وايي :
جګړه دیو دولت لپاره حیاتي ارزښت لري ؛ جنګ د ژوند او مرګ مسله ده ؛ د نجات او تباهۍ لاره پکښي تېره سوې ده ځکه نو د جګړې تر پیل مخکي دي د جګړې دګټو او زیان هر اړخیزه څیړنه او مطالعه وسي .
وايي : د جنګ اوجګړې اوږدوالی تباهي راوړي ،ملک خرابوي ، دخلکو مخالفت زیاتوي او خزانه تشه وي .؛ ځکه داسي اوږده جګړه نه سته چي یو هیواد دي ترې ګټه پورته کړې وي .
سیاسي او جګړیزه تیوري په (عدالت ، تقوا ، خیر او ښېګڼي) باندي ولاړه ده .
سیاسي فلسفه په اریانا کي
(۳۰۰۰ – ۲۰۰۰ مخزیږدي)
لرغوني اریانا (اوسني افغانستان) کي هم د سیاسي فلسفې بیل ډول درلود ، لکه څنګه چي دلرغوني دتاریخ له پاڼو څخه ښکاري له نن څخه (۵۰۰۰ کاله) پخوا د اریانا دحکومت بڼه شاهي وه .
کله چي دیوملت وګړي په روح اوځان هوسا وي هلته بویه یوه فلسفه وي چي هوساینه ترې زیږيدلې وي د دغي فلسفې موندل د ملت دهوسایني لپاره اړینه وي .
که چیري وګورو ګرشاسپ (غرغښت بابا) دیوملي اتل په توګه پیژندل سوی دی اوځانته يې یبله شفاهي سیاسي فلسفه درلودل ، همداسي داسلامي دورې په لومړیو کي دوه غښتلي پښتانه (امیرګروړ او یعقوب لیث صفاري ) سیاسي او ادبي فلسفه چي دخپل وخت ملي او فکري غښتلي اتلان وه ؛ همداسي زرتښت (بلخي = پښتي) دخپل وخت فیلسوف ، په لرغونو آریايي متفکرینو کي زرتشت (زرتښت) تر ټولو ستر اوپیژندل سوی شخصیت دی . دتاریپوهانو دڅیړني له مخي دزردښت زېږیدنه د حضرت مسیح له زېږیدو څخه له ( ۱۵۰۰ – څخه تر ۳۰۰۰) کلونو پوري اټکل سوې ده دی د اوسني بلخ په خاوره کي زیږیدلی او دیوه مصلح فیلسوف مقام يې درلود ، دبیلګې لپاره به د زرتښت له ګاتونو(هاتونو) څخه د ده دسیاسي فلسفې رنګ معلوم کړو .
لکه :
ګوندې نیک ټولواکان،
په نیکې کړني او پوهي او سپیڅلتوب سره،
پرموږ واک وچلوي ،
(نه) بد ټولواکان .
سپیڅلتیا دخلکو لپاره ،
د زیږیدو له مهاله تر هرڅه ښه ده .
دنړۍ دآبادۍ لپاره باید زیار وایستل سي .
نړۍ باید سمه وپالل سي ،
او هغه درڼا په لور بوتلل سي
زرتشت تر ، فیثاغورث ، افلاطون او نورو ښایسته ډیري پیړۍ مخکي نیک ، پوه (فیلسوف) او سپیڅلي ټولواک د ولس په خیر او ګټه بولي او په وړاندي يې له (بد) ټولواک څخه کرکه کوي .
کله چي په اریانا کي سیاسي فلسفې ته ځیر سو وینو چي (۵۰۰۰ – کاله) وړاندي هم اریاناویجه کي د حکومت لرلو ته خلک ژمن وه او داریايي حکومت بنسټ شاهي بڼه درلودل چي دغه بنسټ په طبیعي ډول د کورنۍ له کوچني قانون څخه تر پلار واکۍ له آمریت څخه پیل د ټبر او قوم تر مشره چي (ګوتراپای) ، دقبیلې ملک (ګرامه پاني) ، دکلي رییس ( ویس پاتي) او پخپله پاچا ( راجان ) نومېده چي دا لړۍ همداسي سلطنتي نظام ته رسېدل .
په قوي احتمال ویلای سو چي دغه جوړښت له اریانا څخه د یونان په لور هم غزوني کړي دي .
اریاییانو په یوه ډیموکراټیکه او ولسواکه ټولنه کي ژوند کاوه او ولسواکۍ ته پکښي پوره پام او درناوی کیده ، په داسي حال کي چي هغه وخت ولسواکي حکومت دیوشمېر یوناني فیلسوفانو له لوري توهین سوی ده له هغې ډلي څخه یوهم (ارسطو) دی خو اریانا کي دا اصل ډیر خوندي و .
اریایانو د خپلو رییسانو په اطاعت کي دمراتبو له مخي د پلار څخه تر پاچا پوري دقانون له مخي د هر یوه دمقام ډیر درناوی کاوه .
دغه نظریه په قوي احتمال اروپا او بیا یونان ته هم غزېدلې ده خو سقراط بیا ډیر ورسته په یو څه افراط سره وايي : (( له دولت او قانون څخه دي اطاعت وسي که څه هم دغه قانون پر ناحقه وي .))
اریانا کي به رییسانو هم پخپل وار له پلار څخه نیولې دټبر تر مشره پوري دقبیلې تر ملک او دکلي تر رییس پوري تر لاس لاندي خلکو باندي رحم او شفقت کاوه او پر هغوی به مهربان وه ،همداسي پاچابه هم د رییسانو ، قبیلو ، او ټول ملت – رعیت سره په ډیره نرمۍ او مهربانۍ سره چلند کاوه .
تر کومه ځایه چي له[ ویدي] او [اویستايي] سرودونو څخه څرګندیږي شاهي حکومت هم مطلقه شاهي نظام نه و بلکه ، لکه ارسطو چي غوره بللی و شاهي حکومت کي هم دخلکو رایه او خوښه دخیله وه حکومت تر ډیره د خلکو په خپله خوښه داړتیا پر بنسټ ټاکل کېده ، پاچا به انتخابي و او درايي پر بنسټ به ټاکه کېده او بیا به واک ته رسېده .
اریانا کي پاچا ټاکلوسیاسي فلسفه :
په [ویدي] سرودونو کي دشاهي اریايي حکومت یادونه سوې ده ، خو دپاچا په ټاکنه کي به تر ډیره پاملرنه او دقت کېده ، په دې برخه کي بدني ځواک ، اخلاقي بشپړتیا ، اداري وړتیا او لیاقت ته پام کېده ، دا شرایط بیا په را ورسته کي د ځینو سیاسي فیلسوفانو د پام وړ ګرځیدلي .
پاچاه به د (راجان) په لقب یادیده چي آره معنی يې (نجیب اوشریف ده) ، شاهي کورنۍ به د ( راجانایا ) په نامه یادیدل چي په ولس کي به ډیر محترم وه ، پاچا به ځانګړي دفخر جامې اغوستې ، شاهي تاج به يې په سر او په سرو زرو او یاقوتو به ښکلی و .
د اریايي پاچا کابینه :
۱ : مذهبي مشاور :
مذهبي مشاور به د (پورو هیتا ) په نوم یادیده ، معمولاً به دپاچا تخت ته نږدې کښیناسته او هغه ته به يې په مذهبي چارو کي مشورې ورکولې .
۲ : ګرامنیان :
ګرامنیان اوسنۍ ولسي جرګې ته ورته وه ، دوی دبیلابیلو قبیلو رییسان وه او دخلکو ستونزي به يې اوارولې .
۳ : سیناني :
سیناني ، يې لښکر مشر ته ویل ، چي اوسني دفاع وزیر ته ورته و .
۴ : سوتا :
سوتا هغه ځانګړي کسان وه چي شاهي ګاډي به يې چلولې .
په ټوله کي ویلای سو چي آریایي [سیاسي فلسفه] د یونان ، مصر ، هند ، چین ، روم سره پوره سیالي کولای سوه او حال دا چي دمخیني له مخي تر هغو دوه برابره مخکي وه، خو توپیر دلته دی چي یادو سوو هیوادونو کي دې برخه کي تدوین سوي اثار تر ډیره ساتل سوي دي خو آریانا کي ، توراني ، سکندري ،چنګیزي ، انګریزي او څه چي پاته وه اوس امریکايي تاړاکونو له منځه یوړه .
که دتاریخ ژورو او ریښو ته وکتل سي داسي څرګندیږي چي ځینو سیاسي او نظامي فلسفو له آریانا څخه منځني ختیځ ، سویلي اسیا او اروپا تر څنډو پوري غزوني کړي دي .
له بله پلوه د زرتښت له مذهبي فلسفې څخه سیاسي فلسفې رنګ هم څرګندیږي هغه چي له وړاندي ورته نغوته وسوه ، په دې توګه په زرتښتي (= زرتښت ، زراتښتر ۹ چي په پښتو کي (سپین تومنی او سپین لمنی هم بلل سوی) دی په خپله فلسفه کي د انسان کړه وړه پر درو ډولو ویشلي دي :
۱ : اعتقاد او اراده .
۲ : وینا
۳ : فعل (کړ)
په دې دریو واړو کي سیاسي صبغه هم سته هغه دا چي لکه وړاندي چي د زرتښت په ګاتونو کي مو ورته نغوته کړې اوهیله لري چي ګوندي نیک او سپېڅلي واکمن پرې واکمن واوسي .
بل داچي ولس به هم د پاچا (ولسمشر) په ټاکلو کي د پوره غور څخه کار اخیسته ، که به نوماند واکمن نیکه عقیده ، غوره وینا (فصیحه او بلیغه) ژبه او دنیکو کړونو (فعل) خاوند نه و هغه يې نه ټاکه .
راتلونکی سرلیک:
اسلامي سیاسي فلسفه
اخځلیک او لمنلیک :
1. : که څه هم د سیسرون مخالفین دی فیلسوف نه بولي او یوازي یو سیاست لوبی يې ګڼي .
2. : محمد نادر ایوبي ،کندهاری ، سیاسي نظریات ، لاهور چاپ ، ۱۴۲۹سپوږمیز ، ۹۹ مخ .
3. : استاد سانزو ، دجنګ هنر ، ژباړن فقیري ، ۳ ،۵ مخونه .
4. : شېرعالم امله وال دسیاسي افکارو تاریخ ، مومند خپرندویه ټولنه ،۱۳۹۰کال ۶ مخ.
5. : قدرت الله فرهاد ، حداد دافغان ملي تاریخ ، دساپي څیړنو مرکز چاپ ، ۱۳۸۶ کال ، ۲۰۴ مخ .
6. : صفار اوس هم ډیري زړې کلاګاني لري او دهلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ اړوند دی.
7. : د زردشت مېنويي سرودونه ، اکاډمیسن سلیمان لایق ژباړه ،۱۳۸۸ ،سریزه .
8. : Spantmad ، دزرتښت مېنويي سرودونه .,۱۲ سرود ، د اکاډمېسین ژباړه
9. : استاد احمدعلي کهزاد ، دافغانستان پخوانی تاریخ ، تاریخ ټولنه کابل ، ۱۳۴۴کال ، ۱۴۶ مخ .
10. : استاد کهزاد مخکنی اثر ۱۴۷ مخ .
11. : Rajanaya.
12. : Purohita.
13. : Senani.
14. : Suta.
15. : استاد احمد علي کهزاد ، د افغانستان پخوانی تاریخ ، لومړی ټوک ، ۱۴۹ مخ .
16. : : محمدنادر ایوبي ، فلسفه ، لاهور چاپ ، کال دوهم چاپ ،۱۳۸۸ ،۱۱۹ مخ