مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-10-21   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دټاکنوخپلواک کمېسيون په ورسپارل سوودندوکي پاته راغلی .

حبيب الله غمخور

دا ددې هيواد دمشرتابه دچوپړ برکت دی چي افغانان په زاړه کفن کښ پسي ارامان کوي  .داخبره ددې معنا نسي لرلاي چې گويا موږ دټاکنو دزاړه کمېسيون په مشرتابه اوغړوپسې خفه يو،خوداپدې معناده چې کرزی صاحب داسي کارونه کوی چې موږ مجبورکړی ووايو هغه زاړه چارواکي تردې  ښه وه .کنه دده لخواددې کمېسيون دغړودټاکلوپر وړاندي افغان ولس دغبرگون وانه ورېدل سو. دکرزی لپاره ولسی غبرگون کوم ارزښت نلري؛ پدې ډاډه دې چې  په خپلو کړنوکي دټولو ملي ناندريو اوتاوان رسولوسره دارگ بغل ته ورته  په ميليونو ډالره ښکلې  ماڼۍ جوړېږي ،لکه چې ويل کيږي دظاهرشاه وارث به دادملت نه بيگانه وي .ځکه خو دا اوبو وړۍ دې خوا او هاخواته لاسونه وهی .ترڅودخپل حاکميت پدې ورستيو کي داسي څرگنده کړي چې ملت سره  څومره خواخوږ ی لري .
په يک تلوېزيون کي نن دشپې پر ۱۹،بجو او۳۰ دقيقوپردي مسله بحث ووچې ولي دولسمشری دکانديدانو ابتدايي ليست دوې ورځې وځنډيد؟ اوداهم معلومه نده چې سبابه خپورسي کنه ؟
پدې بحث کښي دنورو دوستانو ترڅنگ دمعين مرستيال صاحب  نظره دپوښتنو پر وړاندي منطقی وو.هغه دځنډ دليل دټاکنو دخپلواک کمېسيون چارواکو دکارسره نه بلديت ياپه بله اصطلاح  پدې برخه کي مسلکي پوهې نه درلودل ،دکانديدانو غفلت دخپلو اسنادودتکملولو په برخه کي په گوته کړ.
دبيلگې په توگه ،هغه وويل دوي پوهېدل چې دجمهوري رياست مقام ته اوددې مقام مرستيالی ته ځان ټاکي ،نوبايد دوهم تابعيت ونلري ،دوي بايد ډير پخوا دا اسناد برابرکړي واي اودخپل ځان دمعرفی په ورڅ ئې کمېسيون ته ورکړي واي .خومرستيال صاحب يوه بله ديره ښه خبره وکړه  ،ویې ويلی .دا غفلت ددولتي چارواکو عادت گرځېدلی،دبېلگې په توگه کله چې يو چا ځان وزارت اويادپارلمان وکالت ته ټاکلی ،نودپوښتنې په ورځ یې داويلې چې ما مراجعه کړې خودتابعيت څخه دخلاصون پروسه يوڅه اوږده ده ممکن شپږ مياشتي اوياتر هغه  زيات وخت  ونسی ترڅو پرېکړه ترلاسه شي .
زه دمعين مرستيال صاحب سره موافق يم حې دټاکنودخپلواک کمېسيون چارواکي پدې برخه کي دمسلکی پوهي پر بنياد نه بلکې دکومو معلومواونامعلومومصليحتونوپربنياد ټاکل سوی اوداکار خپله کرزی کړی اوهغه چې خپله گټه یې وي دهيچا،که داټول افغانان هم وي خبره نه مني .ځکه ئي دعجيبواوغريبودلايلو له مخې داکسان دټاکنودکمېسيون اودشکاياتودکمېسيون دغړوپه توگه وټاکل .دکرزی صاحبخوښه  داده چي دټاکنو بهير په همدې نا انډوله اوله کړکېچنو نه ډکه بڼه پر مخ ولاړه سي .
کرزی دخپل حاکميت په ټوله دوره کي دخلکو خبرو او وړانديزونوته غوږ نه دئ نيولی ،ځکه خوموږ ددې ډول ستونزو سره مخامخ کيږو . چې له کرزی نه دټاکنو دناخوالو  پوښتنه وسی ،نو وايي دازه نه يم ، دابهرنيان دی چي لاس وهنې کوي . غواړي پدې خبرودافغان ولس په سترگو دکالو سره ورننوزي اوداڅرگنده کړي چې گوياکرزی مستقل شخصيت دی ،چې داسي نه ده .هغه بهرنيان چې همدا کرزی چې چانه پيژاندپر افغان ولس په يوه ايراني پټوکي شمالي ټلوالي تسليم کړ،اوهغوي ورته وويل بس چې دوي راوستلی یې زموږ قبول یې . نورخوحقيقت دادی چې کرزی هيڅکله دافغانانودرايي پر بنيادپه قدرت کي نه دی پاته سوی ،ځکه ده  افغانانوته  خدمت ندی کړی، افغانان ددنه دخلاصو ن ورځې شمېري.
راځودټاکنودکمېسيون دکارلمړنۍ ناکامۍ ته .
بلې ددې کمېسيون کارپدې يوه نيمه مياشت کي څرگنده کړه چې دا کاري کمېسيون نه بلکی ديوچاپه هدايت کارکوي ، ځکه خوپدي لمړی ورځوکي ديوعالم شکايتونواوگوتنيونوسره مخامخ شو او ویې نسوه کولاي خپله دنده لکه چې لازمه ده پر خپل وخت سرته ورسوی . کله دخپلو کارودځنډملامتی پر بهرنيو چارو وزارت اچوی اوکله بيايوبله بهانه چي اوريدل ئي دخندا وړوي، دځان دنجات لپاره بهانه وړاندي کوي .
پداسي حال کې چې دغه ددوي لخواپه گوته سووستونزودحل ساده لاري موجودي دي  کوم چي اوس دټاکنو دکميسيسون مشران دخپل کاردنيمگړتيا په هغه باندي پټوی .
دبېلگې په توگه :
۱ / دکانديدانوددوهم تابعيت ستونځه .
دولسمشرئ دکانديدانو دابتدايي ليست دوې ورځې ځنډېدل ددوگونی تابعيعت لرونکو په اړه دبهرنيو چارو دوزارت دراپورنه لېږل ښودل کيږي .
که هلته  په افغانستان کي څوک دتابعيت دلاسه ورکولوپدې پروسه خبرنه وي ،نوزه يوځل بيا دادتابعيت دلاسه ورکولوپروسه تشريح کوم :
په بهرکي هر پخشوانۍ کډوال چې تابعيت باوپدي هيوادکي دقانوني اوسېدو حق یي ترلاسه کړئ ددولتي چارواکو اوعاموخلکو پر وړاندي عادي خلک دي .ځکه دلته دولتی مقام خلکوته دځان ښودنې وسيله نسي گرځيدلاي .هريودقانون پر وړاندي  برابر مسوليت لري .دبېلگې په توگه پاچا،جمجورریيس ،وزير ،اوبل هر لورژ رتبه چارواکئ دترافيکودقانون په مراعت کولومکلف دی .همدا ډول دکور اوکلي قوانين ، دټولنيز ژوند قوانين  پلی کول اومنل دټولو لپاره يوشان دي .که دي يو وزير گانډی وي په عادي ورځوکي دگاونډيانو اجاز پرته حق نلري چي دشپې تر لسو بجو وروسته موسيقی په لوړ اواز واوری اوتاسوته مزاحمت وکړی. دقانون په وژاندي دمکلفيت بيلگي ديري دي راځم اساسی خبرې ته .
که يوبهرنۍ اوسېدونکي نه يوازي داچې په خپل  (پلارنۍ ) هيوادکي دکوم مقام لپاره ټاکل کيږي ،غواړي خپل دوهم  تابعيت دلاسه ورکړي ؛نو مجبوردی چې  ددوهم  تابعيت دپرېښدولوعرض پاڼه اړونده ادارې  وړاندي کړي  .
دابايد په گوته کړم چې پدې مرحله کښي دامهمه نده چي څوک ،څوک دی .
دتابعيت دپرېښېدلو پروسه هم معين پرسيجر لري چې ما پدې تيرو ورځوکي دلوستونکو دپوهاوي لپاره  اړين معلومات وړاندي کړ ، چې دادی په تکراریې وړاندي کوم :
لمړۍ  دوي بايد افغانستان داساسی قانون له مخې دغه مقام ته دکاديدکېدو قانوني حق ترلاسه کړې واي .يعنی داچي دبهرنيو هيوادونودتابعيت نه دخلاصون اسناد يې نه يوازي دټاکنو خپلواک يابل واک کمېسيون ته وړاندي کړې واي بلکې دافغان ولس داعتباردترلاسه کولو لپاره یې هم بايد دډله ايزورسنيو له لاري خپاره کړي واي .چې متاسفانه يوه هم دا کار تراوسه نده کړئ . اودټاکنو خپلواک يابل واک کمېسيون اوس ددوي ددوهم تابعيت په هکله دافغانستان دبهرنيو چارووزارت نه پوښتنه کوي ،پدې پوښتنه ټول افغانان اونړۍ ور باندي خاندي ،چې داسياسي نالوستی چاتردې مقام پوري راورسول ؟   ځکه خاندي ،چې ديوبهرمېشت افغان ددوهم تابعيت مسله دافغانستان په بهرنيو چارو وزارت پوري اړه نلري اونه هغه ددې معلوماتودترلاسه کولو جوگه کېداي سي .په پرمختللې نړۍ کې دا ډول دولتی غوبل نسته لکه په افغان دولتی سيستم کښي .هلته هرڅه دقانون اوقانونی مراجعو له لاري ترسره کيږي .
ددوهم تابعيت دلاسه ورکول دبهرنيو چارودوزارت دنده نه ، بلکې داخپله دهغه شخص دنده ده چې غواړي ددوهم  هيواد تابعيت دلاسه ورکړي .ددې لپاره بايد عريضه وليکی،اړين فورمونه خانپوري کړي ،سوالونوته ځواب ووايي اودهغه هيواد هغې مرجع  پرېکړې ته انتظار وباسي کوم چي ديوکډوال تابعيت لرونکی په غوښتنه دهغه نه  دتابعيت اخيستلوپر عرض پاڼه غور کيږي  .دابايد په گوته کړم ، دغه کس چې غواړي ددوهم هيواد تابعيت چي دده په غوښتنه ئي ترلاسه کړۍ وو ،بيرته پرېږدي ، تريوشمېر روغتيايي معيناتو،نورو روحی گروېږ نو اوتحقيق نه وروسته  پرېکړه کيږي .داځکه چې ددي اسنادو اومعايناتوپه مټ بايد پرېکړه کونکۍ مقام پدې پوه سې چې دې شخص په نورمالو اعصابو،بېله کوم علنی اويامخفی تهديدنه  دهمدې اړتياله مخې دتابعيت دپرېښودلوغوښتنه کړې،کوم چې دعريضې په پاڼه کې یې ورته اشاره کړېده .
کله چې صلاحيت لرونکې مقام دعارض  نه تابعيت اخلی يعني هغه صلب تابعيت کوي نودپرېکړی اصل همدې عارض ته لېږل کيږي اوهلته ذکرسوی وي چې بايد پدې موده کښي هيوادپرېږدي  .دابياپده پوري اړه لري چې کاپي گاني یې چاته ورکوي . يعني دتابعيت دلاسه ورکونکی خپله دهغه هيواد داړين ارگان پريکړه له ځان سره لري ،نوبيادېته کومه اړتيا نه ليدل کيږي چې کوم څوک دبهرنيو چاروله وزارت نه پوښتنه وکړی .دشک لرلوپه صورت کي د مطبوع هيواد سفارته کيداي سي مراجعه وسی چي دا سند اصلی دئ اوکنه ؟ دانوري قيصې دناخبرولپاره ډرامه ده .هغه څوک چي وغواړي په يوه اونۍ اويا يوه مياشت کي ديوه هيواد تابعيت له بهرنه دلاسه ورکړي دا دروغ اوجعل دی .
پداسي حال کي چې موږ ددغو ښاغلوپه اړوند چې دوه تابعيتونه لري او ځانونه ئي دجمهوري رياست اويادهغه دمرستيال په توگه مقامونو ته نومولي دي،داډول سندونه تر اوسه نه دي ليدلې .ځکه خو وايود هرچاپه وړاندي بايد قانون پلی سي.دقانون دارزښتونوپرخلاف ديوچاټاکل اويادټاکنوپه بهير کي حق ورکول خپله دقانون اوملت سره جفاده .
دټولو هيوادوالو داگوتنيونه پرځاي ده چي ټول اسنادبايد پر خپل وخت جوړ سوی واي .
نو که داسي وسی چې کوم نوماندی دخپل دوهم تابعيت دلاسه ورکولو قانونی اسناددټاکنو کمېسيون ته وړاندي نسي کړاي ،بيابه څه کيږي؟ .سوال پيدا کېږي  دا ښاغلي چې دټاکنوپه بهيرکي دگډون قانوني حق نلري دکوم صلاحيت او دچاپه امر دا دسلوزره افغانانونوم ليک،کارتونواولاسليکونواسناد راټول کړه ؟  اودټاکنو کميسيون  مخکی له دېنه چې دوي دټاکنو په پروسه دقانونی حق  ترلاسه کولو ټول اسناد نه وی برابرکړي ولي دوي دنوم اندي په نوم ثبتوی ؟ په ټوله نړۍ کښي معمول دادی چې کانديدبايد ترهر څه وړاندي دکانديدکېدودامتيازترلاسه کولو ټول اسنا د دټاکنو کميسيون ته وړاندي کړي اوبياددټاکنې په پروسه کي دبرخې اخيستلو نوپروسجر ترسره کړي .متاسفانه زموږ په هيواد کي هرڅه سرچپه دي .لمړئ دسلوزروکسانو رایه خپلوی چي هغوي بيابل چاته رايي ورکولو حق نلري ،يعني بل کانديد ددوي په نوم اوکارت ځان نسي معرفی کولاي ،بيا يوميليون افغانۍ تظمين وړاندي کوي .دکانديداتوری فورمې خانپوري کوي ،عکسونه ئي اخيستل کيږي ژورنالستان راغونډېږي ،يو هاياهوی جوړ سي ،خوبله ورځ  همدې کس ته ويل کيږي چې ته حق نلري چي ځان کانديد کړي.دليل یې دادی چي يادوهم تابعيت لري اوياداسنادغلط دي اوياهم کارتونه جعلي راټول سوی،دېته قانونی بي منطقي او انارشی وايي .اوددې ادارې اودې پروسئ پرمخ بيوونکي په پرمختللې نړی کښي  ليونيان او يانالوستی بولي .
دټاکنوکمېسيون ترهرڅه وړاندي بايد دجمهوري رياست او ولايتی شوراگانودکانديدانولپاره اړين  معلومات دډله ايزورسنيو له لاري  نه يوازي ددوي دپوهاوی بلکې دټولو هيوادوالودپوهاوی لپاره خپاره کړي واي   چې دا کار ئې ونکر اوبياکله چې کوم کانديد دوي ته مراجعه کول چې فورمې اونورلازم اسناد ترلاسه کړي داورته په گوته سوي واي چې  دټاکنو اوکانديد کولو قانوني شرايط دادی. . . . .کله چي دوې ځان دکانديد په توگه ثبتوی بايد لمړئ ئې ټول اسناد برابر اودکانديدپه وړاندي ټولو قانوني سوالونوته داسنادوپرمټ جواب ويل سوی وي اوبيادويته دسل زروکسانودرايو اوکارتونودراټولېدو اويوميليون افغانينو تظمين  دتحويلی حق ورکړه سي  . چې داسي ونسول !
اوس اوريدل کيږي چې پدې ۲۷ کسانوکي ممکن تر ۱۵،ياترهغه زياتوکسانوپوري دهمدې قانوني ستونځوله امله دټاکنوپه بهير کي دکانديدپه توگه له حق نه محروم سي .ښه داښاغلی خوئي محروم ،داديونيم ميليون کسانو دکارتونو سرنويشت څنگه کيږي  ؟ زه پردې خبري نه کوم چې دلته څومره درغلی سوی،  ځکه په يوه اونۍ کښي ددوه ميليونه اواوسوه زره کسانو رايي  اوکارتونه راټول  سوې ،پداسي حال کښي چې په همدي ورځ دټاکنو دکمېسيون دخبرله مخې په ټول هيوادکي دوه ميليونوکسانو درايي ورکولو کارتونه نه وه اخيستی ،ډيره جالب اوحيرانوونکې ده چې څنگه ددوه ميليونواو اوسوه زرو افغانانوکانديدانوته خپله رايه اومشوره ورکړه خودټاکنودکمېسيون د اداروله لاري دومره کسانو کارتونه ندي ترلاسه کړي ؟؟؟  

همدلته  دپيل له لمړۍ ورځې نه زموږ اونړيوالو سازمانوسره د ټاکنودپروسې د رو‌ڼ تيا په وړاندي سوال اواشتباه  پيداکيږي . ومن الله التوفيق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery