دخپریدو نیټه : 2013-11-03 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د هېواد او خلکو د ژغورنې يواځينۍ علمي او عملي لار
محمد حامد الوتاند
قدرمنو هېوادوالو ؛
زمونږ د ګران هېواد سيمې او نړۍ د بې وځله ولسونو هر اړخيځ سیاسي ، پوځي ،اجتماعي ،کلتوري او فرهنګي ،حالات دتاريخ په اوږدو او په خاصه توګه اوسني پړاو کې د دې ښکارندويي کوي چې تل د مستبدو ښکيلاکګرو نړېوالو قوتونو د ګټو لپاره د هر ډول پلمو او ناندرئېو قرباني شوي دي ، او دا لړۍ په پرلپسې ډول غځېږي او دوام مومي. نړېوالو استعماري قوتونو د نورو څخه د ګټې پورته کوونې په موخه تل هڅې او هاند کړۍ او کوي چې د دوی په وېنا د ( درېمې نړيۍ ) ولسونه او پرګنې د علم ، پوهې , تکنالوژۍ او په اصطلاح د (مدنېت) څخه په مختلفو پلمو او ناندرئېو لرې وساتي او د ډول ،ډول ،ديني ،مذهبي ،کلتوري ،فرهنګي ایديالوژئېو او تېئورېو نه په ګټې اخېستنې سره دا ولسونه او د دوی ټولې اقتصادي زېرمې او ريښې د تل لپاره په خپله ولکه کې ولري او وساتي .
له همدې کبله ټول نړېوال استعماري قوتونه تل زیار باسي چې ددې ټولنو د ښه کنترول او زبېښاک لپاره د دې ملتونو د پوهنې ، ښوونې او روزنې کچه ټيټه او حتی د دوی د ښوونې او روزنې اوسلوب یا کریکولم په خپله وټاکي او پرې ولکه ولري.
نو د دې زبېښاک څخه د وتلو او د خپلو هر ډول خپلواکېوو د لاسته راوړلو لپاره ضروري او حتمي ده چې د خپلو ولسونو او خلکو د پوهې او علميت د کچې په پورته والي کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړو او دې آرمان ته د رسېدو لپاره د خپلو مقدساتو او اساساتو د چوکاټونو پر بنېاد دملي او مترقي ديني علماوء د مشورو په رڼا کې د پوهنې او روزنې په اړه د جهاد اعلان او فتواوې ورکړو، او پدې لاره کې د نړۍ د تېرو شووء متفکرينو او مشرانو لکه ، خدای بښلي فخر افغان خان عبدالغفار خان ، مهتمی ګاندي او نورو په پل باندې قدم کېږدو او د نوو ماډلونو او چارو څخه په ګټه اخېستنې سره د خپلو ولسونو د پوهاوئ او نړۍ لید د کچې په پورتوالي کې مستقيمه برخه واخلو .
درنو هېوادوالو;
خپلو دا روا ، شرعي ، مدني ، انساني او حقوقي سترو آرمانونو ته د رسېدو لپاره اړينه ده چې لنډ مهاله او اوږد مهاله ستراتيژۍ او تاکتيکونه غوره کړو، او د داسې ستراتېژېو او تاکتيکونو پر بنیاد ځانونو ته موخې ، بنسټونه او کړنلارې جوړې او د دې په رڼا کې خپلې دندې ، ونډې او مسوءلېتونه ومنو. او \" د نه تاوتريخوالي \" پر بنیاد سوله ايزې لارې چارې غوره او د خپل سياسي ژوندانه د لارې مل ېي کړو . نو پدې توګه به مو د پاک خدای ، خپل هېواد ، خلکو او تر استعمار لاندې نړېوالو په وړاندې خپل ایماني ، ملي او انساني مسوليت ، رسالت او دنده تر سره او د خپلواکو ، رڼو او بنیادي بدلونونو د راوستلو لارې پرانېستي وي.
ومن الله توفيق
که د موخه وي چوپړ د پرګنو راشه مل شه دا ده لار د مېړنو
د ۲۰۱۳ ع کال د اکتوبر ۲۲مه