داخو دافغانستان د خلکوپه خوا او خاطر کی هم نه ګرځيده چی په داسی غازی او بريالی ملت به دومره ناکاره غبی حکمرانان حکمونه چلوی.حتی پخپله داحاکمان هم پدی باور نه ؤ بخت به يي دومره بيدار وی چی د هوټلونو او غارانونه به راسن په تختونو کيښنول شی.
توطيی او دسيسی داسی وی لکه د شنه اسمان تندر، لکه د تورو غرونو خونړی سيلابونه چی د چا په کور خاوری واړه وی او دچا په کڅی يا ټاپو کی غټی غټی ګرګی واچوی.
هغه پوښتنه لا تراوسه پوری سمه نه ده ځواب شوی ، هغه د اسرارو ګڼده هم همغسی پټه غوټه ده د کومی د خيټی نه چی د اففانستان د يويشتمی پيړی شهزادګان راووته.
له همدی امله ترڅو چی زيربينا پټه وی روبينا به هرو مرو پټه ساتل کيږی .
روڼ حقيقت دادی هر نظام چی په توطيه جوړ شی په توطيو ژوند کوی او د وخت سره برابری داسیی توطيی جوړه وی. ترڅو خلک ګنګس وساتل شی او د هغی ستری توطیی لټه ونه کړی د کومی د نس نه چی د سيسی زيږيدلی.
د نړی په تاريخ کی داسی کم پيښ شوی او د افغانستان په اسلامی عنعنوی ټولنه کی لږ ليدل شوی چی ديوی لاری خواږه ملګری ، ديوی عقيدی شريک پيروان او د يوی مورچی ګډ انډیوالان دی پخپله خوښه دومره سره بيل شی چی ديوه تابوت دی بل ته تخت وګرځی.
توطيو او دسيسو راوړی رژيمونه د نيمګړو ماشومانو غوندی اول د خلکو نه پټ ساتل کيږی بيا ځانګړی پالنه خواړه ورکول کيږی. خو ددی هرڅه سره سره هم هغسی کړه وړه ورڅه کيږی چی غيبونه په کی د ورایه ځلیږی له همدی امله ددی ټولو خواريو دپاسه د توطيوله خيټی نه پيداشوی نظامونه د بيمودی ماشومانو په شان خپل طبعی ژوندنه شی پوره کولی او په بيمودی مرګ محکوميږی.
زمونږ خلک يو متل لری وايي( چاچا مری او نښی پريږدی) د حوادثو محصول د ټولنی سره نابلده رژيمونه هڅه کوی د خپل مرګ نه مخکی يا د خپل ملت ارزښتونه ووژنی او يا داسی پيچلی ستونزی ملت ته په ميراث پريږدی چی هغه کټ مټ دناسور دانه وی. نه يي څوک د بيخه ايستلی شی او نه ګوتی وروړی شی.
ددی يادونی سره سره که څه هم د هر اړخيزو حالاتو مسیر د افغانستان د ګټی خوا ته نه دی روان مګر پر هيواد د ورتپول شوو حاکیمو ډلو ترمينځ خپل مینځی تضادونه ، په منطقه کی د سوداګری او جنګ د سياستونو د دوو تيوريو مقابلی او د ناتو د مهمو غړو دولتونو ډول ډول ستونزو ته په پام معلوميږی چی راتلونکی کال به بيا په افغانستان کی د ځينی نابلده پيښو کال وی.
په افغاستان کی دپيښو د غندولو او ستايلو لپاره د خلکو کمی نشته په نننی افغانی خاوره کی دسياسی اپرچونیزم له پخوا نه د جوړو شوو ښوونځيود شاګردانو څخه دمعلمانو ډلی جوړی شوی.
ستونزه دداسی افغانانو شتون او د شتون په صورت کی پيوستون دی چی هغوی د يوه اغيزمند ملی قوت ته توګه د حوادثو مسیر ته بدلون ورکړی.
و ضعی نه داسی معلومیږی: زمونږ پر ملت راروان خطرونه پرمونږ دشوو ګوزارونونه ډير درانه دی ددی مخنوی تر ټولو اول سياسی هوښيارتيا غواړی دخپل ټولنی ، تاريخ، جغرافیی او د ستونزو ترشا د پرتو عواملو پيژندلو ته اړتيا لری.
څوک چی پدی پوه نه شی زه څوک یم؟ زه چيرته ځم ؟ او په کومه لار ځم؟ کلونه کلونه به مڼدی ووهی خو بيرته به هم هغلته وی چيرته چی مخکی ؤ.
مونږ دتاریخ ، دين، کلتور، ټولنيز سلوک، ملی اخلاقو، تمدن، سياسی جوړښت، متقابلو روابطو او ديموکراتيکو حکومتی معيارونو له پلوه هيڅکله هم داسی نه ؤ لکه د جنګ په خدمت کی پروت کرايي فرهنګ چی راته خطاب کوی.
دادرواغ دی ، داد يوه ژوندی ملت سره جفا ده، او دا دتاریخو حقایقو نه سترګی پټول دی چې توطیاګران او د توطیاګرانو اجيران وایی: مونږ افغانستان ته دیموکراسی راوړی. دغه ولس ته مو قانون ورکړیۍ خلک مو د تمدن سره روږدی کړه.حقوقی پولی مو جوړی کړی او ښځی مو د کلتور د زندان نه داختيار میدان ته راوويستلی.
پوره نيمه پيړی د مخه مونږ پخپل خپل هيواد کی یو ټولواک پاچا درلوده چا به ورته ديموکرات او چا به بیباک وایه. پاچا په ريښتيا سره دخپل وطن په اسمان او ځمکه داسی واکمن ؤ چی خلکو خليفه او پخپلو سرونو د الله تعالی سيوری باله.
مونږ د قانون بلی د اساسی قانون خاوندان ؤ ددی په پاڼه پاڼه ښځينه وکيلانو خبری کړی وی د همدغه قانون په اساس زمونږه ډیری خويندی ميندی وکيلانی وی د قانون په وړاندی هر اففان انسان ؤ. خلکو ولسی جرګی ته څه چی کارګری ، بزګری،پوهنتونی او کاری حوزو کی خپل صنفی استازی په ديموراتیکو انتخاباتو غوره کول. قانون او شريعت اوږه په اوږه په کليو او ښارونو حکمرانی کوله زمونږ په ګاونډ کی ايران او پاکستان د سنتو د تړون غړی او د لوديزوالی دیموکراسی سيمه ايز امیران ؤ زمونږ داطبیعی خپله دیموکراسی دومره خواږه پراخه او ملی ؤه چی د غرب مرچ مصالی ته يي هيڅ اړتيا نه درلوده.
په یقین سره زمونږ په ټولنه کی طبقاتی تضاد ؤ خو دومره نه لکه اوس. تردی حده چی د هيواد د صدر اعظم وزير بچی په مدرسه، ښوونځی او پوهنځی کی د هغه شپانه غوبانه د بچيو سره څنګ په څنګ په يوه ټغر ناست ؤ چی پاچا وزير او والی يي ليدلی نه ؤ.
مونږ دیوه ژوندی متمدن ملت په توګه د پرمختګ لپاره مټی رانغاړلی وی ملا مو په جماعت زده کوونکی مو ښوونځی او کاریګر مو کارخانه کی ظلم او ظالم په کلکو ټکو غانده. مونږ مياشتی مياشتی د بی عدالتی پرضد مظاهری کولی همدا ټولواک پاچا مو د ځناورو سره په يوه تله کی اچو. خو هيڅکله هيچا په ګوليو نه ویشتلو ځکه مشران پوهيدل چی مونږ د وطن لپاره ځان قربانی کوو. خو دوطن کفن نه خرڅوو. مونږ ټولو ديوه هيواد له چينو اوبه چښلی د وطن ديوی مور شيدی مو رودلی په يوه جماعت کی مو لمونځ کاؤ د يوه وطن اولاد ؤ خو دخپلواک هيواد بچی ؤ.
زمونږ په وطن کی چی چا سياست زده کاوه يايي سیاسی پييښی کولی نو شعارونه يي ورکول مګر هغوي چی سیاست کاوه حدود يي درلودل، دوطن،ازادی، اخلاقو، ذمه واريو،ملی امانتونو کلتوری اړيکو او د خپل لوی څښتن او سرلوړی هيواد په وړاندی يي مسوليت احساسا وه.
ددغه شان خپلواک وطن د ټولواک پاچا غټه بی باکی داوه کله نا کله به د پنج شنبی په مازديګر د کاريزیمیر غونډی ته لاړ د خپل کوم همزولی سره به يي سطرنج کاوه.
د موسی شفيق غوندی څڼور صدر اعظم يا د سيرت، کشککی په شان زلميو وزیرانو به يو، نيم ژمی کی جلال اباد ته چکر ولګاوه. د جمعی لمونځ به يي د خپلو غزيزانو سره د بجازی په جماعت کی وکړ.مازديګر به د بهسودو د پله نه راتاوو شول يو چارک ګنډیریۍ به يي واخیستلی چا به غږ پری وکړ مړه دی وی ارتجا دوي به وخندل.
ظلم ؤ خو وحشت نه ؤ، استثمار ؤ مګر غلامی نه ؤ. مونږ ځکه دوطن ؤ چی وطن زمونږه ؤ. مونږ چی به د خپل خپلواک هيواد د دری رنګه بیرغ په ټنډه مهراب ممبر وليده پخپله غريبی مو فخر کاوه ځکه چی ازادی مو درلوده. پاچا، صدر اعظم ، وزير خپل خلک نه وژل خلکو هم دويينه مړه کول.
داخو ولاچی د هيچا په خوا خاطر کی نه ګرځيده چی ددی وطن ددی شنه اسمان لاندی ديوی افغانی خور مور د کور تنبی دی په لغتو ووهل شی.
رښتيا ده چی په ښارونو کی ځنو بډی خورو مامورانو او په کليو کی يو شمير خپل سرو ملکانو دخوارانو په خوه لو ځانونو ته ډیوی بلولی. مګر هيڅ بی همته مامور او رشوتخور ملک داسی نه ؤ چی د وطن په سر معامله وکړی.
زمونږ ځلمی نسل خامخا بايد داپوښتنه وکړی. داڅه علته دی د ظاهرشاه په شان ږيرخريلی پاچا د خپلو څڼورو وزيرانو،پراخی ديموکراسی او همغوره غریبی سره سره ازاد ګرځيدل ازاد پاڅيدل په ټول وطن کی يي په نوم خطبه ويل کيده. امر يي امر ؤ او خلکو ورته د اسلام سيوری وایه؟ مګر ولی هم هغه خلک دهغو اميرانو، وزيرانو، واليانو په مرګ پسی چاقو په بډه ګرځی چی د سرونو د پاسه يي قران شريفونه نيولی. د ښپو لاندی يي د ګوليو ضد موټری دی په بکسونو کی يي ډالری دی او په جبونوکی يي د جهاد پينځلس پينځلس شهادتنامی پرتی دی. داپوښتنی بايد سمی ځواب شی.
هغه څه چی خلک يي ګوری خو نه يي وايی
ځنی وطنوال پدی باور دی چی دافغانستان روانه شخړه د طالبانو او د هغه ائتلاف ترمينځ جګړه ده چی په بڼ کی د پخوانيو جهادی ډلو سره ديو شمير لوديز پلوه کسانو ديو ځای کولوله لاری مینځ ته راغی او دکابل ادره ورته وسپارل شوه.
دجنګ دميدان نه همدا تصور سم دی مګر دجنګ تر شا سترو علتونوکی دايواځی د يوه علت هنداره ده.
دافغانستان جګړه د شروع نه د افغانانو لپاره يوه سياسی اقتصادی پروژه نه وه له همدی امله د ميلونو ميلونو افغانانو په وژلو او دملياردونو ډالرو په لګولو تر ننه پوری کومه سیاسی او اقتصادی لاس ته ور وړنه هم نه لری
داپه بيخ بنياد کی يوه جنګی پروژه وه پدی پانګونه هم پوځی وه او هره نتيجه چی يي راوزی هغه هم پوځی ده.
مثلا لس دولس کاله ورانونکی جګړه وشی يوه جنګی ډله دقدرت نه وشړل شی پرځای يي بله جنګی ډله مينځ ته راوړل شی.
سره ددی چی هر ګروپ دسياست په جامه کی راوړل کيږی خو سیاسی اصول او صلاحيتونه ورسره نه وی
د سپيڅلو ايماندارو افغانانو لوړ مقام ته دره ناوی.
داسلام داسلامی دولت او اسلامی سياست په نوم څومره سپينی جامی په سرو وينو سری شوی؟
څومره په شامپو پالل شوی اوږدی اوږدی ږيری لنډی بوچی او وخريل شوی؟
د وطن پالنی ، ناسيوناليزم د شعارونو څومره کلتوری او عنعنوی افغانان د استعمار په کاسه کی تالی څټی شو؟
اوڅومره نیکټايپوشو افغانانو ديموکراسی په هغومره بی رحمی ووژله څومره چی شوروی پلوؤ سوسياليزم په پڅه چاړه حلال کړ؟
پام ورته وکړی دايوه ساده لوبه نه ده پدی کی دافغانستان څخه هغه ارزښتونه او بنسټونه اخيستل شوی چی درلودل يي او هغه پری تپل شوی چی نه يي غوښتل.
په نړيواله کچه د ۱۹۷۸ څخه تر ۲۰۱۳ پوری په جنګونو کی تر ټولو زيات انسانان په افغانستان کی ووژل شول.
ددنيا ترټولی ستری لښکرکشی يا نظامی يرغلونه په افغانستان وشول د نړی ددولتونو ترټولو ډیری پيسی په اففانستان کی ولګيدی خو ددی هر څه سره سره دافغانستان د سلو نه دریڅلویښت استوګن د خوارځواکی د نړيوالی کچی نه ښکته ژوند کی وچه ډوډوی نه لری
دسلونه شپيته افغانان ناروغه دی او د سلو نه اته ديرش وزګار دی
دسلونه شل د خپل هيواد نه بهر مهاجر دی
ددی ټولو سترو سترو پيښو دپاسه افغانستان د خپل ذمه وار دولت خاوند نه شو، د ملت دجوړيدو لپاره خپله ملی قوه اود دفاع په خاطر خپله وسله نه لری. پخپل بدن کی د پرديو سيروموغوندی ييبيګانه پیسی ښکته پورته کیږی خو افغانان تر ننه د ګنډلو د سنتی د کارخانی نه بی برخی دی څه چی ييدرلوی هغه د ناتو لښکر کشيو افغانی لوټمارونو ورانی کړی په ځمکه او ماشينينوييد قومیت او تنظيم په اساس پچی واچولی.
داژوندی واقيعتونه مونږ ته په زغرده داسبق راکوی دافغانستان پراخه معضله يوه جنګی پروژه ده پدی پروژه کی پانګونه په جنګ شوی
پانګه والي ګاونډی رژیمونه او ددنيا ستر شرکتونه دی . ددی پروژی دپلی کولو لپاره د هر وخت د تقاضا سره برابرو افغانی ټيکه دارانو ته د حداقل سهم په بدل کی حداکثر جګړه په ټيکه ورکول کيږی. داټيکه دازاد بازار دسياست سره سمه هم هغه بوليګر ترګوتوکوی چی ټول سياستونه يي د جنګ د پروژی سره اړخ ولګوی .
داخو زمونږ فکر دی چی جنګونه ملتونه ورانه وی، جګړی پيغلی سرتوره وی ، ميندی بوری کوی د ټولنی ماديات په باروتو سوزی او معنويات ورنه وژنی مګر هغو چی د جنګ تر شا پراته دی څوک چی د جنګ ټيکه داری کوی جنګ ورته سمه ژرنده ده د جنګ په وسيله د قصرونو خاوندان شول جنګ ورته شخصيتونه ورکړل د جنګ په ټيکه کی حکومتونه لاس ته ورغلل.
ددی نه زيات به دفغانستان مادی بنسټونه څومره ونړول شی چی حکومت ديوه سهامی شرکت په بڼه مينځ ته راځی، شرکت د قومی پوځی ونډی په اساس جوړيږی، نوم پری ديموکراسی ايښودل کيږی او خلکو ته واييدااسلامی دولت دی
د لومړنی ساده دولت د پيدايښت نه تر ننی متمدن دولت پوری هر سياسی نظام باید د نورو بنسټیزو ستنو تر منیځ په دوو اصلنو ولاړ وی.
۱ـ يوه سیاسی نظام ته ضروری ده چی يو علمی فلسفی بنسټ ولری پدی معنی ديو شمير داسی قواعيدو خاوند وی چی د هغو منشه بشری او علمی وی. داسی نه د چا چی څه خوښیږی همهغه کوی خو نو پری انسانی او بشری ږدی.
۲ـ ديو نظام په جوړښت کی د همهغی ټولنی تاريخی جوړښت او ټولنيز چاپریال ته اوليت ورکړل شوی وی. خلک چی د حاکميت نه تابيعت کوی حاکميت بايد د ملت پروړاندی خپل مسوليت مشخص او هغه سرته ورسوی.
که چیری یو دولت د خپل ملت له خاوری، خلکو، قانون کی وضعه شوؤ حقونو فردی ازاديو او هغه سرحدونه نه دفاع ونه کړی شی د کوم پربنياد چی د دولت پرځای د صلاحيت خاوندی ګرځول شوی نو خلک بیا څرنګه او په کوم مسوليت د کوم حاکميت نه دفاع وکړی؟
پدی معنی چيرته چی څوک دقدرت خاوند دی حاکميت د هغه سره دی چی داپخپله حکومت او قانونی ، او شرعیی احکامو پلی کول ترپوښتنی لاندی راولی.
دافغانستان پخوانی مشران چی د خلکو په مينځ کی خوندی ؤ. هغويد باورنو ، ارزښتونو ، مسوليتونو او صلاحيتونو درلودونکی ؤ. سياسی شخصيت يي د ټولنی د اجتماعی شخصيت محصول ؤ او د همغی سره يي اوږه په اوږه حرکت کاوه نننی حاکمان چی د خلکو نه ليری په قصرونو کی هم نا امنه دی خپل ارزښتونه يي پخپله وژلی . باورته ييپخپله د پای ټکی ايښودی، ملی مسوليت يي په قومی او تنظيمی مسوليت بدل کړی. صلاحيتونو دلومړی ورځی نه شتون نه درلود او شخصيت يي دافغانی ټولنی پرځای بهرنی ټولنی جوړ کړی.
دوي دخپل ملت پروړاندی دومره واړه دی چی ددی ستر تاريخی وطن لپاره د قوم تنظيم له وړی کوتی نه نشی راوتلی او د نورو لپاره تر دی کچی لويان دی چی اسلام يياسلامی نړيوال کيدو او هيواد يي اقتصادی نړیوال کيدو ته وقف کړی هم دغه ستره نا انډولی د افغان جګړی هغه علت دی چی مخامخ يو شان او تر شا بل ډول ښکاری.