مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-11-04   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د کندهار په هوائې ډګر کي پراخ فساد کیږي

سید ، ا ، اغا،

 

دبېنوا ویبپاڼي محترمي ادرې ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
زه د کندهارښار یو اوسېدونکی یم چي د ساختماني چارو شرکت لرم او د نورو ځایونو د پروژو په څنګ کي کله کله د کندهارپه هوایي میدان کي هم د ځینو لوجستیکي او ساختماني کارونو قراردادونه اخلم. د ډېره وخته د میدان د مسول د وضعیت څخه په عذاب یم خو زړه نا زړه وم چي تاسي ته شکایت وکم که یا او تاسو به زما شکایت او ږغ نشر کړی که به زما شکیات یواځي زما په تاوان واقع سي. دا ځکه وایم چي د چا څخه چي زه شکایت لرم هغه وایي چي زه د بېنوا ویبسایټ د کارکوونکو سره ښه انډیوالي لرم او دوه واره خو یې زما و مخ ته دا لا ویلي دي چي بېنوا یواځي په ما کار نه لري او ددې نورو په باره کي بیا زه د بېنوا ویبسایټ سره کومک کوم او د یوه و نیم د کارونو معلومات او اسناد ورکوم او د والي صاحب مي لا څو واره کار ورخراب کړی دی.
نو ماپه دې خاطر دا ډېر وخت زړه نه ښه کاوه خو نن غواړم چي پوه سم چي ایا تاسو که د خاینانوپه پرضد نشرات کوئ ، د کوم خاین طرفداري هم کوئ؟ که مو لیکنه راته نشر کړه نو زه به پوه سم چي تاسي د هرخاین خلاف یاست کنې نو پوه به سم چي...
راځم خپلي موضوع ته:
احمدالله فیضي چي پخوا یې ترجماني کوله بیا د پیسو په واسطه د کندهار د هوایي میدان آمر وټاکل سو، دا سړی د اولي ورځي څخه زما په شمول د هر قراردادي څخه پیسې غواړي او چي څوک لاس نه ورسره یو کوي او پیسې نه ورکوي رنګارنګ مشکلات ورته پیدا کوي. زما دا درې کاله کیږي چي پرله پسې پیسې ورکوم او مجبوره یم چي تله تېره کم او هیچاته وهم نه وایم. که ووایم چي تر اوسه یې تر پینځوسو زرو ډالرو ډیري پیسې راڅخه اخیستي دي نو هم به په خپل قول کي صادقه یم. موږ نه غواړو چي په هر کار کي ډېره سرګرداني وګالو او دا خو معمول هم وو چي پیسې به مو مصرفولې بیامو کار کولای سوای خو په دا آخره چي اوس زموږ کارونه چنداني سم نه دي او زه چي د ځان د خوا درته ووایم تاواني یم او د پخوا په رقم مي کارونه سم نه دي نو ولاکه پیسې ورکولای سم خو چي ده ته مي پیسې نه دي ورکړي نو رنګارنګ مشکلات راته پیدا کوي، کله عسکروته وایي چي نفر یې مه راپرېږدئ چي داخل ته راسي، کله زما موټر داخل ته نه پرېږدي، کله د موټرو دخولي کارت نه راکول کیږي او کله هم اخطارونه راکول کیږي چي د کار شکایت دي کوم.
ما دده په شاوخواکي خلکوته وویل ، هغو راته وویل چي د فیضي اوس کار په دې هم خراب دی چي وې آی پي برخه د میدان هم دده د صلاحیته وتلې ده، پخوا به یې پر هغه ځای باندي کار سم وو، تجاران او ټیکه داران او نور سرمایه داران بې هلته کښېنول او خدمت بې ورته کاوه چي هغو به بیا نازاوه او وکیلان او نور مقامات بې نازول او خپل عادت چاپلوسي بې ورته کوله خو اوس هغه برخه د ارتباط خارجې په واک کي سوه نو دی مجبوره دی چي ددغه ځایه فشار لا ډېر کړي.
زه چي نور نه سم کولای د داسي مسایلو سره کار ته دوام ورکړم مجبوره یم چي شکایت وکړم، تاسي ته، ستاسي د لاري د کندهار مقام او وکیلانو ته او ټولو مسولینو ته.
لکه د وي آی پي دفتر چي مو دده د صلاحیته واخیستی دغسي ټول آمریت یو سم او مناسب سړي ته وسپارئ کنې نو موږ به شکایتونه کوو تر هغو چي یا دا فاسد لیري کیږي او یا یې فساد ختمیږي. زه دا لیکنه په مستعار نامه کوم او ده ته به هم ددې ځایه ووایم که مي بیاپه کار کي مشکل راته پیدا کي نو تر هرڅه تېرېږم خو دی په خدای که بې رسوایي پرېږدم، په دې دې ښه سر خلاص یي.

په درناوي
سید ، ا ، اغا،
 کندهار


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery