دخپریدو نیټه : 2013-11-05 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
دمتحده ایالا تواواسلام اباد له خوا د سولې دخبرود ګډوډۍ هڅې .
لېکوال : م، ج ، واحدیارعبدالرحیم زی
څرنګه چې دتیرې سې شنبې په ورځ دانګلستان دلومړي وزیرپه بلنه دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزي ، دپاکستان لومړي وزیرمیانوازشریف ته دلندن په درې اړخیزه غونډه کې رسمي بلنه ورکول شوې وه ، دلندن دغونډې په روستۍ برخه کې دافیصله شوې وه چې دافغانستان دسولې عالي شورا یوپلاوی به پاکستان ته سفرکوي اوهلته به له ملا عبدالغني برادرسره مخامخ خبرې کوي ، په همدې توګه څه موده دمخه دپاکستاني طالبانومشرحکیم الله مسعود ویلي وه چې دوی حاضردي دپاکستان له حکومت سره دسولې خبرې اترې وکړي ، نوازشریف دلندن دسفرله راستنیدووروسته یوه پلاوي ته دنده سپارلې وه ترڅوشمالي وزیرستان ته ولاړشي اوهلته له حکیم الله مسعود سره دسولې په اړه خبرې وکړي ، خوپه دغوحساسوشیبوکې دامریکا بې پیلوټه الوتکي دپاکستان پلاوې له رسېدووړاندې حکیم الله مسعود وواژه ، عملا خودپاکستان دکورنیوچارووزیررسنیوته وویل چې دحکیم الله مسعود وژل کیدل دیوه کس وژل کیده نه بلکې دسولې دپروسې وژنه ده ، اوس نوپه دې اړه داسې پوښتنې راپیداکیږي چې ولې دسولي دخبرواتروپرمهال دپاکستاني طالبانومشرحکیم الله مسعود ووژل شو؟ په ښکاره توګه چې دپاکستاني ملکي حکومت دسولې دخبرواتروپه اړه کومې هسې پیل کړي ایا دپاکستان څارګره اداره اوپوځ هم ورسره همغږي لري اوکه نه ؟ ایادپاکستان چارواکي ریښتیا هم دسولې په خبرواتروکې ریښتني دي ؟ کله چې دسولې خبرواتروته نسبي هیلې پیداشي ولې دمتحده ایالاتواواسلام اباد له خوا دګډوډۍ هڅې کیږي ؟
غواړم په دې اړه دپاکستان له تېرواوروانوپټواوڅرګندومعاملواودافغانستان دملي ګټوخلاف کړنوپرده پورته کړم .
په ښکاره توګه خودپاکستان دکورنیوچاروزیرچودري نثارعلي خان رسنیوته په خبروکې دحکیم الله مسعود په وژل کیدوسخت غبرګون وښوده اودده وژل کیدل یې دسولي دخبرواترودروانې پروسې ګډوډول وبلل ، خوکه چېرته دپردې ترشا دپاکستان دحکومت تېرونارواکړنوته وګورونودپاکستان دکورنیوچارودوزیرڅرګندونې اودسولې په اړه دپاکستان دلومړي وزیرتش په نامه ژمنوکې ریښتینولي نه لیدل کیږي .
ځکه کله چې دولس کاله وړاندې امریکا اودهغوی ملګروپه افغانستان پوځي یرغل وکړوله هغه دمه تردې دمه پاکستان خپله پالیسي اوتګلاره په مختلفوبڼوبدله کړې اوهروخت یې دغرب دخوشالولواوخپلوملي ګټودساتلولپاره په ډېره نارواتوګه داسې کړنې ترسره کړي چې دیوه اسلامي هېواد له مشرتابه یې طمع نه کیږي .
یادونه باید وکړم هغه وخت چې پاکستان دخپلوګټواوافغانستان کې دکړکیچ درامنځ ته کولوپه موخه دطالبانواداره رامنځ ته کړه اوهرډول مرستې یې ورڅخه نه سپمولې خوکله یې چې خپلې لویې ګټې دامریکا په لمن کې ولېدې نوبیا یې له امریکاسره لاس یوکړاوپه ډیره بې رحمانه توګه یې دطالبانواسلامي امارت له امریکاسره په ګډه له منځه یووړ، هغه وخت پاکستان امریکایانوته په خپلوهوايی ډګرونوکې اجازه ورکړې وه ترڅودافغانستان په بې وزله خلکوبمونه راووروي ، د کره مالوماتوله مخې هغه وخت دپاکستان له هوايی ډګرونوامریکايی الوتکونږدې (۳۰۰۰) الوتنې کړي اوزمونږ بې وزله خلک یې وژلي دي ، پاکستان دډیورنډ له کرښې هاخوا سیموکې امریکا ته اجازه ورکړه ترڅودامریکا بې پیلوټه الوتکي په خلاص لاس هرډول بریدونه وکړي چې په دغوبریدونوکې دپاکستان په خوښه په زرګونوبې ګنا اوولسي خلک وژل شویدي ، پاکستان دامریکا دخوشا لولولپاره څوکاله دمخه په لال مسجد برید وکړ، حفصه په نوم مدرسه یې دتوغندیوتربرید لاندې ونیوه اوخپل بې وزله اوبې ګنا خلک میرمنې سپینږی اودمدرسې دکمکي هلکان یې داورپه لمبووسوځول اوامریکا ورته هغه مهال ددغې بې رحمانه قربانۍ په بدل کې یوملیارډالرورکړه ترڅونورهم اسلامي مدارس په نښه اودامریکا دموخولپاره یې له منځه یوسي ، نوکله چې پاکستان دخپلوګټولپاره په خپل ولس رحم نه کوي نوهیڅ وخت به هم دافغانستان په ولس رحم ونه کړي اودلته به سوله ونه غواړي .
پاکستان ترډیره بریده اوسمهال په افغانستان اوسیمه کې دنړیوالوسره دتش په نامه تروریزم جګړه پرمخ بیايي اوډول ډول امتیازات دروانې جګړې په دوام کې ترلاسه کوي ، پاکستان هروخت دافغانستان په اړه دسولې دروغجنې ژمنې کوي خودپردې ترشا بیا دافغانستان دملي ګټوپه خلاف داسې ناروا چارې ترسره کوي چې پخوا یې بیلګې نه وي لیدل شوي ، لکه پخوا یې دلندن په غونډه کې ژمنه وکړه چې سپږومیاشتوکې به دافغانستان دسولې په اړه کارکوي خوله ژمنې ورسته یې دکونړ، ننګرهار،پکیتان ،خوست اونوروولایتونوپه بې وزله خلکودرانه توغندي راوتوغول اوبې وزله افغانان یې شهيدان کړل ، څوورځې دمخه یې په ښکاره دلندن په غونډه کې ژمنه وکړه چې دوی به دافغانستان دسولي دعالي شورا سره په ګډه په پاکستان کې له ملابرادرسره خبرې کوي اودپاکستانیوطالبانوسره مشرسره به هم دسولې په اړه یوې نتیجې ته رسیږي ، خودپردې ترشا یې له امریکاسره ژمنه کړې وه چې دوی به دسولې دخبرواتروپه بهانه دحکیم الله مسعود ځای اوځانګړی ادرس پیداکوي اودامریکا بې پیلوټه الوتکوته به مالومات ورکوي ، په یوه وخت کې دپاکستانیوطالبانوله مشرسره دسولې په اړه ددنیټي ټاکل اودهغه وژل دامانالري چې دپاکستان ملکی حکومت ، څارګره اداره اوپوځ یوله بل سره هماهنګي اودنظریووالی نه لري ، په دغه ډول حساسوشیبوکې دحکیم الله مسعود مړینه داګواهي ورکوي چې دپاکستان استخبارات له امریکايي استخبارتوسره په ګډه نه غواړي چې دسولې خبرې اترې یوې ځانګړې پایلې ته ورسیږي ، اوداهم باید ووایوچې حکیم الله مسعود دپاکستان څارګرې ادارې دامریکا استخباراتوته ورښودلي اوهغوی وژلی دی .
تاسې وګوري هروخت چې افغاني طالبانواوپاکستانیوطالبانودسولې خبرواتروته زړه ښه کړی ، دپاکستان استخباراتویا هغوی وژلی اویا یې زندان ته لیږدولي دي ځکه دوی په سیمه اوافغانستان کې سوله نه غواړي ، دوی خپلې ګټې دافغانستان اوسیمې په جګړه کې ویني اوهروخت دروانې جګړې ددوام اوپرمخ بیولوکې له امریکا څخه امتیازات ترلاسه کوي ،که له حقیقتونوپرده پورته کړواوپه زغرده ووایو په روانه جګړه کې دجګړې اصلي لوبغاړی امریکا ده اوپاکستان دهغوي موخې پلی کوي ، امریکا چارواکي هروخت وايی چې دتروریزم سره مقابلې اومبارزې په برخه کې پاکستان زمونږ یوښه ملګری هېواد دی ، اوباید ددغې مبارزې دپرمخ بیولوپه بدل کې له پاکستان سره هرډول مرستې وشي ، لکه چې څه موده دمخه یې پاکستان ته یواعشاریه سپږ ملیارده ډالرمرسته ورکړه ، ترڅودهغومرستوپه مټ نورهم په خپل هېواد کې جګړه مارې ډلې وروزي اوامریکا دګټودساتلولپاره یې افغانستان اوسیمې ته دجګړې لپاره واستوي ، څرګند حقیقت خودادی که چیرته په افغانستان اوسیمه کې سوله رامنځ ته شي بیا خوپه افغانستان کې دامریکا پوځي حضورله سوال سره مخامخ کیږي ، ځکه نوامریکا دپاکستان په مرسته کوشش کوي چې اوبه خړې اوماهیان پکې ونیسی .
که ریښتیا هم له تروریزم سره مقابله اومبارزه او داسامه بن لادن وژل وای نوداسامه پروژولوباید دالړۍ پای ته رسېدلې وای ، خووینوچې په افغانستان کې داسامه دموجودیت په اړه امریکا په افغانستان پوځي یرغل وکړو، افغانستان یې ونیوه ، ددوی دشتون له امله دافغانستان بې وزله ولس ته دسراومال درانه زیاتونه ورسېدل ، اودالړۍ اوس هم روانه ده ، خواسامه په اسلام ابادی کې پیداشو، دپاکستان څارګرې ادارې په غیږکې ورته روزنځای جوړشوی وه ، لازمه خوداوه چې داسامه له وژل کیدووروسته امریکا اودهغو ملګروپه پاکستان فشارراوړی وای ، په پاکستان یې ډول ډول بندیزونه لګولي وای خودوی برعکس هره ورځ پاکستان نورهم خپلې غیږې ته نږدې کوي امتیازات ورکوي ، په افغانستان اوسیمه کې دروانې جګړې په اړه باید ووایوچې داجګړه دلویواستخباراتوپلان شوې جګړه ده ، اوټولې استخباراتي کړۍ په دغه جګړه کې خپلې ګټې لټوي ، یوه بله مهم خبره چې باید پرده ترې پورته شي هغه داده چې دارسلاجمال له مړینی وړاندی افغان دولت ، دانګلستان اوپاکستان څارګرې ادارې دمتحده ایالاتوله استخباراتوپرته له لطیف الله مسعود سره خبرې کړې وې ترڅوله افغان چارواکوسره مخامخ وګوري ، په دغوخبروکې دلوګرپخواني والي ارسلا جمال هم مهمه ونډه درلوده ، اودافغانستان دملي امنیت دادارې ځیني مهم غړي هم خبروو، خودلوګردمحمداغې ولسوالۍ دسفیدسنګ په سیمه کې دشپې درې بجې امریکايی استخباراتوونیوه اوپه زوریې دبګرام زندان ته ولیږداوه ، څرنګه چې دافغانستان دملي امنیت په اداره کې ډیری دشمالي ټلوالي کسان په موهمودندوبوخت دي ویل کیږي امریکايی استخباراتو دملي امنیت په اداره کې دشمالي ټلوالي ګټوته ژمنوکسانومالومات ورکړي وه ، داځکه چې شمالي ټلواله هم په دافغانستان کې له طالبانوسره دسولي خبرې اترې نه غواړی اوپه سیاسي واک کې دطالبانو شریکیدل په خپل زیان بولي ، ځکه یې نولطیف الله مسعود امریکايي استخباراتوته وسپاره ترڅوپه راتلوونکي سیاسي مشرتابه کې دطالبانومخه ډپ کړي ، له همدې امله اوس دارګ چارواکي دې نتیجې ته رسيدلي دي چې اسلاجمال هم امریکایانوله دې امله وواژه چې ولې یې ددوی له سلا مشورې پرته له دغه مهم طالب چارواکي سره خبري کړي اوولې یې داسې زمینه برابره کړې چې دغه طالب چارواکي ارګ ته بوځي اوله جمهوررئیس حامدکرزي سره دسولې په اړه خبرې وکړي .
په ورستۍ پایله کې باید ووایوترڅوچې دافغانستان اوسیمې دسولې په اړه په لومړي سرکې متحده ایالات اوانګلستان اخلاص ونه لري اوپه ریښتیني توګه سوله ونه غواړي دسولې راوستل ناممکن اوناشوني دي ، بله داچې ترڅوپاکستان دخپلونارواګټوپه خاطردامریکااوانګلستان له غلامۍ اوجاسوسۍ لاس وانه خلي ممکنه نه ده چې په افغانستان اوسیمه کې سوله رامنځ ته شي ، زه دپاکستان دغه دوه مخی سیاست دپاکستان لپاره هم په زیان بولم اوباوري توګه باید ووایم چې دحکیم الله مسعود مړینه ، دسولې دروانوخبروګډوډول به دپاکستان لپاره هم ډیرې بدې پایلې ولري ، لکه چې تېره ورځ دپاکستان دانصارالمجاهدین دډلې ویاند ابوبصیرپاکستاني رسنیوته دحکیم الله مسعود دمړیني په اړه ویلي دي چې دوی به ډيرژردحکیم الله مسعود کسات اوبدله دپاکستان له چارواکوواخلي .
همدارنګه دافغانستان ،سیمی اونړی خلک اوټولې ډلې اوس دامریکاپه دوه مخي اوولس وژونکی سیاست پوه شويدي اولرې نه ده چې امریکابه هم دروان نارواسیاست له امله په افغانستان اوسیمه کې له ډيربد حالت سره مخامخ شي ، امریکایان به هم دانګریزانواوروسانوپه څیرپه زوړندسرله افغانستان اوځي اودامریکا اوسني برم اووقاربه دافغانستان دجګړې له امله له خاوروسره خاورې شي .
دافغانستان دولت باید دپاکستان اوانګلستان په درواغجنوژمنوونه غولیږي ، اوپه پاکستان افغانستان کې دسولې دراوستلوپه هڅوباورونه کړي که ریښتیاهم دافغانستان دولت په افغانستان کې سوله غواړي باید په نوروبدیلولارو فکروکړي ، په هېواد کې دننه له ټولوجګړه کې ښکیلولوریوسره مخامخ خبرې وکړي ، دهغوی رواغوښتنې ومني اودهغوی له غوښتنې سره سم دبهرنیوځواکونووتلوته زمینه برابره کړي ، طالبان حزب اسلامی اوجګړه کې نورښکیل لوري هم باید دپردیوددسیسوله امله خپل ولس اوخپلوخلکوته زیان ونه رسوي ، داسلامي ارزښتونودساتنې ،ملي ګټودپایښت اوبقالپاره مستقل عمل وکړي ترڅوپه افغانستان کې بین الافغاني سوله رامنځ ته اودافغانستان بې وزله ولسونه په تل پاتې سوله کې هوسا اوارامه ژوند وکړي