مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-11-10   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

که د ملت ژغورل مو هدف وي نو ټاکني وځنډوئ .

احمدشاه سايل

د راتلونکو انتخاباتو لپاره د ځينو سياسي کړيو هڅي او کشمکش ترڅنګ افغانان له اندېښنو سره ځکه مخ دي چي زيات کسان به د ناامنۍ له امله د رايي ورکولو څخه پاته سي .
د افغانستان د ملي ګټو او ملي منافعو د ساتلو لپاره تر ټولو مهمه داده چي امنيت او سوله تامين سي ، دا هغه څه دي چي افغانان يې په زړونو کي يو لوي ارمان ګڼي .
که له يوې خوا د ولسمشر حامد کرزي بديل نسته له بلي خوا نا امنۍ ته په کتو د راتلونکي لويي جرګې څخه غوښتنه کوو چي د انتخاباتو پر ځنډولو پرېکړه وکړي ، چي داچاره به يې دملت د ژغورني لپاره په تاريخ کي يو اغېزناکه اقدام وبلل سي .
امنيتي ګواښونه يوه حقيقتي موضوع ده چي ټولو ته روښانه ده خو د هېواده بهر افغانانو ته يې مثال ږدو .
د کندهار ولايت د پنځو سرحدي ولسواليو قومي مشران وايي زيات کسان به د رايي ورکولو څخه پاته سي.
هغوئ وايي، چي په رېګستان ولسوالي کې اوس تر ٣٠ زره زيات بلوڅ وګړي بې کارټه پاتي دي ځکه په وينا يې چې مخکې د معروف ځينو خلکو کارټونه اخيستي وه، خو وسله والو مخالفينو ترې اخيستي او اوس په کليو کې زرګونه کسان بې کارټه دي.
هاخوا بيا دکندهار د ټاکنو خپلواک کمېسيون په يادو ولسواليو کې ددې ستونزي لوي لامل نا امني بولي .
بل پلو په سرپل ولايت کې د يوه راکټي بريد له امله د ټاکنو د سيمه ييز دفتر دوه کار کوونکي او درې پوليس ټپيان سول ، چي پر مهال يې ددغه ولايت د ولايتي شورا مسوولينو له امنيتي پلوه روان حالات کړکېچن او راتلونکې ټاکنې يې له ګواښ سره مخ وبللې))
د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو لمخي د هېواد شاوخوا ۱۱۰۰ ټاکنيز مرکزونه تر امنيتي ګواښ لاندي دي .
آيا په دې ډول ستونزمنو حالاتو کي به څومره خلګ وتوانېږي چي په ټاکنو کي برخه واخلي ؟
دا يوازي په کندهار کي دا ډول مشکلات نه دي بلکي د هېواد په ۳۴ ولاياتو کي بېلابېل امنيتي ګواښونه موجود دي چي پر بنياد يې خلګ د رايو ورکولو څخه پاته کيږي ، په داسي حال کي چي خلګ د رسنيو په مخ کي په دې اعتراف کوي چي د نا امنۍ ترڅنګ مخالفين يې د رايي کارټونه اخلي .
نو ځکه د هېواد لويه برخه اندېښنه لري چي راتلونکي انتخاباتو ته امنيتي ګواښونه متوجه دي او په داسي کړکيچنو حالاتو کي د انتخاباتو کول به د ډيرو افغانانو د رايي ورکولو حق وخوړل سي او له بلي خوا به مو هېواد ته د اقتصاد له پلوه لويه ضربه وي چي بيا به يې جبرانول له وسه وتلې خبره وي .
د هېواد لويه برخه اندېښنه لري چي راتلونکي انتخاباتو ته امنيتي ګواښونه متوجه دي او په داسي کړکيچنو حالاتو کي د انتخاباتو کول به د ډيرو افغانانو د رايي ورکولو حق وخوړل سي او له بلي خوا به مو هېواد ته د اقتصاد له پلوه لويه ضربه وي چي بيا به يې جبرانول له وسه وتلې خبره وي .
د چلنجونوپه وړاندي د يوې لويي موقع په درلودلو سره دي انتخابات وځنډول سي ترڅو له دې فرصتونو څخه په ګټي اخستني د ولسمشر حامد کرزي لخوا د سولي د پيل سوي بهير سره همکاري وسي او هم به مو ولس د ډاډمن امنيت څخه برخمن سوي وي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery