دخپریدو نیټه : 2013-11-10 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
افغانستان کی د امريکايی پوځې اډو پاتی کيدل!!!
پاچا - کليفورنيا - امريکا
۱۰ نومبر ۲۰۱۳
"په افغانستان کی د امريکا د استعماری پوځي اډو پاتی کيدوپه باره کی بحثونو زور اخستی دی.
د جنګ په وخت کی رښتيا دومره ارزښتناک دي چی ځينی وخت دروغ هم د يو باډی ګارد حيثيت لری...وينسټن چرچل.
په اخرو وختونو کی مونږ داسی معلومات تر لاسه کړل چې ولسمشر اوباما د هغی وعدی څخه په شا شو چی امريکايی پوځيان به په ۲۰۱۴ کال کی د افغانستان څخه واوځي. لکه څنګه چی په امريکايی ټولنه کی د جنګ ملاتړ په کميدو دی د پوځونو د ايستلو مهالويش هم د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته غځول شويدی.
ځينی ډير لږ افغانان د (پوځونو.ژ) د پاتی کيدو طرفدار دي خو زياتره افغانان دا حالت د يو دايمی اشغال په بڼه ګڼي.
د پوځيانو د نه کميدو او ايستلو نيټه نه په ډاګه کول ډير علتونه لری: امکان لری چی د پوځيانو د ايستلو وړاند وينه د افغانستان د مقاومت سره د سولی مذاکرات ټکنې او بی لاری کړی. په سيمه کی د امريکا دايمی شتون او حضور بدون د شکه د بی پيلوټه (ډرون) الوتکو مرګانی حملو دوام، شپني عمليات، له يوه سره په کليو او بانډو بيرحمانه بمباری، د راډيايی او د ماحول زهر ناکه او ککړتياو زياتوالی، د مخدره موادو زياتوالی، د سياسی اشخاصو په وژلو کی زياتوالی او د ملی حاکميت له لاسه ورکول يی علتونه کيدای شی. د متحده ايالاتو په اعلاميو کی ويل شويدي چی د عامو وګړو مرګ ژوبلی ته چی د امريکايی تيکنالوجۍ په مرګانی بريدونو کی راګير شوی وی بايد درناوی وشی...
د امريکا په ستراتيژۍ کی د پاتی کيدو ډير تحريک اميزه او بر انګيزه شيان ليکل شويدي: د ژورناليزم د اتحاديی او ځينی نورو معتبرو ليکوونکو لکه (ښاغلی.ژ) ايريک س. مارګوليس په خپلو اخرنو کتابونوکی په پوره واضح ډول ليکني کړيدي: امريکايی راج، ازادی يا اشغال، د اسلامی نړۍ او لويديځ (غرب) تر منځ د ستونز(لانجو) حل، د امريکا متحده ايالات په خپلی سترانيژۍ او د امپراتورۍ د تطبيقولو په خاطر په پاليسۍ کی د نقشو جوړولو په کار لګيا ده چی د برتانوی راج د اتلسمواو نولسمو پيړو تطبيقول دي او ملا يی ديته تړلی چی ټوله نړۍ اشغال کړی. خو دلته واضح او ښکاره ستراتيژی د ايران محاصره کول دی چی د ډير پخوا څخه د امريکا په هدفی لست کی قرارلری او همدا راز وکولی شی چی د پاکستان زروی جبهه خانې هم د خپل نظر لاندی وساتی، د اقتصادی رقيب چين محاصره اوپه عين حال کی د اقتصادی فرصتونو د لاسته راوړولو او نزديوالی لپاره د کسپين بحری او د منځنی اسيا د انرجۍ اود معادنو سرشارو سيمو ته ځان رسول دي.
۱
په ستراتيژيکی لحاظ په افغانستان کی د امريکايی پوځيانو شتون د ايران پر ضد حمله کول به ډير ګران کار وی. له بله اړخه د افغانستان قلمرو څخه د پوځی مقصدونو لپاره کار اخستل به د افغانستان د خلکو لپاره يو لوی ناورين رامنځته کړی. بی له شکه ايران به په مقابل کی په ګاونډی هيواد (افغانستان. ژ) حمله وکړی... او د امکان په صورت کی به دا جنګ د څو لسيزو لپاره د هغوې (افغانستان. ژ) په خاوره کی دوام او د لا کمزوری باعث شی. دا خبره د بحث وړ ده چی په سيمه کی د امريکا دايمی شتون کولی شی چی د افغانستان د جګړه مارو او مزاحمو ګاونډيو هيوادونو قهراو غضب راوپاره وی. خو د امريکا د اوسنی پوځی سياست څخه هر کلی کول به ډير په دی باوری کړی چی دا دايمی شتون به تر ډيره حده پوری امکان ونلری. علاوه پر دی جنګجو او مزاحم ګاونډي هيوادونه به دخرابکارانه عملياتو يوی بلی طريقی ته لاس واچوی... چی دا به د کوچنيو يرغلونو او دايمی اشغال په معنی وې.
د آزادۍ وعده او د حکومتی اقليتی رقيبو چارواکو رتبي او مقامونه لوړول د امريکا د ستراتيژی يوه برخه ده چی پښتون اکثريت کی بی اتفاقی پيدا او کنټرول يی کړی... او د هغی څخه به د يوی آلی په ډول لکه چی انګريزی اربا بانو په نولسمه پيړۍ کی د يوی ستراتيژۍ په شکل کار اخسته د ليری پروت افغانستان د اشغال لپاره به ' بيل يی کړه او ايل کړه' کار واخلی. که چيری د (پخوانی. ژ) شوروی اتحاد ستراتيژيکی تجربو ته يعنی "تقسيم او تسخير" ته نظر واچو چی لږه کيو (اقليتونو) ته يی د کارونو، قدرت، آمنيت او ثروت وعدې ورکړي وي، خو په دی اړه د تايخ څخه هيڅ زده کړه و نه شوه.
که چيری تاريخی پس منظر ته وګورو نو دا پښتون آکثريت (۶۲.۷۶٪) وو چی د بهرنيو مهاجمانو په مقابل کی دريدلی او اوسنی افغانستان يی ښکاره بيلګه ده چی " د امپراتورانو د هديری" په نوم شهرت لری.
لکه چی تاريخ ښودلی ده او انکار بايد ورڅخه ونشی د افغانستان خلک نه دايمی اشغال او نه هم د خارج څخه د تپل شويو لږه کيو (اقليت) حکمروايی منلی شی.
افغانستان يو ملت دی چی هيڅکله هم ګاونډيو هيوادونو ته تهديد نه دی ګڼل شوی، له دی کبله چی د طبيعی منابعو څخه بډای هيواد دی ډير څه کولی شی چی نړۍ ته يی ورکړی خو دا کار هلته کيدی شی چی د يو اشغال شوی هيواد په حيث نه بلکه د يو ملګری هيواد په سترګه ورته وکتل شی. دا بايد يو نماينده او مستقل هيواد واوسی نه دا چی د واشنګټن، ماسکو، ډهلی، تهران، اسلام اباد، بيجنګ، لندن او يا پاريس د اعمالو د نفوذ لاندی ویِ.
۲
د افغانستان نيواک (اشغال) چی د بهرنيو هيوادونو لخوا که په هر منظور وی که هغه ته د ملګرو هيوادونو مرسته وويل شی، يا د تروريزم پر ضد جګړه، يا اخلاقی کمزورۍ او يا هم د سيمی د امنيت په نامه وی او يا د بل هر عنوان لاندی وی بيا هم د بهرنيو هيوادونو د پوځونو لخوا د ښکيلاک په نوم تلقی کيدی شی.
د هغی ورځی راهيسې چی امريکا د خپل قلمرو څخه په بهر کی خپل پوځی سياست ته تر نن ورځی پوری ادامه ورکړی نو(امريکايی. ژ) ټولنه بايد په پوره دقت او ژور فکر سره د متحد ده ايالاتو د پخوانی ولسمشر جان ايف کنيډی دی وينا ته چی وئيلی يی وو: " تر هغه چی معترض وجدان د نيوکو څخه برخوردار وی جنګ به تر اخری ورځی پوری روان وی لکه د نن ورځی جګره ماران يی چی د شهرت او اعتبار لپاره کوی" خپل پام وګرځوی".
بروس جی. ريچارډسن
ياداشتونه:
"په دی اړه وګورۍ: آنټی وار. کام ' د امريکايی امپراتورۍ (پوځی ) اډي د (ښاغلی) ډيوډ واين ۲۷ جولاۍ ۲۰۱۲ کال ليکنه ، امريکايی راج، ازادی يا اشغال، د اسلامی نړۍ او لويديځ (غرب) تر منځ د ستونزو (لانجو) حل،چی د (ښاغلی) ايرک اس. مارګوليس لخوا په ۲۰۰۸ کال کی ليکل شوی، افغانستان، سياسی کمزورتيا او خارجی مداخله، د جون مياشت، کال ۲۰۰۶، پاڼه ۳۳۰، د ښاغلی ډاکټر نبی مصداق ليکنه.
په دی اخرو وختونو کی ازبکستان پريکړه وکړه چی د امريکا پوځي آډو ته به پخپله خاوره کی د پاتی کيدو اجازه نه ورکوی. همداراز ازبکستان د ماسکو په رهبرۍ د 'ټولنيز امنيتی سازمان ټرون ' سره خپل غړيتوب وځنډو، دا سازمان د ناټو د سازمان سره معادل يو سازمان وو چی د پخوانی شوروی ايالتونو څخه تشکيل شوی وو او په روسی ژبه کی يی مخفف توري (او- ډی – کی – بی) دي.
د امريکايی سناتور رانډ پال د وينا په اساس د امريکا متحده ايالات د نړۍ په (۱۳۰) هيوادونو کی (۹۰۰) پوځی اډي لری. منبع د ټامپا بی ټايمز،( ټامپا د امريکا په فلوريډا ايالت کی پرته ده.ژ)
افغانستان کی د واک بنسټ (مؤسسی) لخوا چی په شپږو (۱۹۹۱-۱۹۹۶) کلنو کی کومه سروی او تحقيق ترسره کړی داسی ښيی چی له (۶۲ څخه تر ۷۳ سلنه يا فيصده) پښتانه آکثريت توکمه د خپلو ځايونو څخه شړل شويدي".
په درناوی
پاچا