دخپریدو نیټه : 2013-11-11 مخپرونکئ : 060 - دبېنواخبریال -کابل
له تېرو لسیزو سره زموږ منفي چلند
ارشادرغاند
په وروستیو څو کلونو کې مې د مطالعې کچه کمه شوې،خو بیا هم اوسنۍ نسبتاٌ کمه مطالعه د پخوانیو کلونو ترمطالعې راته زیاته ګټوره ښکاري.
یوه ورځ مې پردې فکر کاوه،چې د دې توپېرعلتونه به څه وي.
پایله مې دا ومونده،چې د مطالعې وړ کتابونو او لیکنو په معیارونو کې مې بدلون راوستی.
دا بدلون تریوه پلاني او قصدي بدلون ډېر د یوه تدریجي او خودجوشه بدلون بڼه لري.
زه پردې بدلون اعتراف کوم،چې له ځینو کلیمو،کلیشو او اصطلاحاتو سره مې ذهن دومره حساس شوی،چې راته ناضروري لیکنه او کتاب اکثره وخت د لیکوال د نوم،د لیکنې د پیل،فکري لیدلوري او نورو خصوصیاتو د کم درک په ترڅ کې هم معلوم او ترې صرف نظرمې کړي.
یوه بې خونده کلیشه
له دغو اصطلاحاتو څخه یو یې چې زیات حساسیت مې ورسره پیدا شوی،یوه یې د وروستیو درېیو او څلورو لسیزو اصطلاح ده.
دغه اصطلاح زموږ پلمه ګرو او له مسولیته تښتیدونکو لیکوالو عامه کړې،هره مسله چې بحث کوي،د خپلې معلوماتي او فکري کمزورۍ له وجې یې پیل د تېرو څو لسیزو د جګړو،نارامیو او بې ثباتیو له یادونې څخه کوي.
دوی دا اصطلاح دومره کلیشه او عامه کړې،چې لویه برخه چارواکي او ولس ته په ځواب ویلو زیات نور مکلفان یې ورته له پناه وړلو سره هڅه کوي،د خپلو ناکاریو ټوله ملامتي په دې ډول پټه کړي.
د دې اصطلاح کارکوونکي اکثره وخت پرحقایقو نه پوهیدونکي یا پرده اچونکي وي،دوی د خپلې یا بلې ډلې د ملامتۍ پټولو لپاره د کلونو ملامتول ښه لاره ګڼي.
دا هڅه د دې اصطلاح اوریدونکي او په ځانګړي ډول نوی نسل له ضدو نقیضو معلوماتو سره مخامخوي.
دوی حیرانیږي،چې کومې ډلې او ایډیالوژۍ ته منسوبو کسانو یې په کومو،کومو مشخصو برخو کې هېواد ته څه ښه او بدې پایلې پېرزو کړي.
د درېیو او څلورو لسیزو د اصطلاح اصلي سرچینه کیدای شي هغه خلک وي،چې په همدې لسیزو کې یې ډېرزیاتی او خیانت کړی دی.
دوی د دغسې اصطلاحاتو په تبلیغولو سره غواړي،د ملامتۍ په مواردو کې د څو تېرو لسیزو ټولې واکمنۍ،ډلې،جهتونه او خلک شریک وښيي.
دا به کیدای شي ریښتیا هم وي،د افغانستان خلکو ته دغه هره یوه واکمني،ډله او اړخ د خپلو ځانګړو ناکاریو په سبب مسولیت اوملامتۍ لري خو د دغې اصطلاح له بیا،بیا تکرار سره په دغو مسولیتونو او ملامتیو کې د ټولو اړخونو د موازي رول لرلو هڅه کیږي.
مسولانه چلند
د تېرو لسیزو د پېښو،واقعاتو او سببونو په اړه یې زموږ بې تفاوتي باید موجوده نه وي.
دا باید یو مسولیت وګڼو،چې د هرې برخې لیکوال او څېړونکي مو د اوسنیو پېښو او بدلونونو د دقیق څار او تحلیل ترڅنګ د پخوانیو کلونو ورته وضعیت بحث او وڅېړي.
خو دا بحثونه او څېړنې باید مشخصې،مستندې،بې طرفې او د پوره مسولیت مطابق وي.
دا واقعیت دی،چې د پخوانیو ښو او بدو تحولاتو له سبب موندلو پرته د نن او سبا پلانونه او هیلې په ښه شکل نتیجه نه شي لرلای.
خو موږ چې تاریخ او په خاص ډول د معاصرو ستونزو له عواملو سره مو کوم غیرعلمي او نامنطقي چلند کوو،ترګټې یې تاوان زیات دی.
د نن مجرمان به هم جرئت او ډاډ پیدا کړي،چې دوی که نن هرڅه وکړي سبا پرې پرده اچول د نن په عمومي غندلو او بدنامولو سره کولای شي.
زموږ رسنۍ،علمي او اکاډمیکې مراجع ،لوستونکي او حتی ولس کولای شي له ټولو ممکنو لارو د دغسې اصطلاحاتو د غلط استعمال د مخنیوي کوشش وکړي.
دا کار د واقعو د واقعي انعکاس او تحلیل ترڅنګ زموږ د لیکوالو او تحلیلګرانو په خوا کې د دوی د مخاطبانو علمي او معلوماتي زیرمه او پانګه زیاتولی شي.