دخپریدو نیټه : 2013-11-14 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د کندهار والي تور یالي ویسا ته پرانستی لیک!
محمود دوراني
محترم عالي قدر والي صاحب!
السلام علیکم!
زه محمود دوراني د کندهار ښاریوولسي غړی یم نه ده یو چا په لمسون نه دیوطرف له خوا اونه دکوم خاص مطلب پراساس ستاسوسره داموضوعات شریکول غواړم، زه ستاسویاکوم بل چاله خوادهیڅ یومفادتوقع نه لرم. دغه لاندي موضوعات چي ستاسوسره شریکوم داداولس غوښتني اودهغوی خبري دي چي ستاسوپه غیاب ویل کېږي ماداکار وکړی چي تاسوته ئې په دغه طریقه درورسوم البته دبعضوخبرومسئولیت زه په خپله اخلم ځکه زمانظربه هم ورسره شریک وي، اودایوحق پرځان ګڼم چي حق ترتاسوپوري در ورسوم منل نه منل عمل ورباندي کول نه کول هغه زما مسئولیت نه دی.
تاسو به لوستلې وي د افغانستان د تاریخ یوه پاڼه چي کندهار دافغانستان له هغوولایاتوڅخه یوولایت دی چي دافغانستان دلرغوني تاریخ ډېري پاڼي ئې د شجاعت اوسرلوړۍ ګواهي ورکوي، دهغوستروپښتنوټاټوبی دی چي خپله مېړانه اوغیرت ئې دلراوبرافغان شملې هسکي ساتلي دي، هرکله چي یوزده کونکی یایومحصل دسائنس تاریخ لولي نوبالاخره به دسائنس پلاریابنسټ ایښوونکي شیخ ابوعلي سینا نوم ته به رسېږي، اوکله چي دافغانستان سترتاریخ څوک لولي نوحتمي ده چي دملي قائدحاجي میرویس خان نیکه اوسترامراطورلوی احمدشاه بابا اوپه لسهاوو سیمه ایزلوی شخصیتونو نومونه به ئې دافغانستان تاریخ دغیرت اوشجاعت وهغوسردروته ور ورسوي چي ورته په ولاړي اوپه دواړو لاسونو سلامي ورته کوي، دنړۍ هغه تاریخ چي دلویوشخصیتونوواقعات په کښي ځای پرځای بیان سوي وي نو دفهرست په لیکوکښي به ئې دافغانستان نوم ضروري لیکلی وي، که ترعنوان ورتېرسو اوپه تشریحاتواوتفصیلاتوکښي ئې سترګي ولغړوو اووئې لولونوداسي تاریخ به تاریخ نه وي چي دملي قائداوسترشخصیت دامراطورۍ اومېړاني ذکرنه وي په کښي سوی.
محترم والي صاحب!
زه ستاسو په ډګریو اولویو زده کړوباندي خبرلرم، امازه فکرکوم چي نن ورځ زموږ وګړي ستاسو تعلیم ته ضرورت نه لري بلکه ستاسو کارته ډېرضرورت لري، اوستاسوکارونه اوکړيني چي زه ترنظرلاندي لرم هغه داسي ښکاري لکه یونااهله اونالوستی انسان چي ئې کوي، دبېلګي په ډول یوسړی په نس نه دی موړ یوانسان دڅښاک په اوبوپه سي ۲۰ متره په نمبرسره اوبه راوړي، اوتاسو دښځوپارک ورته جوړوی، یوه بله بېلګه دخلګوپرسرونو دوړي بادېږي سړکان خرابه ولاړدي اویایې پرسرلس واره پیسې اخیستل کېږي اوتراوسه کنډواله پروت دی اواکثره لوی موټران پرچپه کیږي لکه دبای پاس سړک، اوزه ورته وایم چي پارک جوړېږي، په دوولسو کالوکښي دبرېښنا داسي حال دی چي په ۴۸ ساعتونو کښي ۶ ساعته لاپه سترګونه لیدل کېږي اوټوله خلګ داوایي چي تېل په بېلرانو بېلرانوخرڅېږي دپوښتني څوک نسته، ځکه چي څوک په غلاکښي شریک نه وي هغه هیڅ کله داسي کړني نه مني، تاسوپه لومړي کال خلګوته وعده ورکړې وه چي دکندهاربندبه جوړوی، ښاریواځي نه بلکه ترلېروولسوالیوپوري به دبرېښنامزي ور وغځول سي، دښارپه صفایي کښي به عمده تبدیلي اوبدلون راسي،هغه وعدې دي هیري کړې؟ تاسولاتردې پوري ویلي ووچي ګران وطنوال اوښاریان به ماته بې تکلیفه راځي اوخپلي ستوځي به راسره شریکوي، هره ورځ به شنې اوتوري چای راسره خوري بانډاربه تازه وي اوزه غواړم چي دحکومت اوخلګوترمنځ خلاوي له منځه یوسم. هغه باټي اولوی خبري دي ټوله بې بنیاده ځکه سوې چي په ونۍ کښي ستاسودمردارمخ د لیدلوله پاره خلګ په انتظارسره ناست وي اوته په لوسپېکرکښي ورسره ستړې مسې کوي، خلګ هسي لېوني دي چي تاریخونه ګوري ځکه غیرت اوشجاعت خوبایدخلګ ستاڅخه زده کړي، زماپه اندپه دې دوره کښي صرف یوشخص ووهغه شهید اوقهرمان محبوب ښاروال حمیدي صاحب الله تعالی دي ورته جنت فردوس نصیب کړي هرچاچي وژلی وي الله تعالی دې ستاسوسره په جهنم کښي همکلامه کړي، ځکه هغه هیڅ کله خپل ځان یوتش په نوم ښاروال نه وو معرفي کړی لکه اوسنی بې تربیې اوجاهل ښاروال چي دی، اوهغه هیڅ کله هم دیو سمبول حیثیت نه درلود لکه تاسي چي تش په نوم باندي چوکۍ اشغال کړې ده اوخپل ړوندقانون پرخلګوتطبیق کوی، هغه تل په مېړانه کاردوطن دوستۍ اوایماندارۍ اوغیرت سره سرته رسوی، داسي نه لکه تاسوچي غیراخلاقي کړنوته ترجیح ورکوی اوغیرضروري کارونوباندي پیسې لګوي، دهغه که هرڅوعمروو په ښه ایماندارۍ سره ئې موږته دغیرت اومېړاني نوم پرېښووی، هیڅ یوانسان سره دسلوکالودژوندلېسنس نسته دټولوداغه لاره ده څوک پس څوک پېش، اماانسان ته په کاردي چي په غیرت اومېړاني سره ژوند وکړي، ډېرظالمان، غاصبان، خاینان اوشتمن کنجوسان خلګ موولیدل امااوس یوهم دهغوی څخه ژوندی نه دی پاته بعضې داسي لاتردې نیمګړي نړۍ په ارمانونوسره ولاړل چي په لکاوو ډالرونه ئې په داخلي اوخارجي بانګونوکښي پاته سول، نوداسي ورځ به هم وي چي موږاوتاسي به نه یو، نورنو قضاوت زموږاوستاسو په خپل لاس کښي دی چي په سپین مخ اودمېړاني نوم موپه تاریخ کښي ولیکل سي یاتورمخ اودبې غیرتۍ اوبې ناموسۍ نوم موولیکل سي، په بازارکښي داسي ډېرچارټونه یالوی ښکلي کاغذونه چاپ سوي دي چي دافغانستان دواکمنانولیست دی، په هغه کښي دملي قائد میرویس خان اوستراحمدشاه باباعکسونوسره دشاه شجاع څخه رانیولې دشاه ظاهرشاه، شهیدملت سردار داؤدخان، نورمحمدترکی، حفیظ الله امین، ببرک، ډاکټرنجیب الله، استادصبغت الله مجددي، استاد رباني، ملامحمدعمر اوحامدخان کرزئ ټوله په یورنګه پاڼه بغل پربغل سره راخیستل سوي دي، ددې معنادانه ده چي داټوله یوشان انسانان وو یادي، نن ورځ تقریباًیوناپوهه اونالوستی انسان هم دا اندازه لګولای سي چي څوک په سپين مخ اوهسکه غاړه په کښي ذکرسوي اوڅوک په مرداراوبي غیرته تورمخ په کښي ذکرسوي دي.
دوهمه مسئله: ایاتاسوپوهېږی چي ستاسو ترواکمنۍ لاندي اداروکښي څه ترسره کېږي؟، تاسودهغوی په وړاندي څه ترسره کړي دي؟ بعضي خلګ په دې اند دي چي تاسوښه خبرلری بلکه دخپل شخصي مفاد له پاره هغوی نورهم پرشاټکوی، دبېلګي په ډول په ښاروالۍ کښي ترحمیدي صاحب څخه ورسته تراوسه کوم یومثبت او اړين اقدام نه دی سوی شواهد مېډیا ته وړاندي کولای سی؟ اوکه دکندهارولایت رسنۍ اوس صرف دخلګودپالتوباټو له پاره کارکوي اوپرسترګوئې پلاسترونه اچولي دي دا ځکه چي تاسوته دیموکراسي په افغانستان کښي داسي تشریح کېږي، چي دفحاشۍ اوبې ناموسۍ له پاره باید نه ستړي کېدونکي اقدامات وسي اوپه یونامه اوبل نامه داسي ځایونه جوړسي چي په ظاهره ئې نوم ښه ورته انتخاب سوی وي اوترپردې شاته نورناوړه کړني ترسره سي چي دکندهارنوم نورهم په نزدې راتلونکي کښي په بې ناموسه دیموکراسۍ سره بدل کړي، کله چي غیراسلامي خبري وسي دبیان ازادي ورته وایي اوکله چي دحق خبري کېږي نوهلته بیااختارورکول کېږي هغه بیا دبیان اذادي نه ده ځکه چي په هغه کښي ستاسو لمن پرشااړول کېږي. په اطلاعاتوکلتورریاست کښي دښځوغونډه اومشاعرې په نوم یوه ناوړه اوغلطه استفاده روانه ده چي فحاشۍ ته ښه په ډاډه زړه لاره هواره سوه داسي شواهد سته چي دهغوی دغونډي یوه ورځ ورسته هلته په سترګولیدل سوي دي چي هلته څه کړني ترسره سوي دي او ددې څخه علاوه بله هیڅ یوه مفکوره نه لري، زه نه پوهېږم چي هغه انسان ځان ته یومسلمان پښتون اوکندهاری څنګه وایي چي خپله خورياښځي ته دداسي ځای ورتللوله پاره اجازه ورکوي؟ زه به دومره ووایم چي ستاسومثال دهغه زوړبچه بازه اودلال دی چي پخپله څه نسي کولای اودنوروپرفحاشۍ باندي خونداخلي، اوتاسوهم ښه خبرلری اودخوښۍ اظهارکوی، نورخونودکنترول لاندي ئې تاسویوځای هم نه دی نیولی، زه دښځودپارکونودجوړولوخلاف نه یم امادا یوه ډېره اړینه نه بولم په اوس وخت کښي، اوس لومړی ضرورت دامنیت دی، دبرېښنا دی، دسړکونودجوړولودی، په ولسوالیوکښي دښوونځيوجوړولودی، دهغوی داوبودستنزو دحلولودی اوداسي نوراړیني کړيني دغه پیسې چي دیوسړک پرجوړیادبرېښناپه ډېرولو مصرف سي دابه ښه نه وي؟ دانوري ټولي مسئلې ډېري ورسته خبري دي.
والي صاحب! نن ورځ ستاسودشتون په برکت دسترتاریخ درلو دولوسره په ټوله افغانستان کښي وشرمېدلو ان تردې چي ټوله نړۍ راپوري خاندي، دپوهانومجالس خولاپرېږده دهغوی دچوکیدارۍ موقع لاراته نه رسېږي کوم چي دافغانستان او ولایاتودتعلیم اوروزګار په اړه فېصلې کوي، که تعلیمي ادارې ته ورسونو پرسرمو دنورو ولایاتو هغه نژادپرسته، قوم پرسته او زبان پرسته خلګ مشران دي چي دخپلو ولایاتواستاذان راباندي مقرره کوي اودخپلو ولایاتوشاګردان اومحصلینوته ښې نمرې ورکوي اوپه بهرنیوبورسونوکښي ئې لومړی نوم لیکي اودکندهاري محصلینوپه سترګوکښي خاوري وراچوي که شکایت وکړي نوستاسي په دواړوسترګو ړاندوچارواکوته ئې په بداخلاقه اوکوڅه ډب معرفي کوي، دمخه تردې چی هلته نوې پوهنځۍ پرانیزې ایاهغوی موتعقیب کړي دي چي هلته څه روان دي؟ دیوکندهاري پښتون په صفت یودغیرت اودمېړاني یوکارپه تېروپنځوکلونوکښي تاسو بیانولای سی؟ په الله دي زماقسم وي چي تاسوپه هرڅه خبریاست صرف ماته خدای ژبه اودغه غوندي وس راکړی دی چي حقیقت اوحق درته بیان کړم نوماخپل مسئولیت اداکړی نورنو تاسي ښه پوهېږی.
عموماً دیوچاکه ښه څوک بیانوي نوپربدو ئې هم بایدسترګي پټي نه سي، ستاسوزورواکي او حکومتي چارواکي دځوانانوڅخه شرمګاوي پرې کوي چي څلوېښت تنه مستند پراته دي، دغه خبره راته ۱۰ نفروکړه اوتائيد کړې ئې ده، ایاددنیا په کوم قانون کښي داسي سته تاسوخودپوهاند لقب هم ځان ته ورکړی دی ایاتاسوئې په یوقانون کښي راښکاره کولای سی؟ که یوچا ښه کارونه ترسره کړي وي دستاینی وړدي اماچي ناوړه اوغیرانساني اوغیراخلاقي کارونه ترسره کوي نو هغه هم باید په ګوته سي، قانون اساسي مجرمینو ته دسزاورکول دهغه دجرم مطابق ټاکلې ده، ایاتاسوقانون لوستی دی؟ که چاته داسي سوال پیداسي چي ددې خبروشواهد څه دي یاکوم ثبوت غوښتنه وکړي نوزه به دوندي ووایم کوم مجرمین چي دغلطوکړنو پروخت نیول سوي دي تراوسه کوم یو ته سزاورکړل سوې ده؟ که ددې هرڅوشواهد ووایم دمخه تردې چي دوی هغوی ترتعقیب لاندي ونیسي، نوهغوی خوپرېږده چي نوري جایزې به ورکول سي اماچي څوک دغه حق ورته بیانوي هغه خپل ځان په خطره کښي واقع کوي نورهیڅ هم نسته، ځکه چي کوم انسان چي دوی په بډي وهلویا په نورو تورونو محکوم کړي هغه دهغي ادارې ایمانداره اوښه شخصیت وي نو دغلواوبې غیرتوپه جم کښي چي یوایمانداره څوک را سي نو دوی غواړي چي هغه په یونامه دخپلي ناپاکه ککړي ادارې څخه لیري کړي ځکه چي دهغوی کړني اوغلاوي په ډاګه کیږي.
په اونۍ کښي هرومرو داسي خبرترلاسه کېږي چي نن یونفر، قومي مشریایوعالم په فلاني بازارکښي د دوومټرسائیکل سواروله خواووژل سو، یوداسي نارینه ستاپه چارواکوکښي پیدا نه سو چي دغه کسان ونیسي، امایو بې ګناه چي دبل چا په توریایو بل څوک ئې دخپلي شخصي دښمنۍ پربنسټ حکومتي عسکروته ورمعرفي کړي نو رنګارنګ ظلمونه ورسره کېږي، په زرهاوو پیسې ئې ولاړي سي په رشوتونوورکولو ستړی سي، اوهغوی ته ښه معلومه وي چي دا بې ګناه دی بیاهم اجازه نه ورکول کېږي، یوانسان چي بې ګناه وژل کېږي مسئولین ئې تاسویاست، هره ورځ زموږ داوازاورېدونکي یازموږددین ستني اوبې وزله بې چاره ګان په یونامه اوبل نامه راڅخه ټولوي اوتاسي په ارامه ناست یاست خپل جهنمونه ډکوی، لعنت دالله دي ستاسي پرمسلماني اوپښتونوالي وي الله تعالی دي تاسوټولوته هغه جهنم اودوږخونه نصیب کړي چي فرعون هامان اوشداد ته ئې ساتلي دي آمین.
کوم معلوماتونه چي تاسوته درکول سول یوازي زماشخصي نه بلکه دهغوبې وزله غریبانو پیغامونه وو چي تاسوبه ئې بیا دالله تعالی په حضورکښي جواب ورکړی، حکمراني مفته نه ده دهریوه اقدام اوهري کړني جواب به تاسي ورکوی، ماخپل حق پرځای کړی په دې باره کښي خدای زماڅخه پوښتنه بیا نه کوي عمل کول په ایماندارۍ سره کارکول ستاسو کاردی.
غواړم په پای کښي تاسي یوې خبري ته متوجې کړم هغه داچي پخپل ګرېوان کښي وګوری چي تاسي څه ویل او اوس څه کوی دمخه تردې چي زماپه هکله معلومات ترسره کړی، دې ته لږفکروکړی چي ماته کومه ګټه رسېږي په دې خبروباندي؟ ماصرف دالله تعالی درضاله پاره حق ویناپه نره اوایماندارۍ سره مخامخ درته وویل داسي ډېرکسان سته چي هره ورځ تاسوته دماینې ښکنځل کوي اودآخرت اودنیا دناکامۍ دپاره ئې لاسونه پورته کړي دي خوچي خدای به ئې کله قبولي کړي داصرف هغه ته علم دی، که چيري تاسوپه حقه اوایماندارۍ سره کارپېل کړی اوخپلي وعدې موپرځای کړې نوداقلم چي نن ستاپه خلاف غیرمستقیم لیکني کوي بیابه ستاسي په طرفدارۍ سره هم داسي غیرمستقیم لیکل کوي دازماستاسي سره په پښتونولۍ سره وعده ده، خدای تعالی دي موږټوله دبل دحقونو څخه وساتي آمين.....
د کندهارښار یواولسي ځوان محمود دوراني. د ودان افغانستان اوسرلوړي پښتنوپه هیله.