دخپریدو نیټه : 2013-11-13 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
په افغانستان کې ټکنۍ مبارزې او د هيواد راتلونکې
صمدخان غر
په تيرو دولسو کلونو کې په افغانستان کې دموکراسي، د بیان آزادي، مدني ټولنې، سياسي حزبونه، ادبي او کلتورې ټولنې بيخي ډېرې شوې، دې ډلو او ټولنو په بيلابيلو برخو کې خپل فعاليتونه پيل کړل او تر نن پورې هم هره ورځ د يوه نوي خوځښت او نوي فکري بهير شاهدان يو.
خو اساسي پوښتنه داده چې ولې دومره ډيرې ټولنې او حرکتونه او د دوی هڅې وړ پایله نه ورکوي؟
دې پوښتنې ته به هرڅوک له خپل اند سره سم ځواب ولري خو زما په اند يي ځواب ډير ساده دی هغه دا چې موږ تل په موسمي مبارزو، احساساتي کړنو، پلان نه لرلو باندې باور لرو.
که چيرې وګورۍ په تيرو لسو کلونو کې په هيواد کې شته سياسي اپوزيسیون په دوو برخو ويشلی شو، سياسي اپوزيسيون او وسله وال اپوزيسيون.
سياسي اپوزيسيون: په افغانستان کې په سياسي اپوزيسيون کې يوازې او يوازې محدودې څيرې را ټولې دي او يوازې خپلو موخو ته پکې کار کوي، دا اپوزيسيون تل نيوکې کوي خو حل لاره نلري، دوی تل غواړي چې په افغانستان کې فساد نه وي، امنيت وي، هرڅوک آزاد ژوند وکړي، خو دوی په خپله په فساد کې ښکيل دي، له ډيرو يو ډول نه يو ډول ژوند اخلي او په ډيرو ځايونوکې خو دوی په خپله هم امنيت ته زيان پيښ کړی وي.
وسله وال اپوزيسيون: دا بيا هم محدوده ډله ده، وسله ورسره ده، جګړه کوي وژنې کوي، بمونه الوزوي، ځانمرګي بريدونه کوي، خو موخې يي معلومې نه دي، يوازې يوه خبره کوي چې موږ په هيواد کې د اسلامي نظام لپاره مبارزه کوو.
وسله وال اپوزيسيون چې بيخي شته نظام نه مني داسې خلک دي چې دوی هم تر ډيره په هيواد کې ازمويل شوي دي او څو کاله يي حکومت کړی دی، په دوی کې ځينې داسې کسان هم شته دي چې يو ډول نه يو ډول له شته ادارې زړه بدي شوي دي او وسلې ته يي لاس کړی دی.
په افغانستان کې تر ډيره په يو شي باندې ولس سخت باور لري، او هغه داده چې هرڅه په زوره شوني دي، ځکه دوی اوريدلي دي چې زور کوزنۍ اوبه بره خيژولی شي، که له دوی سره د دوی دا خبره ومنو خو دوی بيا هم ونشو کولای چې خپلې موخې ته ورسيږي، ځکه د دوی مبارزه ولسي او ايډيال رنګ نلري، که چيرې د دوی مبارزه سمه او خلکو ته د منلو وړ وی نو خلک به ورسره وی.
همداسې که راشو سياسي حزبونو او مدني حرکتونو ته دوی هم په درې ډوله دي، پروژوي، موخه لرونکي سياسي او موسمي حزبونه او ټولنې.
پروژوي: دا حرکتونه تر ډيره له بهرنيو سفارتونو د پروپوزل پر مټ را وتي او يوازې د څو روپيو د هضم په موخه کار کوي، تاسو يی ښه وينۍ، د ښځو د حقونو، بيان آزادۍ، ټوليز عدالت او............ کې ډيرې ادارې کار کوي خو دوی دې موخې ته ونشوای رسيدای، د دوی علت هم دا دی چې دوی د ټولنې د درد محصول نه دي، که چيرې دوی د ټولنې د درد محصول وی نو دوی به د ټولنې دردونو ته ملهم موندلي وی.
که چيرې پکې مثال ته اړتيا شي، زه به درته دوه ادارې در وپيژنم، يو يي د بشري حقونو خپلواک کمیسيون او بل يي هم له ټاکنيزې پروسې څارونکې اداره فيفا ده.
د بشري حقونو کميسيون: په دې کميسيون کې ناسته راج چلونکې سيما سمر تر ډيره له افغاني دودونو، کليوالو خويونو او ان مذهبي مطالعې بيخې بې خبره ده، دې ته به دا ښه ښکاري چې د دې په څير دې نورې ميرمنې هم سر د نارينه وو په څير جوړ کړي، تنګې جامې دې واغوندې، له مسټر ټام او مسټر................... چا سره دې سګرټ وڅکوي، د سمر فرموله يوازې او يوازې په غربي ايډيالوژي ولاړه ده.
فيفا يا له ټاکنو څارونکې اداره: دا اداره تر ډيره موسمې هغو ته ورته ده، چې ټاکنې پيل شي، دوی را پيدا شي، روڼتيا غواړي، امنيت غواړي، عامه پوهاوی غواړي، خو دا هرڅه هغه وخت راتلی شي چې دوی ورته تل پاتې مبارزه وکړي، ځکه عامه پوهاوی، پر ټاکنو او ارزښت يي خلکو پوهول د همدوی کار دی، خو دوی چې کله په هيواد کې ټاکنې خلاصې شي تر بيا ټاکنو پورې د پروپوزل په ليکلو او پيسو په اخيستلو لګيا وي تر بيا ټاکنو ډيرو سفارتونو ته ښه ډير پروپوزلونه ورکړي او يو دم لکه د اور لمبه ميدان ته را وزي.
موسمې ټولنې: موسمې ټولنې بيا هغه دي چې په يو لنډ مهال کې را ټوکيږي تيره لمبه کوي لکه د ځوزانو اور او ژر مړه کيږي، دوی يوازې او يوازې په څو ورځو کې ځانونه شل کلنو او پنځوس کلنو موخو ته رسول غواړي.
د دې ښه مثال په وروستيو ورځو کې جوړ شوي ايتلافونه، ټلوالې، خوځښتونه او.........دي.
په دوی کې ښه مثال يي طالباني فکر لرونکي له امريکې سره د امنيتي تړون مخالف ملا ډوله دموکراتان او د شمال ټلوالې پخواني قومندانان دي.
د دې اونۍ په ترڅ کې مو له امريکې سره د کيدونکي امنيتي تړون مخالفې او موافقې ناستې ډيرې وليدې خو نه پکې مخالفو حل لاره درلوده او نه هم موافقو، يوه يي غانده بل يي غوښته.
که چيرې همدې مخاليفنو له نن څخه دوه درې کاله وړاندې لکه اوس يي چې وينۍ غونډې کړې وی، د نظام لپاره يي تبليغات کړي وی، خلکو ته يي د وطنپالنې، وطن جوړونې ذهنيت ورکړی وی او خلک يي سره منسجم کړي وی نن به دوی يو قوت وی او حل لاره به يي هم درلوده، خو دوی داسې نه دي دوی نن په کابل کې دفترونه نيسي، اسناد خپروي د مايکونو تر شاه دريږي، په دوی کې دوه تنه يي چې مطرح خلک دي زه پيژنم يو يي وحيد مژده او بل يي هم حاجي فريد دی، مژده طالب ديپلومات او فريد هم د ولسي جرګې پخوانی غړی، اخند ډوله ملا دی، ژر فتوا ورکوي او ژر هم منکريږي، خو فريد په دې نه دی خبر چې دوی ولې په مصر کې د محمد مرسي تر بريا وروسته له قاهرې را وشړل شول ، خو خير زه به يي ورته ووايم دا ځکه چې په افغانستان کې د اخواني فکر لرونکي د مصر له اخواني فکر لرونکو سره ځمکه او اسمان توپير لري، تاسو وطن ولوټه، فتواوې مو ورکړې، خلک مو و وژل او لا يي هم وژنۍ خو هغوی پنځوس کاله سوله ايزه مبارزه وکړه، درس يي و وايه، اسلام يي خلکو ته تشريح کړ، ايډيالوژي يي جوړه کړه او په پای کې واک ته ورسيدل.
مدني خوځښتونه: دا هم تر ډيره يوازې په ځان مينو پورې تړلي دي، دوی تل دا خوښوي چې خپل انځورونه په رسنيو کې و ويني، ځان رسنيز کړي، د دوی د پردې ترشاه ځينې خطرناک خلک هم شته دي چې دوی ته فکر ورکوي، د مدني خوځښتونو روانې مبارزې هم راته خوندورې نه ښکاري، ځکه دوی هم احساساتي او پلان نلرونکي دي.
په تير يو کال کې ځينې مدني خوځښتونو په څو برخو کې مبارزه وکړه چې ځينو يي په لنډ وخت کې پايله ورکړه خو ځينو بيا اوږدمهالې مبارزې ته اړتيا درلوده، ښه مثال يي مورنۍ ژبه ده، مورنۍ ژبه او په مورنۍ ژبه زده کړې او دې موخې ته مبارزه اوږدمهالي پلان، ګډې همغږۍ او شعوري خلکو ته اړتيا لري.
دې مبارزينو ډيرې سختې منډې ترړې وکړې، زموږ يو دوست ورته شپه او ورځ يوه کړې وه خو د نوموړي زحمتونو ځکه رنګ را نه ووړ چې يوې خواته د پوهنې وزير غلط کړ او بل لوري ته څه ناڅه يوازې شو چې يوازې توب، د مبارزې کمه تجربه ، خوش باوري او د مبارزې نه دوام يي د شوې مبارزې د ماتې لامل شو.
اوس اوس چې افغانستان يوه نوي لور ته روان دی، او کيدای شي ټاکنې وشي، يا ونه شي، تړون لاسليک شي يا نه شي، دا ماته ډيرې مهمې خبرې ښکاري، خو تر دې مخکې ډيره مهمه خبره داده څو خلک په دې اړه تصميم ونيسي او د خلکو د شعوري کيدو لپاره بايد هڅې وشي.
فرض کړۍ ټاکنې ونشوې، که چيرې دا پروسه تر سره نشوه، ستونزې ډيرې شوې، د مصر غوندې پکې مارشالا اعلان شوه څه کول په کار دي، په کور کيناستلو ته کيدای شي افغانان ترجيج ورکړي، دا ځکه چې موږ د خوبونو او په کور ناستې سخت مينه وال يو، نه به کانديد وي، نه به هم سياسي دفتر او يا هم فيفا او يا د بشري حقونو کميسيون.
که چيرې ريښتونې مبارزه له يوه کوره پيل ومومي، کلي ته راشي او له کلي ولسوالۍ، ولايت او بيا يو زون او په پای کې ټول هيواد ته زه ډاډه يم چې دا مبارزه به رنګ راوړي.
ځوان پوړ ته به ډيره مهمه وي چې د بسپنې او چندې په کولو سره په پوهنيزه، رسنيزه برخه، عامه پوهاوي،هيوادپالنې او هيوادجوړونې په برخه کې پراخ تبليغات په لاره واچوي، ماته د هيوادپالنې تر څنګ هيواد جوړونه ځکه ډيره مهمه او دوهم اصل ښکاري چې دواړه سره لازم او ملزوم د ملا د تير او خيټې حيثيت لري چې له يو بل پرته يي شتون ناشونی دی.
وګورۍ که چيرې د هيواد جوړونې په برخه کې ډيره توجه وشي، سړک جوړ شي، ښار جوړ شي، کلي او بانډې جوړې شي، کرنې ته پوره پاملرنه وشي او په پای کې هرڅوک په خپل کور کې په نس موړ، په اسلامي طريقه برابر ژوند وکړي هيڅوک به زړه ښه نکړي چې څوک يي دا خوږ ژوند ور خراب کړي.
نو په پای کې هغو ته چې مبارزه کوي، د مبارزې د دوام مشوره ورکوم، هغه چې مبارزې ته زړه ښه کوي کوښښ دې وکړي موسمي، سمتي، قومي، مذهبي مبارزه ونکړي بلکه تر ډيره ملي مبارزه وکړي داسې مبارزه وکړي چې د دوی په مبارزه کې ټول خپل ځان و ويني، زه منم چې فريد او مژده تړون نه مني او زه يي هم نه منم خو زه او زما په ګډون فريد، مژده او په غرو کې ناست طالب جان او د دوی وياند ذبيح الله خان حل لاره هم نلرو.
نو راځۍ هره پريکړه، هر حرکت شعوري وکړو په کليو کې بايد له کرنيزې پانګونې دا لړۍ پيل شي او بيا تر ښار او په ښار کې تر صنعتي پارکونو، منځنيو او وړو پانګونو پورې ورسيږي او په پای کې ټول په دې پوره باوري شو او ايمان پرې راوړو چې دا مو خاوره ده او د دې خاورې په جوړيدو سره زموږ هر يوه کور او کار جوړيدای شي، نه داسې چې ټول نظام، حزبونه او ډلې دې د دوه درې سووو تنو په لاس کې وي او په ميليونونو وګړو دې حکومت کوي.
پای