داسې یو وخت و چې د کرکټ بورډ ټوله اداره به د یوه لیپ ټاپ کمپیوټرله لارې پرمخ وړل کیده، خو هغه وخت یواځې د ملي لوبډلې لوبې وې او نور بڼسټیز کارونه د کرکټ راتلونکي لپاره نه تر سترګو کیدل، هغه وخت یادوم چې الله داد نوري او تاج ملوک عالم ټول د کرکټ بورډ کارونه پر مخ وړل خو زه هغه وخت ته کرکټ بورډ یا فدراسیون ځکه نه شم ویلې چې هر څه یوازې په ملي لوبډله تمام او څرخیدل، هغه وخت دکرکټ اساس ته هیڅ پام نه و شوی، شاید چې ځینې دلایل وي چې د محترم الله داد نوري او محترم تاج ملوک عالم د مخې خنډ به و، چې زه یې د بودیجې نشتوالۍ بولم، او شاید نور دلایل دوی هم لري، خو دا ثابته ده او ټول پرې پوهیږي چې الله داد نوري او تاج ملوک عالم یوازې کرکټران و او په اداري کارونو یا په لیډرشپ شاید دومره نه پوهیدل لکه اوس چې په کرکټ بورډ کې په اداري کارونو بوښت او یا ددوی څخه وړاندې اجرایوي رایسان او یا نور کارکونکي و، ځینې د هغه وخت کار کونکي اوس هم په اداره کې کار کوي خو د هغه وخت په پرتله ېې ضرفیت لوړ شوی ده، اوس په کرکټ بورډ کې داسې مشران او کارکونکي لرو چې په اداره کې یې تر ماسټری زده کړې کړي او هم په اداري کارونو کې تر اته-نهه کاله تجروبې لري، او همداشان د کرکټ مېخینې هم لري.
په هر صورت هغه مښام مې یادیږي چې په حامد شنیواري پسې د ملي لوبډلې لوبغاړي رولاړ شوی و چې موږ نور حامد شینواری (پخوانی اجرایوي رایس ) نه غواړو دغه خبره ان د محترم ولسمشر کرزي تر میزه ورسیده او هغه هم د لوبغاړو سره وعده وکړه چې ستاسو اجرایوي رایس به بدلیږي او نوی کس به راځي نو همداسې وشول یو ناڅاپه د مازدیګر خبر شوم چې حامد شینواري استعفا ورکړه،نو د مښام شمشاد تلویزیون ته ناست وم چې په مستقیمه خپرونه کې یو تاج ملوک او بل رایس احمدزی سره ناست دي او دلایل سره وای، خو ډیرې نیوکې او مشکلات یې درلودل، ان تردې چې دواړو کوشش کوه چې یو له دوی څخه د اجرایوي رایس په توګه وګمارل شي، نو زه چې د کرکټ ډیر مینوال وم او د بیرون څخه مې دغه لوبه او د کرکټ بورډ اداره تعقیبوله او په کرکټ باندې مې زړه درد کاوه، د ځان سره مې وویل چې راځه ته یو کوشش وکړه چې که خدای کول له محترم د کرکټ بورډ پخواني عمومي مشر حضرت عمر زاخیلوال سره اړیکه ونیسم او ورته ووایم چې که وړ وم له ازموینې ورسته راته دغه دنده وسپارې نو د ځان سره مې په خدای ج قسم وخوړلو چې په دغه اداره کې به دومره کوشش کوم چې هغومره مې د خپلې شخصي کمپنی لپاره هم نه وي کړی، که خدای ج کول دغه اداره به یو ځای ته ورسوم، په هغه وخت کې زما په شخصي کمپنۍ کې راسره ۱۲۰شاوخوا کسانو کار کوه، خو په دې هر څه تیر شوم او محترم زاخیلوال ته مې یو میسج ورولیږو چې زه یو تجار یم او په اداره کې تر اوه کاله زیاته تجروبه لرم او همدا شان مې د ژورنالیزم پوهنځي تر څنګ په اداره او انګلیسی کې ځینې وړې یو کلنې او دوه کلنې ډیپلومې هم کړي دي او د کرکټ سره مینه لرم او په دغه لوبه پوهیږم او ان تر اوه کلنی دغه لوبه کوم، که زما څخه ازموینه واخلې او راته دغه دنده وسپارې نو خپل استعداد به وښیم، خو د محترم زاخیلوال جواب ورک شو، صبا مې د خوست محترمه وکیلا صاحبه اعلې ساهیره شریف پیدا کړه او هغه ته مې دومره وویل چې صرف له تاسو غواړم ما یو ځل له زاخیلوال صاحب سره کینوئ، هغې راته وویل چې سمه ده ټیلیفون یې رواخست او محترم زاخیلوال ته یې زنګ وواهه خو جواب یې ورنه کړ، نو محترمې خپل موبایل ما ته راکړ او راته یې وویل چې څه غواړې ورته زما له موبایل میسج وکړه نو ما هم وار خطا نه کړ زر زر مې محترم زاخیلوال ته میسج وکړ، چې دوه دقیقې تیریدې نو زاخیلوال صاحب بیرته زنګ وواهه او د ملاقات وخت یې راکړ.
صبا درې بجې د زاخیلوال صاحب دفتر ته زه، فیض الله مومند او محترم بریالۍ احمدزی سره د وکیلې صاحبې ورغلو، هلته مو له زاخیلوال صاحب سره خپل نظر شریک کړ خو دده ځواب دا و چې ما د کرکټ بورډ لپاره اجرایوي رایس ټاکلی ده او که ته د هغه مرستیالي منې نو زه به يې درکړم، نو ما هم له واره ورته وویل چې محترمه زه یو تجار یم او کومې وظیفې ته اړتیا نه لرم، او غواړم هغه هیله مې پوره کړم چې د کرکټ خدمت لپاره یې لرم نو هغه هیله بیا زه د مرستیالۍ په دنده نه شم پوره کولای، ځکه چې هلته به د بل لاس لاندې وم، او نه غواړم د کرکټ بورډ تنخوا واخلم خو هسې مې د کرکټ ته زړه سوځي چې رانه خراب نه شي، تاسو ته د خپلو مصروفیتونو له کبله دومره معلومات نه کیږي خو بیرون ډیرې نندرۍ روانې دي، ددې خبرې په اوریدو سره یې زر قلم رواخست او ما ته يې شحصي ایمل ادرس راکړ چې په دې ایمل راته خپله سي وي راولیږه چې زه یې وګورم.
بس پدې سره خبره ختمه شوه او زاخیلوال صاحب چې زموږ سره تر دروازې روان شو نو په لار کې ورته زما دواړو ملګرو فیض الله مومند صاحب او بریالي احمدزي صاحب زما صفت شروع کړ، نو زاخیلوال صاحب ورته په لنډ ځواب کې وویل چې صفت یې راته مه کوی زه چې سړی ووینم نو سمدستي يې پیژنم چې څومره کار کولای شي، څومره لایقه ده او څومره رښتیا وایي.
بیرته راغلو زما خپل دفتر ته او د ځان سره مې فکر وکړ چې دا کار خو نه کیږي راځه د سي وي له لیږلو تیر شه، پدې وخت کې راته بریالي احمدزي وویل چې نه ګوره سي وي به خامخه ورلیږې، نو ما هم مخکې په کومه بله اداره کې کار نه و کړی او نه مې ضرورت درلود چې چیرته کار وکړم نو سي وي مې هم نه وه ځکه چې ما یواځې زما په خپل دفتر کې کار کاوه، نو زر زر مې یوه سي وي سره برابره کړه او ورومې لیږله، شا او خوا دریش دقیقې ورسته ځواب راغی چې د یکشنبې په درو بجو زما دفتر ته راشه، نو د یکشنبې په درو بجو د ښاعلي دفتر ته ورغلم، ځان مې ښه تیار کړی وه چې اوس به څومره سخته ازموینه اخلي او یوه شپه او یوه ورځ مې ورته د ادارې په اړه کتابونه وکتل او د ځان سره مې یو وړوکی غوندې پلان هم جوړ کړ او ورغلم، د محترم زاخیلوال صاحب سره کیناستم او راسره یې خبرې پیل کړې چې ښه که ته ادارې ته د اجرایوي په صفت لاړ شې نو څه به کوې، ما هم ورته ټول تشریحات ورکړل، او رانه یې یو څو نورې پوښتنې هم وکړې، دهغوی ځواب مې هم ورکړ، نو بیا يې راته وویل چې څه پلان لرې نو ما هم هغه پلان چې تیار مې جوړ کړی وه ورکړ، خو په پلان کې مې زیات ځای بنسټیزو کارونو ته ورکړی و چې په هغه کې زه کامیاب هم شوم، په پلان کې د میدانونو جوړول، د ادارې لپاره د اساسنامې، سترتیژي، پالیسیانو او نور هغه کارونه و چې د یوې ادارې بنسټ جوړوي، پلان یې زر زر وکتو او سر یې راپورته کړ ویې ویل چې بس تر درو میاشتو پورې سرپرست اجرایوي رایس شوې او که کارونه دې سم په مخ یوړل نو بیا به درته رسمي مکتوب هم درکړم او ښه به دې ونازوم، خدای شته ډیر خوشاله هم شوم او په همغه ځای کې مې د یو عټ مسولیت احساس هم وکړ، یاده دې وي چې په هره لویه اداره کې چې کار کوې نو درې میاشتې ازمایښتي دوره باید پوره کړې چې د هرې لوی ادارې په قررداد کې دغه ماده لیکل شوي وي.
په هر صورت، صبا یې راته میسج وکړ چې نن دې په څلورو بجو معرفي کوم زما دفتر ته یعنې وزارت ماليې ته راشه، همدا شان یې د کرکټ بورډ ادارې مهمو مدیرانو ته هم ویلي و چې صبا درته اجرایوي رایس معرفي کوم نو تاسو هم راشی، صبا سره د ادارې کارکونکو د زخیلوال صاحب دفتر ته ورغلو، نو هغو ته یې سره د ځینو نورو اداري کارکونکو معریفي کړم، چې په هغه کې ډاکټر نورمحمد مراد، شفیق الله ستانکزی هم شامل و، او یو لیست یې راته راکړ چې دغه به په اداره کې درسره کار کوي او ځینې کسان یې د ادارې څخه چې ما نه پژندل لرې کړي و، خو هغه کسان چې پوه شوم کار ترې اخستل کیږي بیرته په اداره کې پریښودل او وزیر صاحب زاخیلوال ته مې د هغوی په باره کې قناعت ورکړ.
راغلو په کرکټ بورډ کې مو ښه د شودو چای نوش جان کړ، یوه وړوکې ناسته مو د اداري کارکونکو سره برابره کړه او د صبا لپاره مو پلان جوړ کړ چې یو مطبوعاتي پریس کنفرانس به ورکوو چې خپله دنده رسمي پیل کړم.
صبا مو پریس کنفرانس پیل کړ خو ځینو ژورنالستانو راڅخه داسې پوښتنې وکړې چې په همغه ځای کې مې احساس وکړ چې دلته یو څه خبره شته او باید یوه داسې ستراتیژي غواره کړې چې ټول سره یو کړې او دغه اداره په ټولو سره وچلو او د هر کس نظر په کې واخستل شي، که د چا ښه نظر و د کرکټ په ګټه و منې به يې که نه نو هسې هم کوم تاوان خو د نظرپه اخستلو کې نه شته، نو همدا پالیسې مې غوره کړه چې زما د دې پالیسې ټول اداري کارکونکي ښه خبر دي او اوس هم وایې چې دانش به ډیرې زیاتې مشورې کولې.
په هر صورت تر درو میاشتو مې کرکټ بورډ ته هغه څه وکړل چې د محترم زاخیلوال سره مې وعده کړې وه او پلان مې ورکړی و نو هغه و چې راته یې د شاباس او بشپړ صلاحیت سره یو ډیر ښکلی مکتوب د اجرایوي ریاست راکړ، زه هم خوشاله شوم او نور هم تشویق شوم نو بډې مې راونغښتې، ټول خپل شحصي کارونه مې پریښودل او د کرکټ بورډ کار ته مې کار وویل، تر شپې دولسو بجو پورې به مې کار کوه چې پوره شپاړس میاشتې وشوې او لاندې لاس ته راوړنې مې ولرلې:
۱. د کرکټ بورډ لپاره مې یوه هر اړخیزه اساسنامه ورسته له ډیرو مشورو او فکرونو جوړه کړه، تاسو پوهیږی چې هره اداره یا هر ارګان اساسنامه ونه لري نو هغه خپل کارونه په منظم ډول په مخ نه شي بیولی.
۲.پنځه کلن ستراتیژیک پلان مې جوړ کړ چې په هغه باندې مخکې حامد شینواري هم کار کړی و خو ټول دولس پاڼې جوړ شوې و ما ورپسې یو څو نور هدفونه زیات کړل او دغه پلان مې تر اته څلویښتو مخونو ورسوه، چې بیا ورسته په ډیر ښکلي شکل د یوې مجالې غوندې چاپ هم شو.
۳.د ټولو څانګو لپاره مې ډیرې منظمې پالیسیانې جوړې کړې، چې په هغه کې د اچ ار، مالي څانګې، میډیا، داخلي کرکټ، مارکیټنګ او پرمختیایې چارو پالیسیانې د پام وړ وې.
۴.د کرکټ بورډ مالي ملاتړي مې زیات کړل، زیات تشریحات نه ورکوم خو دومره وایم چې په هغه وخت کې زما د کرکټ بورډ بودیجه اویه سلنه زیاته شوه، یعنې تر شپاړسو لکو ډالرو تر دوه څلویښت ډالرو ورسیده.
۵.په ننګرهار او کابل کې د کرکټ دوه نړیوال میدانونه جوړشول ، په مزارشریف، سمنګان ، کندز، بغلان او یو شمیر نورو ولایتونو کې لوبغالي او اکاډمیانې هم جوړې شوې.
د کرکټ لوبې لپاره دلوبغالو او اکاډمیانو نشتون هغه ستونزه وه چې دافغانستان کرکټ بورډ تر دې وړاندې ورسره لاس او ګریوان وه ، دافغانستان کرکټ لوبډلو به د تمرینونو د ترسره کولو په موخه له هیواد بهر دوبي ، سریلانکا، پاکستان او یو شمیر نورو ولایتونو ته سفرونه کول .
د ۲۰۱۱ کال په اوږدو کې په ننګرهار کې یو نړیوال لوبغالی جوړ او پرانستل شو، دغه لوبغالی په نړیوالو معیارونو برابر جوړ شوی او لوبغاړو ته پکې هر ډول اسانتیاووې برابرې شوي دي .
دننګرهار ترڅنګ په کابل کې هم یو نړیوال لوبغالی جوړ شو، دغه لوبغالی چې په نړیوالو معیارونو برابر ده ، د ۱۵۰۰۰ سیلانیاو دکیناستلو لپاره ځای لري اود لوبو کولو لپاره چمتو دی .
همدا راز د ۲۰۱۱ کال په اوږدو کې په مزار شریف ښار او بغلان ولایتونو کې هم دکرکټ نوي لوبغالي جوړ شوي او اوس د شمالي ولایتونو لوبغاړي پکې خپل تمرینونه او سیالۍ کوي .
همدا راز په کندز کې د کرکټ لپاره دوه لوبغالي جوړ شول چې یو یې د کرکټ بورډ له بودیجې او دبل مالي لګښت په افغانستان کې دامریکا دخلکو دپرمختیایي ادارې له لورې ورکړل شو.
د لوبغالو ترڅنګ د ۲۰۱۱ کال په اوږدو کې په یو شمیر ولایتونو کې د کرکټ اکاډمیانې هم جوړې شوې او دتمرین کولو لپاره چمتو دي .
ددې سره سره په ټول افغانستان کې د هلو ځلو ورسته موږ په دې وتوانیدو چې تر ۱۸۰ جریبه زیاته ځمکه کرکټ بورډ ته پیدا کړو او د کرکت بورډ په نامه شرعي قبلې ورته واخلو، چې دغه کار د کرکټ څه چې د افغانستان ټولو لوبو په تاریخ کې بې ساری و.
په خوست ،تخار، کندز، مزار،کابل او سمنګان ولایتونو کې دکرکټ لپاره معیاري اکاډمیانې جوړې شوې.
په کابل کې د افغانستان کرکټ بورډ لپاره د دفتر جوړول هم ډیر مهم کار وه چې ما تر سره کړ، ځکه چې موږ به هر وخت تر پنځو زرو ډالرو هره میاشت د کرکټ بورډ د دفتر کرایه ورکوله.
په خوست ولایت کې مې یوه ډیره معیاري د کرکټ اکاډمي جوړه کړه، چې په یو وخت پکې دولس توپوهونکي لوبه کوي. همدا راز مې د اتصلاتو له شرکټ سره د دوه اېنډور اکاډیمیانو قرارداد لاسلیک کړ، خو بد بختانه چې زما ورسته په هغه کار پیل نه شو.
۶.په لومړي ځل مې د افغانستان په داخلي کرکت کې درې ورځنۍ لوبې پیل کړې چې په پښاور کې تر سره شوې، په هغه وخت کې ټول داخلي لوبغالي تر کار لاندې و نو داسې کوم ځای نه و چې موږ هلته په ښه توګه کرکټ کړی وای، نو هغه و چې د پښاور ټورنمینټ څخه د دولت ځدراڼ، همزه هوتک، ګلبدین نایب او ځینې نور افغان تکړه لوبغاړي رووتل او په ملي او نولس کلنو لوبډلو کې وخستل شول.
۷.راځم د افغانستان ملي لوبډلې لپاره چې کوم کارونه وشول یادول یې دلته ډیر ضروري بولم، په لومړي ځل زما په وخت کې د ملي لوبډلې لپاره زمینه برابره شوه چې پاکستان ته ولاړه شي او د پاکستان له الف لوبډلې سره درې یو ورځینۍ لوبې تر سره کړي او په تلویزیون په مستقیم ډول وښودل شي، چې ددغه کار پخوا چا فکر هم نه کاوه، له هغه ورسته د ملي لوبډلې لپاره په لومړي ځل زما او د کرکټ بورډ د کارکونکو په هلو ځلو د پاکستان ملي لوبډلې سره یوه نړیواله سیالي برابره شوه، له هغه ورسته د استرلیا ملي لوبډلې سره هم ورسته له هغه لوبه برابره شوه چې ما ورته یو ډیر په زړه پورې پشنهاد ولیږه، له هغه ورسته زموږ ملي، نولس کلنو او شپاړس کلنو لوبډلو د اسیا قهرمانۍ راوړې او همدا شان دواړو ملي او نولس کلنو لوبډلو وکولای شول چې نړیوال جام ته لاره پیدا کړي، زه دومره ویلی شم چې یو داسې رسمي ټورنمینټ چې افغان لوبډلې پکې برخه اخیستې وي نه ده تر سره شوی چې موږ دې بریا نه وي راوړي.
د ملي لوبډلې لپاره مې کبیر خان بیرته راوست، د پاکستان په داخلي لوبو کې زموږ یوه داخلي لوبډله ولوبیده (افغان چیتا)چې دا اسانه کار نه و، کرکت مې د پوهنې وزارت سره په رسمي کریکولم کې شامل کړ او همدا شان د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل یوه بهرنی لوبډله افغانستان ته راغله او په زړه پورې لوبې یې د جلال اباد په ښکلي فضا او لوبغالي کې تر سره کړې، چې هرې لوبې ته به تر پنځویشتو زرو زیات لیدونکي راتلل.
دافغانستان کرکټ بورډ دخپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو دانعکاس په موخه دیوې مجلې جوړول او چاپول پیل کړ، د دې ترڅنګ دافغانستان کرکټ بورد اداره په ځانګړې ډول د رسنیو څانګه په دې وتوانیده چې دافغان کرکټ په نوم ویبپاڼه او فیس بوک پاڼه جوړه کړي.
بل مهم کار چې زما د اجرایوي ریاست په وخت کې وشو هغه د ارشیف جوړول و، هغه ویاړونه او کپونه/ټرافیانې چې افغان ملي لوبډلې د دوه زره او دریم کال راپدیخوا ګټلې وې عیب وې، بل اخره زه په دې وتوانیدم چې د الله داد نوري څخه، له رایس احمدزي څخه، تاج ملوک عالم څخه او له محترم وزیر صاحب شهزاده مسعود څخه دغه کپونه او ویاړونه راټول کړم او ارشیف ترې جوړ کړم چې اوس هم ټول کرکت بورډ پرې ښکلی ښکاري، ددې تر څنګ مې یوه ډیره په زړه پورې کتابخانه هم چې د کرکټ په اړه پکې زیات شمیر کتابونه ځای پر ځای شوي دي هم جوړه کړه چې اوس هم په کرکټ بورډ کې موجوده ده.
له ټولو مهمه خبره چې په لومړي ځل مې د افغانستان د دوهمې درجې غوښتنلیک او پشنهاد د کرکټ نړیوالې شورا ته وړاندې کړ سره د هغه اسنادو چې دې دوهمې درجې لپاره ضرور دي او دغه سپورتنګ ډاکومینټس یا هغه اسناد چې دوهمه درجه غړیتوب پرې اخستل کیده ما په خپله او زما سره په یو استرلیاوې مشاویر جوړ او د کرکټ نړیوالې شورا ته لاس په لاس په دوبی کې ورکړل، چې په هغه وخت کې چې ما دغه اسناد د کرکټ نړیوالې شورا ته ورکول زما سره ډاکټر نور محمد مراد او بشیر ستاننکزی هم موجود و، او همدا شان مې ورته د ایمل له لارې هم دغه ټول اسناد ولیږل او له هغه وخته پرې کار روان و چې اوس په دوزره او دیارلسم کال کې پرې ډاکټر نور محمد کار نور هم ګړندۍ کړ او غړیتوب مو تر لاسه کړ.
دغه پاس څومره خبرې چې ما لیکلي، د یو یو ثبوت لرم او ټول په اثبات رسولی شم، خو بیا هم بدبختانه هغه د اجرایوي رایسانو د تګ او راتګ لړی بنده نه شوه او ان تر دې چې زاخیلوال صاحب استعفا ورکړه او تر اوسه بیا کوم اجرایوي رایس نه دی بدل شوی، داسې ورځ وه چې هیچ کوم مشکل نه و نو زاخیلوال صاحب راته زنګ وواهه چې تاسو سره د ټولې ادارې راشی چې د غرمې ډوډی مې درته تیاره کړې ده، نو زه هم خوشاله شوم سره د ټولو اداري کارکونکو د ماليې وزارت ته ورغلو، یو ښه بوفیټ سیسټم ډوډۍ يې تیاره کړې وه او ښه سمه مو وخواړه، د ډوډۍ خوړلو ورسته زاخیلوال صاحب سره د حامد شینواري راننوت او په خبرو یې پیل وکړ پداسې حال کې چې لږ وارخطا هم ښکاریدو او داسې یې وویل ( له سلام او نورو عمومي خبرو ورسته يې وویل چې زه د دانش کارونه ستایم او هغه ډیر ښه کارونه د کرکټ بورډ ادارې لپاره وکړل او زه ترېې مننه کوم، خو دا چې اداره ورځ په ورځ غټیګي او پړسیږي نو ددې لپاره دده پرځای حامد شنیواری د رایس په توګه معرفي کوم او دانش به يې مرستیال وي) نو پدې ځای کې مې ځان کنترول نه کړای شو او ورته مې وویل چې محترم وزیر صاحب، دا څنګه بدلون و، دا څنګه په سپینه ورځ کودیته وه، ولې؟ د یوه اجرایوي رایس په توګه مې دا حق نه درلود چې زه دې خبر کړی وای؟، ما به استعفا ورکړې وه، ما به په ډیر مینه ستاسو خبره منلې وه، تاسو زه اجرایوي رایس ټاکلی وم او که تاسو د اداري اصولو په رڼه کې بې لدې چې ما کومه غلطي کړي وي هم تاسو راته ویلي وای نو ما به استعفا ورکړې وای، زه د کرکت بورډ د اجرایوي ریاست وږی نه وم، او نه مې ستاسو په کومه فیصله کې خبره کوله، خو دا طریقه یې ډيره غلطه ده او دا چې ته د یو وزیر په توګه داسې کارونه کوې نو نور چارواکي خو ګرم نه دي، نور مې ورزیاته کړه چې زما کارونه د لمر په څیر روښانه دي، او تاسو باید ما ته دلته یو میډال او یا ستاینلک ایښی وای او ماته مو په عزت سره ویلي وای چې نوره ستاسو بس ده.
اوس چې په اداره کې د زاخیلوال له استعفا ورسته یو اجرایوي رایس راغلی او تر اوسه په دنده پاته دی ډیر یو نیک او دکرکټ په ګټه او په ښه اینده کار روان ده، چې زه د محترم وزیر صاحب شهزاده مسعود ددغه ګام ستاینه کوم او په دې کې د افغانستان د کرکټ اینده ګورم، ځکه که چیرې یو اجرایوي رایس ورسته له هغه چې اداره یې سمه په معیار او په لاسته راوړنو روانه کړي وي له دندې لرې شي نو د هغه ټول پلانونه له منځه ځي او نوی اجرایوي رایس خپل نوي نور پلانونه جوړي چې له دې سره عمومي کرکټ ته تاوان رسیږي او خنډونه ورته پیدا کیږي، زما په اند همدا اوس د محترم شهزاده مسعود په مشری او د محترم ډاکټر نور محمد مراد په اجرایوي ریاست کې اداره یو ځل بیا ډیره سمه روانه ده که خدای نه خوسته هغه د زاخیلوال صاحب لوبې پکې پیل شي نو کرکټ به بیرته شته لاسته رواړنې له لاسه ورکړي او یو ځل بیا به نندرۍ زور واخلي.
زه نه غواړم زما هغه تریخ حقیقت نور هم ورزیات کړم چې زما سره نور څه وشول او تر اوسه راسره کیږي او بیا ما د هغه خلکو سره چې زما سره يې زیاتی کړی و څه وکړل، په هر صورت چې څوک دغه فکر ونکړي چې دانش به خفه وي چې دنده يې پریښي ده غواړم یو څو ټکي نور هم زیات کړم، زه له پخوا څخه چې د کرکټ بورډ اجرایوي رایس وم زیات ارامه یم او که ډیر راباندې زور نه شي بیرته اجرایوي ریاست هم نه کوم، خو له بیرون څخه او یا د کرکټ بورډ په کومه رسمي دنده کې چې ما ته ضرورت وي ددې لپاره خدمت کوم چې د کرکټ سره مینه لرم او دغه لوبه چې افغانستان يې په نړۍ کې په یو ښه نوم یاد کړی رانه خرابه نه شي، شاید چې د خرابیدو په حالت کې بیا هم راودانګم او له کرکټ بورډ او هغه اشخاصو چې کرکټ بورډ ته وفاداره دي د خپل وس مطابق کلکه دفاع وکړم.
یو بل زیرۍ هغه د کرکټ مینوالو ته ورکوم چې انشاالله په ډير لنډ وخت کې به یوه بله لیکنه وکړم چې (د کرکټ بورډ اداره څنګه پر مخ ځي او څنګه اداري سیستم لري) هیله لرم چې یو څوک به ترې یو څه اداري کارونه هم زده کړي او پوه به شي چې یوه اداره او په ځانګړي ډول د کرکت بورډ اداره څنګه پر مخ ځي، شاید هغه خلک چې فکر کوي دغه اداره به اسانه پرمخ ځي هم معلومات تر لاسه کړي او هم هغه خلک چې فکر کوي چې دا به ډیر سخت او مشکل کار وي هم یو څه زهن خلاص شي.
مننه ستاسو ورور