مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-11-13   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

يودوستانه وړانديز

حبيب الله غمخور

همدا نن  مې دازادی راډيو په پښتو ويب پاڼه کې ولوستل  : وروسته له هغې چې د ملي شورا ځینو غړو او یو شمېر سیاسي څیرو د مشورتي لویې جرګې د اجنډا په اړه شک څرګند کړ، ولسمشر کرزی وایي چې په دې جرګې کې به یوازې د امنیتي او دفاعي سند په اړه سلا مشوره وشي .ښاغلي  کرزي ویلي دي چې؛ مشورتي لویه جرګه یوازې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند لپاره بلل کیږي .
تردې خبر وروسته کوم معلومات چې ماترلاسه کړئ دارگ ددېگدان چاپيريال ديوشمير عينو مسائيلو،ددوي په وړانبدي ملي ستونزو دعام ولس دنبض په نظرکي نيولو اودرک  سره دې نتېجې ته رسېدلي چې دامشورتی جرگه چې دوي ورباندي مشورتی لويه جرگې نوم اېښې، يوازي پر يوې خبري دبحث اوهغه دامريکاسره دامنيتی اودفاعی تړون دسند دمنلو اويانه منلو پرسره دغونډې دبرخوالونه دمشورې اخيستلو لپاره دادرې زره کسيزه غونډي ته  رابلل سوې دي.
زماله نظره داناسته که دمشورتی غونډي پټه نوم يادسی ډيربه پر ځاي وې ځکه داساسی قانو ن له مخې جمهوررئيس واک لري ديوشمېرمسائيلوپه هکله دولس سره مشوره وکړي .خودغه مشوره کولوپروسه  اويادلويې جرگې راغوښتل بېل  بېل مبحثونه دي  ،لويه جرگه لويه جرگه ده اومختاړُي ياوروستاړي دقانون څخه اودلويي جرگې له تعريف اوتاريخي دريڅ څخه سرغړونه ده . ځکه خومادامريکاسره ددفاعی تړون پر سرهمشوري دغونډي نوم ورباندي کښېښود،غونډه کېداي سي لويه اويا وړه وي ،غونډه هم ځو ورځې دوام پيدا کولاي سي اوکنفرانس هم.
زه فکرکوم چې زموږ هيوادوال بايد امريکااونړيوالی ټولنې سره دخپلو دوامداره اړېکودقانونی کېدولپاره تر هر څه اودبل هر بېگانه احساسی اوياددوي داجنټانوپه هر نوم اونښان چې وي  دخپل هيواد راتلونکې اوملي گټې دتعقل ، پوهی اوملي هوښيارۍ په ترازوکي وتلي .دې ټکی ته په جدې بڼه دهيوادوالو،ځوانانو،اوسياسيونو نظراړول غواړم چې تراوسه پدې احساساتی خبرو،شعارونو،پېغورونو،په دروغجنو الفاظو،دچانوم به توراودچاپه زرينوکرښو وليکل سي دهيوادپر څوزره کلن تاريخ سوداگريو باندي زموږ زورېدلۍ ولس  ونه غولېږي . داکسان دبهرنيانوڅخه د امتياز داکه مالي ،مادي  اويامعنوی وي ترلاسه کولو لپاره دمخالفت ږغ پورته کوي . يوشمير بيادهمدې قرارداددپلويانولخوا هڅول کيږي ترڅودموکراسی پرې تمثيل کړي اوددې ترڅنگ پاکستان ،ايران  اويوشميرنور هغه هيوادونه چې يو غښتلی افغانستان ورته په سترگه کي اغظۍ دۍ په هيڅ صورت زموږ دهيواد،په تکرار وايم زموږ دهيواد، دنړيوالو اړېکو اودنړيوالو قراردادونوپر بنياد داوږدې مودې لپاره مناسباتو ټينگولوسره دخپلوافغان دښمنو  موخولپاره علاقه نلري . ددې جملې نه يوشمېرئي په خاص مهارت اويوڅو ئي بيالکه ايراني اخوندان اوپاکستانی جنرالان بربنډخپلو اجنټانوته دنده سپاری چې همدا مو وخت دئ ، خپل قوت موږ ته را ښکاره کړُئ چې تاسو په خلکو کي څومره نفوذ لرئ اوله هغه نه زموږ دهداياتو اودرسپارل  سوو وضاېفودسرته رسولولپاره څومره اوپه څه ډول  استفاده کولاي سي .دابايد حيرنکړوچې نه ايرانی  اونه هم پاکستانی چارواکي زموږ ددې نړيوالو اړېکودټينگېدوپلويان دي .پدې هکله هر ډول تبصره اوڅېړنه دليکوال او لوستونکو دوخت ضايع بولم.
زه پردې مسله ژوری خبري ځکه نکوم چې دا څومياشتی په ځانگړې توگه داڅو اونۍ چې دولت ورته لويه جرگه وايي راغوښتلو،دهغې پر قانوني کېدو،قانونی اړتيا،قانوني صلاحيت اونوروبرخوباندي  دډله ايزورسنيوپر ميزپردې مثبتی اومنفی ډيري خبري سوی .خو ديوه افغان په توگه  مې يوازنۍ خواهش اوغوښتنه  دټولو نه داده چې هرڅه په دروغجنو احساساتواوبې ځايه اوغيرمستند تاريخي پاڼوکي مه را پېچۍ .
که روڼ اندي ځان بولئ اوياپه بل هرنامه ددې وطن سره خواخوږی لرئ نوزماله نظره ددې ښعارونودتکرارغوږوته رسولونه جدی ډډه وکړئ ،کوم چې زموږ هيواد او ولس نه يوازی داچې دټولی نړۍ نه پدې حساسو اوبرخليک ټاکونکو شرايطوکښي بېگانه کوي اوپروړاندي ئې دنړوالی ټولنې دعامو خلکو سوالونه راپيداکوي ډډه وسی . اودبلې خواپدې په اصطلاح خيرخواهانه او وطنپرستانه شعارونوزموږ هيواد يوځل بيا ،جنوب ،جوب غرب ،مرکزی سيمی دپاکستان اوشمالی سسيمي ددوومرکزي  دولايتوپه گډون ايرانی اخوندانودبزکشۍميدان گرځول به لويه جفاسوي  .
خپلې خبرې پدي ټکي رانغاړم چې له ۱۹۹۲ کال راپدې خوا ټول حوادث بايد ددې نوومسائيلو دپرېکړي په هکله   له نظره تيرکړئ .له ۱۹۹۲ کال نه تر ۲۰۰۱ کال پورې په افغانستان کي همدې دوولعنتی گاونډيوچارواکوداملک داسلامی اخوت په نوم اوپه بيلو بېلو نورونومو دافغان وژنې دېگدان دومره تود کړئ ووچې دنړۍ په تاريخ کښي ئي ساری نسته .
ايادا ښاغلي بيا غواړی پدې دېگدان کي داپټه ته کسان وريت کړی ؟؟؟ ايا ددې تظمين داښاغلی چې په عجيبو اوغريبو شعارونوزموږ ولس دنړيوالی ټولنې پر خلاف راپاروی کولاي سی  ، چې بيابه ددوي همدا باداران  زموږ دولس دکهولی پردېگدان زموږ دولس دوينو اوسرپه قيمت دخپلو موخودېگونه نه پخوئ ؟؟؟
 هيڅکله هم نه ،ځکه داښاغلی موږ  پېژنواو دهمدې هيوادوسره ددوي ټولي پټې اومرموزی اړېکي راته لمر غوندي روښانه دي ،کنه يا بسم الله ،راسۍ چې ترهرڅه  لمړی په يوه نړيوال ډگرکښي دټولو اړېکو اوهڅوسپيناوی سره وکړو.
يوازنۍ هيله مې داده ،که يوڅوک ځان افغان بولي نورداوطن دخپلو او افغان دښمنو بادارانودموخوپه دېگدان کي وريت نکړي.دنړۍله هرهيوادسره هراړخيزی اړېکي دملي موخواوگټوپه ترازوکي وتلونه دبيگانه په تله کي.

ومن التوفيق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery