زموږ کړيدلی هېواد چې د څو لسيزو پرلپسې کړاوونو او غمونو وروسته په ۲۰۰۱ کال کې د ولسمشر حامدکرزي تر مشرۍ لاندې د يو مشرلرونکی هېواد شو، نوی اساسي قانون جوړ شو، په نوې جوړه شوې اداره کې د جهادي مشرانو پرته نورو قشرونو ته هم ځای ورکړل شو، د قومونو تر منځ فرق له منځه ولاړ او حتی ترټولو لوی قوم پښتون خو يو څه د پامه هم وغورځول شو.
په لومړيو وختونو کې چې د ولسمشر حامدرکزي موقته او انتقالي دوره تېره شوه، ډېری خلکو په ورين تندي حامدکرزي ته پدې خاطر رايه ورکړه، چې و به کولای شي، کړيدلی هېواد له کړاوونو څخه وژغوري، او دې مظلوم ولس په سر د رحم لاس کش کړي، که څه هم حامدکرزي تر ډېره بريده هڅه وکړه، چې همداسې وکړي او نړۍ ته ثابته کړي، چې افغانستان اوس هم د کار سړي لري او داسې څوک يې د مشر په توګه ټاکل شوی چې د ولس غم ورسره دی، مګر متاسفانه چې مقننه، قضايه او اجرايه قوه د داسې چا په لاس وغورځېدله چې په دې هېواد کې مېشت ټول قومونه ترې سر ټکوي او ان چې چغې ټولې نړۍ ته د رسنيو له لارې ورسيدلی، خو نه یوازې دا چې دا ستونزې حل نشوی، بلکه هېواد له نویو بحرانونو او کړاوونو سره مخ شو.
مقنینه قوه کې د څو مشخصو کسانو پرته نورو ټولو يې په چور چباول لاس پوری کړی، او د پيسو په مقابل کې غيرقانوني کړونو د کولو لپاره هم غاړه ږدي.
اجرايه قوه، چې په راس کې يې وزیران، لوی رئيسان او معينان دي، د دوی خپلمنځي ستونزې دومره ډېرې دي، چې وزیر د معين په خبره نه پوهېږي او معين د وزیر احکامو ته غاړه نه ږدي.
قضايه قوه که خپل کارونه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تر نامه لاندې چې څنکه يې نوم اسلامي دی همداسې اسلامي فصيلې وکړي، نو خلک به صحرايي محکمو ته غاړه نه ږدي او نه به د دولت په خلاف وسله پورته کوي، څه چې هم ورانکاري کېږي اجرايه او قضايه قوه يې د مقنينه قوې د ویرې نه شي پلي کولی ځکه چې هلته ناست خاماران بيا ورڅخه څوکۍ اخلي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ چارچاپيره داسې پاټکونه پراته دي، چې سړي ته د تېريو لسيزو خيالونه تازه کوي، چې قدم په قدم به د لويو لارو په سر پاټکونه پراته و او هر چا به ځينې د حق په نوم څه غوښتل، دا پاټکونه د روابطو، زر او زور په پايه څرخېږي او هغه څه چې لازمه ده ولسمشر ته نه رسيږي.
۱): سره لدې چې حامدکرزي، د داخلې او کورنيو چارو وزیرانو، د ملي امنيت لوی رئیس، قاضي القضات، لوی څارنوال، وزیرانو، معینانو، وکيلانو او رئيسانو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تر نامه لاندې په سترکتاب قران عظیم الشان قسم کړی او دا تعهد يې کړی، چې دوی به هېشه ولس ته خدمت کوي او د ولس په خیر به يې هر کار تمامېږي، مګر متاسفانه چې هر څه برعکس دي، په کابل او لویو ښارونو کې فحشا او شراب خوري زيات شوی، هغه څوک چې ضمير ولري، د داسې حالاتو ليدل نشي زغملی، دې حالتو بيا په کابل کې دومره زور اخيستی، چې د اروپا څخه قدم مخ ته روان دی.
امنيتي ارګانونه د شپې له لوري په نشو کې ډوب پراته وي، وزیران او وکیلان يوځای بيا د شراب خورۍ او فحشا پروګرامونه جوړوي، حتی چې د نورو هېوادونو څخه شراب په فرمايش راغواړي، د دې حالاتو په ليدوداسې انګيرل کېږي، چې شايد دا په اساسي قانون کې کومه ماده وي، ولې ولس به ترې ناخبره وي، او که داسې نه وي نو بيا يې ولي چارواکي مخه نه نيسي.
هغه څوک چې پدې محافلو کې ناست وي، هماغه بيا په ټولو اوموراتو کې مخکښ رول لري، دوی که وغواړي چا ته دام کښېږدي او له دندې يې ليري کړي، په همدې محافلو کې تصميم نیسي، په دريو څلورو لارو دا خبر ولسمشر ته رسوي او بيا کرزی همدې ته اماده کوي، چې په نښه شوی شخص له دندې ګوښه کړي.
۲): په وزارتونو او مستقلو لویو رياستونو کې تر ټولو لويه ستونزه هغه د څوکۍ خرڅولو ستونزه ده، دوی چې وغواړي د کومې څوکۍ قيمت لوړ کړي او بيا څوکۍ خرڅه کړي، لومړني شخص ته توطيه جوړوي او بیا يې له دندې کوښه کوي، مخکې له دې چې محمدعمرداودزی د کورنيو چارو وزارت ته لار پيدا کړي، د دې وزارت اړوند ټولې څوکۍ په پیسو خرڅېدې، ولي ليدل کېږي، چې اوس يو څه بدلون راغلی او د دې تجارت مخه په کورنيو چارو وزارت کې نيول شوې.
۳): په ټولو ادارو کې کارونه په ټپه ولاړ دي، هر وزارت، رياست او حتی که د چارو ادارې ته مراجعه وشي، مراجعين سروهلي ګرځي، دومره څوک نشته چې اواز يې واوري او د کار د خلاصیدو سمه لار وروښايي، يوازې چای څښل او په لوړ اواز خندا د ټول ادارو په څلورديوالۍ کې ځای لري.
۴): عجيبه خو لا داده، چې په رياستونو او وزارتونو کې لسګونه کسان د مشاورينو په نوم ډالري معاشونه اخلي، همدوی بيا خپلوان مقرروي، کار اهل کار ته نه سپارل د همدې ځای څخه شروع کېږي، پدې فکر کې هم ندي، چې افغانستان په نوم هم کوم هېواد شته او کنه.
د دې ترڅنګ ځیني نور کسان چې د کارپوهانو او تحليلګرانو په نومونو يادېږي تصويري رسنيو ته لار موندلې او په ډېری بحثونو کې ګډون کوي، او د هغه چا په خلاف خبرې کوي، چې ګمارل شوي وي، ځني مشاورين د وزارتونو څخه معاشونه لري، چې د بحثونو په جریان کې د وزارت په ګټه تبليغ وکړي.
۵): تر ټولو زياتې ستونزې په هېواد کې مقنينې قوې جوړې کړي، دوی چې وکيلان دي، ځانونه او کورنۍ مسوونې بولي هر هغه کار چې غير قانوني وي، دوی يې د پيسو په مقابل کې خلاصوي، زيات شمېر مامورين د دوی په هجرو کې ناست وي، څوک تقدير شي اوځیني نور تهقير، فکر بايد پدې وشي، چې ځني مسوولين کله د امنيتي ځواکونو پرځای د دی چې د وزارت له لارې تقدير شي، د دوی دفترونو ته ځي دوی ورته د رسنيو په مخ کې تقديرنامې ورکوي، تر شاه یې ډېرې نورې خبرې پرتې وي، چې رسنۍ ترې ناخبره وي. لکه د همدې مسوولينو له لوري وکیلانو ته اضافي سرتيري ورکول، د وکیلانو فرمايشونه منل او داسې نور... همداء لامل شي، چې په تقديرنامې ووياړل شي.
وزیران او مسوولين زيات وخت په ملي شوراء کې تېروي يا عمومي غونډې ته دمیز ترشاه ولاړ وي خبرې کوي او يا بیا کوم کمېسيون ته غوښتل شوي وي.
هر چارواکي چې خبرو ته پورته شي، پيل په څو مبارکو اياتونو کوي، په خبرو کې د افغانستان څخه مخ ته او شاته کړيدلي، ځوريدلی، مظلوم، ګران او نور نومونه اخلي، ولې په عمل کې نه ورته ګران دی، نه ورته کړيدلی ښکاری، نه يې ولس ورته مظلوم ښکاري، او نه دا خاوره ورته ځورېدلی ښکاري، ځکه چې دوی په خپلې اينه کې نورو ته ګوري، دوی داسې فکر کوي، چې دوی څومره اسوده او ارام دي همدومره به ولس هم ارام او خوشحاله وسي.
په دې حساسو شیبو کې چې له يوه لوري امريکا سره د امنيتي تړون موضوع، بل لور ته د ولسمشرۍ ټاکنو او بل لور ته د ځواکونو د قدرت انتقال موضوع ده، که حالات همداسې دوام وکړي، ليري نه ده چې هېواد به له اداري او اقتصادي نه خلاصېدونکي بحران سره مخ شي او دې بحران به يوازې د داخل څخه سرچينه اخيستي.