پوهندوی جنرال ګل احمد((مددزی))
انسان چی بی ضمیره شی شیطان تری نه بهتردی زعیم چی بی تدبیره وی حیوان تری نه بهتردی
کوم انسان چی هره شیبه پخپلوکړووړوکی دوجدان عذاب ته پام نه ساتی ، نو ضمیر یئ بیده دی اوکه هره شپه دبیدیدوترمخه،وجدان ته دخپلواعمالوحساب ورنکړی ، نودضمیرپه ناروغی اخته دی اوکه دوجدان عذاب نه پیژنی ، نوضمیریئ مړدی . په یو هیوادکی دپورته دری ډوله انسانانو ، دکتنی وړشمیرموجودیت ، دوګړونیکمرغی ګواښوی اوکه چیری داډول اشخاص ، په تیره بیا ضمیرمړی ، دهیوادمشران اوسیاستوال وی ، نوهغه هیواد ، هرومرود سترو بدمرغیواوحتی بربادی سره مخامخ کیږی .
زمونږپه هیوادکی دکلونو راهیسی یوشمیرسیاستوالوهڅه کړی چی دبهرنیوهیوادونوپه مرسته ، ځان دافغان اولس مشرتابه ته ورسوی اوپه بدل کی یې دافغانستان خاوره دهغو په اختیارکی ورکړی اویوشمیرنوروبیادخپلوګټوپه اقتضا دهمدغوپردی پاله،ځان غوښتونکو واکمنانو په خپل منځی شخړوکی دمنافقت لارنیولی اودهغوی په جرم کی یې ځان شریک کړیدی . ددی شرموونکو سیالیوپه پایلهکی، د(۱۹) پیړی په اوږدوکی، دمرحوم تیمورشاه د (۳۳) زامنواودمرحوم سردارپاینده خان د(۲۱)زامنواود(۱۱۴)لمسیانواوکړوسیانوترمنځ ، دخپلوشخصی ګټودساتلوپه غوبل کی ، دافغانستان دخاوری ډیری برخی نوروهیوادونو،اوپه تیره بیا برتانوی هندحکومت ته پریښودل شوی اوحتی ورکول شویدی. [خراسان په ۱۸۰۳ کال کی ایران ته / داټک قلعه په۱۸۱۲کال ، ملتان په۱۸۱۸کال ، کشمیرپه۱۸۱۹کال ، دیره غازی خان اودیره اسماعیل خان په۱۸۲۱کال اوپشاورپه۱۸۲۳کال کی دهغه وخت دپنجاب دسکانوحکومت ته / سند په۱۸۴۳کال کی ، بلوچستان د۱۸۵۴څخه تر۱۸۷۶ کلونوپه اوږدو کی ،دپوشنج څخه ترکوژک پوری اودشال،کورم اولنډی کوتل سیمی د ګندمک دتړون په اساس په ۱۸۷۸کال کی ، دصوات ، باجوړ، وزیری ، ارنوی ، داوړچاګی اوچمن سیمی دډیورنډ دتړون په اساس په۱۸۹۳ کال کی برتانوی هندحکومت ته / سیستان په۱۸۷۲کال د انګلیسی حکم هیئت لخوا ایران ته اودپنجده سیمه په۱۸۸۵کال کی دروسیی تزاری دولت ته]
دشلمی پیړی دوروستیودوه لسیزوڅخه بیا ترننه(۲۰۱۳کال نوامبر) په هیوادکی داسی د قدرت لیونی ، ځان پلورونکی اوپردی پالونکی سیاستوال پیداشول چی دپاچاهی دنوم دګټلو لپاره حاضرووچی دهیوادخاوره ،دهرهغه بهرنی دولت په اختیارکی ورکړی،کوم چی واک ته یئ ددوی په رسیدوکی مرسته کولای شوه .ددی خبری دثبوت لپاره کافی ده چی دمرحوم محمدداودخان دولسمشری په مهال ، دپاکستان دولت ته دیوشمیرښیئ اړخوګوندونودمشرانودتښتیدلواوله هغه ځایه د ای.اس.ای په لارښوونه دافغانستان په خاوره دبریدونواوورانکاره عملونوسرته رسوولو ، د۱۳۵۷کال دغوایئ دمیاښتی د(۷)نیټی دکودتا وروسته،دافغانستان دخلکودموکراتیک ګوند لخوادشوروی اتحاد دولت ته دپراخی لاسوهنی د زمینی برابرولو او دنوموړی ګونددځینوغړولخواد۱۳۵۸کال دمرغومی په(۶)نیټه په افغانستان باندی دشوروی اتحاددپوځی یرغل سره مرسته کوولو، د۱۳۷۱کال دغوایئ دمیاشتی د(۸)نیټی وروسته په افغا نستان کی د پاکستان اوایران سره یوځای دیوشمیرنوروهیوادونودجاسوسانو،قوماندانی غوبل جوړولواوورپسی دطالبانوداسلامی تحریک په وجودکی دپاکستان پټ اشغال سمبالونه چی د۱۳۸۰کال دتلی په (۱۶)نیټه یئ په لومړی سرکی دامریکی دمتحده ایالاتواوبریتانیا د پوځی برید لپاره لاره هواره کړه اووروسته یئ دکمک اوهمکاری ترنامه لاندی ، دملګرو ملتونودامنیت شوراد پریکړی پربنسټ،دناتودغړوهیوادونو، پوځی حضورخوندی کړی اوبیا تر ننه پوری دنړی دلس ګونودولتونوداستخباراتی سیالیوپه تمرین ځای باندی دافغانستان دبدلولو څخه یادوونه وکړو.
دهمداشان سیاستوالودواکمنی په پایله کی،افغانستان اوس په داسی وران ویجاړهیوادبدل شوی چی دژوند په هیڅ یوه برخه کی دخپلواړتیاوودپوره کوولوتوان نلری اوددی توان د پیداکوولولپاره ،تراوسه کومه اغیزمنه لاره چاره لټول شوی نده اوزمونږسیاستوال نن هم پدی بوخت دی چی خپلوبهرنیوملاتړکوونکوته یوتربله،ځان ښه ژمن اوسرښندونکی ثابت کړی . پدی کی شک نشته چی دتیر وخت څخه درا پاتی بدمرغیودمسولیت اصلی پړه ، د وخت دمشرانوپه غاړه ده ، خودا پدی معنی نده چی نوربرخه وال اوحتی عام اولس ،خپله برخه مسولیت هم ونه منی. ښه اومنصفانه خوداده چی هرافغان دخپل ضمیرسره پدی هکله پریکړی وکړی چی دهغه مقام اوامکاناتو په اساس چی دافغان اولس په نوم یئ ،پخپل وخت کی ترلاسه کړیدی، دخپل هیواد لپاره یئ بایدڅه کړی وای؟ څه یئ کولای شول ؟ اوڅه یئ وکړل ؟ ددی پرته دیوبل ملامتول اوخپلوناوړه کرواړوته دتوجیهاتواو بهانولټول ، فقط د راتلونکونسلونودذهنیت خرابول اودشرموونکی غمیزی اوږدول دی. له همدی کبله اړینه بریښی چی ددی کړکیچنی غمیزی دسریال پای ته رسیدلی برخی پریږدواو دملی ګټو په اډانه کی دخپل هیوادراتلونکی ته،په پوره ځیرکی سره پام وساتو.
دولس کاله کیږی چی دنړی څه دپاسه څلویښت هیوادونه ، افغانانوسره دمرستی ترنامه
لاندی دافغانستان له خاوری څخه،پخپله خوښه اووړیا ګټه اخلی اوهریویئ دتوان سره سم، دخپلی خوښی نظا می اواستخباراتی ازموینولپاره کاروی . مګر دتیریونیم کال را هیسی د امریکی متحده ایالاتواویوشمیرنوروهیوادونوداخبره توده کړی چی د۲۰۱۴کال وروسته په افغانستان کی دخپلوپوځی ځواکونو داوسیدوپه اړه، دافغانستان له دولت سره،دنړیوالوحقوقی موازینو له مخی،ددوه اړخیزوتوافقاتوبنسټ کیږدی . دستراتیژیکومرستودتړونونوپه نامه، د افغان واکمن سیاسی دلګی اویوشمیرنوروسیاسیونو،دخبری اوتوبوتوبازارښه توددی ، خوتر دی شیبی ، هیڅ یوه دا پوښتنه نده کړی چی افغانستان په تیرودولس کلونوکی دولتی واکمنی نلرله چی دنړی هیوادونوورسره دنړیوالوحقوقی موازینوپه بنسټ چال چلند کړی وای؟ ایا د افغانستان دخاری څخه دبهرنیوهیوادونواستفادی ، ددی ارزښت نه درلود چی دافغان دولت څخه یئ موافقه اخستل شوی وای ؟
ترنن ورځیددی پوښتنودنه پوښتلودلیل روښانه دی او هغه دا چی دپورته پوښتنو مطرح کول ، دملی ګټوساتونکی اودهیواد لپاره سرښندونکی ،سیاستوالوغواړی ، نه دهیواددبربادی په بیه دخپلو شخصی ګټوخوندیکوونکی اوپردی پالونکی تش په نامه مشران!
دهغه څه لټون چی دزمانی څرخ وړی دی ، هسی دوخت ضایع کوونکی تسلایئ هڅه ده چی دکوم درد درملنه نه کوی . له همدی امله ټولوهیوادوالواوپه تیره بیا سیاستوالوته پکارده چی دتیروسره مسولیت منونکی مخه ښه وکړی اودنن،سبا اوراتلونکی په خاطر،خپلــی شخصیاوګروپی ګټی پریږدی اودملی ګټوپه اډانه کی،په ژوندی ضمیر اوپه هراړخیزه سنجول شوی تدبیر، ملی اونړیوال سیاسی چال چلند ته تیاری ونیسی . دلته به بیځایه نه وی چی دلومړی بیلګی په توګه ،دورځنی سیاست ترټولومهمی موضوع یعنی دافغانستان اودامریکی متحده ایالاتوترمنځ د امنیتی تړون په باب ،دهیواددملی ګټوله اړخه، نظرواچوو.
دسیاسی اونظامی ارزښت له پلوه ترهرڅه دمخه دیادولووړده چی ،دزرګونوکیلومتره لیری واټن څخه،دافغانستان خاوری ته دامریکی دمتحده ایالاتودپوځیانوراتلل، په ډاګه کوی چی امریکایئان دافغانانوڅخه زیات ،نوموړی تړون ته اړتیا لری. دی ټکی ته په کتوسره پکار ده ،چی افغانان په ډیری هوښیاری ، دخپلوملی ګټواقتضأت ،دامریکایئانوپه اړتیا کی داسی راونغاړی ،چی سیاسی منطق اونظامی ارزښت یئ ،پوښتنه زیږونکی نه وی.هرډول ناوړه بیړه اوتأخیر، په تیره بیا چی دتعلل په بڼه ،دشخصی غوښتنورنګ اوبوی ولری، نه یوازی عاقلانه کارندی، بلکه شونی ده چی دهیواد ملی ګټوته تاریخی خیانت وی. اړینه ده چی دتړون مینځ پانګه دژبنی اوحقوقی قواعدوپه اساس وارزول شی .
که دنړیوالومنل شووحقوقی موازینوله مخی، په افغانستان کی دامریکایئ پوځیانو دارتکابی جرایمو دکشف، تحقیق اومحاکمی موضوع وڅیړو،له ورایه جوتیږی چی دقضایئ مصونیت داصطلاح، په کارونه کی موخه ایز تضاد نغښتی دی.ځکه چی دقضا وجودی فلسفه ،دعدالت خوندی کول دی او قضایئ مصونیت، دعدالت څخه انکار افاده کوی. همدا شان دقضا یئ صلاحیت داصطلاح څخه استفاده په ځای نه بریښی،ځکه چی د عملی اړخه متنازع فیه(ددواړودولتونوپه جزایئ قوانینوکی دجرمی اعمالودپیژندنی په باب څرګند توپیرونه لاینحله عملی ستونزیزیږوی) اوداصولی اړخه نیمګړتیا(دعدالت د قربانی کیدوخطر)لری.پدی اساس اړینه ده چی په تړون کی، دعدالت دخوندی کولواصل ته داسی هر اړخیزه پام وکړوترڅوهرجرم پخپل وخت کشف اومرتکب یئ دلازموڅیړنووروسته د عادلانه محکمی له لاری ،په قانونی جزا محکوم شی. دی موخی ته درسیدو لپاره ،د موضوع دوه اړخونه دڅیړنی وړدی: لمړی دجرمی عمل پیژندنه اودهغی دجزا ټاکل (چی د جزا په قانون کی تسجیلیږی) اودوهم دجرمی پیښی کشف،تحقیق اومحاکمه(چی دجزایئ اجراتوقانون یئ تنظیموی). ددواړواړخونوپه پام کی نیولوسره، ایجابوی چی په تړون کی د امریکا یئ پوځیانوهرهغه عمل جرم وګڼل شی،کوم چی دافغانستان جزایئ قوانینو، جرم پیژندلیاوجزا یئ ورته ټاکلی ده او دهمدغو جرمی اعمالو تحقیق،تعقیب اومحاکمه دی د امریکی دمتحده ایالاتوعدلی اوقضایئ ادارو ته وسپارل شی.ددی پرته امکان لری چی عدالت ددواړودولتونولخوا وننګول شی.پدی معنی چی که دجرمی عمل تثبیت اودهغی عدلی اوقضایئ تعقیب یولوری پوری اړه ولری، نولمړی خو ددواړو دولتونوترمنځ ،داقتصادی، فرهنګیاودینی توپیرونو په اساس دقوانینواختلاف ،دجرم دپیژندنی اوتثبیت ستونزهراپیدا کوی اوپه دوهم قدم کی، د عدالت دقربانی په بیه،دخپلووګړوڅخه دملاتړستونزه رازیږوی.
په تړون کی داقتصادی مرستی دشرطونوپه ځای،غوره ده چی داقتصادی ارزښت په اړه فکروکړو. دخنداوړبریښی چی یوشمیرهیوادونه،افغانستان ته دخپلوڅوملیارده ډالرو مرسته یادوی،خودی ته هیڅ پام نکوی چی په تیرودولس کلونو کی ټول هغه هیوادونه چی په افغانستان کی پوځیان لری،دافغانستان له خاری څخه داستفادی له درکه، په لس ګونو ملیارده ډالره ،دافغان اولس پوروړی دی.ددولس کلونوراهیسی دافغانستان(۴۲)میلونه هکتاره ځمکه اوټول هوایئ قلمرواوهوایئ ډګرونه ددوی په اختیارکی دی اوافغان دولت ددوی په کنترول کی دخپلی خاوری څخه ګټه اخیستی ده. که دیوهکتارڅخه کلنی استفاده په زرډالره حساب کړو، نودهرکال له درکه(۴۲)ملیارده ډالره ،چی دولس کلن مجموعی رقم یئ د(۴۰۰) ملیارده ډالروڅخه اوړی،دافغانانو پوروړی کیږی.پداسی حال کی چی دافغانستان ددولتی بودجی له لاری، ددوی ټولی مرستی(۱۸) ملیارده ډالروته نه رسیږی اوهغه پیسی چی دوی دخپلوموخولپاره پخپل لاس په افغانستان کی مصرف کړیدی اوافغان اولس ته یئ په سلوکی لس ګټه نده رسیدلی،ددوی پخپل حساب ټول ټال ،(۱۰۰)ملیارده ډالره نه جوړوی.دلته د یادونی وړده چی افغانان يوازی دهغوهیوادونوداقتصادی مرستواحسان من دی،کوموچی د نظامی حضوراواستخباراتی موخوپرته له افغانستان سره مرستی کړیدی.
که دپورته عمومی محاسبی څخه تیرشواودافغانستان په شاوخوا سیموکی دهمدغوبهرنیانود پوځی استفادی چال چلند ته وګورو،نوبیا هم دوی دافغانستان پوروړی پاتی کیږی.ښه بیلګه یئ دقرغزستان دماناس له هوایئ اډی څخه دامریکی دمتحده ایالاتو د استفادی تړون دی.دامریکی متحده ایالات دقرغزستان دولت ته ،دماناس دهوایئ اډی دیوی کوچنی برخی څخه،چی مساحت یئ (۷۰)هکتاروته نه رسیږی،دخپلوالوتکوداستفادی په بدل کی هر کال(۸۰) میلونه ډالره ورکوی . پداسی حال کی چی دافغانستان دټولوهوایئ اډوڅخه په پوره کنترول اومکمله توګه استفاده کوی اوهره هوایئ اډه د(۱۰۰۰)هکتاروڅخه زیات مساحت لری.که افغانان دخپلو (۱۰)لویوهوایئ اډوداستفادی په بدل کی دامریکی دمتحده ایالاتواونوروهیوادونوسره ځان غولوونکی محاسبه وکړی،نودوی دهری اډی په بدل کی بایدهرکال یوملیاردډالره، افغانستان ته ورکړی اودنوروهوایئ اوځمکنیواډوپه بښلوسره سره بیا هم هرکال لس ملیارده ډالره ، چی دولس کلن مجموعی مبلغ یئ (۱۲۰)ملیارده ډالروته رسیږی،دافغانستان پوروړی دی. پدی اساس افغانستان اړ ندی ،چی دامریکی دمتحده ایالاتوڅخه اقتصادی او پوځی تخنیکی مرستی وغواړی ، بلکه امریکا باید دافغانستان د اډو څخه ، د خپلی استفادی په بدل کی د ارزښت وړکرایه ورکړی اودادافغان اولس حق دی.
دپورته څرګندونوله مخی دامنیتی تړون دلاسلیک په اړه ،دافغانستان دیو اړخیزی اړتیا اندیښنهپه ځای نه ده اومونږافغانان باید پدی سلا شو چی ،هیڅ یوه هیواد، خپل پوځونه، افغانستان ته دافغانانو په خاطرنه دی رالیږلی اونه به دافغانانو لپاره پاتی شی. ځینوهیوادونو خوافغانستان ته د را رسیدولپاره ،داوږدمهاله ستراتیژیودپلی کولوپه بهیرکی، دلسګونوکلونو دانتظارسره یوځای ، ډیری ځانی اومالی قربانی هم زغملی دی. که ددی سره بیا هم کوم افغان ځان ته قناعت نشی ورکولی، نوداډول پیړی پوه اوورځ هیروونکی شخص ته،په ډیرساده منطق اوټول فهمه لهجه ، دویلو وړده چی،هرانسان دخپلی اړتیا له مخی اووړتیا په مټ،یوځای ته ځی اودبیرته ستنیدو په صورت کی ،بیاهم دخپلی اړتیا اووړتیا خیال ساتی.افغانستان ته د امریکایئ پوځونوراتګ اویا بیرته تلل ،دپورته منطق څخه بهردمنلووړ ندی. راځی په یاد راوړوچی همدغو متحده ایالاتوپه(۱۹۵۵) کال کی ، دپوځی تجهیزاتواواقتصادی مرستوپه باب،دافغانستان غوښتنوته ، څومره کبرجن اوسوړ ځواب ورکړاوپه(۱۹۹۲)کال کی یئ په څه بی پروایئ ، افغانان د ګاونډیو هیوادونواونړیوالوترهګروپه لاس ورکړل، ترڅودکورپه کور جګړی په اورکی وسوځی.ځینی کسان شایدداسی استدلال وکړی چی ننی نړی ، د څولسیزو پخواپه پرتله، هراړخیزبدلون موندلی اوباید چی دوخت دغوښتنو اواړتیاوو په پام کی نیولو سره، مناسب چال چلند وکړو،هسی نه چه د تاریخی بیلګو له مخی په ځانکړواومجردو قضاوتونوبوخت پاتی شو. په ځواب کی دویلووړده چی د ټولوبدلونونو سره سره ، تراوسه هم بشری نړی ، دانسانی ګټوپه محورراټوله شوی نده اود خلقت انسانی فلسفه ، داشخاصو په کچه دفردی ګټو اوپه نړیواله کچه، ددولتونودمتفاوتوملی ګټو په برمته کی ده . باید ومنو چی نن هم هر هیواد ملی ګټی لری اودنوروهیوادونوسره، دخپلوملی ګټوپه اساس اړیکی ټینګوی او د بل هیواد لپاره خپلی ملی ګټی نه ګواښوی . پداسی حال کی چــی افغانستان ښاید یوازینی هیواد وی ، چی دملی ګټو په محورراټوله شوی مشرتابه نلــری او ضمیرمړو سیاستوالویئ خپل هیواد د پردولپاره په کنډواله بدل کړیدی . که ددی ټولوروښانه حقایقوسره ،بیا هم کوم افغان ځان نشی پوهولی، نوروغتیا اویا افغانیت یئ دپوښتنی وړدی.
په پای کی باید ومنو چی غښتلی سیاسی مشران ،دپیاوړوملتونوڅخه راپورته کیږی او ملت ته لوری ورکوی. پیاوړی ملت هغه دی چی وګړی یئ دملی ګټو(دهیواد خپلواکــــی، ځمکنی بشپړتیا ،ملی یووالی اوهراړخیزپرمختګ) د ساتنی لپاره هرډول ځانی اومالــــــی سرښندنی ته چمتو،دسیمه ایزو،قومی،ژبنی اومذهبی تعصباتو څخه فارغ اودوخت داړتیا وړ پوهی څخه برخمن وی. داد اوسنی ځوان نسل تاریخی رسالت اوملی مکلفیت دی چی افغان اولس په پیاوړی ملت بدل کړی.