طاهر اشرفي او هغه بل خو دې ويانا ملک غوندې سينه لوڅو د باليوډ فلمي نوموتيو ستوريو ته لاسونه ورکوي، خو طالب دې بيا د پنجاب په لمسونه يوه پښتنه په عام محضر کې په دُرو وهي، دا ولې؟ پر خپلې هېرا منډي يې سترګې پټې کړي او زما وهي؟ د بزنس ماليه يې خزانې ته ځي او ټول ترې معاش اخلي. رسمي مدارسو ته ترې هم خپله برخه ورکول کيږي. که اهل تشيع صيغه جايز بولي، نو تاسو د هيرا منډي د بزنس ماليه (ټکس) ته څه شرعي جواز ورکوئ؟ بيا يې لا په کشمير وافغانستان کې په جهاد کې هم لګوي. د برمتو پيسې لا کومه شرعي صبغه لري؟
د يو پښتون عالم او ديني بنسټګر په توګه مدرسه مو يو ديني بنسټ دی او که نيمه فوځي قشله؟ که ديني بنسټ وي، نو بيا د افغانستان د تباهۍ يو ذمه وار او د افغانانو قاتل دستار فضيلت ته ولې راغواړئ؟
د افغانستان د علماو اتحاديه خو وخت ناوخت جهادي فتواوې صادروي، اوس خو دې يوه فتوی د حکيم الله مسيد، نصيرالدين حقاني او د سواتي طالبانو د دې پېښې په اړه هم صادره کړي. که له غيرمسلمو نه ځان ساتنه په کار ده، نو پېغمبر (ص) خو د منافق پر قبر له ودرېدو هم منعه شوی. که د کافر سزا جهنم ده، نو د منافق خو يې هغه آخرنۍ طبقه ده. هېښنده لا دا ده چې له غيرمسلمو نه ځان ساتو، خو منافق ته مو سرونه ټيټ کړي او په غېږ کې ورته پراته يو. که له کفارو سره د تشبه مساله رامخې ته کوو، نو بيا ولې مو پر نفاق سترګې پټې کړي؟ په resources يعنې کتاب الله او سنتو کې خو ورته ځای نشته، خو که په فقه کې ورته کوم ځای وي، نو اتحاديه دې يې وضاحت وکړي. که نه وي، نو بيا ولې د بل په لمسون جنګ ته پر سولې برتري ورکوي؟ ترڅو به د غفلت په خوب وېده يو؟
شرم او اوښکې :
د ښاغلي سعدالدين شپون د ليکنې پر تاييد اګر چې دا ويډيو يو څه وخت مخکې په رسنيو کې خپره شوې وه او ډېرو لوستونکيو به ليدلي وي، خو شپون صاحب لکه چې ډېر وروسته ورپام شوی، خو بيا هم احساس يې د يو مسلمان وافغان او د يو پښتون په توګه د قدر وړ دی. دا د هر چا ملي واسلامي دنده ده په هره وسيله چې کيږي بايد خپل خلک او خپل ولس پوه کړي.
له بده مرغه زموږ د ټولنې يو غټ مشکل همدا دی چې موږ له پيله تر پايه د پاکستان د څارګرې ادارې پورې اړوندو ملايانو ته غوږ نيولی او د هغوی فتواوې مو راخپلې کړي او په خپل مظلوم ولس باندې يې تطبيقوو. په داسې حال کې چې د هغوی فتواوې زياتره سياسي صبغې او انګېزې لري نه مذهبي صبغې. موږ د کتاب الله او سنتو پر غوښتنې او منلو مکلف يو، نه د نورو. موږ لا تراوسه پر ځان متکي نه يو، ځکه خو زموږ خپل پښتون د عوامي نېشنل ګوند يو مخکښ مشر او د کرکيټ يو نوموتی پخوانی لوبغاړی هم راته مفتيان شول، نو له نورو ملايانو، پوځيانو او استخباراتو به يې سړی څه ګيله وکړي؟
له قراينو دا جوتيږي چې زموږ طالبي مشران برمته شوي او په قفس کې ساتل شوي. ځکه خو يې د وخت له غوښتنو او خپلو ګټو سره يې بازار يا مارکيټ ته د يوې معاملې او سودا بازۍ او راکړې ورکړې لپاره وخت ناوخت راوباسي او ګوري چې کوم يو ورته ښه ګټه کوي، نو بيا يې بازار ته وړاندې کوي او خپله ګټه پرې کوي، خو الله تعالې دې زما طالب وېښ او هوښيار کړي.
کوم وخت چي کفار پر يو اسلامي مملکت تجاوز وکړي، د هغه ملک پر نر او ښځه، حر او غلام جهاد فرض عين دى، لاندي کتابونه دي وکتل سي :
هدايه جـ(٢) صـ(٢٣٧) ، کنزالدقائق صـ(١٩٩) ، قاضي خان جـ(٤) صـ(٤٥٩) ، المحيط البرهاني جـ(٥) صـ(٢٩٥) ، سراجيه على هامش قاضيخان جـ(٢) صـ(٣٨٤) ، المبسوط للسرخسي جـ(١٠) صـ(٣) ، فتح القدير جـ(٥) صـ(١٩١) ، بدائع الصنائع جـ(٧) صـ(٩٨) تاتارخانيه جـ(٥) صـ(٢٢١) تبيين الحقائق جـ(٥) صـ(٢٤١) مجمع الانهر جـ(٢) صـ(٤٠٧) عالمگيري جـ(٢) صـ(١٨٨) ردالمحتار جـ(٣) صـ(٢٤٠).
سعدالدين شپون :
((د خدای بښلي امين خبره يې راياده کړه چې کابل کې د پاکستان د سفير ځايناستي د سفارت په يوې مېلمستيا کې ورته ويلي وو چې د ننګراريانو لوی جهاد به دا وي چې د درونټې بند والوځوي. امين صيب په جګ آواز ټولو مېلمنو ته د هغه دا خبره ترجمه کړې وه او ويلي يې وو چې دا ده د جهاد او افغانانو سره د پاکستان خواخوږي، او په پروټسټ يې د نورو استادانو سره مېلمستيا پرېښې وه)).
زموږ اتحاد علمای افغانستان خو دې داسې يوه فتوی د پورتنيو فقهي کتابونو په رڼا کې هم صادره کړي چې څوک له يو افغان يا طالب يا مجاهد او يا مطلقې يو مسلمان سره داسې دوکه کوي چې هم له همدې غيرمسلمو سره متحد ومؤتلف او هم دې له طالب سره ملاتړی او خواخوږی اوسي. طالب دې هم فکر وکړي چې له دښمن سره يې مؤتلف او له تا سره په پټه مرسته کوي او هم درباندې په تور او هم ازاد بازار کې سوداګري کوي، نو د خپل د بېعزتۍ ساتنه او حفاظت هم په انسان باندې حق دی چې د نورو له مدعا نه سړی ځان وساتي.
مرحوم پروفيسور امين که څه هم ملا نه وو، مګر تر ډېرو ملايانو يې متانت او د وطنپالنې احساس ښه وو. همدارنګه د بېنظيرې که څه هم هغه سيکولر وه، خو تر نننيو ډېرو سياسي ملايانو پورې څو چنده ښه وه. که يې موږ ته، خپل ملت ته او يا نړيوالو ته دروغ ويل، مګر ځينې وخت به چې د رښتياوو ځای راغی بيا يې د رښتيا خبره کوله، خو زموږ ملايان ومفسرين بيا پکې پاتې راغلي. موږ له مولوي فضل الرحمن او له نورو هم ګيله نه کوو، ولې لږه ګيله مو له تاسو ديني بنسټګر ه په دې راځي چې ستاسو پلار خو دومره د بوټو لکۍ نه وه ټينګه کړې، لکه څومره چې د فضل الرحمن پلار ټينګه کړې وه او زوی يې ورپسې د لور لکۍ ټينګه کړه.
همدا نواز شريف، زرداري، کياني او داسې نور چې بهر ته راځي او دلته له نړۍ سره خبرې کوي، دوی هر يو د خپل ملک د پارلمان او سنا په استازيتوب نماينده ګي کوي. همدا ملايان هملته په سنا او پارلمان کې غړيتوب لري. زما نيوکه پر دې مولاناګانو همدا ده چې دوی ښه پوهيږي چې د دوی حکومت، پوځ واستخبارات يې له افغانانو سره څه لوبه شروع کړې ده او دوی چوپه خوله دي او لا د جهاد نارې وهي. ولې يې پخپلو نارواو سترګې پټې کړي دي؟ امريکا خو څه ناپوه نه ده چې خپله پوروړې او قرضه يې ټريليونو ډالرو ته رسيږي او يو اعشاريه شپږ ميليارده ډالره يې اوس ورته د نواز شريف له ورتګ سره بيرته خوشې کړې. د دوی څارګرې ادارې چې زموږ پر ځېنو جهاديانو او طالبانو باندې پانګونه کړې چې اوس يې خپل واک ته نه پرېږدي. که کوم نيم د دوی له خوښې پرته اړيکه نيسي، نو سزا يې مرګ ده او يا د زندان تورو دروازو ته شا ته غورځيږي، نو امريکا به څنګه مفتې په ميلياردونو ډالره چا ته ورکړي؟
زه حيران د علماو اتحاديه ته يم چې نه مو ټوپک خپل دی، نه مو کارتوس او نه مو بمونه خپل دی. نه مو په جيب کې پيسې خپلې دي او نه نور څه. که د کرزي خپلې نه دي، نو د نورو هم خپلې نه دي او د چا چې خپلې هم دي د مشر لالا له خوښې پرته يې چا ته نه شي ورکولی. ځېنو خو پرې د عراقيانو او مصريانو څه ان چې د يمنيانو او سوماليانو وينې هم وبهولې او د سوريه هم همداسې درواخله. پنجاب ته موږ ټول يو شان يو. که موږ د طالب په لاس وژني او که طالب د امريکا او يا د حکومت او يا يې پخپله په خپل لاس وژني، خو چې موږ ورته سرټيټي او کمزوري شو او زموږ راتلونکې داخلي او بهرنی سياست مو دوی اداره او کنترول کړي. همداسې ايران او نور درواخله. او دا هم ناانصافي، بلکې جفا ده چې سړی کتاب الله او سنت پرېږدي او فقهې ته ټوپ وهي او د يوې حقوقي مسالې ټول ابعاد په دقيقه توګه نه تحليلوي.
موږ خو تراوسه نه يو سياست وال، نه يو مسلمان پوځي ونه يو مسلمان استخباراتي، نه يو ملا او نه يو سيکولر وليده چې ووايی دا طالب خو لږ تر لږه مسلمان خو دی پيسې خو پرې مه اخلئ او مه يې خرڅوئ او نه لا تراوسه دغې اتحاديې داسې يوه فتوی صادره کړې چې د يو مسلمان خرڅول خو اسلامي څه چې اخلاقي کمزوري هم ده. نو چې يو څوک اخلاقاً دومره کمزوری وي، نو بيا ولې ورته په لمن کې سرټيټی پروت وي. صمد خان اڅکزی او باچا خان ان تر نيلسن ماندېلا پورې د دې خلکو له لاسه زندانونه تېر کړي دي، خو يو هم دومره خپل غرور له لاسه نه وو ورکړی، لکه څومره چې نن زموږ طالب ومفسر وحقاني پنجاب ته له لاسه ورکړی او خړې - ټيټې سترګې ورته په لمن کې پراته دی. مولوي عبدالسلام ضعيف چې د همدې حرکت يو سياسي نماينده وو د بي بي سي په يو مستنده خپرونه (Secret Pakistan) کې وايی چې ((پاکستان به موږ ته يو څه ويل او امريکايانو ته بل څه))، نو ولې زموږ د علماو د اتحاديې مشرتابه بيا په داسې مسايلو بېخبره دی؟ دا خبرې ورته ارزښت نه لري که څنګه؟ ايا دا به ښه نه وي چې خپل رسالت درک او دې نامشروع تور بازار ته نور د پای ټکی کښېږدي؟ زما او په لر ملا کې دومره فرق دی چې هغه ((د رايې ورکړه شهادت بولي))، خو زما يې بيا مخالف دی. افسوس زموږ د علماو پر اتحاديې چې فقهه بېځايه کاروي او د استعمال موارد يې هم نه پېژني.
په درنښت
سيدحسين پاچا