دخپریدو نیټه : 2013-11-15 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اوښکي د غم و خوشحالی ”ترجماني“
عبدالمالک افغان
نوی کمپ سرانان
اوښکي څه دي؟ هغه نمکيني اوبه کومو ته چي موږ اوښکي وايو غم او خوشحالي دواړه په کي نغښتي دي، بهېږي، ځلېږي او دا ګرمي اوښکي د انسان فرياد دی، او د پخوانو يادونو ترجماني کوي دا اوښکي يوه لويه خزانه ده دا پاکيزه نياز بيني او د حورو د حسن څخه ښکلي، د زړه د کونج او کنار څخه راوتونکی او د آب حيات د دچينې څخه او د خواحشاتو په صحرا کښي د ګلونو په ونو کي يوز ېری.
دغه اوښکي چي په کم ځای کي پر انسان باندي د ظلم، جبر او د هغه د جذباتو ترجماني وي نو هغه د يو شخص د بينايي او بې صباتۍ هنداره هم کېدلای سي. د اوښکو قيمت د هغه د اخيستلو پوري مربوط وي. د چا د سترګو څڅه وتلي اوښکي د يو مړي مساوي او د ځينو اوښکي د ډيري بې وسئ او درد څخه بيا هم بې معنْی. په هر حال اوښکي که چيري د سپرلي د موسم د برسات په شان او يا هم د ژمي د ږلۍ په شان وي په هر حال کي چي وي د زړه د موسم ترجماني کوي.
اوښکي هم د ګلونو په شان دی چي په غم او خوشحالۍ دواړو کښي د انسان سره وي او دا په مختلف انداز د سترګو څخه بهېږي د چا په جدايي، د چا په يو دم ملاوېدو کي د سترګو نه د سيلاب په شان بهېږي. او په اخير کښي بايد و وايم چي که هر څومره څوک تنها وي او د دنيا څخه ليري وي بې غمخوره وي خو همدا اوښکي دي چي د سړي د زړه تسل او سوده پرې کيږي او يواځني وفاداره ملګری دی