مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-11-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ښار نا پرسان !

شیرمحمد کټوازی
دافغانستان په اوسني دولت کې یواځې په سترګو لاس سره نیول دی ، تیره ورځ په رسنیو کی په رسمی ډول اعلان وشو چي دولت خان ځدراڼ دپکتیکا دامني قومندان دحکومتي تجهزاتو په خپل سر خرڅولو په تور څارنوالی ته معرفي شو ، نن بیا داسی خبر خپریږي چي دپکتیکا مشران وايي چي نوموړی ښه سړی دی تورونه په ده باندی تش په تور لګول شي . داټول وایي چټیات دی خو زه وایم چی دا رسنی چټیاټ وایي پوره خبر نه ترلاسه کوی قسم په خدای ده که په پکتیکا د ملک شاه محمد کټوازی په نوم هیڅ مشر په پکتیکا کی وی او د خیرکوټ ولسوالی دنظرمحمد په نوم چي کوم قومی مشر خبری کړی وي او ویلی وه چی دولت خان ځدراڼ پاک سړی دی او امنیت یی راوستی وه . تاسی به اوس وایي چی دانظرمحمد رښتیا هم قومی مشردی نوموړی ددولت خان ځدراڼ عسکر دی نیږدی دری کاله کیږی له ده سره په یو د فتر کی کار کوی په دغو غلا وو ورګډ دی دپکتیکا دمشرانو نوم وربدوی دپکتیکا مشران نور څه نه کوی له دغو غلوسره ددوی دملاتړ لپاره غونډه کوی ، دا غونډه دصمیم په خوښه جوړه شوی یواځی عسکر او اداری غړي یی پکی کینولی بس دقومی مشرانو نوم ورکوی دا ډیره غلط خبر ده رسنی باید داسی خبر یوځل له نیږدی وڅاری دا غونډه وګوری بیا یی خپره کړی. په دغو غلاو کی والی صمیم او شاروال هم شامل دی دوی هم څارنوالی ته معرفی کیږي ، نو ده ددي لپاره چي ځان خلاص کړي بس د ادرای له غړو یی دغه غونډه جوړه کړه ، او د ادرای ریسانو او کارکونکو ته یی ویلی وه چی غله خو ټول یو خو که نن مو له دغه غله ملګری دفاع ونه کړه سبا به بیاپه موږ دغه حال وی لکه هغه متل چی دی وایی نن په ما سبا په تا ده . والی صمیم او غله ملګری يی اوس ولس او د دولت پاکو چارواکو ته په سترګو لاس ورنیسی او دمشرانو په نوم غله سره کینی او غله له څارنوالی خلاصو ی
 زما دافغانستان له ټولو رسنیو نه داخواهش دی چی همداسی غونډی چی دیوه غله په ملاتړ خبری کوی دا باید له نیږدی وڅارل شي ،. چی ایا رښتیا ولس دا وایی او که ددولت غړی همدا غوښتنه لری
 زه دپکتیکا قومی مشران له نیږدی پیژنم یو به هم له غله څخه ملاتړ ونه کړی نظرمحمد خپله یو عسکر دی او دشامحمد په نامه په ټول کټواز کی ملک نشته او نه يی په ثبوتولی شی که نه رسنی دامتحان لپاره لاړی شی له نوموړی ملک او نظرمحمد سره دی خبری وکړی بیا دکورنیو چارو وزارت ورشی او دپولیسو په رجسټرونو کی ددوی نوم وګوری چې سنګه دی پولیس دی که نه .
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery