دخپریدو نیټه : 2013-11-16 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د سروبی داړماران - دویمه برخه
ولی خان حکمتیار
دا چې نصرالله احمدزی د لومړۍ برخې د خپرېدلو وروسته بیان ورکړی، چې زه د قوماندان زرداد فریادي معاون او مالي او لوژستکي مسؤل نه یم پاتې شوی.
آیا لمر په دوه ګوتو پټېږي؟ ستاسو څېره له یو افغان څخه پټه نده، تاسو هر څوک پدې نوم پېژني چې د کابل او جلال آباد په لویه لاره چې چا هم تګ راتګ کولو نو ستاسو له شر څخه په امان نه وو. هغه بېچاره که غریب وو او که مالدار او که زمونږ تور سرې خویندې او میندې وې. د هر یوه جېبونه تاسو لټول د ښځو څخه مو بنګړي او غوږوالۍ هم لوټ کولې او خپلو کورونو ته مو وړلې. شاید چې هغه د سرو زرو بنګړي او غوږوالۍ اوس هم ستا په کور کې وي. هر څوک دې پېژني چې :
سور دی کمیس او سره په کې ګلونه دي
ستاسو جنایت له هیڅ یوه افغان څخه پټ ندې دا چې تاسو لندن ته پناه یوړه او یا هلته پټ یاست، د خپلو جنایاتو له کبله تښتیدلې یاست. دا چې ټول جنایت تاسو وکړل که مو خلک ووژل او يا مو چور کړل او یا مو بې عزته کړل، تاریخ په تاسو ګواهي ورکوي. ایا تاسو ته ځان پټ ښکاره کیږي چې ما څوک نه پیژني او یا مې نه ویني او یا به زما جنایت د خلکو له ذهنونو څخه هېر شوی وي؟ مګر دا فکر له دماغو څخه اوباسه.
هغه یونفر بیچاره ځاځی چې د پکتیا اوسیدونکې او قوماندان سر تور دې شهیدان کړل، د دغو دواړو ورونه اوس هم ستا په لټه کې دي. که چېرې ریښتیا تاسو مجرم نه یاست نو د لندن پاسپورټ لغوه او یا کنسل کړه او افغانستان ته راشه چې له تاسو سره افغانان څه کوي. ته هرګز نشئ کولې چې بیا افغانستان ته راشې ځکه چې د ستا لاسونه د مظلومانو په وینو رنګ دي او ته مجرم یې یا به د خپلو ناوړو کړو وړو په سر د پل څرخي زندان ته ټیل وهل شې او یا به د شهیدانو د وارثانو له خوا ووژل شې. نو له همدې کبله په لندن کې د لوږې او تندې شپې سبا کوې، او په فیسبوک کې ځان پاک او سپېڅلي ښکاره کوې، خو هر څوک دې پېژني که هر څومره اوتې بوتې ووایې، تاسو د داسې اعمالو مرتکب یاست او ستاسو کرغېړن تاریخ له هیچا څخه پټ ندی.
او بله دا چې تاسو وایئ چې زه ملا محمد عمر ته تروریست نه وایم. کله چې طالبان له کندهار څخه مېدان وردګو ته راغلل، نو په میدان وردګو،لوګر، چهاراسیاب او سروبي کې مو ولې ورسره جنګ کاوه؟ که چېرې هغه ښه سړی وو اسلحه به مو ورته په ځمکه ایښې وه، دا چې تر اخره پورې ورسره وجنګېدئ او زور مو ونه رسېده، بالاخره مزارشریف ته لاړئ او جنرال دوستم ته مو پناه یوړه، که چېرې ملا محمد عمر تروریست نه وو نو ولې ورسره جنګېدلئ ؟ پدې هم پوهېږم چې تاسې ولې ملا محمد عمر ته تروریست نه وایئ. هغه په دې معنا چې تاسو ټول د ای ایس ای جاسوسان یاست او بادار مو یو دی. هغه درته وایي چې ملا عمر ته تروریست مه وایاست.
آیا ستا خسر حاجي بسم الله تروریست وو چې د پاکستان د ای ایس ای په لمسون طالبانو شهید کړ؟ تاسو به هم په دې خوشحاله یاست چې حاجي بسم الله یې شهید کړ. تاسوفکر کوئ چې حاجي بسم الله به هم ستاسو په شان افغانان وژلي وو او یا یې لارې او کورونه چور کړي وو او یا هم ستاسو په شان د کوم مملکت جاسوس وو؟ افسوس ستاسو په دې قضاوت چې ملا محمد عمر ته تروریست نه وایاست. پدې هم پوهېږم چې تاسو ولې داسې وایاست، له یو طرفه ستاسو بادار ای ایس ای تاسو ته دستور درکوي او له بله طرفه تاسو جنګي جنایت کاران یاست، ځکه د جنګي جنایت کارانو ګړه وړه ستاسو په نظر ښه ښکاري.
فکر مه کوه نژدې ده چې ستاسو په شان جنګي جنایت کاران به ژر تر ژره د محاکمې مېز ته راکش شي. دا مه وایه چې زه په لندن کې ناست یم او خلاص به شم، ژر ده چې د انټرپول پولیس به دې افغانستان ته راکش کړي او د خپلو کرغېړنو جنایاتو سزا به در کړي.
نور بیا