څه د پاسه له دولسو کالو څخه راپدې خوا د امريکا په مشرۍ د نا ټو د تړون هېوادو د غټ شمېر پوځيان او ملکي وګړي د تريليونو امريکایي ډالرو سره ېو ځائ افغانستان ته ولېږل تر څو د خپلې خوښې سيا سي ټينګښت، خونديتوب او پر مختګ د دوی په ژبه را منځته کړي، هغه وو چې ېرغلګرو حامد کرزئ د ېوه انتقالي باوري مشرپه توګه په افغانستان باندې د تيري څخه د مخه ( ۲۰۰۱ مېلادي کال) کې خوښ کړ.ور پسې په ۲۰۰۴ م ک يې د ټاکنو په پلمه نړۍ او خپلو خلکو ته ور وپژند تر څو ېرغلګر وکولئ شي چې د جنګ ستراتېجي او نور ناوړه اهداف او لاسته روړنې په ښه توګه تر لاسه کړي په داسې حالکه چې د پردې شا ته نور شېان را ووتل .
د ۲۰۱۳م ک د اکتوبر په ۸ د ناټو ځواکونو په کنړ باندي د ېوه هوایي بريد په ترڅ کې کرزي تند غبرګون وښود په کوم کې چې د پنځو کوچنيانو په شمول ښځې هم په شهادت ورسېد لې. کرزي و وېل چې د ناټو کړني (عملېات ) افغانستان ته ډېر مرګ ، ژوبله او تاوان رسولئ دئ نه کومه ګټه په افغانستان کې کوم خونديتوب او امن نشته د پوره پوهې او معلوماتو لپاره لاندې وېب پاڼه ليدلئ شۍ.
Mailonline.com
د ۲۰۱۳ م ک د جون د مېاشتې د ولس پوښتنې په نتيجه کې ۶۷ په سلو کې امريکايانو و وېلABC د
چې جنګ کومه ګټه نلري د امريکا ېرغل په افغانستان باندي ېوه لوېه تېر وتنه وه او په همدې ډول د ېوې بلې ولس پوښتنې په نتجه کې چې په ۲۰۱۰ م ک په سهېل لوديز افغانستان کې تر سره شویې ده په سلو کې له ۹۲ څخه ډېر افغانان وایې چې ولې امريکا او انګرېز په افغانستان ېرغل را وړئ دئ ټول افغانان د جنګ ختمېدل غواړي.
د کابل او واشنګټن پالېسي (کړنلا ره)جوړاونکي په کابل کې د قمبر سیمې ته ورشي د هغو بې ځایه شويو کډوالو سره د خبرې وکړي او د دوی خبرو ته دې غوږ ونسي کوم چې د هلمند، کندهار او روزګان څخه د شپې او ورځې هوایي او مځکنیو بريدو څخه بې ځایه شوي او کابل ته یې پنا راوړیې ده. په همدې ډول ورته پوښتنې د امريکا لوړ پوړو مقاماتو، د پارلمان غړو، انجينرانو، قانون پوهانو د پوهنتون استاذانو، عسکري پوهانو( د دفاع پخوانئ وزير رابر ګېټ او دامريکایې پوځېانو پخوانئ قوماندان ډوېډ پېتريوس) او داسې نورو د جنګ ختمېدل غوښتي دي چې په لاندې برېښنا ليک کې د دې غېرې قانوني او افغان ولس ضد او نا سور جنګ په هکله پوره پوهېدلئ ښئ.
www.patriatsQuestions9/11.com
www.911Truth.org
www.9/11Truthmovement.com
د ۲۰۱۲م ک د امريکا او ناټو د شيکاګود مې په دوه ورځنۍ( ۲۰او۲۱ )غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ۲۰۱۴ م ک د ډ سمبر تر اخېره پورې ټولې خاريجي پوځي قواوې له افغانستان څخه ويستل شي پداسې حالکه چې د ډېرو هېوادو قواوې په يستلو لګېا دي. امريکا او ځنې ناټو هېوادونه پدې هڅه کې دي چې د دوو اړخيزو ملګرتيا تر نوم لاندې تر ۱۰۰۰۰ پورې پوځېان په ۹ اډو کې د اوږدې مودې لپاره د ښونې او روزنې تر نوم لاندې تر هغه وخته وساتي تر څو د دوی په ژبه غلچکي (ترورېست) له منخه ولاړشې
اوس امريکایي مقامات دکرزي څخه خپلو پوځي او ملکي وګرو د سر او مال د خونديتوب لپاره د افغانستان دقانون په چوکاټ کې د تړون لاسليک غوښتنه کوي کوم چې امريکا کابو ۷۳۰ اډې په نړۍ کې د سر او مال خونديتوپ سره لري. ولې عراقيانو دا مريکا اوانګريز د خونديتوب تړون ونه منو.
د امريکا لوړ پوړي په پرلپسې توګه کابل ته په منډو را منډو لګيا دي تر څو وکولئ شي چې د ستراتېجيک تړون د لاسليک کولو په صورت کې به په سيمه کې هم خپل اهداف تر لاسه کړي او هم به افغان ولس د ۲۰۰۱ م ک د نېويارک د پېښې پړه وبولي. دافغانستان سره د امريکا د تړون د ۲۰۱۳ م ک د اکتوبر يه ۱۲ د کرزي او کري د ګډې خبري ناستې په ترڅ کې ځنې ټکي چې لاس ليک شوي دي بربنډ شوه چې دامريکا په دولتي وېب پاڼو کې یې ليد لئ شئ. يوازي د عسکرو د خونديتوب ټکئ تر لویې جرګې پورې ځنډول شوئ. چې د ۲۰۱۳ م ک نومبر په شلمه او يوېشتمه د صبغت الله مجديدي په مشرتوب به غونډه وکړي که څه هم ښاغلي مجديدي د دې کال د نومبر په نوناسمه ېوې خبري ناستې ته و وېل چې جرګه به د کورانيو بهرانيو تر زور او فشار لاندې پرانستل شي له بله پلوه د روان کال د اکتوبر په څلورويشمه په بروکسېل کې د ناټو په غونډه کې د کابل د ادارې د دفاع وزير بسم الله خان غونډې ته ډاډ ورکړ چې دوه اړخيز تړون به د لویې جرګې له خوا لاس ليک شي. د دې څخه څرګند يږي چې دستراتېجيک تړون لاسليک لپاره ډېرې لاس وهنې او د سېسې روانې دي.
افغان او نړيوال پوهان پدې نظر دي چې د امريکا او افغانستان دوه اړخيز ستراتجيک تړون به يوه لوېه تارېخي تېروتنه وي کوم چې کابو ۳۴ کاله پخوا د ۱۹۸۸ م ک د اپرېل په ۱۴ د روسي پوځېانو د وتلو تړون په جېنېوا کې د روسانو سره د پاکستان او دهغه وخت د کابل د کمونستي ادارې له خوا لاس ليک شو افغان مجاهېدينو او نور افغان ولس ته کومه پاملرنه ونه شوه د سولې په راوړلو کې یې نه يوازې کومه مرسته وکړه بلکې په هېواد کې ګوندي او قومي جګړې پېل شوې. که څه هم د کابل کمونيستي اداره د روسانو په ملاتړ تر ۱۹۹۱ م ک پورې پاتې شو.
د امريکا سره په ستراتېجيک تړون کې افغان ولس او جهادي مقاومت (اسلا مي حزب او طالبان) له نظره غورځول شوي دي چې سولې ته لوئ تاوان اړاوي. که څه هم افغان ولس په خپل هېواد او ټوله نړۍ کې سوله او هر اړخيزې اړيکې چې د هر هېواد مځکنۍ بشپړتيا ، استقلال او خونديتوب ته پاملرنه غواړي، په دې دولسو کالو کې وليدل شوه چې د ګران هېواد افغانستان استقلال، تارېخي پولو (بريد)، عقېدې او سنتي رواجونو ته درناوئ ندئ شوئ هرڅه پېمل او تر پښو لا ندې شوي دي او پيمل کيږي.
نړيوالو او هغو افغانانو ته چې د تړون ملاتړ کوي او هم د مشورتي جرګې ګډون کونکو ته باېد په کوته شي چې رابلل شویې جرګه افغان مجاهد ولس ته يوه قانوني او منل شویې جرګه نده. د دې جرګې په هکله ډېرو رسانو هم خبر ورکړ چې نوموړیې جرګه نومول شویې جرګه ده، نه ټاکل شویې. د يادونې وړ ده چې د کابل د ادارې په مشرانو او ولسي جرګه کې هم د چا په ژبه د لویې مشورتي جرګې په هکله ډېر مخالفت را منځته شو.
افغان ولس په دې پوهيږي چې نوموړیې جرګه او يا هم دې جرګې ته ورته جرګې د افغانانود ملي جرګو بد نامول او د افغانانو سنتي تاريخي رواجو ته لوئ تاوان او ټکان دئ.
افغان ولس باېد د ۲۰۱۲ م ک د مارچ د مېاشتې يولسمه د پنجوایې غمجنه پېښه په ياد ولري چې د امريکایې پوځي روبرت بېل شپاړس افغانان د کوچنيانو په شمول و وژل او بيا یې شهېدانو ته اور واچاوو چې ونه پژندل شي چې دا ډول قاتل ته د امريکا په قانون کې هم په مرګ محکوم کيږي د پېښې ځائ ته په ډېره چټکۍ سره د امريکا د وخت دفاع وزير پانيتا پرته لدې څخه چې دکرزي د ادارې سره دپېښې په هکله خبرې وکړي وژنکئ یې له افانستان څخه ويست تر اوسه ندئ محکمه شوئ او دشهيدانو کورنۍ په پر لپسې توګه د عدالت غوښتنه کوي. د ولسي جرګې غړیې شکيبه هاشېمي هم نوموړیې پېښه را پورته کړه د څېړنې او محکمې غوښتنه یې وکړه.
امريکایې مقاماتو د دې په خاطر چې افغانان او نړيوال یې غولولي وي د محکمې په وخت کې یې د شهيدانود کورنيو يو خپلوان او د شهيدانو نږدې وارث په نوم د مولایي کمال الدين چې يولس د کورنۍ غړي یې له لاسه ور کړي وو د پېښې او مړيو په هکله یې د خپلو سترګو ليدلئ شاهدت هم ورکړ ولې بياهم قاتل ندئ محکمه شوئ چې پوره متن یې ۲۰۱۲ م ک د نومبر په لسمه د نيويارک ټايم په ورځ پاڼه کې خپور شوئ دئ نوموړیې پېښه د يوې نمونې په توګه ياده شوه دي ته ورته په زرهاوو د بشر ضد جنايتي پېښې د یرغلګرو له خوا په افغانستان کې تر سره شویې دي لکه د شهيدانو ښکليو اوپاکو مخو ته سپکوئ او یا هم د شهيدانو ګوتې، مړوندونه د اولمپک د بلنډې (مشعل) په شکل نيول او داسې نور.
افغانانو د تاريخ په اوږدو دبدو په هکله اول سوله که نه غچ یې اخستئ دئ. نو پدې اساس د امريکا ولس مشر اوباما د خپلو پوځي اوملکي کارکونکېو د سر او مال خونديتوب ته د افغانستان په قانون کې ځای ور کول غواړي که نه خپل پوځېان به له افغانستان څخه وباسي که څه هم د عسکرو يستل د افغانانو او نړيوالو په منځ کې ډار او تشويش اچولئ دئ چې د امرېکایي قواوو په وتلوسره به يو ځل بيا د ۱۹۸۹ م ک پشان له روسي قواوو د وتلو څخه ورسته په ګران هېواد افغانستان کې به ګوندي او قومي جنګونه رامنځ ته شي .
هو!
د نړېوالو اوافغان ولس اندېښنه په ځای ده، ولې د حل لاره یې د ستراتېجيک تړون لاسليک نه؟ بلکې د ټولو افغانانو ملي ېوالئ د افغانيت په چوکاټ کې د افغانستان او افغان ولس د ملي ګټو د خونديتوب لپاره هڅې او اړيکې پېل شي. اوس افغان ولس او نړېوالوته څرګنده شوه چې د۲۰۰۱ م ک د اکتوبر ۷ ېرغل په افغانستان باندې بر سېره په وژلو، شهيداولو،ويجاړيو، افغاني ټولنيزو اړيکو او اقتصاد ته لوئ تاوان اړاولئ دئ. چې د کابل د ککړې ادارې څو بېلګې په ګوته کيږي.
د ۲۰۰۱۲ م ک د سيتمبر په ۲۲ ڼېټه د د حفيظ الله معروف له را پوره چې له کابل څخه یې ور کړئ وو.
کرزي :( د بهرانيانو په وتو به د فساد سرچينه وچه شي) ( د پارد ېو په شتون سره په افغانستان کې د ژوند شرايط ورځ په ورځ مخ په خرابېدو دي). دلته سوال پېده کيږي چې کرزېه! نو ولې د ستراتېجيک تړون لاسکيک کوې؟ او ېا هم ولې د لویې جرګې په را بللو سره بر سېره پر دې چې د هېواد خپلواکې تر سېوري لا ندې راوړي ،سولې ته لوئ تاوان رسيږي. د افغانانو تارېخي او سنتي ګټور رواجونه بد نامه کوې؟
د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې ۳.۵ مېليونه کډوال په بهار او نيم مېليونه پورې ېوازې په کابل کې
نا څرکند راتلونکي ته سترګې غړاوي او ډ ېر ځوانان د ناوړه شرايطو له وجې نورو هېوادوته د کاراو پناه اخېستلو په خاطر يونان،ايتاليا او اندونژيا کې استرليا ته په سفر په اوبو کې غرق شول.
افغان ولس هره ګړۍ د خارجي او افغان قواوو له خوا په وسلو، سپېو او داسې نورو ځوراول کيږي.
د کابل د ادارې د څرګندنو له مخې ۶۰ په سلو کې افغانان په راواني ناروغيو اخته دي او افغانستان له ۱۷۸ هېوادو څخه ۱۷۲ غريب هواد دئ. د نړيوالو راپورو له مخې تر ۴ مېليونه امريکایي ډالره پورې په دفترو کې بډې اخستل شویې دي.
د ۲۰۱۳ م ک د اکتوبر په ۱۹ د کابل د ادارې ولسي جرګې ته ۱۶۰۰۰ نومونه وړاندې شوي دي په کومو چې د ولت او خلکو جايداد یې غصب او لاندې کړئ دئ. د ۲۰۱۳ م ک د جون په ۳ ګلستان شينواري له کابل په يو خبر کې و وېل چې د کابل د ادارې په ولسي جرګه کې شېرولي وردګ و ويل چې په تېرو ۱۲ کالو کې تر يو نيم مېليونه ډېره مځکه د داسې زورواکو لخوا لاندې شویې چې تر شا یې دولتي ملاتړي دي، ولې د ځنو معلوماتو له مخې د خلکو او دولتي تر ۴.۴۴ مېليونه جريبه پورې مځکه د زورواکو او دکابل د ادارې د لوړ پوړو له خوا نيول شویې.
د دې پر ځائ چې سولې راوستلو لپاره هڅې او کړن لاره وموندل شي يو ځل بيا د نړېوالو په مرسته د ۲۰۱۴ م ک د اپرېل په ۵ د ولس مشرۍ ته هغه څوک ولاړ دي چې یا یې لاسونه د ولس په وينو ککړ دي او يا هم د پراد یو سره لار او پټې معملې لري.
په خواشپنۍ په ګوته کيږې چې ۲۰۱۳ م ک داکتوبر په ۲۵ سناتور کارل لېوين چې د امريکا په سنا کې د نظامې چارو مشر دئ او سناتور جک ريډ يه ګډه يه کابل کې کرزي ته و ويل چې که چېرې ستراتېجيک تړون د امريکا سره لا سليک نشي امريکا به خپلې مرستې ودراوي. د دې پرځای چې د سولې په هکله خبرې وشي وينې تويونه بنده شي د سراتېجيک په فکر کې دي متل دئ چې وایې
بز د ر جانکندن است قصاب در غم چربي.
افغان ولس ته اوس ښه څرګنده شوه اوباېد وپوهيږي چې هدف تروريزم او القاعده ندئ بلکې د پردې شا ته ډېر ناوړه اهداف کرول کيږي. افغانان خپل ګډ کور(افغانستان) پخپله د افغانانو لپاره جوړ کړي.
په ګران هېواد افغانستان د سولې د راوستلو او ټينګښت لپاره دافغانستان دسولې او اصلاح اسلا مي حرکت په وېب پاڼه کې شته.
www.AfghanPRM.org
info@AfghanPRM.org
په ګران هېواد افغانستان او نړۍ کې د رښتينیې سولې په لور.
د افغانستان د سولې او اصلاح اسلا مي حرکټ.