دخپریدو نیټه : 2013-11-19 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
موږ له بټی څه شړي
ليکوال : ظاهر پښتون
سرښوونکي صيب ! که چيري زما له بچيانو څخه ازموينه د سهار له خوا واخيستل سي د بټی خاوند موږ له بټی څه شړي
ګرانو هيوادوالو ! څرنګه چي د سړو سيمو ازمويني پر رارسيدو دي ، نو په دي ازموينو کي د خپلو بيوزلو افغانانو د ستړياوو د پېښو سره مخامخ کيږو چي ډيري دردوونکي او غمجني وي .
يو دا دردوونکي پيښي بل زموږ کډوالي او بي سرپرستي مو ډير سخت غمجن کړي ، چي لا تر څو به د خپل هيواد د خوږي غيږي نه بي برخي يو او نه مو داسي څوک سته چي زموږ اوښکي را پاکي کړي او هغه د بشر ټيکه داران ،چي په نړی کي د بشريت د حقوقو مدافعين ځان بولي او د بشريت د اوچتولو لپاره يي په نړی کي اور بل کړی او ځان ته خپلي موخي او هدف لري .
چي زموږ دافغان کډوالو سرپرستي هم ددوی په غاړه ده ، هغه څه چي دوی د بشريت د پر مختګ لپاره راغونډوي او وايي چي موږ يي هغو بيوزلو او خوارو هيوادو د انساني همدردۍ لپاره مصرفوو ، خو دا مرسته يوازي او يوازي خپل د شخصي ژوند د سمون او د خپلو ګټو لپاره مصرفوي .
که چيري داسي نه وي زه به يي تاسي ته بيلګه وړاندي کړم بيا تاسي يي راته په ګوته کړی ، چي دا ستاسو غلطي ده ، نو زه به خپله خبره بيرته واخلم .
کله چي په ګران هيواد افغانستان کي د امريکا او شوروي ترمنځ سوړ جنګ پيل سو ، نو زيات افغان وړونه د خپل ګران هيواد څخه کډوالۍ ته مجبوره سوه .
چي په دغو کډوالو کي موږ هم د ډيورنډ د کرښې دې غاړي بلوچستان ته راکډه سو ، په هغه وخت کي موږ ماشومان وو دا مشران وايي چي دا د بشر ټيکه داران به پنډغالي پر پنډغالي څرخيدل او زموږ افغانان به يي د شوروي د مقابلي لپاره د جنګ سنګر ته ليږل ،چي دا ستاسي دآزادۍ او خپلواکی جنګ دی .
کله چي د شوروي قواوي له افغانستانه د شهيد ډاکټر نجيب الله د ژينيو د توافقاتو پر اساس ووتلې ، نو غربيانو او دبشرټيکه دارانو ورو ورو خپلي مرستي کمولې ، چي نن صرف په سلو کي لس فيصده (۱۰٪) په تعليم صحت او اوبو کي مرسته کړي .
خو نن زموږ افغان کډوال چي په څومره زلالت او غربت کي ژوند کوي دنړی په ډيرو لږو برخو کي به داسي د غربت ژوند وي.
د ملګرو ملتونو د قوانينو په رڼا کي که وګورو يو ماشوم چي تر څو د (۱۸) کالو کم وي ، هغه نسي کولی چي درانه او له وس نه بهر کارونه سرته ورسوي .
هم په اسلامي اوهم په انساني قوانينو کي هر ماشوم بايد زده کړه وکړي.
د غو دوو پورتنيو ما دو ته که ځير سو خو دا يوه هم زموږ د بچيانو لپاره نه ده عملي سوي ، چي زموږ په ښوونځيو کي اکثره بچيان چي عمرونه د ۱۵-۱۰ کلونو پوري وي د خښتو د موښلو په بټيو کي کار کوي ، چي هره مياشت په ښوونځيو کي دورځني غير حاضری او د زده کوونکو د ښوونځيو څخه د ايستلو لامل ګرځي .
چي د هري ښوونځی د اداري له خوا د زده کوونکو د غير حاضری او د ښوونځيو د پريښودو لامل ، انجوګانو او يو اين ايچ سي آر اداري ته ورکول کيږي چي ښه بيلګه يي تير کال په يادو پنډغالو کي (۲۰۰۰) زده کوونکو ښوونځۍ پريښي وه .
خو متاسفانه چي په مخنيوي کي يي هيڅ نه تر سترګوکيږي .
سږ کال د جولای د مياشتي پر ۱۶ مه نيټه څلورنيمي مياشتنۍ ازموينه چي مو شروع کول د يوي ډيري دردوونکي او غمجني پيښي سره مخامخ سوم ، يو پلار د خپلو درو بچيانو سره راغی چي سر ښوونکي صيب ! تاسي ازموينه که چيري اخلی د سهار له خوا به زما د بچيانو څخه ازموينه نه اخلئ ولي چي د بټی خاوند سره ما د خپلو بچيانو د ازمويني د اخيستلو خبره شريکه کړه چي زما بچيان د څو ورځو لپاره چي ازموينه يي ده نشي کولی چي د سهار له خوا بټی ته راشي ، خو خپل کار به د ماسپښېن له خوا سرته ورسوي ، خو متاسفانه د بټی خاوند ماته اخطار راکړ که ستاسو بچيان او او تاسو د سهار له خوا خپل کار سرته ونه رسوئ نو بيا بټی ته مه راځی .
نو سرښوونکې صيب ! د خدای له پاره زما له بچيانو څخه د ماسپښېن له خوا ازموينه واخله ، د سهار له خوا يي وانه خلي ځکه موږ له بټی نه شړي .
نو اوس کلنۍ ازمويني ته دي الله ج خير پيښ کړي چي بيابه له کومي دردوونکې ستونزي سره مخامخ سم