مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-11-19   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ځوان دټولنی دملا تیر او دراتلونکی رهبر

شریف الله شرافت

 

 ځوان هفه څوک دی چې همیشه ورته ټولنه سترګې په لار وی،اوټولنه ترې ډیري هیلې لری.
ځوان ته هم په کاردی چې ځان ښه وروزی او کوم مسولیتونه چی یی په خپلو اوږوبار دي باید په ښه توګه یې سر ته ورسوی.
دځینو لیکوالانو په اند ځوان ته عمر معیار نشو ټاکلی، چې دهر چاءعمر د۲۵او ۳۰کالو ترمنځ وی بس همغه ځوان دی خو نه ،ځینی داسی خلک شته چی عمریې ۲۵ یا ۳۰ کاله وي خو دنشوله امله دټولنی په اوږو باروی اوپه ټولنه کې نور ځوانان هم پدی ناوړه اوناځوانه عمل باندې روږدي کولاې شې نو دوي ته د ځوان خطاب نه شې کیدلای.
ځیني کسان هم شته چی عمر یې ډیر وی ،اوڅیره یی ځوان ته پاتی کیږې، نوله دې امله ځوان ته عمر معیارنشو ټاکلی اونه داسی ویلای شو چی ځوان هغه چا ته وویل کیړی چی دنګه ونه،ښه اندام او ښایسته څیره ولری.
خو نه بلکی داسی به اوایو چې ځوان هفه څوک دی چی ټولنې ته خدمت،دهیواد پرمختګ اودهیواد دروښانه راتلونکی لپاره هڅاند وی .
لکه څرنګه چې دهیوادپرمختګ،هوساینه اوسرلوړی تکړه اوښه روزل شوی ځوان پورې تړلې شوی ده، نو ځوان باید تر خپلی وسی پورې هڅه او کوښښ وکړی چی په ټولنه کی مثبت اودپام وړ بدلون راولی او نور ځوانان د وطن دابادۍ او سوکالۍ لپاره وهڅوی.
یوشمیر ځوانان شته خپل عادی انساني فعالیتونه دعزرایل ترراتلو پوری پرمخ بیایی،دټولنې نه ناخبره او تیارو کې ویده پراته وي، چی داسی ځوانان بیا ځینو مغرض سیاست دانانو ته موقع مساعدوي، چې ددوي ذهنی ځواک منفی لور ته په اسانۍ رهبرې کړې، ترڅو یی دټولنی دبربادۍ اودخپلوشومو موخو لاس ته راوړلو لپاره استعمال کړې.
دنوروهیوادونو ځوانان همیشه دپام وړ ګامونه پورته کوي اوټولنې ته لاس ته راو ړنې ورپه برخه کوي،یواځنی لامل یی ددولت پوره پاملرنه ده اوپه تماما معنا یی دټولنې دملاتیر بولی خود بده مرغه زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې دولت ځوانانو ته پاملرنه نه کوی .همدا لامل دی چی افغانستان کې ځوانان دټولنی په اوږو بار وي. په ګران هیواد کې خو ځوان دټولنې نه حتی چې د کیږدۍ تیرهومره هم ارزښت نلری.
دلته ځوان داړتیا په وخت کې ځوان دی، بیا ورسته په پاتی په بیابان دی.
بله ستونزه زمونږپه ټولنه کې داده چې دځوان خبره څوک نه اوری ،کله چې ځوان دڅومشرانومخکې خپل نظر څرګندوی، په ځای ددې چې دځوان نظر واورې او ملاتړ یې وکړی دکرکې په سترګه ورته ګوری اودا دخپل ځان په وړاندې سپکاوی بولی ،ځیني خولاداسی وایی چې دا څومره بداخلاقه دی چې مشران ناست دی اوداخبرې کوی.
یعنی دمشرانو مخکې دځوان خبرې بداخلاقی ده،نوتاسو قضاوت وکړې.
دپوهنی،لورړوزده کړو،کورنیو چارو،ملی دفاع دکاراوټولنیزو چارو وزارتونو، اونورو اړونده داخلی اوبهرنیو ادارو ونډه اړینه بولم، ترڅو دټولنی دښیرازی لپاره دځوانانو په روزنه کې خپلی هڅي ونه سپموی تر څو دښه خدمت جوګه شي.
باید هر ځوان دهیواد دابادۍ او ښیرازی لپاره نه ستړی کیدونکې هلې ځلې وکړي،ترڅو خپل هیواد دنورو پرمختللو هیوادونو لیکه کې راولی او په ټوله نړۍ کې یې د ځلانده ستوری په څیروځلوې.
لکه څرنګه چی ځوان دټولنی دملاتیر دی اوچی د ملا تیر مات وی انسان حرکت نشی کولای، نوکه چیرته ځوان په نشو او تماشو بوخت وی، جوت او څرګند حقیقت دی چې ټولنه به دبدبختۍ کندی ته ولیږی\\ې او نور ځوانان به هم په پدی ناوړه عمل روږدی کړی.
ځوان باید دکلک عزم او کلکی ارادی خاوند وی، ترڅو د ناوړه اعمالو څخه ځان وساتی اوټولنې باندې دپرمختګ څادرخورکړی.
ځوان ته پاملرنه پدی معنی ،یعنی دټولنی پرمختګ ته پاملرنه .
ځوان ته پاملرنه نه کول یعنی ټولنه دبدبختی په لور روانول.
دالله په دربارکی زماهمیشه دا سوال دی چی ای الله په ټولنه کی داسی ځوان وزیږی چی زمونږدوطن ننګه وکړي.
لکه څرنګه چی یو شاعر وایی:
وخته بیرته راشه یو افغان وزیږوه
 یاخو میرویس خان یا احمدخان وزیزوه
 چی ننګ دوطن وګړی داسی ځوان وزیږوه
 یاخوخوشحال خان یا پاچاه خان وزیږوه

 په اخر کی زما دټولو مشرانوڅخه هیله داده، چی راځی دځوانانو دخیال په ماڼۍ کې چکر وهو په ځای ددی چې دهغوي دخیال ماڼۍ ویجاړه کړو.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery