مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-11-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

طالبیزم دسیکولریزم پیلامه

عبدالبصیر(فواد)

سیکولریزم (بې دینه) خوځښت هغه هڅه اومبارزه ده چي موخه يې له بشره په نړۍ کي دالهي دین لمانځني پر ځای د مادیاتو او مالیاتو خادمان جوړول دي او له دین سره د دولت په چارو کي مخه ښه کول .
 که څه هم په څرګند ډول دسیکولریزم موخه له دولتي اوحکومتي چارو څخه د دین ایستل ښودل شوي او غواړي دین په کلیسا او مسجد کي بندي شي خو په حقیقت کي دا خوځښت له دین څخه پریکړون ته لار هوارول یعني له دینه پریکړون او له دنیايي چارو سره پیوستون یې خپله موخه بللې ده .
 د خدای ج څلورم الوالعزمه پیغمبر حضرت عیسی ع د بي بي مریمي زوی باندي چي دلله ج له لوري انجیل را نازل شو له لومړی ورځي څخه يې قوم په بغاوت او سرکښې لاس پوري کړ، دحضرت عیسی ع له مړیني څو لسیزي وروسته عیسوي دین تحریف شو د برناباس ، یوحنا ، متي او نورو نومونو باندي بېلابېل سلیقوي او خپل خوښي انجیلونه وکښل شوه او انجیلونه دخپل میل لور ته تفسیر او تحریف شول .
 پاپانو د ځاني ګټو لپاره عیسويانو ته دجنت او دوزخ لیکونه او ټکټونه جوړ کړل چاته چي یې خوښه وایی هغه ته يې ورکول دپاپ فتوا داسماني وحي په څېر ارزښت درلود ساینس پوهانو او فیلوسوفانو پر خولو يې ګونګ پلستر وواهه ، دکلیسا پر هرډول ناروا او ناپاکو کړنو چا غږ نه شو پورته کولای او چوپه خوله پاتي وو.
 دې حالت خلک تر پزي کړل دسیانس او مذهب په نوم جګړه پیل شوه ، دې جګړه کي د (جان ډیوډ) په وینا کلیساګانو تر دیرش زره زیات کسان وسوځول ، سلګونه زره يې ووژل ، لسګونه زره مدام عمري بندیان شول ، ګالیله ستورپیژندونکی (۱۶۴۲ م) يې په دار وځړاوه ، (برنو) کاینات پلټونکی يې ژوندی وسوځاوه.
 پای دا چي (۱۷۸۹ م ) دفرانسې انقلابونو کلیسا او پاپان - پادریان پر ګونډو کړل .
اوس چي دطالبانو اته کلنه دوره او بیا دوولس کلن اسلام نا خوښه جګړې چي ټول شل کاله په بر کي نیسي ،ډار ، وحشت ، سرغوڅول ، عامه ځایونو کي ځانمرګي بریدونه کول، پر عامو لارو ماینونه ښخول ، دانسانانو حلالول ، سوځل ، دلوی او ماشوم ځړول او نورو رنګارنګ نا اسلامه او نا انسانه کړونو څخه دا څرګندیږي چي د دوی کړني داسلام پر ضد یو کمپاین دی داسي غیري اسلامي او غیري انساني کړني به ډیر ژر دې ته لار هواره کړي تر څو داسلام دسپېڅلي دین ځای دسیکولریزم فلسفه ونیسي.
 ځکه په طالبي څپه او دوره هغه چي یو پاک نوم يې اشغال او یرغمل کړی یو دخیر کار هم نه افغانستان او نه هم دسیمي لپاره کړی، طالبان چي له کومه دعمل په ډګر کي بوخت دي یو دیني عالم هم ورکي نشته حتی زیات يې دخپل لمانځه او دغسل شرطونه هم نه پېژني.
 مفتیان يې انګریز ملایان او دسیمو استخبارات دي چي دوی يې منظم کړي ،که طالبیزم ته وکتل سي نه اسلامي موخه لري ، نه افغاني صبغه او نه هم پښتني دریځ لکه له کړونو يې معلومیږي د اسلام بدنامي او پر ځای يې دسیکولریزم راوستلو ته د رُبل ، دینار ، کالدارو ، تومن او ډالر پروژوي پلي کوي .
 همدوی څرګند مثال دی چي له شل کاله را په دې خوا پر دین سوداګري او پانګوالي کوي .
 ځانمرګي بریدونه چي په قران او حدیثو دواړو کي ناروا عمل بلل شوی خو د(ای.ایس.ای) لخوا په تفسیر شوي او تحریف شوي قران کي يې ورته اجازه ورکړل شوې د افغانانو د ویني تویول ورته روا بلل شوي .
 که دطالبیزم په فلسفه کي هغه چي داسلام په لفافه کي نا اسلامه کړني او ظلمونه کوي او بیایې دجنت او ثواب هیله هم لري ژر ده چي په ډیري اسانۍ سره به د اسلام څخه د مسلمانانو زړه تور او مسلمانان به هم د اروپایانو په څېر دسیکولريزم فلسفې ته پناه یوسي ، چي له همدې وره نه به کرار – کرار اسلام دبشري صحني څخه ووزي یوازي به يې نوم په تاریخونو او موزیمونو کي خوندي وي.داده دطالبیزم فلسفې تګلاره وخت به هر څه بربنډ کړي !
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery