مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-11-21   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دملي جبهې جوړیدنه

معلم عبدالقیوم

 

 په اسلامي حقوقي نظام کي: سیاست باید داستبداد،نفس پرستۍ، درواغو،مکر،خطأ ایستلو،ظلم اوفشارڅخه بشپړپاک وي.
رحمان بابا ویلي وه:
که ښه وایم وچاته هم یې بد نسي په زړه کي
 دابخت دی دمغولویا زما څه عقل کم دئ
 نه بخت دی دمغولونه زما څه عقل کم دئ
 داکُل واړه پیري ده چي مي کاردرهم برهم دئ
 زه وایم:
دابې اتفاقي ده=چي کاردرهم برهم دئ

 سیاست: هغه تدبیردئ چي دژوندانه دوسایلواودهغوپه چاپیردافرادو اوټولني ترمنځ دمحبت،یووالې اویودبل سره دتعاون اومرستي دپیدا کیدو سبب ګرځي.وسولي ته درسیدو دپاره دالاندي ټکومراعات ضرور دي.
لمړی :- صداقت، ټینګه اراده ،ترخپلومنځونو اعتماد ، په هیوادکي دسولې اوثبات راوستلوپه خاطر ترپخوانیوحزبي ،تنظمي ،ژبني، سمتي اوقومي تمایلاتورا وتنه .
دوهم :- پراخه حوصله او په ګډه تلاښ.
دریم :- سنجول سوې برنامه چي زیاتوته دمنلواوزغم وړوي.
څلرم :- غوره منتخب مشرتابه.
هره پریکړه چي ومنل سي نوبیا عملي کیدای سي.دپریکړوترمنلوپر ته به سیاست ډیر مشکل حتی له خطره ډک وي.که په ملګرتوب کي دفکر یووالۍ نه وي کومه ګټه نه لري.

دپورته څلوروموادو په پام کي نیونه ده چي هدف ته درسیدو لاره لنډه وي.

نو د ښه فکرخاوندان په خاصه افغانان اوپه نهایت کي هغه شخصیتونه چي دسولي دراوستلوپه کارکي دخلګوپه حضورکي راڅرګند کیږي، دهغوی هریوه ته پکار داده چي خپلي خبري ، لیکني، اوکړني داسلامي اصولو،ملي ،نړۍ والوقوانینوپه رعایت اوافغاني مثبتواخلاقوپه مراعا ت سره جوړي کړي.

که خدای(ج) مه کړه څوک دبل چا په وړاندي بده ژبه کاروي ،په حقیقت کي داسلامي،اوافغاني قوانینوڅخه سرغړونه کوي. نه باید چي موږ دخپلوشخصي غرضو نو په اساس دسولي بهیرته ضرر پیښ کړو.
په تکراراوټنګاربایدولیکم تیرتاریخ مودا ثابته کړل چي په یوازي توګه هیڅ څوک ، حرکت ، ټولنه ،حزب اویاهربل تشکل سرتا سري سوله په افغانستان کي نسي ټینګه ولای.

ګرانه افغانه! وروره اوخوري! اوس دازما اوستا دخوښي خبره نه ده، بلکي دڅلویښتو کلونو تحمیل سوو جنګ اوجګړویوه ثابته نتیجه ده چي باید سره یوسوو. زموږپرکور(افغانستان)له پخواڅخه په خاصه په دغه ورستیو څلویښتوکلونوکي دهرلوري ،مځکي اوهوا څخه غمونه دسیلابو په شان راوبهیدل چي لا وچ سوي نه دي اورابهیږي .

نن ورځ تر هربل وخت زیات دټولوافغانانو یووالي یو عیني ضرورت اوتاریخي جبر ګرځیدلۍ دئ. نو هره پریکړه چي ومنل سي بیا عملي کیدای سي. دپریکړوترمنلوپرته به سیاست ډیر مشکل حتی له خطره ډک وي.

علما وایې:\"سیاست یوفعالیت دئ دکوم په ذریعه چي دټولني لپاره پریکړي ترسره اوپلي کیږي\".څنګه چي ټولنه له انسانانوجوړه ده نو سیاست هم په میراثي توګه دانسانانوګډاوجمعي کاردئ.

که څه هم چي نن ورځ زموږ په هیوادکي دستایني وړعمل اوښه خوی زړې خبري ګڼلي کیږي. هغه په دې چي په هیواد کي موعدالت ورک،ظلم څرګند سوی اوعلم ترشا غورځول سوی دئ.سستي او سپیتانه حاکمه سوې ده اومړانه لا پتیښته کي ده.

شکسپیر وایې\" ټوله نړۍ دنمایش یو سټیج دئ نارینه اوښځي پردغه سټیج لوبغاړي دي چي ددغولوبغاړوله منځه څخه ځیني کرکټرونه قهرمانان اوځیني بیا ناوړه اشخاص سي\".

که دغه فرضیه په پام کي ونسودیوې کورنۍ ټول غړي قهرمانان کیدای نسي اونه دیوې کورنۍ ټول غړي ناوړه کیدای. هیڅ کله به څوک قهرمان نسي چي دکورنۍ مرسته ورسره نه وي .

که قهرمان دټولني له منځ څخه راپورته کیږي دټولني څخه په لیري کیدو بیرته لویږي،پس ټولنه ده چي یوانسان قهرمان کوي. داسي نتیجه اخلو چي هرڅه دیوې ټولني دافرادو په یووالي او اتحادکي نغښتي دي.

پرموږاوتاسوافغانانوباندي په اوسنیوشرائطو کي دا لازمه څه چي فرض ده ،نورنویوازي دتما شاچیانواوسیلبینو پررول قناعت ونه کړو دخپلي ټولني غم خپل غم وګڼواوښادي یې ښادي. زموږ په هیواد کي دسولي نشتون هر څه بد رنګه کړي دي. قهرمانان هیرسوي ناوړه حاکم سویدي ، میړني خواراوزاراوبد کاران هوسا اوآرام دي.ترظلم لاندي بیګناه ولسونه پست اوظالم ګناه کاره عزتمند ګرزیدلي دي .

که دچا سره داسوال وي چي :آیا ځانته په یوازي سر،زه څه تاثیر لرلای سم؟ هوګرانه !بلې لکه څنګه چي یو قهرمان په ټولنه کي قهرمان کیږي په دغه ډول لښکري هم دافرادو څخه جوړیږي .

پدې وروستیو کي ودې موخي ته درسیدودپاره دافغانانویوه ناسته دمتحده ایا لاتو دکانګرس په ماڼۍ کي یوابتکاراودکارپیلامه وه. اوبیا د ۲۰۱۳م کال دنومبر دمیاشتي پر(۱۷)نیټه دکلفورنیا څخه دآریا نا تلویزون دجهاني شبکې له لاري دمحترم اُستاد زرغون شاه \"شینواري\" پواسط دملي جبهۍ یوطرح دټولودخبرتیا،نظرغوښتني اوبشپړتیاپه منظورولوستل سوه. چي دا دافغانانو دراټولیدودپاره یومعلوم ادرس سو.او ژربه دطرحي فارسي متن اودارتباط ادرسونه هم ستاسي دخبرتیا دپاره اعلان سي.

ترڅوچي دافغانانوپه حیث ټول په ګډه تلاښ ونه کړواو په یوه ملي جبهه کي سره راټول نسو، دحا کمو زور واکو توپکمارو،مافیائې ډلو، غاصیبو،جنګي مجریمنو ،پاکستاني اوایراني جاسوي شبکو سخت لاسو نه دافغان ولس دګیروانوڅخه نسو کښلای.

دسولي دملي جبهې له نظره دغه د۱۳۹۳هجري کال دریاست جمهوری دپاره غولو نکي انتخابات کیدل اونه کیدل په دواړو حالاتو کي په هیوادکي دسولي اوثبات دراوستو سره مرسته نسي کولای. داهم ثابته خبره ده چي هیڅ سوپرپاورترپایه دوام نه دئ موندلی اودظالم عمر لنډوي.
هلته دظالم ژوند لنډیږي چي ترظلم لاندي ولسونه سره یومټي سي دا زموږ افغانانومشترک انساني ،اسلامي اواخلاقي مسؤلیت دئ چي سره راټول اویومټي سوو.

زموږاوستاسو افغانانولویه کمزوري چي ټول یې باید ومنوهغه داده چي یومټي نه یو.هغه کارچي سبایې باید وکړو ولي یې نن نه کوو؟

 دسولي ملي جبهه باورلري ترڅوچي په ګران هیواد افغانستان کي سوله ټینګه نسي آزاد، عادلانه ،بې پرې اودپردودنفوذ څخه فارغه انتیخابا ت ممکن نه دي . ترهغوچي په یوه جبهه کي سره راټول سوي نه یو، دمؤقت حکومت دجوړیدو تلاښونه نتیجه نه ورکوي . راځي په خپلوګډوتلاښونوسره یوځل بیا دښمنانو ته داثابته کړوچي الحمدالله اوس هم سته دلاور اوسرښندونکي افغانان چي دخپلو نوامیسوڅخه دفاع کولاسي. کامیاب اوسئ.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery