مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-11-23   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ا مریکایان افغانان تر خوږ ګوته نیسی،

    
 وایی چی د ملا نصر الدین کور ته غله ورغلل او ملا نصرالدین چی څه درلودل غلو ټول تری یوړل ملا او میر من یی د غلو شاه ونیوله او چی کله غله خپل کور ته داخل شول نو نصرالدین او میرمن یی جوخت د غلو کور ته ورننوتل. غلو تری پوښتنه وکړه چی تاسو دلته څه کوی. ملا نصرالدین ورته وویل چی زموږ کډه ستاسو کور ته راغله کنه.
اګر چی زه حقوق پوه نه یم خو د امریکایانو او د کرزی تر منځ کوم تړون چی ما ولوست همدغه کټه مټه د ملا نصرالدین خبره ده امریکایانو ته هيڅ مسولیت ندی ورپه غاړه شوی بلکی ټول زور یی پر افغانانو وراچولی دی. د افغانانو لاسونه او پښی یی تړلی دی او پدی ټړون کی خو زه کوم داسی څه نه وینم چی افغانستان ته به کومه رڼایی راولی.
د افغانستان شریطو ته په کتو او هغه داخلی او بیرونی خطرونه چی زموږ هیواد او ولس ته متوجی دی ، زه د امریکایانو سره د یوه داسی تړون مخالف نه یم چی د افغا نستان ملی ګټی پکشی خوندی وی، خو داسی تړون چی په هغه کی نه یوازی زموږ د هیواد او ولس ملی ګټی نه وی خوندی بلکی موږ ته لا نور په زیان تمامیږی د یوه افغان په صفت نه منم او نه یی باید نور افغانان ومنی.
زه د بارک اوبامه او کرزی تر منځ د تړون په ټولو جزیاتو خبری نه کوم تاسو قدرمن لوستونکی کولای شی په لاندنی برخه کی هغه مادی او فقری چی ما دلته رانقل کړی دی په غور سره وڅیړی او فکر پری وکړی. زه د دفه تړون ځینی برخي د مثال په ډول تاسو ته روښانه کوم.
د مثال په ډول په دوهمه ماده او دریمه فقره کی نده روښانه شوی چی که افغانستان ته بیرونی خطر متوجه وی امریکایان به څه کومک کوی پدی ماده کی لولو چی((...............د افغانستان د امنیت پر وړاندی د ګواښونو د دفع لپاره د افغانستان ملی دفاعی او امنیتی ځواکونو سره خپل ملاتړ مشخصوی)) هیڅ معنی نه لری او یا خو زه نه پوهیږم.
همدارنګه په څلورمه ماده کی د افغانستان د امنیتی او دفاعی قابلیتونو لوړتیا او پایښتت په مشخص ډول ندی ویل شوی چی په کومه اندازه بودجه به ورته مشحصه کوی خو ویل شوی دی چی هر کال به د مالی منابعو لټه وکړی، دا پدی معنی ده چی خیراتونه به راټولیږی او که خیرات نه وی نو هیڅ ګرنټی نشته تر څو افغانستان وکولای شی په مستقله توګه د کورنیو او بهرنیو ګواښونو په وړاندی ځان خوندی کړی او خپله دفاع وکړی. کله چی ګرنټی نه وی قابلیت به څنګه وروزل شی او وړتیا به له کومی شی.
همدارنګه په پنځمه ماده کی لولو چی هيڅ ډول خروجی او دخولی کنترول نشته. دا ځکه چی افغنستان نه صاحب لری او نه سر.ورپسی لیکل شوی دی چی د امریکا الوتکی به بدون له کنترول ځی او راځی نه به دا معلومه وی چی څه شی راوړی او نه دا واضع وی چی څه شی له افغانستان څخه وباسی. نو که د افغانستان خام مواد غله کیږی افغانان به هیڅ هم نه وایی، له دی نه لوی ظلم شته؟
 هيڅ څوک نه شی کولای چی په امریکا کی یوه لویشت ځمکه په وړیا توګه تر لاسه کړی، خو په افغانستان کی چی امریکایان زموږ ځمکه، هوا، اوبه د مخابراتو فریکوینسو څخه ګټه اخلی مفت دی، نه مالیه شته او نه ټکس. او ټول قراردادونه به د امریکا د قوانینو پر بنسټ صورت نیسی. دا خو انصاف ندی دا خو معلومه غله ده او زور دی چی امریکایان یی د افغانانو سره کوی. او افغانان تر خوږ ګوته نیسی.
دا تړون د افغانستان په ګټه ندی او نه به شی. زما په فکر که د کرزی حکومت دا تړون د امریکایانو سره لاسلیک کړی زموږ هیواد به یوی داسی اوږدی جګړی ته ورټیل وهی چی په کالونو کالونو به افغانستان او افغانان تری خلاص نه شی.
نو بیا هم موږ د کرزی حکومت او د مشورتی جرګی له ګډون والو هیله کوو چی هیواد او ولس مه خرڅوی ځکه دا مسولیت لری او په دواړو جهانونو کی به مختوری او رسوا وی.
ګران لوستونکی کولای شی چی د دی تړون ځینی برخی چی ما کټی مټی راخیستی دی لاندی ولولی او فکر پری وکړی.


مننه
 ډاکټر ګل مرجان منګل


 دوهمه ماده (هدف او محدوده)
۳: .......................که پر افغانستان کومه حمله کیږی ، له غوښتنې سره سم، متحده ایالات په عاجله توګه د افغانستان د امنیت پر وړاندې د ګواښونو د دفع لپاره د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره خپل ملاتړ مشخصوي

 څلورمه ماده(د افغانستان د امنیتي او دفاعي قابلیتونو لوړتیا او پایښت)

3. تر کومه ځایه چې د ستراتیژیکو همکاریو موافقتنامه ایجابوي او هم د هغو تعهداتو مطابق چې په ۲۰۱۲ کال د شیکاګو په سرمشریزه کې شوي، متحده ایالات مکلفیت لري چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د روزنې، تجهیز، مشورې او پایښت لپاره هر کال د مالي منابعو لټه وکړي ترڅو افغانستان وکولای شي په مستقله توګه د کورنيو او بهرنيو ګواښونو په وړاندې ځان خوندي کړي او خپله دفاع وکړي
4. د افغانستان د امنیت د تامینولو په هدف، دواړه لوري دا اهمیت درک کوي چې د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه باید په لازمو تجهیزاتو او موادو سمبال وي.دې هدف ته د رسېدو لپاره، متحده ایالات د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د تجهیزاتو او موادو په برابرولو کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي
 پنځمه ماده
 اوله فقره :
ج – د دې قرارداد له هدف او محدودې سره سم، یو طرزالعمل ترتیب کړي چې د هغې له لارې د افغانستان په وړاندې د کورنيو او بهرنيو ګواښونو په اړه په موقع، دقیق، اغېزمنې او ګټورې ارزونې ترسره کړي؛ او
 د – د معلوماتو او استخباراتي اطلاعاتو د شریکولو او ارزیابۍ د کچې د لوړولو لپاره مشخصې سپارښتنې وکړي.
2. د ځانګړو خوندي ارتباطي کانالونو د رامنځته کولو په شمول، له یو بل سره د ګواښونو په اړه د مشورتي توان د پیاوړتیا دوام، د دواړو لوريو ګډ هدف دی

 

 شپږمه ماده
(بهرنی تیری)
۱: ................ پټنځایونو او وسلو د برابرولو په کلکه مخالفت کوي.دواړه لوري موافق دي چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت یا سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې د دا ډول ګواښونو پرخلاف د افغانستان د دفاعي قابلیتونو په لوړولو کې همکاري وکړي
. 3. دواړه لوري په منظمه توګه د بالقوه سیاسي، دیپلوماتیکو، پوځي او اقتصادي اقداماتو په اړه مشورې کوي چې دا کار کولای شي د داسې بهرني تېري او یا د افغانستان په وړاندې د بهرني تېري د ګواښ پر مهال د مناسب غبرګون یوه برخه جوړه کړي.د دغو مشورو په رڼا کې، دواړه لوري د سیاسي، دیپلوماتیکو، پوځي او اقتصادي اقداماتو د یو لیست د ترتیب په لټه کې کیږي

 

 لسمه ماده

 ۲: ......................... د متحده ایالاتو دولتي او ملکي الوتکې چې د متحده ایالاتو د ځواکونو له خوا یا هم په ځانګړي توګه د دوی د قواوو لپاره فعالیت کوي، د عبوري الوتنو یا هوايي لارښوونو د محصول یا هم د افغانستان په حکومتي هوایي ډګرونو کې د پارکنګ د محصول او یا نورو لګښتونو پر ورکړې مکلف نه دي

4. د متحده ایالاتو دولتي الوتکې، بېړۍ او وسایط د متحده ایالاتو د ځواکونو د چارواکو له موافقې پرته له ورختلو (بورډینګ) څخه معاف دي.د متحده ایالاتو دولتي الوتکې، بېړۍ او وسایط په افغانستان کې د تفتیش، مقرراتو اویا ثبت له الزامیتونو څخه معاف دي.


یوولسمه ماده ( د قراردادونو طرزالعملونه)
۱: ....................... د متحده ایالاتو ځواکونه هڅه کوي چې د متحده ایالاتو له قوانینو او مقرراتو سره سم د قراردادونو په ورکړې کې له افغان تدارکاتي شرکتونو څخه چې توکي، محصولات او خدمات برابروي، تر ډېره ممکنه حده کار واخلي.
۲:.........................، د متحده ایالاتو قراردادیان د متحده ایالاتو له ځواکونو سره او یا د دوی په استازیتوب د اصلي یا فرعي قراردادونو په ورکړې او تطبیق کې د افغانستان د نورو ټولو جوازونو له اخیستو او ورته الزامیتونوڅخه معاف دي
 دولسمه ماده(تأمینات او مخابرات)


۲:....................... د متحده ایالاتو لپاره له مخابراتي فریکونسیو نه استفاده وړیا ده

 دیارلسمه ماده ( د پرسونل حقوقي حیثیت)

۴..........................د افغانستان ادارې د متحده ایالاتو د ځواکونو اود ملکي برخې غړي نه نیسي او نه یې هم توقیفوي.که چېرې د متحده ایالاتو د ځواکونو او د ملکي برخې غړي د افغانستان د قانون تنفیذي ارګانونو یا نورو افغان ادارو له خوا د کوم دلیل په وجه ونیول یا توقیف شي، په سملاسي توګه د متحده ایالاتو د ځواکونو چارواکو ته سپارل کیږي

. پنځلسمه ماده (دخول او خروج)
۱ :........................ دغه غړي پاسپورتونو او ویزو ته اړتیا نه لري. دغه افراد په افغانستان کې د بهرنيو اتباعو د ثبت او کنټرول له اړوندو قوانینو او مقرراتو څخه معاف دي
 شپاړسمه ماده ( واردات او صادرات)

4. د دې مادې د لومړۍ او دوهمې فقرې له احکامو سره سم، افغانستان ته د هر ډول توکو واردول، له افغانستان څخه بهر ته صادرول، بیا صادرول، انتقال او استفاده په افغانستان کې د دې مادې د مندرجو احکامو په استثنا، د ځینو محدودیتونو لکه جواز، تفتیش، تصدیق، د افغانستان د دولتي ادارو له خوا د وضع شویو مالیاتو، ګمرکي محصول یا نورو لګښتونو تابع نه دي

 اوولسمه ماده (مالیات)
۱:د متحده ایالاتو د ځواکونو له خوا یا هم د دوی په استازیتوب، د اموالو او خدماتو تدارک، په افغانستان کې له هر راز وضع شویو مالیاتو او اړوند محصول څخه معاف دی.

۲: د متحده ایالاتو ځواکونه، د ځواکونو او ملکي برخې د غړو په شمول، په افغانستان کې د هر ډول وضع شویو مالیاتو، نورو مشابه یا اړوند محصول په ورکړه مکلف نه دي
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery