دخپریدو نیټه : 2013-11-26 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د سروبی داړماران - دریمه برخه
ولی خان حکمتیار
ښاغلی! نصرالله احمدزی صاحب زه په دې حجالت وباسم چې د احمدزی لقب دې ځان ته غوره کړی، ځکه په تاریخ کې د احمدزیو قوم یو پیاوړي او په نرخ او قانون ولاړ قوم دي. څوک چې ځانته احمدزی وایئ هغه د احمد آبا تاریخ ته ګوري او د هغه په پله قدم ږدي، آیا د احمدآبا په تاریخ کې کوم احمدزی پاټکي وو او یا یې کوم قومونه او ګاونډیان چور او تالا کړي وو؟ او ستاسو پاټکیانو د احمدآبا کوم قانون په ځان عملي کړې؟ په دې افتخار کوې چې زه احمدزی یم، ته باید د احمدزی لقب په ځان پورې ونه تړې.
ته باید د مغلو لقب ځانته غوره کړې، ځکه مغول هم د تاسو په شان چې هرې سیمې ته تلل، خلک به یې وژل او دارایئ او مال به یې چور کاوه، آیا د احمدآبا په تاریخ کې د هغه کوم بچي داسې د مغولو په شان خلک وژلي او بې عزته کړي او دارایئ یې چور کړې؟
او که پرته له تاسو کوم احمدزي داسې یو ناوړه او د حجالت ډک عمل کړي وو؟
د مثال په توګه کله چې تاسو د لوګر ولایت کې د جمعت اسلامی د قوماندانانو د سر کوب کولو په وخت کې د ډاکترفضل الله چې د جمعت اسلامی یو پیاوړي قوماندان وو، د هغه کور مو چور کړ بلکې تراکتور، غواګاني، چرګان او د ژوند اړتیاوو نور توکې مو ور څخه چور کړي، آیا د مغلو د لښکر په شان مو ور سره عمل ونه کړ؟
او همدارنګه د آزری په ولسوالۍ کې د انجینرحاجی عبدالطیف مرکز او کورونه مو چورنه کړل؟
ځکه انجینرحاجی عبدالطیف په آزری والسوالۍ کې د جمعیت اسلامی یو پیاوړي قوماندان و، دا چې انجینرحاجی عبدالطیف د آکبرخیلو په کلی کې یوه دیني مدرسه جوړه کړې وه هغه هم تاسو ورانه کړه او د هغه د ملګرو کورونه موهم چور کړل.
اوس تاسو فکر وکړئ چې د ستاسو او د چنګیزي لښکرو څه فرق و؟ له تاسو څخه مغول لږ ښه وو، هغوي اسلامی مقدساتو ته احترام لرلو، خو تاسو د خدای د دین د زده کړې مرکز ونړاوه، چې تراوسه ویجاړ پروت دی. چې ستاسود مسلمانۍ! تاریخ یې ژوندی ساتلی دی.
او کله چې خلک د هغې مدرسې تر څنګ تیرېږي کومه چې تاسو ویجاړه کړې ده نو وایي چې دا د اسلام د پتنګانو له لاسه یاد ولره چې د آکبرخیلو قوم دا پریکړه کړي، چې دا مدرسه به تر هغې نه جوړوئ څوپورې چې په افغانستان کې داسې یو قوي حکومت نه وې راغلې چې تاسو غوندې مجرمانو ته یې سزا نه وې ورکړي.
له دې څخه معلومیږي چې تاسو پښتو او اسلام ته هیڅ عقیدت نه لرئ، خو زه اوس هم پدې باور یم چې په لندن کې به هم دا پوچ خیال در سره وي چې څنګه داسې یو ناروا کار تر سره کړم دا خبره ځکه کوم چې ته او ستا ملګري د ناروا عمل د تر سره کولو ناروغان یاست.
پاتې شو زما نوم چې تا یې شک درلود، دا په یاد ولره چې زه ولی خان حکمتیار همیشه په خپل اصلی ادرس او نوم لیکنې کوم او له هیچا څخه ویره نلرم، او زه نه غواړم چې زما پر ځای دې په بل چا ګمان راشي، زه د ستا په شان نه یم چې کله د ملا وحید، وحیدملا، شاهد لوګری، او منګل آغا او داسې په نورو نومونو لیکنې وکړئ، چې د قلم عفت او حرمت ته احترام نه لرې، او دغه د قلم عفت او حرمت خو تا له پخوا تر پښو لاندي کړی، په بې شمیرو نومونو لیکنې کوې.
چې یو څو بیلګې یې درته په ګوته کوم، تا یو وخت د ملاوحید له آدرسه ((د مولوی خالص ډله د تور او سپین په څیره کې)) تر عنوان لاندې لیکنې کولې چې وروسته بیا یو ورور درپسې ((زردادیان په انټرنټ کې)) یوه لیکنه وکړه، هغه لړۍ دې په نیمایئ کې پریښوده، او بیا دې په همدې وخت کې یوه لیکنه د شاهد لوګری له آدرسه ((په لوګر کې څه تیریږي)) تر عنوان لاندې لیکنې کولې چې خپله درنې او د بل سپکې دې بیانولې، او وروسته دې بیا د وحیدملا له آدرسه ((تصادف یې مه بولۍ جدي خطر دی)) ترعنوان لاندې لیکنه کوله او په دغه لیکنه کې چې دې د چا سپکه کړې زه فکر کوم چې په خپل کور کې به دې هم دومره خوړلي او څښلي نه وي لکه د نوموړئ په حجره کې دې پلاونه او کبابونه خوړلي وو.
دا فکر ونه کړې چې ما به څوک و نه پیژني. په هيڅ یو مستعار نوم د ولس له نظره پټ پاتې کیدای نه شي، ځکه د هر چا تاریخ معلوم دي، چې څوک سپین او څوک تور دي، پدې آوتو بوتو خپل ځان نه شئ سپین کولای، د بشر په حقوقو کې تاسو د بشر ضد کړنئ ثبت دي، که په هر ځای کې یاست انشاءالله په امان کې به پاتي نه شې.
بله دا چې تا کومه لیکنه ((د لوګرشهزادګان)) شروع کړې په هغې کې تر اوسه زما نوم نشته او نه مې تر اوسه ستاسو په شان غلط ګام پورته کړی، ستا قلم به تاته اجازه درنه کړي چې زما په باره کې لیکنه وکړې، ډېره ښه لیکنه دې پیل کړې، د الله نه امید لرم چې تر پایه درسره مله وي، او دا د لیکنو لړۍ دې دوام ومومي.
د لوګر اصلي شهزاده خو ته وي په اویا یمې لسیزې کې خو دې له شهزاده څخه هم پورته ژوند وو، او ته په خپل وخت کې د لوګر او سروبی شهزاده وې، چې څه مو زړه غوښتل هغه مو کول، او شهزاده همدې ته وایئ چې څه یې زړه غواړي هغه عملې کوي، او داسې ډېر اعمال دې چې تاسو یې د کړنو مرتکب یاست، ستا په باره کې د حقیقت په راسپړلو سره زه د یو احمدزی په توګه شرمیږم او زما قلم شرمیږي خو ته........؟
ګران لوستونکې دې قضاوت وکړي.
نور بیا