مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-11-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کرزي ۱۲کلنې واکمنۍ شهزاده ګان زېږولي

صمد افغان - کابل

 

د افغانستان ولس پر زياتو قومونو ويشل کيږي ، چي هر قوم يي ځانته ټولني بلل کيږي. يو متل دی چه وايي : »د لاس پنځه ګوتی وروڼه دي ، خوټولي يو له بلي توپير لري« . دافغانستان قومونه او ولسونه چي د هيواد په ګوټ ګوټ پراته دې ، په رواج ، خاصيت او اجتماعی ژوند کي يو له بله توپير لري .

په افغانستان کې ډېر قومونه ژوند کوي، چې په لاندې ډول يې يادونه ضروري بولم (ايماق،افشار، بلوڅ، هزاره، قزلباش، کوچی، نورستاني، تاجک، ترکمن، ازبک او تر ټولو لوی قوم پښتون).

زه په دې لنډه ليکنه کې د افغانستان د قومونو په رواجونو او تشکيلاتو خبرې نه کوم، ولې يوازې غواړم، چې پر هزاره قوم وغږېږم او د حامدکرزي په دوران کې دوی ته د ورکړل شوي رشد په هکله لنډه رڼا واچوم.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر پر يولسمه نېټه چې کله نړۍ له سوړ سياست څخه راووته او نړيوالو افغانستان ته مخه کړه، دا لسيزه  په نړۍ کې د بدلون د لسيزې په نوم ياده شوه، په نړۍ کې ډېر تحولات رامنځته شول او ډېر پرمختګونه وشول، ولې په افغانستان کې دا خبر يوازې يو قوم ته مثبته تمامه شوه، يوازې هزاره قوم پرمختګ وکړو او په ټولو اقتصادي منابعو، سياسي جرياناتو، لوړ څوکيو او تحصيلي بورسونو کې تر نورو قومونو زیاته ونډه ورکړل شوه، او تر هر چا زيات ونازول شو.

د طالبانو د رژيم له سقوط وروسته او د بدلون لسيزې په پيل کې لومړی لوی اقدام چې د هزاره قوم په ملاتړ تر سره شو، هغه د کابل ښار درېيمې کارتې په ساحه کې دې قوم ته ځانګړی تحصيلي او مذهبي لوی کمپليکس جوړ شو، چې مشري يې محمداصف محسيني کوي (محسيني هزاره نه دی ولې د هزاره قوم (شعيه مذهب) مذهبي مشر دی)، دا ځمکه چې د يو پښتون وه، د ولسمشر په ځانګړي حکم ياد قوم ته تحفه ورکړل شوه، چې په جوړېدو کې  يې ګاونډي هېواد ايران مالي ملاتړ وکړ او ميليونونه ډالر يې پرې ولګول، چې له همدغه ځايه په کور دننه کې د ایران لاسوندې شروع شوې.

د هزاره قوم سره په هر ډګر کې بې څارې مرسته لامل شوی چې د دې قوم په مقابل کې نور قومونه په سياسي، اقتصادي او تحصيلي برخوکې ښکته وسي، د ميدان وردګو ولايت انتصابي سناتور سلمان ياري، چې څو مياشتې وړاندې وفات شو، د دې د کورنۍ مياشتنې عايد چې د دولت له لوري ورکول کېږي ۳۵۰۰۰امريکايي ډالر اټکل شوی، دا پيسې د سناتور ياري د ژوندان په وخت کې هم راتلې او اوس هم ورته ورکول کېږي، پرته له دې چې په کابل ښار کې درې اپارتمانونه ورکړل شوي.

د ټولګټو چارو وزارت، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت، د عامې روغتيا وزارت، د مخدره توکو پرضد د مبارزې وزارت، د ښاري پراختيا وزارت، د چارو  اداره او د وزیرانو شورا دارالانشاء، د بشري حقونو خپلواک کميسيون او ځيني نورې ادارې چې په بشپړ ډول د دوی په واک دي، د وزارت له مشاوريت او نورو لوړو بستونو څخه نيولې تر چوپړګرانوو پورې ټول د همدې يو قوم دي.

سره لدې چې پورته وزارتونه او يو شمېر نورې ادارې د دوی په بشپړ واک کې دي، د ځينو هغه تروريستانو هم په بشپړ ډول ملاتړ کوي، چې په سلګونه بې ګناه او بې وزله پښتانه يې ډېر په بې رحمانه ډول شهيدان کړي، د حکيم شجاعي څهره او نادودې چې پښتون قوم سره یې کړي هېڅ د هيريدو نه دي، د ځينو راپورونو پر بناء چې هغه اوس هم د ارګ د دوهم مرستيال په کور او ميلمستون کې د ژوند شپې ورځې تېروي، هېچا يې په وړاندې عکس العمل ونښوده، ولې کله چې په کندهار کې يو امريکايي سرتيري (رابرټ) لس کسان ووژل هغه د امريکا د محکمې له لوري محاکمه شو، ولې شجاعي چې له يو پراخ قومي ملاتړ څخه برخمن دی او دا هم د همدې حکومت له وجهې ده، چې په راس کې يې حامدکرزی دی، څوک نه شي کولای چې د محکمې ميز ته يې راکش کړي.

په تېرو دوه دورو ټولټاکنو کې پښتانو اوسني ولسمشر حامدکرزي ته په دې موخه رايه ورکړه، چې د پښتون قوم ستونزې په هوارې کړي، او هغه څه به ورته تر سره کړي، چې پښتانه یې طمعه لري، ولې کرزي يوازې همدې قوم ته رشد ورکړ او لا هم ورکوي يې، تر ټول جالبه يې لا داده، چې په محبسونو کې به لس هزاه ونه ګورئ چې د قتل او يا هم په بل لوی جرم نيول شوي وي، څنګه چې لومړي درجه تروريست او خونکار شجاعي څخه ملاتړ کوي نور هم له پوره ملاتړه برخمن دي.

په جوړه شوې لويه مشورتې جرګه کې ولسمشر کرزي غوښتل چې د خپلې پرېکړې سره سم په جرګه کې کار وکړي ولې هلته چې ياد قوم ته پوره واک ورکړل شوی و، د واک څخه په ګټې اخيستنې حامدکرزي ته یې تر ټولو لوی ګزار دا وه، چې هر هزاره په راپور ورکولو کې په بامیانو ولايت کې د يوې اډي غوښتنه کوله، هزاره قوم له يوه لوري له ایران څخه پوره حمايت لري له بل لوري غواړي چې د امريکا متحده ايالاتونو څخه هم د قوم په ګټه کار واخلي، چې په حقيقت کې دا سياسي ګزار به حامدکرزي ته نه هيريدونکی وي، پدې کې د چارو د ادارې او دارالانشاء رئيس تر هر چا زيات رول لوبولی.

۱۲کلن تاريخ ثابته کړې، چې کله هم ولسمشر له ياد قوم سره مرسته کړې او د رحم لاس يې پرې کش کړی په ځواب کې همدې قوم بيا ورته ښکنځلې کړي او رټلی یې دی، څوک هم که زما دا ليکنه لولي او د محمداصف محسيني سره يې ليدلي وي، محسيني همېشه پر ولسمشر توندې نيوکې کړي او حتی چې پر سختو خبرو کولو يې هم بسنه نه ده کړې، سره له دې چې محسينې ته ولسمشر په ځانکړي حکم په دريمه کارته کې د لوي تعليمي، تحصيلي او مذهبي کمپليکس د جوړېدو ځمکه ورکړې.

د حاممدکرزي په ۱۲کلنې واکمنۍ که له يوه لوري شهزاده ګان وزېږول او هزاره قوم ته يې ډېر زيات پرمختګ ورکړ له بل لوري یې لوی قوم (پښتون) له ډېرو بدبختيو سره مخ کړ، زه د قلم له خاوندانو او سياسي تحليګرانو او ټولو لوستونکو پښتنو څخه په کلکه غواړم، چې د يوې لحظې لپاره قلم را واخلئ، سوچ وکړئ او بيا تحليل وکړئ چې پښتانه څومره بدبخته شول او هزاره څومره پرمختګ وکړ.

پښتانه له هېڅ يو قوم سره نه تزاد لري او نه هم غواړي چې د نورو قومونو حق تر پښو لاندې کړي، ولې پښتانه يوازې او يوازې د خپل قوم د حق غوښتونکي دي.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery