دخپریدو نیټه : 2013-11-26 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
لویې جرګې
استاد فضل الله رشتین
مخکې له دې چې په هیواد کې د اوسنۍ مشورتې جرګې باندې وغږیږم، نو غوره ګڼم چې د لویو جرګو په اړه د ارواښاد ستر پوهاند رشتین بابا یو څو خبرې یادې کړم . رشتین بابا لیکي :
لویه جرګه د پشتون په تاریخ کې ډیر اوچت مقام لري ، دوي د تاریخ په هره دوره کې هر وخت لویې لویې جرګې کړي دي او خپل مهم او ستر کارونه یې په کې فیصله کړي دي.
د آریانانو شریف او ساوو ولس له اوله تر دې دمه دغسې ملي جرګې درلودې او د ژوندانه درنې مسلې یې په شریک قکر په ګډه سره په اتفاق سره قیصله کولې . د ریګویدا په درې نیم زره کلنو لرغونو سرودونو کې د دغسې جرګو یادونې راغلی دي . دوي دوه قسمه جرګې درلودی چې یو قسم یې وړه جرګه او بل قسم یې لویه جرګه وه. دواړه جرګې غوره او ښې جرګې وې ، په وړه جرګه کې به د کلي او علاقې خلک شاملیدل – او لویه جرګه به د ټول قوم او اولس له خوا جوړیده . پښتون ملت تر اوسه پورې دغه تاریخي دود په ښه شان سره پاللی او ساتلی دی . د جرګو مرکو دغه اجتماعی روح د دوی په رګونو کې داسې ننوتی دی چې هیڅکله ورنه بیلیدلای نه شي .
د همدې قومي او ټینګ دود په اساس یې د هر مشکل او سخت کار په وخت کې اولسي او ملي جرګې رابللی دي او په ګډه سره یې د حل او پریکړې لار پیدا کړې ده. هغه وخت چې د ګرګین د لاسه د کندهار خلک تنګ شول نو د حاجی میرویس تر مشرۍ لاندې پښتنو په خپلو جرګو کښې د آزادۍ د حاصلولو پریکړه وکړه او پس له هغو ډیر ژر د هوتکو پاچاهي په (۱۲۲۱) کال کې مینځ ته راغله.
خوشحال خان خټګ ، ایمل خان مومند ، او دریا خان اپریدي به همیشه د خپلې آزادۍ د ساتلو د پاره په خپلو منځونو کښې جرګې کولې او بیا به یې عملي ګام پورته کولو. د احمد شاه بابا د پاچاهۍ مسئله هم په یوه دغسې ملې جرګه کښې فیصله شوه او د قندهار په شیر سرخ کښې د پاچاهۍ تاج ورپه سر کړای شو. پس له هغه هم په پښتونخوا کې په پرله پسې ډول دغسې لویې جرګې شوي دی چې په لنډ ډول ښودل کیږي؛
۱ - لومړۍ لویه جرګه په ( ۱۳۰۲) کې په جلال آباد کې وشوه چې د آزادو سرحدونو خلک هم پکې شامل وو.
۲ – بله لویه جرګه په ( ۱۳۰۳ ش کال ) په پغمان کې وشوه چې د آزادو سرحدونو استازي هم ورته راغلي وو.
۳ – دریمه لویه جرګه په ( ۱۳۰۶ ش کال ) په کابل کې شوې ده.
۴ – بله لویه جرګه د نادر شاه د پاچاهۍ په اول سر کې د سقاوۍ له ګړ بړ نه وروسته جوړه شوه. (۱۳۰۹ ش) کال .
۵ – یوه لویه جرګه د (۱۳۳۰ش ) کال د عقرب په میاشت کې وشوه . په دې جرګه کې د نړۍ په دوهمه جکړه کې د افغانستان د بې طرفۍ د سیاست پریکړه وشوه.
۶ – بله لویه جرګه د ( ۱۳۳۴ ش ) کال د عقرب په میاشت کې په کابل کې وشوه . دې لویه جرګه کې د پښتونستان د خلکو د حقوقو د غوښتنې فیصله وشوه- او ددې مطلب لپاره د افغانستان د قوی کولو او د کا ونډي هیواد شوروي اتحاد څخه د مرستې د غوښتنې پریکړه هم وشوه.ددې جرګې د مشرۍ لپاره وزیر محمد ګل مومند غوره کړای شو.
۷ – بله لویه جرګه په ۱۳۴۳ ش کال د اساسي قانون د منلو لپاره راوغوښتل شوه چې مشر یې ډاکټر عبدالظاهر ؤ . ( رشتین بابا ددې جرګې یو مهم غړی ؤ، په دې جرګه کې پښتو ژبه د افغانستان د ملي ژبې په حیث ومنل شوه )
۸ – په کوزه پښتونخوا کې د پښتنو د خپلواکۍ د پاره په ۱۹۴۷ میلادی کال د جون په میاشت کې یوه جرګه شوې وه ، تر دې وروسته بیا کومه سمه تاریخي لویه جرګه مینځ ته رانغله.
دا وې د لویې جرګې په اړه د ارواښاد پوهاند رشتین بابا خبرې . رښتیا هم د دغو یادو شویو جرګو نه پس کومه سمه جرګه جوړه شوې نه ده . د داوود خان په وخت کې یوه لویه جرګه جوړه شوه چې هغه سمه او واقعي جرګه نه وه ، داوود خان د خپل قدرت د ساتلو او اوږدولو لپاره دا جرګه راوغوښتله ، څرنګه چې یو ه ملي جرګه نه وه نو پایلې یې هم ناکامې وې. د کمونستانو په وخت کې هم لويې جرګې جوړې شوې خو څرنګه چې ساختګي او نمایشي جرګې وې نو څه ګټه یې ونه رسوله بلکې بر عکس یې د افغانستان په سیاسي او امنیتي وضیعت منفي اثرات وکړل او هیواد یې د تباهۍ په لور روان کړ.
د طالبانو نه پس کله چې د کرزی صاحب په مشرۍ نوی موقتي جکومت جوړ شو نو لویه جرګه جوړه شوه ، دا هم نمایشي جرګه وه ، ددې جرګې فیصلې د ملت د عامو او ملي ګټو سره په تضاد کې وې نو ځکه یې سمه نتیجه ورنکړه ، ددې جرګې په فیصلو کې خارجیانو لاس درلود او د خپلو اهدافو لپاره یې هر څه چې غوښتل هغه یې په افغانانو منل او تپل. دا اوسنۍ جرګه چې دې ته مشورتي لویه جرګه وايي ، دا د هغو جرګو په شان نه وه کومه چې په پخوا وختونو کې د ظاهر شاه بابا د پاچاهۍ تر وخته جوړې شوي دي.
په اوسنۍ مشورتي لویه جرګه کې د ګډون کوونکو په اړه پوښتنې شته او هغه دا چې دا ګډون کوونکي په کوم اساس او بنیاد ټاکل شوي او جرګې ته رابلل شوي وو . دا خبرې مو واوریدې چې د جرګې ډیر شمیر غړي د لیک او لوست له فیض څخه بې برخې وو ، په دې جرګه کې يا ډیر پوه شخصیتونه وو او یا ډیر نا پوهه اشخاص شامل وو چې په هیڅ لحاظ له یو بل سره د مقایسې وړ نه وو. بله دا چې د جرګې ډیر شمیر غړي د روابطو له مخې غوښتل شوي وو نه د ضوابطو له مخې.
بله مهمه او اساسي خبره دا ده چې په جرګه کې د جرګې د مشر حضرت صبغت الله مجددی او د ولسمشر تر منځ سخت اختلافات وو او د دواړو د شخړې جریان په مستقیم ډول ټولې دنیا د تلویزیون په پردوه ولید چې دا کار په هیواد کې د یو سیاسي حل د لارې د جوړولو پر ځاې ددې لارې لا نور خرابیدل په ګوته کوي . بهتره به دا وه چې دواړو لومړی په خپلو کې یوې موافقې ته رسیدلې وې او بیا یې دا جرګه رابللې او جوړه کړې وې. حضرت صاحب یو څه ویل او ولسمشر بل څه ویل ، چې دا کار واقعا ښه کا ر نه ؤ .
پوښتنه داده چې که دا امنیتي پیمان نه امضا کیږي نو بیا دې جرګې ته څه ضرورت ؤ ، او که دا پیمان امضا کیږي نو بیا هم دې ته څه ضرورت ؤ چې دومره ورباندې جنجال وشي ؟ یو څو تنه عاقلان او پوهان باید ناست وې او ټولې خبرې یې باید سنجولې وې ، مثبت او منفي اړخونه یې څیړلې وې او یوې فیصلې ته رسیدلې وې . مونږ ته دومره معلومه ده چې په دې امنتیتي پیمان باندې ډاکټر اشرف غني او ډاګټر سپنتا کار کولو ، دا لازمه وه چې لږ تر لږه د پنځوسو تنو پوهانو او عالم یوې ډلې دغه امنیتي پیمان لوستی او خپلې خپلې نظریې یې ورباندې ورکړې وې ، هر څه یې آماده کړې ، له امریکائيانو سره يې ورباندې خبرې کړې وې او ټولې لانجې یې د لویې مشورتي جرګې د دایریدو څخه د مخه حل او فصل کړې وې.
زه یو څو خبرې ، نظریې او وړاندیزونه لرم او هغه دا دي :
۱ - له امریکې سره د امنیتي پیمان لاس لیک کول په اوسنیو سختو حالاتو کې چې هیواد د همسایه هیوادو له خوا د تهدید سره مخامخ دی، یو ضرورت ګڼل کیږي. که چیرې دا تړون امضا نه شي نو امکان لري امریکا او ناټو خپلې قواوې له افغانستان څخه بهر کړي او له دې سره به یوځل بیا افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شي.
۲ - که چیرې د افغانستان حکومت په تیرو ۱۳ کالونو کې خپله اردو ، ملي پولیس او امنیتي قواوې ښې جوړې کړې وې نو نن به دې تړون ته ضرورت نه ؤ او افغانستان به کولای شول چې د خپلې اردو او پولیسو په مټ، په هیواد کې امنیت ټینګ او ستقرار بر قرار کړي او همدا شان به یې کولای شول د کاونډي هیوادونو د هر ډول تهدید او توظئو مخه یې نیولې وې.
۳ - که امریکا او خارجی هیوادونه خپلې اقتصادی مرستې بندې کړي نو په حکومت کې به مامورین هم معاش ونه لري او اقتصادي وضيعت به ډیر ګډوډ شي.
۴ - محترم ولسمشر صاحب باید له ډیر پخوا څخه په دې خبره تاکید کړی وې او امریکائيانو ته يې ویلې وې چې زمونږ کورونو ته به نه ننوځئ ، زمونږ خلک به نه وژنئ ، ورانی به نه کوئ ، زمونږ امنیت به ساتئ ، زمونږ اردو به تقویه کوئ ، زمونږ پولیس به روزئ .
زما په نظر دا په خپله د ولسمشر کار ؤ چې له اول سرنه یې تکړه مسلکي او پوه د دفاع او داخله وزیران او د امنیت رئيس مقرر كړې وې چې دا کار یې کړې وې ، به خارجیانو اعتماد کول ډیره بې عقلي ده ، خارجي ستا په امنیت څه کوي ، هغه د خپل امنیت د پاره ستا خلک وژنی ، ولسمشر باید له اول سر نه د هیواد د امنیت د ساتلو لپاره پلانونه او ستراتیژي جوړه کړې وې. زه فکر کوم ولسمشر صاحب دې خبرې ته متوجه شوی دی چې کارونه خارجیانو خراب کړي دي او امنیت هم د هغوي له لاسه خراب شوی دی،
۴ - ځینی خلک داسې وايي چې ولسمشر غواړي د خپلې خوښې د یوکاندید د مخکې کولو لپاره په امریکه فشار راولي چې ددې تړون لاس لیک کول وځنډوي او دولسمشرۍ د ټاګنو نه پس یې امضا کړي ، که دا خبره رښتیا وي نو ولسمشر له ډیرې غلط فهمۍ ښکار دی. ولسمشر باید په راتلوونکو انتخاباتو کې بې طرف پاتې شي ، دا یې په ګټه ده او دا د ملت په ګټه هم ده . که امنیتي تړون لاس لیک نه شی نو د ټاکنو تر سره کیدل به هم په شک کې شي .
۵ – ولسمشر له امریکائيانو امنيت غواړی ، زه وایم دا امنیت باید مونږ خپله ونیسو او راولو ، امریکائيان امنيت نه شي راوستلي , كه يې راوستلاي شو نو تر اوسه به يې راوستي وو , امريكائيان خپل بار او بستره تړی او ځي صرف خپلې پایګاوې دلته پریږدي . امریکا په ډیرو هیوادو کې نظامي اډې لري ، په عربي هیوادو کې یې هم لري . په قطر کې یې لري خو د قطر د خلکو امنیت د قطر د پولیسو او اردو له خوا نیول شوی دی ، همدا شان په اماراتو او کویت کې هم همدا حال دی ، ښه امنیت دی ، ښه قانون دی . هیڅوک له قانون څخه خلاف ورزی نه کوي او سم روان دي.
خبرې ډیرې دي ، خو صرف دومره وایم چې زمونږ مشران باید پخپلو کې سره کیني اختلافات یو خواته کړي او بیا دې د سټیج سر ته راشي او خپلې خبرې دې وکړي ، که مشران په یوه خبره سره جوړیږي نو ملت به څنګه سره جوړ شي او څوک به یې سره جوړ او پخلا کړي نو د خدای روی ته وکورئ او له عقل څخه کار واخلئ. ما علینا الا البلاغ