دخپریدو نیټه : 2013-12-03 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
له پامه لویدلی اهمیت
انساني تقاضا، اسلامي لارښونې او اساسي قانون راته وايي چې جرم یو شخصي عمل دی.
خو د همدې درېیوو معتبرو مراجعو په شتون کې، د جرم تاو نه یوازې مجرم بلکې نورو ته هم سرایت کوي. یا په بله وینا: قوانین چې کومه سزا مجرم ته ورکوي، د دې سزا درد نورو ته هم رسیږي.
دا مهال په زرګونو بندیان د ګڼو جرمونو په ارتکاب د زندان تورو تمبو شاته پراته دي. دغه شان په زرګونو نور کسان د جرم په تور په توقیف خونو کې وخت تیروي. دغه کسان یا د پلار په نقش کې دي او د کور د لګښتونو برابرولو مسوولیت یې پر اوږو بار دی. یا د ورور او یا په کوم بل کورني موقف کې یاد شوي مسوولیت په غاړه لري. په یادو کسانو کې شاید د ځینو اقتصادي وضعیت ښه وي، خو ځینې نور بیا له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي.
د رسمي ارقامو له مخې نن سبا د هیواد شاوخوا نیمايي وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د بندیانو یوه غوښنه برخه هم شاید د همدې کرښې لاندې کسانو څخه جوړه وي.
په هیواد کې د سترو کارخانو او سترو پروژو د نه شتون له کبله، ګڼ خلک له کاري فرصتونو محروم دي. ډیرو خلکو ته کار په اسانه نه پیدا کیږي. همدا رنګه د سیمه ییزو دودونو له کبله هم د کورنۍ ټول غړي نشي کولای کار وکړي. دلته عموماً نارینه کاري قوه جوړوي. داسې نران هم شته چې حتې د یوې لس کسیزې کورنۍ نفقه ور تر غاړې وي او که دی نه وي نو ولږه یې په اسانه د کورنۍ غړي تهدیدولی شي. دغه راز د خوراکي او نورو لومړنیو توکیو د بیو په تناسب د کاري اجورې ټیټوالي،د دې لامل شوی چې خلک قوت لایموت ژوند وکړي. د مزد ټیټوالی او د مصارفو لوړوالی کورنیو ته د دې فرصت نه ورکوي چې له خپل ورځني عاید څخه سپما وکړي.
په دغه شان حالاتو کې که داسې څوک چې د کورنۍ یوازینۍ عایداتي سرچینه وي، د جرم مرتکب او بیا د محکمې له پریکړې سره سم، د زندان مستحق وګرځي،نو دغه سزا له مجرم څخه د هغه کورنۍ ډیره کړولای شي.
ستونزې:
لکه وړاندې چې یادونه وشوه، کاري فرصتونو نشتوالی، سیمه ییز دودونه،د لښګت او عاید ناوړه انډول هغه څه دي چې ډير کسان یې د یوه له برکته قوت لایموت ژوند تیروی. او که د دغه یوازیني شخص لاسونو ته هم زولنې لویږي نو طبیعي خبره ده چې نورو ته لویې ستونزې زیږوي.
د دغه شان کورنیو ماشومان له روزنې پاتې کیږي، په ناوړو لارو مخ کیږي. د کورنۍ د نورو غړو له مجبوریته ممکن ځینې بې ضمیره وګړي ناوړه استفادې وکړې او د هغوی راتلونکې تباه او برباد کړي.
په هره ټولنه کې د ښو وګړو ترڅنګ شریر او تش په بڼه انسانان هم شته. دغه ډول انسانان همیشه فرصت ته انتظار باسي. خپلې بیلابیلې غریزې په ټوله بې رحمۍ له موقع نه په ګټې اخستلو او د خلکو له مجبوریت نه په استفادې پوره کوي. خصوصاً زموږ په څیر ټولنه کې چې د قانون لاسونه پکې ډیر لنډ او کمزوري دي.
خطرونه:
له بلې خوا دغه شان بې سرپرسته ماشومان په چم ګاونډ کې رټل کیږي، دغه رټل هغوی ته عقدې زیږوي. دا عقدې د وخت په تیریدو ډیريږي او چې کله ماشوم د عمر هغه پړاو ته ورسیږي چې د خپلو مټو په زور ډاډه شي، نو بیا یې د سړولو لپاره میدان ته را وځي او د نورو ژوند له خطر سره مخ کوي.
دا یوه معمولي خطر نه دی. کیدای شي پرونی رټل شوی ماشوم نن په یوه عقده من او زورور ځوان بدل شوی وي. شاید دغه عقده من ځوان د خپلې عقدې د سړولو لپاره نه یوازې له مشخص فرد څخه د کسات اخیستلو په لټه کې شي، بلکې په نوم انسان خپل ګناه ګار وبالي او په نوم انسان د خپلو بدبختیو لامل وګڼي. دغه شان ځوانان شاید ډلې جوړې کړي او نه یوازې خپل کلي، بلکې شاوخوا سیمې هم نارامه کړي.
نه ختمیدونکې سلسله:
پروني رټل شوي ماشومان د نن عقده من مجرمان دي. قانون نافذوونکي مجبور دي دغه مجرمان د جرم په ارتکاب ونیسي او د تورو تمبو شاته یې ولیږي. خو دغه مجرمان به د یوه پلار او یا د کورنۍ د یوه بل مشر په نقش کې وي. که هغه ونیول شي نو هغه کسان چې ده پورې یې ژوند په عالم اسباب کې تړلی، له هغه برخلیک سره مخامخ کیږي چې دی ورسره په ماشومتوب کې مخ و او دغه برخلیک دغه کسان له هغه حالت سره مخ کوي له کوم سره چې دی مخ شوی دی.
غوښتنه:
د پورتنیو ستونزو او خطرونو د بیان موخه دا نه ده چې مجرم دې سرې سترګې او ازاد ګرځي. یا قانون دې هغه ته لاس نه غځوي. بلکې موخه داده چې د نورو مجرمانو د زیږون او تولید مخه ډب شي.
حکومت باید دغه ستونزې په جدي توګه درک کړي. حکومت باید د مجرمانو د کورنۍ په ځانګړې توګه د هغو مجرمانو چې اقتصادي ناوړه وضعیت کې وي او پرته له ده نور ګټه والا او روزي ګټوونکي یې نه وي، ځانګړې توجه وکړي. د بیلګې په توګه دولت باید د دغه شان مجرمانو د کورنیو لپاره تر هغه وخته پور او قرضه ورکړي چې کورنۍ ورته اړتیا لري. دا کار دې د یوه ځانګړي قانون له مخې تنظیم شي.
یا: دولت کولی شي له دغه شان مجرمانو خصوصاً هغو څخه چې په اوږده بند محکوم دي، د کاري قوې په توګه استفاده وکړي. هغوی ته دې زندان د ننه ځینې کارونه وسپاري او د دې کار اجوره دې د هغه کورنۍ ته لیږل کیږي.
شاید دغه وړاندیز او نظریه دولت ته یو درون لګښت ښکاره شي، خو که په دقت سره غور وشي نو هغه ستونزې چې له دغه حالت زیږي د هغو کابو کول له دې څخه څو چنده لوړ لګښت غواړي.
محمد نعمان دوست، جلال اباد