دخپریدو نیټه : 2013-12-04 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د دین او افغانیت سودا
محمدانعام واک
د افغانستان شفعداران:
په دین پسې، ملایان وایي، کفار دي، مخه یې نیسي؛ په افغانیت پسې، عامیان وایي، ایران دی، افغانستان یې ښه نه اېسي! خبره د مشرانو جرګې په پرېکړه وه؛ په برښنایي تذکیرو کې د دین او افغانیت نه لیکل!
آریانا تلویزیون کې مې د لویې جرګې د غونډې بهیر کوت، چې د سیاف صیب د ګوند غټ سړي، د لویې جرګې مشر، مسلمیار صیب، په آسانۍ ومنله، و یې ویل ځئ، وړاندې، ځئ ... دا دې نه یې، دین او افغانیت او کوم بل شی (تخلص) یې ښودل، یانې سمه ده، په برښنایي تذکیرو کې دې دا شیان نه یې، وړاندې ځئ!
په پېښور کې مې د سیاف صیب اخبار، اتحاد اسلامي، مخې ته ودرېد، د ده د تنظیم د وخت کولتوري مشر به و، هغه غټ مولوي صیب، قیام الدین کشاف، مې مخې ته ودرېد، هغه غټ عالم دین! د اخبار په سر مقاله کې یې د افغان ملت کلیمه تېره شوې وه، له خبرېدلو سره یې، وایي، و نه کتل، په څو زره کاپۍ اخبار یې، د پېښور په خیبر بازار کې دوه سره ارې کېښودې، ټوټه، ټوته یې کړ ... موږ ویل، اخبار یې بلا پسې، بله سرمقاله به ولیکي، چې اوس په افغان ملتیانو را و نه دانګي! د سیاف صیب خو سویه له افغان، ملت، افغان ملت او وطن نه، خدای شاهد حال دی، جیګه ده، د امت او خلافت په سویه سړی دی؛ خو د دین په خبره کې به، وایي، هماغه د کفارو د پښې خبره وه، ولسمشرۍ ته به را روان انتخاباتي کمپاین و، غلي پاتې شو!
آبل کال پاکستاني جرنیل حمیدګل، حکمتیار صیب او جلال الدین حقاني وښودل، ویي ویل، لکه د ده داسې سم اصلي پاکستانیان دي، آخر! د حزب اسلامي یوه چار واکي، په غبرګون کې، ښه اوږده مقاله ولیکله، تمه وه چې د حکمتیاسر صیب د افغانیت سپیناوي وکړي، یانې حکمتیار صیب سمه ده مسلمان دی، شک نشته، خو افغان دی، پاکستانی خو نه دی! باور په خدای وکړئ چې که به لیکوال ټکی پکې د حکمتیار صیب د افغانیت لیکلي وي، ما ویل، ورځه دا هم د امت خبره ده، ملیت او افغانیت وړې خبرې دي! خو، د جنرال حمیدګل له خولې مې، د حکمتیار صیب د پاکستانیتوب ټکی، چې کله واره برابره شوې، د مقالې لیکوال ته یاده کړې، سم لکه د پوزې پېزوان یې چې وي!
د ۱۹۸۱ کال خبره مې مخې ته ودرېده، حداد صیب مې مخې ته ودرېد، په پېښور کې وو، په کبابیانو کې، عجبه خبره یې وکړه، ویې ویل، چې که شوروي اتحاد د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې په موږ افغانانو دعوه وکړي، افغانستان را نه ګټلی شي؛ اریان ورته پاتې شوو؛ ویې ویل، د اریانتیا خبره نه ده، وایي که افغانان وطن خرڅوي (کمونستان یې ښودل)، حق، شورویان وایي، د دوی کېږي؛ بیا هم اریان پاتې شولو؛ حداد صیب روغه خبره وکړه، ویې ویل، شورویان وایي چې، که افغانستان خرڅېږي، حق د شفعدار کېږي، او شوروي د افغانستان غټ شفعدار دی!
افغان ملتیان، د وطن او افغانیت هغه غټ مدعیان او شفعداران، دوی خو پرېده، ورځه احدي صیب یې په خوله د سیاسي عقامت مهر لګولی، غلي دي، غلي دې وي؛ نور غټ غټ، غیر ګوندي، آزاد ملي ګرایان، دموکراتان نور نور، چې د وطن او ملت درغنې یې په سینه ډبولې، ټول د کابل د مشورتي لویې جرګې څونامۍ، ته به وایې، ووهل، د مشرانو د جرګې د دین او افغانیت په سودا کې چوپه خوله پاتې شول! دا ټول بلا پسې، د دین او وطن دا دومره غټه سودا ګوره، د ولسمشرۍ هغه یوولس تنه نوماندان، بیا یې هغه غټ نوماند، هغه د شپون صیب کمپیوټر سری، اشرف غني احمدزی، ګوره، ټول یو له بله، همدا اوس، انتخابات لا چېرته دي، له ښوی نه پسې ښوی وختل، یو هم د خدای راستۍ میدان ته را و نه وت!
ما ویل چې له دین او افغانیت نه په تېرېدو کې، بیا هم د شفعې او شفعدار خبره نه وي: که خبره د زولیت وي، افغانستان د امریکې، ووایم د ناتو، په زولیت کې دی، شکه نشته؛ خو غټ شفعداران خو، پاکستان او ایران وایي، موږ یو