مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د تاريخ له ټوټو (برخو) څخه!!!- بروس ريچارډسن

پاچا- کليفورنيا- امريکا


۴ ډسمبر ۲۰۱۳

ددغی پورتنی عنوان ليکنه چی ښاغلی بروس ريچارډسن په انګريزی ليکلی وه، ماته د يو ډير نږدی ملګری لخوا چی شير شاه خان نوميږی د ترجمی لپاره راليږل شوی وه. ما د شيرشاه خان د هيلی مطابق پښتو ژبی ته وژباړله. په دی ليکنه کی ښاغلی ريچارډسن ډير رازونه بربنډ کړيدي، لوستلو ته يی تاسو رابولم.
"ډاکټرټی.پی. ولکنسن ويلی: آيا د پوه او ناپوه تر منځ کوم توپيری راز شته، يا چی پوهيږی او نه يی وايی؟
پوهيږی او نه يی وايی:
۷- اکتوبر ۲۰۰۱: په همدی ورځ، د متحده ايالاتو او د شمالی ټلوالی ګډو ځواکونو په افغانستان باندی د طالبانو د ډلو پر ضد يولوی يرغل پيل کړ. د جارج بش د اداری دولتی لوړ پوړو سياسی مامورينو ددی حملی د ادعا په اړه په ځواب کی ويل چی دا يرغل د افغانستان د هغه ځواب په مقابل کی دی چی د اساما بن لاند د سپارلو څخه يی انکار کړيدی. د ولسمشر جارج بش په وينا چی ويل يی د افغانستان  څخه د سپتمبر د يولسمی  نيټی د حملی  لپاره لکه د ټوپ (خيز) وهلو د تختی په ډول کار اخستل شوی دی. د کلنو په تيريدو سره مونږ په دی پوه شو چی د افغانستان څخه د سپټمبر د يولسمی حملی د ټوپ وهلو د تختی په ډول کار نه وو اخستل شوی، طالبانو څو ځلی د اساما بن لادن د غير قانونی اوسيدو او ورپسی  د هغه د شړلو په اړه   متحده ايالاتوته د ښه نيت اشاري ورکړي وي. علاوه پر دی د ۲۰۰۱ کال په اوړی کی د طالبانو يو هئيت واشنګټن ته راغی او د بش د بهرنيو چارو وزارت ته يی د اساما د بندی کولو او امريکا ته د سپارلو سره ددی چی د دواړو هيوادونو تر منځ د مجرمينو د تبادلی کوم قرارداد هم موجود نه وو مشوره ورکړی وه. ددی غوښتنی او ځينی نورو ګډو همکاريو اشارو په اړه چی د طالبانو لخوا ورکړل شوی د واشنګټن  په اورنور لرګي هم ورزيات کړل او په ډيره سادګۍ سره يی د اساما پر ضد  په  ځانګړی مهارت سره د شواهدو په ورکولو د تهمتونو  قانون نامه جوړه کړه.

 لکه څنګه چی د تيری لسيزی د قهره ډکو تاريخی سوابقو ښودلی او د ژورنالستانو د څيړنو او خپرونو څخه د بن (جرمنی.ژ) په کنفرانس کی چی د ۲۰۰۱ کال د جولای د مياشتی په نيمای کی جوړ شوی وو دا شهادت ورکوی چی د متحده ايالاتو مامورينو د افغانستان په مقابل کی د ويرونکو جنګی کړنلارو تياری نيولی وو، دا د شک څخه ليری خبره وه چی متحده ايالاتو د افغانستان په اړه د هيڅ ډول سولی او خبرو اترو پر ځای يواځی د جنګ لار غوره کړی او د جګړی لپاره يی تياری نيولی وو. (وګورۍ: د يولسم  سپټمبر څخه مخکی متحده ايالاتو د جنګ تياری کړی وو. (ښاغلی.ژ) پيټرک مارټين).
(www.wsws.org/articles/2001/nov)
د تاريخ له برخی څخه: د نړيوالو حقوقو زده کوونکي او قانون پوهان بايد په دی  پوه شی هغه تورونه چی ګنی د افغانستان څخه د سپټمبر د يولسمی په تړاو د ټوپ وهلو د تختی په ډول کار اخستل شوی وو کاملآ بی اساسه دي او نه هم (افغانستان.ژ) پخپل ټول د ناکراريو څخه ډک تاريخ کی متحده ايالاتو ته کوم خطر متوجه کړی دی. هغه تورونه چی د نړيوال فراری  اساما بن لادن پر ضد چی د تروريزم څخه د ملاتړ په اړه ورباندی لګول شويدي هغه هم دقيقی حقوقی ارزونی ته ضرورت لری. په دی تړاو په افغانستان باندی د متحده ايالاتو يرغل د نړيوال قانون، کنوانسيون او پروتوکول په خلاف ښکاره تيری بلل کيږی. په  دی اړه که مونږ د امريکا په ځواب کی د ډاکټر اورلانډو بوش مؤضوع چی د کيوبا د فيډل کاسټرو ضد غړی ووچی په ۱۹۷۶ کال کی  د کيوبا د (مسافر وړونکی.ژ) الوتکی په چولو چی د ۷۳ سورليو په ووژلو تورن وو د اخلاقی او پرتليزو پوښتنو لاندی ونيسو، چی په تعقيب يی  کيوبا د (اورلانډو.ژ) چا ته چی د متحده ايالاتود بهرنيو چارو وزارت لخوا د (امريکا.ژ) په فلوريډا (ايالت.ژ) کی د اوسيدلو لپاره استوګنه ورکړل شوی وه او د کيوبا له طرفه د جنايی تعقيب لاندی وو د ورسپارلو غوښتنه وکړه، د جارج ډبليو بش د اداری لخوا دا غوښتنه رد کړل شوه. په دغه وخت کی جب بش (د پخوانی ولسمشر بش ورور.ژ) د فلوريډا د ايالت والی (ګورنر.ژ) وو چيرته چی د (اورلانډو.ژ) بوش څخه د يو نړيوال ترهګر (ټرورسټ.ژ) په صفت نه  بلکه د کاسټرو ضد مبارز په حيث مجلل او شکوهمند ژوند ورکړل شوی وو او همدا راز يی يوه ورځ پـــه شاندارو مراسـمـــو ســـره د ' اورلانډو بوش' د ورځی په مناسبت اعلام او ولمانځله  چی دا د ګورنر جب بش لخوا د هغه په وياړ د حسن نيت څرګندونه وه. ښــه، نو دا شوه د ترهګرۍ (ټروريزم) په مقابل کی د امريکا جدت او سخت دريځی؟ د ډاکټر اورلانډو بوش  د تعقيب او لمانځنی په منځ کی داد توپيرڅخه ډک (عايق) حالت په دی معنی وو چی متحده ايالاتو کاسټرو خپل دشمن اعلان کړی وو او هغه (بوش) د فيډل کاسټر سر سخت مخالف مبارز وو، چی دی حالت د متحده ايالاتو سياست جوړونکو ته د هغه (کاسټرو) د هيواد په مقابل کی د ټروريزم مشروعيت ور په برخه کړی وو.

 په دی دليل دا ترهګريز عمليات د کاسټرو د جنګيالی هيواد پر ضد د اخلاقی پلوه د منلو وړ ګرځيدلی وو.  متحده ايالاتو داسی فکرکوو چی کيوبا به په دی خاطرپه متحده ايالاتو  د بمباری،  يرغل او اشغال هڅه وکړی چی ' نړيوال فراری ته يی د محکمی  په مقابل کی لمسونکی  پناه ورکړی او مرسته ورسره کوی'. په دی اړه (وګورۍ: د وژلو په هيله، د دوهم نړيوال جنګ راهيسی د متحده ايالاتو د پوځ او سی- ايی- ای مداخلې، چی ښا غلی ويليم بلوم اوښاغلی مونرو په ۲۰۰۴ کال کی ليکلی، (دامريکا د مين ايالت.ژ) پاڼه/مخ ۳۸۷).
په دولتی سطحه د قتلونو جواز: د اساما بن لادن وژنه چی د متحده ايالاتو د عملياتو د ځانګړی ګډی قوماندی د عناصرو لخوا تر سره شو، د دوهمی نړيوالی جګړی راهيسی دا د متحده ايالاتو د قتلونو څلور نوی وومه (۹۴ومه) دسيسه ده چی د يو بهرنی او يا ملی مشر (رهبر.ژ) پر ضد په لاره اچول کيږی، په حقيقت کی بايد وويل شی چی دا د متحده ايالاتود قتل او اقدام قتل (۹۴وم) ځل دی چی تر سره کيږی. ددغه ټولو ۹۴ (وژنو) څخه ځينو يی  قاطعانه بڼه نه درلوده، خو تاريخ په يقين سره روښانه کړی چی زيات له دغو څخه نور هم شته چی تر اوسه لا څرګند شوی نه دي او داسی  دليلونه وجود لری چی په دغه احصائيه کی د زياتوالی سبب کيدلی شی. (وګورۍ: د وژلو په هيله، د دوهم نړيوال جنګ راهيسی د متحده ايالاتو د پوځ او سی- ايی- ای مداخلې، چی ښا غلی ويليم بلوم اوښاغلی مونرو په ۲۰۰۴ کال کی ليکلی، (دامريکا د مين ايالت.ژ) پاڼي/مخونه ۴۶۳-۴۶۴).
د ترهګرۍ (تروريزم) په جګړه کی د امريکا سره ملګرتيا: شمالی ټلوالی د القاعده سره تړاو درلود؟ په داسی حال کی چی د (ولسمشرانو.ژ) بش او اوباما اداری د لسيزی په اوږدو کی د رسنيو د سر سپارلو مشرانو او د سی - ايی - ای (سيا) جنګی روانی دسيسو  په غلطو او ناسمو م معلوماتو لاره ديته هواره کړه چی طالبان د القاعده سره ورته (مترادف) کړی چی په اصطلاح د ' ترهګرۍ پر ضد' جګړی ته بازار او مارکيټ پيدا او په ځانګړی ډول د امريکا عام وګړي او په عمومی ډول په نړۍ کی ټول عالم حيران کړی چی د القاعده او شمالی ټلوالی ترمنځ اړيکي موجودي وي او موجودي دي.
د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ کلنو تر منځ احمد شاه مسعود د اريانا افغان ملی هوايی شرکت په وسلو بار الوتکه د صوماليا جنګسالار محمد فرح عديد ته د قاچاق په ډول وليږله چی دغه وسلي د امريکايی ځواکونو په مقابل کی چی په صوماليا کی په جنګ بــوخت وو استعمــــال شوي، ددغــــه وســــلو پـــه مقـــابـــل کی دده (احمد شاه  مسعود.ژ) هم عقيده برهان الدين ربانی او ټګمار (محيل) عبدالله عبدالله ته لس ميلونه ډالرد القاعده د بینظمه اداری مشر اساما بن لادن لخوا چی د سپټمبر د يولسمی طراح او متهم ګڼل کيږی ورکړل شول. (منبع: د اريانا افغان هوايی شرکت  اداری مدير (ښاغلی.ژ) سيد ابرار او ډاکټر ودير صافی د ملکی هوانوردۍ وزير سره ځانګړی مرکه (مصاحبه) ، کابل، کال ۱۹۹۷،  چی د ژورنالست (ښاغلی.ژ) نورالحق حسينی لخوا ژباړل شوی).

دلته دا خبره د يادولو وړ ده چی اساما بن لادن او د هغه  (۸۳۷) د القاعده غړو ته د احمد شاه مسعود او د هغه (مسعود.ژ) په اصطلاح مربی برهان الديدن ربانی لخوا د افغانستان تابعت ورکړل شو، چی د هغی جملی څخه يی ځينی تر نن ورځی پوری د شمالی ټلوالی په پوځی جوړښت کی شتون لری. په حاضر وخت کی شمالی ټلواله غواړی چی د روسيی، ايران، هندوستان او نورو سره د همه جانبه همکاريو امنيتی تړون لاسليک کړی، لکه څنګه  چی يی د  افغان-  شوروی  سره د جنګ په دوران کی لاسليک کړی وو.  شمالی ټلواله پوځی وسلي د متحده ايالاتو، روسيی، ايران، تاجيکستان او ازبکستان د حمايت او رهبرۍ لاندی د خپل ابدی دشمن پښتنو طالبانو پر ضد استعمالوی او په دی حاضر وخت کی ددغه پورته ذکر شويو ملتونو د پوځی اتاشو لخوا ورته مشوري ورکول کيږی. د شمالی ټلوالی روښانه او څرګنده ستراتيژی دا ده چی امريکايی پوځ د طالبانو د يوی خواته کولو لپاره استعمال کړی او په عوض يی د هيواد سياسی او اداری کنټرول پخپل لاس کی راولی.
د افغانستان لپاره د بيا ودانولو په مرستو کی غبن او خيانت: د هغه تورونو له امله چی په دی اخرو وختونو کی په کابل بانک کی په پراخه اندازه د اداری فساد د ککړتيا له امله رامنځته شوی د (افغانستان) لپاره د بيا ودانولو پانګه اچوونکي کی يی دوه زړي او ټکنی کړی دي. د واشنګټن پوسټ (ورځپاڼی) د دی عنوان لاندی ليکلی دي  'افغانستان کی د سرمايه ګزارۍ يا کپټاليزم دانډيوالۍ علايم' ۲۲ فبروری کال  ۲۰۱۰، (ښاغلی.ژ) انډريو هيګنز، د کابل بانک اودافغانستان د با قدرته مخورو اشخاصو تر منځ  دغه مرموزي اړيکي بربنډی کړيدي.  کابل بانک يوه مالی مؤسسه ده لکه (د پاکستان دکريډت او سوداګرۍ نړيوال بانک چی مرکز يی په لندن کی وو.ژ) (بی- سی سی- آئی) چی سړی ورته بايد د ټګمارانو او نړيوالو جنايتکارانود بانک لقب  ورکړی، دغه ( پاکستان ميشتی بانک.ژ) د سوړ جنګ په دوران کی د وسلو او مخدره موادو په قاچاق کی ښکيل وو.
(Bank of Credit and Commerce International) (Bank of Crooks and Criminals International)
د سوابقو له مخی شيرخان فرنود چی په ماسکو کی يی د مالی مشاور په حيث زده کړی کړي او د کرزی د اداری لپاره يی د مرستو د جلبونکی په حيث وظيفه په غاړه درلوده، د ولسمشر ورور، محمود (کرزی.ژ)، احمد ضيا مسعود، حسن فهيم د محمد قسيم فهيم ورور، (قسيم فهيم.ژ) چی پخوا د احمد شاه مسعود د نظامی او استخباراتی چارو مرستيال وو اواوس برحاله لومړی مرستيال دی، د کابل بانک اصلی مالکان دي. فرنود يو نيم ميليون ډالره قرضه واخسته، پداسی حال کی چی محمود کرزی د افغانستان د ولسمشر ورور ۲۲ ميليونه ډالر تر لاسه کړل. دوي د هغه ډلی برجسته او بارسوخه مآمورينو څخه دي چی بدون له کومی شرعی او قانونی وثيقی او هم بی له کومی ويری يی قرضي اخستی دي چی اندازه به يی ميلياردونو ډالرو ته رسيږی. دا قرضي د جعلی اسنادو پواسطه د کوټه (ناچله/ساختګی) شرکتونو په نوم چی په افغانستان کی د سرمايه ګزارۍ د تقوی لپاره نمايندګۍ لری اخستل شويدي. دغه پيسي په دبۍ، متحده عرب اماراتو کی ددوي شخصی حسابونو ته ددوي د شخصی کاروبار لپاره ليږل (انتقال) شويدی.

 د دوبۍ په هوائی ډګر کی د  ګمرکی مامورينو د تالاشۍ او پلټنی په وخت کی کله چی د ګمرک کارکوونکو ديته پام شو چی د احمد ضيا مسعود په څو بکسونو کی په ميلينونو ډالر په مهارت سره پټ ځای په ځای کړل شويدي، نو هغه (احمد ضيا مسعود) يی د يو وخت لپاره بندی او توقيف کړ. دده (احمد ضيا مسعود) د بند څخه ډير ژر خلاصيدل او بيرته ددغه نغدو پيسو ورکول ډيری ډيری پوښتني راولاړی کړيدي چی دا پخپل ذات کی د افغانستان د عاليرتبه او با نفوذه  مآمورينو د فساد، تيری او غبن يو بل مثال دی. نيويارک ټايمز (ورځپاڼی) په ۴ جنوری کال ۲۰۰۱ کی ليکلی، چی برهان الدين ربانی په کاناډا کی د ميکډونالډ رستوران يو ځنځيريز کاروبار لری چی سرمايه يی سلو (۱۰۰) ميليونو ډالرو ته رسيږی. ٭
د عربانو قهر يا په ګوند کی داخلی سياست: د ډير پخوا څخه داسی ويل کيدل چی  اساما بن لادن، د القاعده د کار کوونکو په مالی مرسته او د پاکستان آی - اس- آی لخوا داحمد شاه مسعود  لپاره چی په نهم سپټبر ۲۰۰۱ کال ووژل شو پلان په نظر کی نيول شوی وو چی په اغلب ګمان د هغه (مسعود.ژ) وژل د ملا عمر لپاره يوه ډالۍ وه. ښه نو په دی صورت کی بايد د عربانو د ځان وژنی د احساساتو څخه چی د خپلی داخلی خود مختارۍ لپاره مبارزه کوی ( د اسرائيلو د لويديځی تراډی او غزی اشغال چی د متحده ايالاتو لخوا يی په ښکاره او تبعيضی ډول ملاتړ کيږی) انکار ونه کړل شیِ. سره ددی چی مسعود د عربانو په اړه هيڅ ډول کوم ځانګړی دخالت نه درلود چی د هغوي په درد وخوری. مسعود خليلی د هغی ورځی د پيښی په اړه په يو مطبوعاتی کنفرانس کی چی د ۲۰۰۷ کال د جون په مياشت کی په هند کی جوړ شوی وو او احمد شاه (مسعود) پکی ووژل او دی (مسعود خليلی) پکی سخت ژوبل شو وويل ' د چاودنی څخه مخکی ما (مسعود خليلی) لکه د ميزايل په شان يوه روښانه شغله وليدله چی راسآ (زمونږ) د ودانۍ په لور راروانه وه'.  خليلی  يواځينی کس وو چی په دی پيښه کی ژوندی پاتی شو، د هغه د معلوماتو څخه داسی څرګنديږی چی د شمالی ټلوالی څخه يو څوک ځواکمن کس چی (احمد شاه) مسعود ته ډير نږدی وو د هغه په وژلو کی لاس درلود. په دی اړه ښکاره شواهد موجود دي، د مثال په ډول د محمد قسيم فهيم  او احمد شاه مسعود تر منځ څو ځله د ګوند د پيسو د تقسيم په سرد دواړو تر منځ شخړي پيدا شوی وي چی په دغه وجه ددوي ملګرتيا  خرابه او خړه پړه شوی وه".
 بــــــروس ريــــچـــــارډ ســـن
 
٭ ګرانو لوستونکو،کله چی طالبانو د ربانی او ملی خاين احمد شاه مسعود د شورای نظارد اوباشانو منحوسه ډله د کابل څخه وشړله او تقريبآ په ۹۰٪ خاوره باندی د طالبانو حاکميت قايم شو نو تش په نوم جمهور رئيس ربانی کله د بدخشان په فيض اباد او کله به د تاجکستان په کويلاب کی چی روسانو ورله انتخاب کړی وو اوسيده. دا ټولو ته معلومه ده چی د جهاد په وخت او د هغه څخه راوروسته برهان الدن ربانی په  ميليونونو ډالر پيدا کړل. دا چی څنګه يی پيدا کړل دا يو بل داستان دی چی ډيري پاڼي به ورباندی ډکې شی. دلته زه يوه يادونه کوم او هغه دا چی کله په برهان الدين ربانی او د هغه د شورای نظار په اوباشانو ټول افغانستان تنګ شو نو د افغانستان ټولی شتمنۍ که نغدی پيسي وي او تاريخی آثار، ټول يی بهرنيو بانکونو ته انتقال کړل چی په دی ډله کی د ربانی ميرمن  د کاناډا سفر ته ملاوتړله. کله چی د کاناډا د اوتاوا- پيرسن نړيوال هوائی ډګرته ورسيده نو د تالاشۍ په وخت کی ونيول شوه ځکه چی لاسی بکس (دستکول) يی د ډالروڅخه ډک وو. ويل کيږی چی ددی (د ربانی ميرمن) څخه ځای او نړيوال خبريالان د ګمرکی پوليسو په ګډون راتاو شوی وو. داښتنو پوښتنو  په وخت يی وويل چی دا زما پيسي دي، غواړم دلته ژوند وکړم او ستاسو په وطن (کاناډا) کی يی په کار واچوم. لکه څنګه چی ښاغلی بروس ريچارډسن اشاره کړی چی د ربانی او يا د هغه کورنۍ په کاناډا کی د سل (۱۰۰) ميليونو ډالرو په ارزښت د ميکډونالډ رستوران په ځنځيريز کاروبار کی په کار اچولی دي، د ريچارډسن ګمان او ادعا په سلو کی سل واقعيت لری.

په ډيـــــر درنښت
پـــــا چـــــا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery