مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-06   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

داندريس فوګ را سموسن ګواښ هم له لاس ليک سره نښتئ

ع، شریف زاد
  
 افغانستان د راتلونکي په اړه بايد جدي واوسو، او د افغان ځواکونو د ملاتړ او مرستې لپاره بايد هڅې وشي، چې له هېواده د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته ټول امنيتي مسؤوليت د دوی پر اوږو شي\".نوموړى هم د ګواښ سر ه ملا را تړلې ده او وواېې چې افغانستان ته به د خپلو پوځي روزونکو پراستولو ونه توانېږو\".
وايې چې يومست شرابي يو پوه او عالم انسان کلک نيولى وه او اتلس ګذاره ېې ور کړل . چا ورته وويل چې عجيب انسان ياست چې پيوسته وهل خورې او هېڅ لاس نه پورته کوې. هغه جواب ورکړ چې زه هم داسې حرکت کولئ شم خو مهمه داده چې بيا د مست او هوښيار ترمنځ څه توپير پاتې شو.زه به دلته د مشورتي او لامشورتي جرګه باندې له هر ډول تبصرې ځخه تير شم ځکه چې ډيرو هېواد والو په دې باره کې څېړنې،او يادونې کړي او تقريبا دورځې سندره ورڅخه جوړه شوې ده . ټول ښه پوهېږي چه غوا توره او پۍ ېې سپينې دي!. خو کله چې د هوښيار، پوه او عالم خبره رامينځ ته کيږي بيا نو هر ډول پلمه، ګيله او ګذاره، طرف و ناطرف ، زورور او کمزورى، هابيل او قبيل، ښى او چپ ټول شاته پاتې کيږي او يوه ملت ټول مستقبل با يد په يوه لاس ليک کې لنډ نه شي او که د لنډيدو خبره هم وي ټول حقا يق بايد ولس ته وويل شي . هر ه خبره چې وي يوازې د پوهې له لارې ډير شيان سميږي.پوهه نه يوازې د افغان ولس لپاره يوه ستره خبره ګڼل کيږي بلکې د بهر نيو هم بشپړې ګټې په کې تامين کيږي.پوهه د ولس سوله، مټ او قوت دى او ډير ژر د يوه هېواد خلک په پښو دروي. اوس چې يو اقليت د قدرت، چوکۍ، دالرو، مزو او چړو چو په خوند پوه شول دا ورته معجزه بريښې چې که چيرې دغه تړون لاس ليک نه شو نو ټول خلک به له لوږې مړه شي. په هر حال هر طوفان بايد وپېژندل شي او بيا د هغه د علاج چاره وشي . افغا نا نو ته د بن د معاهدې ټولو اړخونو د ملې حاکميت پر بڼه يو ستر مثال دى چې داځل بيا زمونږ ټولنه د هغه له تکرار سره مخامخ کيږي .دا مطلب به اوس پريږدو رابه شو د راسموسن احسا ساتو، ضرب الاجل، اماتوري او له باور نه لېرې مسوليت ته کوم چې د ډير وخت لپاره په افغانستان کې هم تجربه لري اوهم د کار کولو سابقه تاسې ښه وڅېړۍ. خو دده له عجو لانه، ماشومانه سياست څخه داسې ښکاري چې دى تر اوسه دغه ولس نه پيژنې او نه ددغه ولس د لانجې په ميکانيزم پوهيږي دغه مطلب ته يوه ليکوال د تاند په ويب پاڼه کې ډيره عالمانه اشاره کړېده او هغه دغه ټول معيا رونه ښه څېړلي دي خو له بده مرغه زمونږ دشور بازار حضرت صاحب چې عمر ېې د افغانستان په ولس کې ٩٠ته ورسيد او بيا هم د نانځوکو پيښې کوي د ملت په وړاندې د انديښنې وړ خبره ده. کرزي خوبيا هم تر يوه حده پورې خپل چم وهي ځکه هغه يوڅه د اى اسآي منترځخه ، انګريزانو ، دې او اخوا نه زده کړى هسې کله ګنګس شې چې په ٢٤ ساعته کې بيا ٢٤ ډوله تصميم نيسي چې ان د واشنګتن سره هم چڼې ووهي. خو که هر څوک وي د خلکو قوه ، ژبه، او غوښتنه يو ستره پديده ده چې په هره ټولنه کې په هېڅ نوم پټ نه پاتې کيږي او با الا خره به د غه ولس خپل زعامت ټاکي .سوله يوازينۍ لاره ده چې دملت دردونه په کې له مينځه ځي او په سوله زمونږ هېواد ډير ژر پرمختګ کوي.
واېې چې رسول الله (ص) په يوه جومات کې تشريف درلود. د کوڅې څخه يوه جنازه ووتله. پوښتنه ېې وکړه چې د چا جنازه ده؟ يو ه سړي ورته وويل چې د فلاني.....ده ټولو صحابه کرامو وويل چې ډير نيک او خير رسونکى سړى وه . رسول اکرم وفرمايل چې جنت ته تلونکئ.
دي لږ وخت بله جنازه تيره شوه او معلومه شوه چې ديوه شرير او بد کرداره جنازه وه صحابه کرامو وويل چې الحمد لله چې ددې مفسد څخه ښار ته نجات حاصل شو.
حضور (ص) وفرمايل دا به جهنم ته ځي ځکه تاسې خلک د الله ترجمان او شاهد ياست.
بخاري،مسلم،ترمذي
 په درناوي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery