زموږ جهادي مشر خو د نورو د ماضي جبران غواړي، ولې خپله نه جبرانوي؟ کنه نو حميدګل په کوم جرئت دا خبره کوي چې هغوی [حکمتيار وحقاني] زما غوندې پاکستانيان دي. رېګن به ډېر معتبره وو او که حميدګل؟
د ډيورنډ کرښې په غبرګون کې وايی چې څوک دا فکر کوي، نو د داؤد خان او د نجيب الله په برخليک به اخته شي او د ډيورنډ کرښه به پر هندوکش او د آمو په سيند خوره شي. د حکمتيار ورباني و د مسعود اسلامي درمل پلور ريبار به لومړی د اسلامي بيرغ خبرې پر کرېملين او وروسته بيا د آمو پر سيند کولې چې بيا د کرېملين د کلک غبرګون په مقابل کې له باټو وغورځېده، خو د کابل او د آمو نارې به يې د څارګرې ادارې په زور وهلې او د هغوی استازيتوب به يې کولو.
مرحوم امين خو د سفير د ځايناستي د اپلتې په مقابل کې مېلمستيا ورپرېښې وه، خو کاشکې چې زموږ جهادي مشرانو هم د حميدګل د اپلتو په مقابل کې شمشتو، وزيرستان او کويټه ورپرېښی وی او بيرته خپل هېواد ته راغلي وی
ملت خو پر اسلامي درمل پلور ريبار او پر نورو اسلامپالو تېروته. مخامخ يې راته اسلام او د پردې تر شا يې زما سرومال او خاورې ته اېښې وه. حميدګل ته دا پيغام سپارم چې ان شاءالله ((الا ان نصر الله قريب)) او ((اليس الصبح بقريب)) د هغوی او زموږ د ټول افغان ملت وينې به رنګ راوړي. که نجيب کمونېست وو په دې مو نه لورېده چې پنجابی دې يې په دې شان سره ووژني. په کوم ځای کې چې نجيب راځوړند شوی هملته به ته هم راځوړندېږې او افغانان به دې ننداره کوي.
حکمتيار وحقاني دې په دې نه خوشاليږي چې زه خو موږ خوشې او د طالبانو ځينې لوړ پوړي چارواکي په زندان کې دي. د هغوی توهين او په زندان کې اچول بعينه د دوی توهين او په زندان کې اچول دي.
د ايران وپاکستان پرتله :
چا چې په قُم کې درس ويلی وو او د قم رنګ يې اخېستی وو او هم يې له سپاه پاسپداران نه زده کړه کړې وه، نو زما پوهنتون چې د هېواد په کچه يوه علمي مؤسسه وه، قتلګاه يې ترې جوړه کړې وه او د مظلومو افغانانو له کړونو او وژنو يې خوند اخېسته چې تر مېخونو او د مړو تر نڅاو پورې يې راباندې وکړې.
چا چې بيا په پاکستاني مدرسو کې درس ويلی وو او د څارګرې ادارې تر خاصې روزنې لاندې روزل شوي وو او د پنجاب رنګ يې اخېستی وو، نو هېواد يې راته راروان لا څه ان چې جوماتونه يې هم زما پرې نه ښوول او هغه يې هم راته په سرو وينو ولمبول. هم يې حلال او هم يې د موچانو په نري تار زموږ مرۍ راپرې کړې او له غوڅولو يې خوند واخېست. چا بيا زموږ مړي راوسېځل، متيازې يې پرې وکړې، د ګاډو پورې يې وتړلو او کش يې کړو او د بدن هډونه يې زموږ راپرې او د يادګار په توګه له ځان سره يوړل. چا يو څه وکړل او چا بل څه، خو هېچا پر موږ اړي ونه کړه او نه يې راباندې تر دې دمه زړه وسوځوه. يو هم د اسلام دعوه ګير او بل هم د اسلام دعوه ګير، خو کړنې يې له اسلام سره اړخ نه لګوي. دعوه او عمل دوه متفاوت ټکي دي.
ولسمشر ته خو وړانديز او مشوره ورکول اسان دي، خو عمل سخت دی. کاشکې چې موږ يو ځلې له خپلو ګاونډيو هم ځان راجلا کړی وای، نو نن به زموږ مشورو او وړانديزونو هم ولسمشر ته يوځای نيولی وای.
که موږ ولسمشر ته وړانديز او مشوره ورکوو، نو دا هم بايد روښانه کړو چې موږ خپله نورو ته څه ورکړي؟ که مو څه ورکړی نه وای، نو ولې به د حميدګل غوندې يو مردارخور په زغرده دا خبره کولی چې ((هغوی زما غوندې پاکستانيان دي)). دلته بايد دا روښانه شي چې :
• ايا نوموړی جنرال د ښاغلي حکمتيار استازيتوب کوي او د هغه په استازيتوب غږيږي؟
• او که ځان ټولواک ګني؟ هم زموږ جهادي مشرتابه او هم نورو ته دا پيغام ورکوي، که څنګه؟
د بېنظيرې خوريينې شيري رحمن هم په زغرده په امريکا کې رسنيو ته ويلی چې ((په کابل کې هر حکومت بايد د پاکستان پلوي وي، د پاکستان له پلويتوب پرته د افغانستان په نوم هېواد ځای نه لري)). زما همدغه جهادي مشر چې نورو ته وړانديز ومشورې ورکوي، نو ولې د پيپليانو او د جنرالانو دغسې اپلتو ته ځواب نه وايی؟ زما يو وطندار چې دلته په ناروي کې اوسيږي لږ څه غبرګون ښوولو، خو بل يو حزبي لا تراوسه داسې کوم غبرګون نه دی ښوولی. دوی هم افغانان دي او د همدې خاورې بچيان دي، خو دومره بېتفاوتي هم خوند نه کوي.
که زموږ درې تنه فراري جهادي مشران په پيل کې مرحوم اسلامي درملپلور ريبار او خلقي بابر بوټو ته نه وای وړی او بابر په وياړ دا وايی چې دلته مې درته ((هلکان)) راوستي. که استاد تر دې دواړو پورې لږ په عمر پوخ وو، خو بيا يې هم دوی د ((هلکانو)) په جم کې راوستی وو چې بيا نو دوی د هغه (بابر) تر خاصې روزنې لاندې ونيول شول او په پيل کې زموږ د افغانستان مساله د بوټو، کالا خان او د بابر په واک واختيار کې وه چې بيا وروسته پکې دا نور راپيدا شول. طالبان يې د ځان بچي بلل. پوښتنه دا ده چې ولې دې پاکستان جنرالانو دوی ((د ځان غوندې پاکستانيان)) او بل بيا ((خپل بچي)) بلل؟
د کشمير مجاهدين يې هند ته د سرخوږۍ لپاره روزلي دي او هم يې ترې د اسلامي خواخوږۍ په نوم اوبه قبضه کړي دي او بېغمه د پنجاب پراخې دښتې پرې خړوبه کيږي. داسې روحيه يې هغوی ته نه ده ورکړې چې د جمو کشمير اوبو ته يې فکر شي او د خپلو زمکو د خړوبولو لپاره ترې کار واخلي او هم ترې د برېښنا کار واخلي او هم يې خرڅه کړي چې خپل عايد يې پيدا شي، خو چندو ته يې کېنولي او د هغوی ټول ژوند يې تر چندو پورې تړلی دی. دلته په انګليستان کې ورته يو رمضان بل رمضان چندې کوي او هلته يې پرې مدرسې روزي.
خو زما لپاره يې بيا د دې لپاره روزلي چې خپل هر څه ورته وران او د دوی په اختيار کې ورکړو. د سعد الدين شپون د خبرې پورې چې :
د خدای بښلي امين خبره يې را ياده کړه چې په کابل کې د پاکستان سفير ځايناستي د سفارت په يوې مېلمستيا کې ورته ويلي وو چې د ننګراريانو لوی جهاد به دا وي چې د درونټې بند والوځوي. امين صاحب په جګ اواز ټولو مېلمنو ته د هغه دا خبره ترجمه کړې وه او ويلي وو چې دا ده د جهاد او افغانانو سره د پاکستان خواخوږي، او په پروټيسټ يې د نورو استادانو سره مېلمستيا پرېښې وه. [شرم او اوښکې]
کاشکې چې زما جهادي مشر هم د حميدګل د دې خبرې سره چې د ډيورنډ کرښه به پر هندوکش او د آمو په سيند خوره شي. او يا يې د هغې د دې خبرې په مقابل کې لږ غبرګون ښکاره کړی وی چې ((هغوی زما غوندې پاکستانيان دي)). زما طالب ومجاهد د دې لپاره نه دي روزل شوي چې هغوی دې د هېواد د پاتې شونو ساتنه وکړي، بلکې د دې لپاره چې دا څه راپاتې شوي او يا جوړيږي بايد وران شي او پاتې نور بايد جوړ نه شي. که له يوې لورې هېواد ته پانګه راغله او له بلې لارې ووتې، خو له بل لورې به بيا که خير وي د دوی چندو او خيراتونو ته ناست يو. دوی به موږ ته چندې کوي او بيا به موږ ته دوی خپل خيرات راکوي چې ښه سوالګر رانه جوړ کړي او بې ضرورته سوال په اسلام کې ناروا دی. انسان بايد خپل کوښښ وکړي، کار وکړي او روزي ځانته پيدا کړي.
کمونېزم واسلام د عقيدې وايډيالوژۍ او د مفکورې خبره ده چې تر عقل پورې اړه لري. زموږ د برېښنا د بندونو، ښوونځيو او عامه تأسيساتو، روغتونونو، کلينيکونو او سړکونو څه ګناه ده چې د سياسي حسد لپاره د عقيدې ومفکورې په نوم تلف او ورانيږي. خلک د خپلو مدرسو او جوماتونو په خوا کې کليساوې زغملی شي، خو زما د برېښنا بند د عام ولس د ښېګڼې لپاره نه شي زغملی.
که مو پاکستان او يا يې څارګرې ادارې ته څه په اختيار کې ورکړي نه وي، نو ولې زما د خاورې اشغال ته زړه ښه کړي. په داسې حال کې چې دا خاوره موږ له مقدوني سکندر، چنګيز ومغل، انګرېزانو او له ګرګين نه ساتلې او له روسانو مو هم وساتله او دا اوسنی جريان لا دوام لري په کوم جرئت داسې خبرې کوي او چا د دې واک واختيار ورکړی او ولې دېته زړه ښه کوي چې د مجاهد و د طالب په نوم به يې وخورم؟ که زما جهادي مشر، حقاني و مشر ملاصاحب ځان وپېژني، نو ولې د دوی په پلمه څوک زموږ په خاوره کې ورانی وکړي. که موږ د چا ټوپک په خپله اوږه نه کړو، نو څوک زموږ خاورې ته په سپکه نه شي کتلای. نړيوالې ټولنې راته القاعده او طالب پلمه کړې او تاسو راته بيا هغوی پلمه کړي، خو بېځايه ولسي بېګناه خلک پکې ووژل شول.
نن چې امريکا زموږ په سترګو بده لګي، نو ولې مو په جهادي پير کې د دوی وسلې اخېستې، ولې بيا د دوی ډالرو او ډاډسنو ته نه شو ټينګېدای؟ امريکا خو خپل مالي وځاني تاوان وکړ، خو دا نورو چې د هغوی په مرسته ځان بسيا کړ، نن د بل د ټګۍ برګۍ پر پيسو او لوکسو ډاډسنو باندې زما هېواد تباه کوي او خلک مې راوژني؟ تراوسه خو نه امريکا او نه يې کوم جنرال داسې خبره کړې چې کرزی زموږ غوندې امريکايي دی، نو جنرال حميدګل بيا د کوم جرئت له مخې په زغرده وايی او چا دا واک ورکړی چې ووايی ((هغوی زما غوندې پاکستاني دي)). تراوسه پورې پرې چا پخپله کوم غبرګون ونه ښوولو. که د چا خوښه ورسره نه وای، د هغه پلار د دې جرئت نه شو کولی چې داسې خبره د چا په غياب او يا د چا په استازيتوب وکړي. که له ولسمشر نه د تړون د نه لاسليکولو هيله کوو، نو بيا خو لږ تر لږه دومره په کار ده چې د نوموړي جنرال خبره هم رد کړو او ترې وپوښتو چې چا د داسې څرګندونو اجازه درکړې ده؟ د رېګن له بلنې نه انکار کولی شو، خو د يو جنرال د بېمسووليته څرګندونو په مقابل کې غبرګون قدرې نه شو ښوولی چې دا خو زموږ شهامت نه، بلکې زموږ په بې زړه توب او بېواکۍ دلالت کوي.
زموږ په اخوانيانو او د بنګله دېش وپاکستان په جماعت اسلامي او ورسره نورو اسلامپالو او مصري اخوانيانو کې توپير دا دی چې مصري اخوانيان خپل مصري ملت، ملي وحدت او خپلې ملي ګټې غواړي، خو زموږ اخوانيان و د بنګله دېش او د پاکستان جماعت اسلامي بيا د پاکستان وحدت غواړي او تجزيه يې نه غواړي. د بنګله دېش جماعت اسلامي خو د همدې لپاره جنګېده چې نن په محکمو کې د خپلو اعمالو له سزا سره مخ او لاس وګرېوان دي. له موږ سره د خپل ځان د عزت او د خپلې بقا غم نشته، خو د پاکستان د بقا غم راسره دی. پنځه شپېته کلن مصنوعي هلک مې نن د حضرت عيسی عليه السلام له پيدايښت نه مخکې شتون، بلکې د حضرت سليمان عليه السلام له وخته شتون د خپل اتوم له برکته نه شي زغملی. کمونېزم خو پرېږده چې څوک مو په اسلام کې هم نه پرېږدي. خپله د رانا ملک غوندې د باليوډ فلمي ستوريو او سينه لوڅو ته لاسونه ورکوي، خو زما د شريعت په نوم په سوات کې په دُرو وهي. خپلو ته يې منډيګانې خلاصې کړي، خو زموږ ته څوک د ښوونځي اجازه نه ورکوي. ملا او سيکولر يې ټول له يوې مخې مفتيان دي.
که څوک له کرزي نه د ماضي د جبران غوښتنه کوي، نو يوځلې دې خپلې ماضي ته هم وګوري او اوس دې له ځانه د سولې اتل جوړ کړي. چې په جهاد وياړو، نو په سوله ولې نه وياړو؟ ايا ښه به دا نه وي چې اوس په سوله ووياړو؟ جهاد يې منو او سوله يې نه منو، نو دا خو بيا له کلام پاکه سرغړاوی دی او کنه نور څه عوامل دي چې څوک مو جهاد ته پرېږدي او سولې ته مو نه پرېږدي؟
دا هم د يادولو ده چې زموږ او د عراق شرايط توپير کوي. هلته فعلاً او نه په راتلونکې کې د دې خطر شته چې ګاونډيان دې يې زمکنۍ بشپړتيا ته بيا داسې کوم ګواښ پېښ کړي، خو زما ته هم مخکې، هم اوس او هم په راتلونکې کې ګواښ متوجه دی. د لروبر پښتون الحاق خو څه ان چې تر هندوکش او تر آمو پورې د کرښې د غځېدو ښکاره ګواښنې راته کوي. که په کابل کې د پاکستان پلوه حکومت نه وي، نو د افغانستان په نوم هېواد ځای نه لري. خپل سوسيالېست کمونېستان ګرموو، خو چيني کمونېستان او اسلامپال مې له شتونه هم منکر دي. د نړۍ د نقشې له مخې زما نوم ورکوي. ځکه چې اتوم لري د طالب ومجاهد په نوم ايله جار نيمه پوځي ځواک لري، نو چې څه يې زړه وغواړي هماغسې کولی شي.
ايران وپاکستان چې د هند وسعودي، اسرائيل وترکيه او د همدې اوسنيو بهرنيانو په مقابل کې له همدوی يعنې روسيه، برتانيا او امريکا سره يو نه، بلکې څو تړونونه لري، نو ولې زموږ د تړون مخالفت کوي او هغه چې په ښکاره مخالفت نه کوي، خو په يو شکل د اشکالو د يو او بل په خولې مخالفت کوي. هغه شعارونه چې د نړۍ په لروبر کې زمزمه کېدل، نن ولې نه زمزمه کيږي؟ دوی خو شرق وغرب نه غوښته، خو نن له شرق سره دوستان او د غرب سره د اړيکو د ترميم په حال کې دي. ولې زما د تړون په پټه او په ښکاره مخالفت کيږي؟ که موږ ته ناجايز، نو بيا خو دوی ته هم جواز نه لري.
*** *** ***
جنرال حميدګل :
هغوی زما غوندې پاکستانيان دي.
د ((سيکريټ پاکستان)) په نومد بي بي سي په يوه مستنده خپرونه کې وايی :
Eventually, it is they who are going to be on our borders. We have to co-exist with them; we have to learn to live with them. Can we afford to have a hostile Afghanistan on our back? No, we cannot.
The collective wisdom of nation says we must continue to have good linkages with the Taliban. It is in Pakistan’s national interest, and I think everybody knows that is in Pakistan national interest.
General Hamid Gul had directed that operation. Haqqani’s a wonderful man. He is a very, very …. He is not ambitious. He does not want to rule, he doesn’t want to control things. Those people who came in contact with him, they have great, high regard for him, for his character qualities, for his truthfulness, for his steadfastness, I would say
قريب الرحمن سعيد :
دروند جنرال صاحب لږ احتياط په کار دی.
مشرف :
ما دا کار (له امريکا سره ائتلاف) د پاکستان له خاطره وکړ که مې نه وای کړې، نو نن به پاکستان نه وو. [اشاره يې هندوستان] ته ده.
پوښتنه :
ځينې خلک په دې عقيده دي چه د پاکستان ټول تلاش د ډيورنډ د کرښې د دايمي کيدو لپاره دی، ستا اند پدې باره کې څه دی؟
ځواب :
موږ د ډيورنډ د کرښې سره هيڅ مشکل نلرو، هر هغه څوک چه پدې هکله سوچ وکړي، د داود خان او نجيب الله په برخليک به ګرفتار شي.
د ډيورنډ کرښه به پر هندوکش يا د امو په سيند خوره شي. [ټول افغان]
هېڅ يو افغان په دې خوشاله نه دی، خو د خپلو ګاونډيو بدو خيرونو نيتونو او ناوړه شرايطو دېته اړ کړي يو چې امنيتي تړون له امريکا سره لاسليک کړو. موږ يوازې نه يو، بلکې نور ډېر اسلامي هېوادونه هم شته چې له چين، فرانسې، برتانيا، امريکا، روسيه او هم له اسرائيلو سره دغه ډول او يا همدېته ورته پټ وښکاره تړونونه لري. همدې بهرنيانو ته خو چا لار ورکړې او څوک ورسره ولاړ دي او څوک ترې هر ډول مرستې ترلاسه کوي. له موږ سره په پټه او له هغوی سره په ښکاره ولاړ ومتحد دي. که څوک ولسمشر ته وايی او مشوره ورته ورکوي چې تړون مه لاسليکوه، نو ولې بيا خپله د سولې لار نه خپلوي او ولې ترې نه راجلا کيږي؟
که امريکا او ناټو زموږ د ژغورنې لپاره راغلي وي، نو بيا خو په کار ده چې موږ ته په خپل کور وکلي کې امنيت راکړي. هغه پټنځايونو ته چې موږ او هم دوی ته ترې مشکل جوړ دی ورنه رغلل، نو بيا خو دې زموږ کورنو ته هم نه راځي او چاپې دې نه وهي. ولې بيا هم موږ سولې - امنيت او ټيکاو ته ضرورت لرو او دا سوله او ټيکاو د امريکا، پاکستان او د سعودي په لاس کې ده. که امريکا په رښتينې مرسته وکړي او پر پاکستان وسعودي زور واچوي او ورته قناعت ورکړي چې يو القاعده بيرته خپله او مهار کړي او بل بيا خپل او هم زما طالب مهار کړي. د مرسي پر وړاندې يې سلفيان د جنرال سيسي سره همغاړي کړل او د سوريې لپاره يې هم له پاکستانه غوښتي چې په زرهاو جنګيالي ورته وروزي. موږ خو له سعودي سره کوم بد نه دي کړي. که القاعده خپله کړي موږ او دوی دواړه او هم نړۍ به ترې په ارام شي.
بلکلنټن هم د خپلو خاطراتو په کتاب کې دې ټکي ته اشاره کړې چې ((موږ سعودي ته وويل چې اسامه درخپل کړي، خو هغوی هغه نه غوښته)). که سعودي دا کار کړی وای، نو نن به ولې موږ دومره درانه تلفات او خسارات ګاللی چې هم د نړيوالې ټولنې له خوا ټپ سيوري او هم د پاکستان د څارګرې ادارې له لورې برمته او ګروګان شوي يو او د خپل سرنوشت حق څوک راته نه راکوي. خپلې تاڼې يې راباندې ډکې کړي دي.
دا چې ولسمشر وايی چې زموږ سوله د امريکا او پاکستان په لاس کې ده تر يوه حده معقوله ده، خو ولې ولسمشر هم بايد خپله اداره سمه او هم د فساد واختلاس مخه ونيسي. مشورتي جرګې امنيتي تړون تاييد کړی. که امريکا خپلې منافع په نظر کې نيسي، نو زموږ هم بايد د يو متقابل احترام په چوکاټ کې ونيسي او ولسمشر دې د ډاډ واطمينان په صورت کې بيا تړون لاسليک کړي.
خلک خو د خپلو ملي ګټو لپاره بيا حل وحرمت ته نه ګوري، نو ولې موږ ته بيا د حل و د حرمت خبرې کوي؟ د عصمت قانع خبره چې دوی ته هر څه روا او موږ ته ناروا دي. موږ بايد پر خپلو ملي ګټو، ملي حاکميت او زمکنۍ بشپړتيا، زده کړې او د خپل ګران هېواد پر بيا رغونه او سمسورتيا باندې پوره تمرکز وکړو. بس دی نور خپل کور بايد جوړ او وران يې نه کړو. نورو ته موقع په لاس ورنه کړو چې د تېر په شان زموږ راتلونکې بيا رانه په لاس کې واخلي او بيا زموږ په استازيتوب له همدې بهرنيو سره چڼې وهي.
په درنښت
سيدحسين پاچا
http://www.taand.com/archives/13584