دخپریدو نیټه : 2013-12-11 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د استاد بينواد کليزې په وياړ
ع، شریف زاد
بېنوا د افغانستان د معاصرو هغو نامتو ليکوالانو، شاعرانو، سياستوالو، دعزت او مېړانې شخصيتونو ځخه وه چې دا فغانستان تاريخ او پښتني ادب ېې نه شي هېرولى. بينوا په يوه عالمې او متدينې پښتنې کورنۍ کې دې نړۍ ته د ملا عبدالله چې په ټبر عليزئ پښتون دى په کال ١٩١٣ م د لوى کندهار په ( پاشمول) کې سترګې رڼا کړې دي .په عربي کې ديني او ژبني علمونه دخپلې ټولنې په بشپړه رڼا کې سرته رسولي. بينوا دادب او ادبياتو په چوکاټ کې د شعر او شاعري سره په ځانګړې توګه مينه درلوده . داسي ښيي چې دده لومړڼي اشعار د هغه وخت د (طلوع افغان) کې خپاره شوى دي په ١٩٣٦م کال کې کابل ته تللئ او په ١٣١٨ شمسي کال کې ېې په پښتو ټولنه کې د لومړني غړي په توګه شامل شوئ او له دغه کال څخه دده د ليکوالي ، ادبې څيړنو، او شاعري په رسمي ډول پيل شوېده. بينوا د خپل استعداد، پوهې او عالمانه زيرکۍ له کبله ډير ژر د غړيتوب له کړښې بې له هر ډول واسطې او وسيلې او يا بالوسيله چمونو څخه ووت او د يو څه مودې لپاره د صحافت د څانګې د مدير په حيث، بيا د کابل د مجلې د چلونکي او له هغه څخه وروسته د پښتو ټولنې د مرستيال په توګه ېې کار کړئ. بيا په ١٣٢٥ شمسي کال کې د پښتو ټولنې لوى مدير په حيث وظيفه اجرا کړې ده.همدارنګه د هېواد)افغانستان) ورځپاڼې لومړنۍ ګڼې هم دده په مشرۍ چاپ شوي دي او تقريبا پنځه کاله ېې دغه مسوليت سرته رسولئ دئ.او له هغه وروسته ېې په مطبوعاتو کې د نشراتو مدير شو. ورپسې بيا په نوي دلهي ( هندوستان) يا ډيلي کې د افغانستان په سفارت کې د مطبوعاتو استازئ په توګه ټاکل شوئ دي
په ١٣٤٤ شمسي کال کې دکابل راډيو ريس په توګه ،څه موده وروسته د قبايلو رياست د مرستيال په حيث او ورپسې د شهيد محمد هاشم ميوندوال صدراعظم په کابينه کې يي د اطلاعاتو او کلتور وزير په توګه ېې کار کړي چې په ١٣٥٩ شمسي کال په ليبيا کې د افغانستان د سفير په توګه مقرر شوي دي.
بينوا د پښتو ټولنې له مشرتابه څخه د( ويښ زلميانو ) د مفکورې، طرحې هم فکر غړئ وه او د دې مفکورې لپاره ېې چټک ګامونه اخيستي دي. ددې مفکورې مانيفست ېې د کابل مجلې په پاڼو کې خپور کړ.خو له بده مرغه ددغې مفکورې خاوندان د يو شمير کورنيو او بهرنيو مر تجعينو له مله د سياسي قدرت او شخصي ګټو لپاره دغه فعاليت ډير دوام ونه کړ..بينوا سر بيره په خپلې مورنۍ ژبې پښتو په عربي او دري هم ښه پوهېده په نظم او نثر کې ډير ې علمي ليکنې ېې کړي دي دده په شعرونو او نثري ټوټو کې انتقادي روح په ځلانده توګه بريښي.په ډيرو ليکنو کې د مظلوم ولس غم ېې په ډير سوز ژړلئ دي.چې دده دغه احساس د (پرېشانه افکار) په سلسله کې اساسي موضوع ده.بينوا تاريخي او ادبي څېړنې هم کړي دي مګر لوى صفت ېې د ډرامو ليکلو فن دى. په دې برخه کې سيال نه لري او د پښتو ژبې ستر ليکوال دى. بينوا ترجمې ډيرې عالي او اوچتې دي. او په پاى کې کله چې ما دده غونډه له تلويږن ځخه وکتله بينوا هغه باتور ، مېړنئ او اصيل پښتون دي چې ډير کار ېې د پښتو فرهنګ لپاره کړى چې نسبت ځينو کسانو ته بيا هم کم پېژندل شوى . يا په بل عبارت ځينې کسان ډيرکم کار کوي خو ډير پېژندل کيږي،خو بيا بر خلاف مېرني کارونه ډيرکوي خو کم پېژندل کيږي. ما ډير کوښښ وکړ چې د ده په کليزه کې برخه واخلم خو له بده مرغه وخت مې نه درلود. د استاد رفيع يو ځو خبرې مې واوريدې ماته هغه وخت را په ياد شو کله چې ميوندوال په پارک زرنګار کې بيانيه ور کوله نه پوهيږم چې په کوم ټولګې کې وم خو له ښوونځې وروسته دا لمړي ځل وه چې دومره خلک ما په يوه پارک کې وليدل.
.د بېنوا صاحب شاوخوا ٣٤قلمه اثار خپاره شوي ممکن زيات وي خو کم نه دي.بينوا نه يواځي اديب، شاعر، نقاد، او تاريخ پوه دى دهغه نثر خوږ اوروان دي. ډيره مهمه موضوع چې زه له هغه څخه ډير زيات لذت وړم هغه داده چې دده دليکنې سبک تر ډيره حده سوچه، پېژندونکئ ، او له خپل محلي او سيمې رنګ څخه وتلئ دى او دهر ځاى پښتانه پرې پوهيږي. روح دې ارام او فردوس دې نصيب شي.