دخپریدو نیټه : 2013-12-11 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
دزړونو شاداب !
ذبیح الله غازي
دفطرتونو دښایست خالق لایزال ، دهغې ارادې پایلې ته چې په دنیا کې به دانسان په بڼه اشرف المخلوق، خلق کوي او ددې نړۍ دښکلایز بڼ لامل به ګرځي؛دحضرت ادم (ع) او بي بي حوا په پیدا کیدو سره یې ورته دعمل جامه واغوسته .
دکایناتو خالق دټولو انسانانو په زړونو کې د ددنیا داوسیدو بې کچه مينه پیدا کړه او هر انسان یې دهغه زوقي نړۍ ته وګرځوو .
مینه دژوند دویم نوم؛ځکه دی، چې بې مینې انسان ژوندی نشي پاتې کیدی، هر هغه څوک چې مینه نلري ګواکې له ژونده بې زاره دی .
شعر هم دمینې، خیال او عاطفې هغه تړښت دی چې ډیر مینان پکې دخپل جانان تصویر لیدلی شي،هر شاعر مین ؛ او هر شعر دمینې په نه یو ډول انځورګر دی .
ښاغلی شفیق الله شاداب چې دکونړ له راسا سیند یې کلونه اوبه څښلي ، شعر یې هم له دغه رڼو اوبو رنګ اخستی او په ډیره ساده، او روانه بڼه دخپل زړه خبرې په شعري ژبه تر نورو رسوي .
که څه هم شاداب لکه دچنار دنګ ندی خودګلاب په څیر یې عطرین خوی او څانګه ورګلونه ډيرو تر څڼو کړي دي .
هغه ډير ساده مجازه او سپېڅلی سړی دی، تل یې دجامو رنګ سپین او ښکلی سپین رنګه پکول یې لکه دپښتنو زلمو په ټنډه ایښی وي.
شعر یې هم لکه دشاداب په څير له خوږو، تورو او ترکیبونو سکڼل شوی او سړی یوې خیالي منظرې ته بیايي .
دشاداب صیب بلا شعرونه دي او هر یو یې په تول تللی دی .
ذبیح الله غازي
هغه زمونږ خوږ ملګری دی او یارانو ته ډیره مینه ورکوي ، دهر سړي دزړه سر دی او ژوند یې مینې ته وقف کړی دی .
هغه دمینې لپاره شاعري کوي او ژوند ورته لکه دکونړي ځوانیمرګ شاعر طاهر فرهاد به څیر بلمنګې ښکاري .
ډیر کلونه وړاندې مې دشاداب صیب یو شعر لوستلی چې له همغه وخته مې په حافظه کې خوندي کړی دی هغه په یوه بیت کې وايي :
ودې غوښتلم خو په ور دې قبضه واړوله
په دنګو دنګو دیوالونو دې راواړولم
سړی کټ مټ یوې سیمې ته بیايي ، په ډيره ساده لهجه، خو خوندور انځور، که څه هم دلفظونو تکرار شعر یو څه پیکه کوي خو شاداب په یوه داسې بڼه راغبرګه کړې چې موسیقیت یې ورکړی دی، اوبیت یې دجمال او کمال حد ته رسولی دی .
سړي ته دیوې پښتنې او کلیوالې پېغلې کیسه انځوروي چې هسې نه دمین په راتګ یې چرته ددروازې کړپا دکور غړي راویښ کړي ځکه خپل اشنا یې لیدو ته پر دیوالونو راوړي .
هغه په یوه بل بیت کې وايي :
له داسې رنځه روغ مه شې شادابه ادم خانه!
چې خپله درخانۍ درله پښتنې له راځي
دغه بیت هم ډیر ساده اوله عاطفې ډک توري دي، هر څه مني خو بې یاره ژوند ورته لکه په زړه داور سکر وټې ښکاري.
که څه هم دشاداب په شخصیت او شاعرۍ غږیدل دځان لپاره مناسب نه ګڼم ځکه دهغه شاعري له ډیرو رنګونو او خوندونو ډکه ده خو دخپلې مینې چې له هغه او شعر سره یې ورله لرم دغه څو کرښې ولیکلې
شاعري یې همداسې تانده او مینه ناکه غواړم