دخپریدو نیټه : 2013-12-13 مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ
شیطانی وسوسه
نثار احمد صمد
سرچینه : فتاوی یوسف القرضاوی
دا د یو چا سوال دی او علامه قرضاوی یې ځواب ورکوی چی د موضوع د اهمیت له مخی می وژباړه او هیله ده چی په ښه غور ورته متوجه سو ، ( ن . صمد ) :
پوښتنه : د څه مودې راهیسی زما په زړه کی یوه شیطانی وسوسه رالوېدلې ده . هغه دا چی د الله تعالی پر عدالت او انصاف باندی می یو څه شک راغلی دی . څو څو واره می د خپل زړه څخه پوښتلی دي چی الله تعالی ولی ځینی خلک خورا ډیر شتمن کړي دي خو ځینی یې بیا خورا غریب او مسکین کړي دي . آیا دا به ښه نه وو که ټول برابر وای ؟ د همدې شیطانی وسواس له امله لمونځونه راڅخه پاته دي . نو لطفأ د دغو وسوسو څخه د خلاصون لارښوونه راته وکړﺉ .
ځواب : پر هر مؤمن باندی داسی حالت راځی چی شیطان یې غولوی او لمسوی او په وسوسو کی یې راګیروی . نو د چا ایمان چی ټینګ او پوخ وی ژر د دغسی وسوسو څخه ځانته خلاصون ورکولای سي .
تا چی د کومو وسوسو ذکر کړی دی ، هغه اصلأ پر دوو لویو غلط فهمیو ولاړی دي :
اول ـ لومړنۍ غلطي دا ده چی تا دنیوي مال او دولت هر څه بللی دی . ستا خیال دا دی چی مال او دولت تر بل هر څه لوی نعمت دی . خو باید متوجه اوسې چی د انسان په ژوندانه کی یوازی شتمني هر څه نه ده . وګوره ، څومره شتمن او بډای انسانان سته چی ډول ډول ناروغیو راګیر کړي دي . هغوی په خپلو پیسو روغتیا نسی رانیولای . ځینی بیا د دنیا او دولت د لرلو سره سره د ذهانت له نعمته محروم دي ، یا دا چی په اولاد غوندی نعمت پسی مړه دي . ځینی یې بیا اولاد لری خو معیوب او نیمګړی وی . څومره ډیر شتمن کسان وجود لری چی غواړی د بیوزلو غوندی په ماړه نس هر څه وخوری مګر په خپل ټول ثروت سره دغسی لوږه نسی رفع کولای او تل وږی وی . ځینی یې بیا د چاغېدو له بیری هر څه نسی خوړلای . که یې باالفرض په مړه ګېډه هم وخوري ، نو څومره به وخوري ؟ آیا هغوی په خپله خېټه کی مځکه او آسمان ځایولای سي ؟ آیا هغوی خپل دومره ثروت د ځانو سره قبر ته وړلای سی ؟
دا لا څه ، بل مشکل یې دا دی چی څومره ډیر دولت او ثروت ولري هغومره به په قیامت کی حساب کتاب هم ورکوي . په حدیث شریف کی راغلي چی د قیامت په ورځ به انسان له خپله ځایه و نه خوځی څو چی څلور پوښتنی ورڅخه ونسي : په هغه کی به یوه پوښتنه دا وی چی کوم دولت چی تا ته درکول سوی و ، څنګه دې په لاس دروړی و او څنګه دی مصرف کړی دی .
نو معلومه سوه چی مال او دولت هر څه نه دی . له دې نه پرته په دنیا کی نور داسی بې شمیره نعمتونه سته چی تر هغه هم ګران او ارزښتمن دي . ته خپل ځانته ښه متوجه سه چی د لیدلو هغه قوت چی درکول سوی دی ، آیا هغه په یو لک یا دوو لکو ( ۱۰۰۰۰۰ ـ ۲۰۰۰۰۰ ) روپیو یا ډالرو خرڅوې ؟ دا چی د اورېدلو قوت درکول سوی دی ، په سرو او سپینو زرو یې پلورې ؟ مطلب دا چی لاس ، غوږ ، پزه ، پښه او نور ټول غړې د الله تعالی هغه نعمتونه دي چی عوض یې سره او سپین زر نسي کېدای . الله تعالی فرمایی « که د الله نعمتونه وشمیرې نه یې سې کولای » ( ابراهیم ـ ۳۴ ) .
هر څه د مادیت له مخی لیدل د انسان خورا ستره غلطي ده .
دوهم ـ بله غلط فهمي دا ده چی تا داسی فکر کړی دی چی د الله تعالی عدالت او انصاف به دا وای چی ټول انسانان یې د مال او دولت له مخی برابر پیدا کړي وای .
په خدای قسم چی په برابري کی هیڅ حکمت نسته . حکمت خو په دې کی دی چی ټول برابر نه دي تر څو انسانان امتحان سی او دا معلومه سی چی څوک شکر باسی او څوک هم ناشکره دي ، څوک د مصیبت پر مهال صبر کوی او څوک هم صبر خوشی کوی .
الله چی دا مځکه او اسمان پیدا کړي دي ، موږ انسانان یې پیدا کړي یو ، آیا دا هر څه یې بې مقصده خلق کړی دي ؟ آیا موږ یې صرف د دې لپاره جوړ کړي یو چی یوازی یې وخورو او ویې څښو او بیا مړه سو ؟ که یې ټول سره برابر کولای نو الله تعالی خو دا هم کولای سو چی انسان یې بېله نس او ګیډې څخه پیدا کړی وای . نه به د لباس اړتیا وای او نه هم د اوسېدو لپاره کور ته ضرورت وو . په دې صورت کی به د شتمن او غریب جګړه هم نه وای . مګر یا ؛ د حکمت او مصلحت تقاضا دا ده چی د انسان سره د هغه انساني اړتیاوی هم پیدا کړه سی ، او د ازموینی په خاطر په انسانانو کی توپیر هم شتون ولری . که څوک احسان او ښېګڼه کونکی وی نو بل څوک بیا باید داسی وی چی همدغه احسان او نیکي ورسره وسی . که څوک صابر وی نو یو بل څوک باید داسی وی چی هغه ته په کتو سره دﺉ هم صبر غوره کړی . نو که ټول یو برابر وای په دې ژوندانه کی به هیڅ کیف او مزه نه وه . کومی منډی ترړی او کوښښ به هم نه وو . بلکی د ژوند ټول رونق به له منځه تی . د ورځی او روڼا د اهمیت او ګټې احساس خو د همدې لپاره دی چی تیاره او شپه یې هم ورسره پیدا کړې ده . که تیاره نه وای نو د روښنایی څه احساس به مو لرلی ؟
دا خبره هم د غور وړ ده چی موږ انسانان د خدای حکمت څنګه ټاکلی سو؟ یو ناروغ ټوله شپه له درده لټ پر لټ اوړی او غواړی چی له درده ډکه دغه شپه په څو دقیقو کی پای ته ورسیږی ، خو هلته بیا د واده په لومړۍ شپه ناوې او زوم غواړی چی دا شپه هیڅ ختمه نسی . نو اوس ته پخپله ووایه چی خدای له دغو څخه د چا آرزو او تمنا پوره کړی ؟ په کوم عمل کی یې حکمت نغښتی دی ؟ پس حق خو دا دی چی الله تعالی دغه کاینات د یو نظام پر اساس پیدا کړی دی او هغه ذات په خپل حکمت ډیر ښه پوهیږی .
په دې ارتباط یوه قصه هم د یادولو وړ ده : په یو باغ کی پلار او زوی په خبرو اترو لګیا وو . زوی خپل پلار ته وویل چی ما ته خو په دې کی د خدای هیڅ حکمت نه ښکاری چی د خرما غوندی یوه کوچنۍ او سپکه میوه یې په دومره غټه او درنه ونه کی پیدا کړې ده خو د خټکی غوندی درنه او غټه میوه یې بیا په یو داسی نازک او کمزوره جُړنګ کی پیدا کړې ده چی هغه هیڅ د لوړېدولو توان نلری . پلار یې ورته وویل چی الله تعالی په هر څه کی خپل حکمت او مصلحت لری خو موږ او تاسی نه پوهیږو .
څه ګړﺉ وروسته دواړه تر همدې ونې لاندی بیده سول . څو شیبې وروسته یوه دانه خرما راولوېده او د زوی پر سر ولګېده او هغه له خوبه راویښ سو . پلار یې ورته وویل چی د خدای شکر پر ځای کړه چی په دې دومره غټه ونه کی یې خټکی نه دی پیدا کړی ، که نه ستا به د ژوند آخري ورځ وای ! که څه هم دا یوه قصه ده ، خو فکر کونکو ته د عبرت یو درس پکښی موجود دی .
مؤمن بنده ته لازمه ده چی که په یو شي کی د الله حکمت او مصلحت ورمعلوم وی یا نه ، په هر حال کی باید هغه څه ووایی چی فرشتو ویلی دی : « ته څومره عظمت لرونکی یې ، موږ خو دومره پوهه لرو څومره چی تا راعطا کړې ده » ( البقره ـ ۳۲ ) . یا باید داسی ووایي څنګه چی په قرآن کی درج دي : « ربه ! دا هر څه دې ناحقه او بې مقصده نه دي پیدا کړي ؛ دا ستا د عظمت څخه لیری ده چی عبث کار وکړې . نو اې ربه ! موږ د دوږخ له اوره وژغوره » ( آل عمران ـ ۱۹۱ ) .
نو تا ته لازمه ده چی کومه شیطانی وسوسه چی په فکر کی درپیدا سوې ده ، ډیر ژر یې ایسته وغورځوه . خدای ته توبه وکړه ، خپل ایمان بیرته اعاده او پیاوړی کړه ، د لمونځونو کول پیل کړه ، او کله چی په ذهن کی کوم شک در پیدا سی بېله ځنډه علماوو ته مراجعه وکړه ، والسلام .