دخپریدو نیټه : 2013-12-13 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
مينډيلا مړ شو خو ارمان يي ژوندی دی
نجيب اله شينواری
زمونږ د نړی ستر مشر نلسن مينډیلا د ۲۰۱۳ کال د ډسمبر په پينځمه نيټه د پينځه نوی کلو په عمر ساورکړه
د مينډيلا په مړينه ددنيا خوار زيات خلک خواشينی شول.
دده په مرګ د خواشينی علت د نيلسن مينډیلا کريکټر ؤ. دا چی دی څومره عظيم انسان ؤ اندازه يي د نيلسن مينډيلا د واک د لومړنيو ورځو نه معلوميږی. دواک په پيل کی د مينډيلا پروړاندی تر ټولو ستر ګواښازموينه انګريزی بيوروکريسی وه. انګریزانو په جنوبی افريقه ۳۴۵ کاله حکومت وکړ. په دی کلونو کی دوی داسی اداری نظام جوړ کړی ؤ. چی ځان ته همدوی چلولی شو . او يواځی همدوي پری پوهيدل.
ځکه چی دوی پوه او تعليم يافته ؤ. مګر په مقابله کی يي مقامی خلک (توران) بی تعليمه او روسته پاتی ؤ. د جنوبی افريقه تورانو ۳۴۵ کالورا پدی خوا دانګريزانو او ددوی د نظام سره لاس او ګريوان ژوند کاؤ. نيلسن مينډیلا پدی باور وه که د ملک ټول اختيارات په پيل کی تورانو ته ورکړل شی نو د انګريزانو دا نظام به توران خپل نه کړی او داسی کولو سره به ملک تباه شی. ولې نيلین مينډيلا غوښتل جنوبی افريقه ددنيا دپر مختللو ملکو په قطار کی ودريږی. ددې د پاره يي امر وکړ چی سپينيان افسران دی خپل کارته ادامه ورکړی.
لوستونکو تاسو ديو څه وخت لپاره خپل ځانونه د نيلسن منډيلا په حالت کی واچوی دداسی سړی دپاره به داڅومره ګرانه پريکړه وی چی ټول عمر يي ددوی(انګريزانو) خلاف مبارزه کړی وی دی سپينيانو نيلسن مينډيلا ۲۷ کاله بندی کړی ؤ. په دی ۲۷ کالو کی ۶ کاله په يواځيتوب ځندان هم تير کړل چی همدا انګريز افسران به راغلل او دده نوکان به يي فرش سره راښکل. نيلسن مينډيلا د بند اووه ويشت کاله پوره د تنګسی موده وه تر څو په ۱۹۹۴ کال کی دجنوبی افريقه د خلکو په رايو جمهور ریس وټاکل شو.
اوس نيلسن منډيلا سره څو لاری مخکی وی د سپينیانو نه د ټول ظلمونو بدله واخلی. دوی ووهی، جايداد ځمکی يي په زور لاندی کړی،مړه يي کړی له هغوی نه دچاروواګی واخلی او تورانو ته يي ورکړی. مګر دايي ونکړه ځکه هغه پوهيده پدی کار سره دده هيواد او اداره دواړه شل ګوډ کیږی .، دويمه لاره د عامی بخنی اعلان ؤ. ده خپل زړه غټ کړی، د جنوبی افريقه ټول سپينيان وبخښی. او نظام چليدلی پريدی. نيلسن مينډیلا دوهمه لاره ونيوله . د خپل صدراتی دفتر (جمهور ريس ) ماڼی ته ننوت او خپل ( ساتونکی پوليس) چی ټول سپينيان ؤ. راويي غوښتل او ورته يي حکم ورکړ چی تاسو خپل کارته ادامه ورکړی. زما (ساتنه ) ستاسی ذمه واری ده.دي کار سپينيان او د نيلسن مينډيلا ټول ملګری حق حيران کړل.
او بايد حيران شوی وی ځکه چی نيلسن مينډيلا هغه سړی ؤ چی د انګريزانو ددری نيمو پيړيو استعمار او نژادپالنی ته يي د پای ټکی کيښود. سپينيانو دزړه نه نيلسن منډيلا څخه کرکه کوله، مګر هغه د واک اخيستلو سره د خپل ځان د ساتونکو ذمه واری يي سپينيانو ته ورکړه دا يوه خيرانوونکی فيصله ؤ. او په دی فيصله سپينيان او توران دواړه حيران ؤ. د نيلسن مينډيلا بله پریکړه د خپل دفتر ټولو کارکوونکو ته د کار دادامی ورکولو حکم ؤ. ده د خپل دفتر د ځانګړی سيکټری نه تر عمومی مشرپوری ټولو سپينيانو ته د کار جاری ساتلو حکم ورکړ. د نیلسن مينډيلا د غو دريو فيصلو يو طرف ته ټوله دنيا حيرانه کړه. بل خوايي د جنوبی افريقا د ډيرو سپينيانو زړونه وګټل. او دوی د زړه له کومی نه د جنوبی افريقا د تورانو خدمت پيل کړ.
د نيلسن مينډيلا بله کارنامه د سپينيانو او تورانو يو ځای کول ؤ. د جنوبی افريقا رګبی ټيم ورلډ چمپين نړی وال قهرمان وو. او پدی ټيم کی ټول سپينيان ؤ. ازادی نه وروسته دغو ټولو سپينيانو اروپا او امريکا ته تلل پيل کړل. نيلسن مينډیلا د ټيم کپتان مشر فرانسس پينار خپل دفتر ته دچای د پاره ميلمه کړ مينډيلا هغه ته پخپله په دروازه کی هر کلی ووایه. په خپل لاسه يي ورته چای جوړ کړ. او خپله يي ورته په میز کيښود او بیا يي ورته ډير په مينه او عاجری سره غوښتنه وکړه ؛ تاسی جنوبی افریقا نه مه ځی ، تاسی ټيم بیا يو ځای (تنطيم) کړی. مونږ ۱۹۹۵ کی يو ځل بيا ورلډ چمپيين ( دنړی قهرمان ) جوړيدل غواړو؛ د کپتان(مشر) لپاره داحيرانونکی او ناممکنه خبره وه مګر د نيلسن مينډيلا د ډیر زيات بحث نه ورسته يي ښه وکړه. کپتان بيرته ملګری راغونډ کړل. نيلسن مينډيلا د ټولو لوبغاړو انځورونو ته وکتل او ددوی نومونه يي ياد کړل. نيلسن مينډيلا چی کله ټيم سره ليدولو ته ورغی ، هر يو لوبغاړی ته يي دهغه په نوم غږ کاوه ( د نيلسن مينډيلا دی کار سره د ټيم عام لوبغاړی حيران شول ځکه چی يږ تور جمهور ریس ته د سپينيانو لوبغاړو نومونه یاد ؤ). وروسته يي دا ټول ټيم دټولی جنوبی افريقا دوری باندی واستا وه، ټيم ډيرو ښارونو ته لاړه، هر يو ښار کی يي ميچ کول پيل کړل. په پيل کی به تری مقامی تورانو تری کرکه کوله او روسته يي په کراره کراره د ميچ کتلو ته راتلل پيل کړل. او په پای کی يي به خپله هم ميدان ته راودنګل. دی سره د سپينيانو لوبغاړو او تورانو کتکونکو منځ کی د قهر، غضب او نفرت ديوال ړنګ شو. او چی کله ميچ سيزن ختميدو داسپينيان لوبغاړی د ټولی جنوبی افريقا هيروګان جوړ شول. او ټولو خلکو ددوۍ لپاره چيغی او ستاینه پيل کړ. د خلکو ستاينه سپنيانو لوبغاړو جذبه پورته کړه. او دوی په هر قيمت يي د ګټی فیصله وکړه. د رګبی ورلډ کپ (جهانی سيالی ) د ۱۹۹۵ کال د مۍ په (۲۵) نيټه پيل شو.
۱۹۹۵ کال د جون په ۲۴ د جنوبی افریقا ټيم نړی والی سيالو ورلډ کپ وګاټه او د نيلسن مينډيلا ارمان يي پوره کړ. درګبی د لوبغاړو انځورونو او د نيلسن مينډيلاپه لاس کی نړيوال کپ ټوله نړی حيران کړ. او دا د نيلسن مينډيلا لومړی برۍ ؤ. ددی وروسته د کرکټ جهانی کپ ۲۰۰۳ او فيفا(FIFA) د فټبال جهانی سيالو ميلمستون کول هم د مينډيلا کارنامی وی . او داسی جنوبی افريق د ازادی نه يو کال ، ۹ کاله، او ۱۶ کاله وروسته ددنيا مهذب د لوبو سيالو دوست او دنيا دپرمختګ په حال ملکونو کی ځای ونيوه.
تاسی که د نيلسن مينډيلا تاریخ راواخلی نو حيرانه به پاتی شی، نيلسن مينډيلا ۴۰ کاله سیاست وکړ او په دی ۴۰ کالو کی يي ۲۷ کاله جيل کی تیر کړه. ددی ستر سياسی کوښښ نه وروسته په ۱۹۹۴ کی د جنوبی افريقا جمهور ريس وټاکل شو. داد جنوبی افريقا د ماشوم ماشوم بچی په زړه کی اوسيږی . او د ځوان نه واخلی تر دمشرانو پوری هر سړي دده غزت کاوه. نيلسن مينډيلا ۵ کاله د حکومت نه وروسته ريټايرډ( تقاعد) شو. او د خير ښيګړی کارونو ته يي پاتی ژوند وقف کړ.
تقاعد نه وروسته نيلسن مينډيلا په خپل وړوکی کور کی اوسيده. دده د خوب په کوټه کی نه ايرکنډيشن ، او نه بوخارۍ وه. د نيلسن مينډيلا کټ د کابل د حکومت د ټيټ پوړی مامور د کټ نه هم وړوکی ؤ او ساده وه. ددغه حکومتی کور نه علاوه په ټوله دنيا کی دده نه ځمکه وه نه جايداد او نه بانک بيلنس وه. مګر سره ددی غريبی ددنيا د هرګوټ او هر ملک کی د نيلسن مينډيلا نوم په درنښت ياديږی .
نن ورځ که تاسو د مينډيلا په مقابله کی د اسلامی دنيا تر ټولو ماړه حکمرانان راوخلی دا
د غريب نيلسن مينډيلا ته نږدی هم نه شی رسيدی، حسنی مبارک د ۷۰ بيليونه ډالرو خاوند ؤ او د نيلسن مينډيلا اکاونټ کی ۷۰۰ سوه ډالر هم نه ؤ مګر حسنی مبارک په خپل کورکی محاسره دی او پوځ دده د کورونه ګير چاپير ټانکونه ودرولی دی، مګر بیا هم یی د مصر عسکر د خلکو د غضب او قهر نه نشی خلاصولی . ولی دده په مقابله کی د نيلسن مينډيلا د کور کی مخکی يو سيکوريټی ګارډ هم نه ؤ. او د چی به زړه غوښتل د کور نه د باندی به يي تک راتګ کاوه او خلکو به يي لاسونه ښکلول.
اوس دنيلسن مينډيلا مقابله کی حامد کرزی واخلی د افغانستان د عوامو وټونه يي دوه ځلی وګټل .ددنيا جهان پوځونو، ناټو پوځونه، او افغان پوځ دده په لاس کی دی دډالرو خو کمی نشته د کرزی دلاسه دکابينی هغه اوزګار وزيران چی نه يي تعليم ؤ او نه پوهه نن مليونران دی. دکرزی ورونه نن بيليونران دی مګر داټول بغير د سيکورټی او بولټ پروف ګاډونه کابل ښار کی هم نه شی ګرځيدی. ايا هغه افغانانو چی حامد کرزی ته رايي ورکړی وی هغه خلک کرزی د زړه نه مشر منی؟ او ايا افغانان به د نيلسن مينډيلا په شان دزړه نه دده عزت وکړی. زما همدهغی پوښتنه کی ټول سياست پټ دی ، مګر افسوس زمونږ وزيران او جمهور ریس سياست ته د نيلسن مينډيلا يا د حضرت عمر فاروق (ض) په شان د عبادت په نظر نه ګوری، دوی سياست ته د ډالرو او يورو ګټلو وسیلی په نظر ګوري، مګر افسوس چی په پای کی نه دوی سره دولت پاتی او نه وزارت. دوی د خپلو خلکو نه وتښتی، او په امريکا او اروپا کی په هوټل، ګيس سټيشن او يا دوکانونو کی کار کوی او داتير شوی عمر به ورته خوب ښکاری.کاش حامد کرزی يا د کابينی وزيرانو يي د نيلسن مينډيلا په ژوند د هغه داوسيدو کوټه يوځل کتلی وی، او يا کاش کی دوی په ژوند کی يو ځل اصل ليډر جوړيدو کوښښ وکړی. تاسی يقين وکړی ددی ملک بچی بچی په د زړه نه ددوی عزت وکړی د( طالبانو مخه به بيا خلک پخپله نيسی) او کله چی دوی ددنيا نه رخصت شی نو د ټولی دنيا پارليمانونه به د دوی بيلګه ورکوی.او د غريب نيلسن مينډيلا په شان ددنيا د ۹۱ ملکونو مشران به ددوی په جنازه کی ګډون وکړی. تاسی باور وکړی چی د ټولی نړی او د ا فغانستان هر ماشوم ، ځوان او مشر به دوی ته دزړه نه دعا کوی کشکی چی اوس هم کرزی صاحب او يا د کابينی وزيرانو کی يوڅوک کوښښ وکړی او زمونږ ګران وطن اففانستان تا هم خدای پاک یو نيلسن مينډيلا ورکړی.
تاسی کولی شی چی ما سره اړيکی ونیسی.
Facebook.com/nshinwari