دخپریدو نیټه : 2013-12-12 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
الکو او رهين له ژوندون تلويزيون سره توپيري چلند کوي
سيدحسين پاچا
له ژوندون سره ملاتړ :
دا د غزنوي، ميرويس، ابدالي واماني خاوره ده نه د رنجيت سينګ و د ګرګين. خميني چې يو وخت به يې د شرق وغرب نارو نړۍ په سر اخېستی وه، کله چې اسلام او ګټې په ټکر کې راغلې، نو ګټې يې واخېستې او اسلام يې شا ته کړ. ځکه خو يې د خپلو ګټو لپاره بيا مشرک وملحد ته سر ټيټ کړ اقتصادي وستراتژيک تړونونه يې له ډهلي او مسکو سره وکړل. د خپلو تېلو د صادراتو بازار موندنې لپاره هند ته د رشدي له فتوی ورتېر شو او زموږ د يو جهادي مشر پر سر يې د خپل مجاهدين خلق د برائت لپاره له مشر لالا سره معامله هم کړې وه.
ايران او د هغوی تالېڅټي دې په دې پوه شي چې دوی به بيا هغه د روم وپارس د امپراتوريو برم ترلاسه نه کړي ځکه چې د هغوی د شکست او دړې وړې کېدو الهام لا له وړاندې محمد رسول الله ته په ((غلبت الروم في ادنی الارض)) کې شوی وو چې بيا د ابوعبيدة بن جراح او د خالد به وليد په مشرۍ دواړه امپراتورۍ يعنې نننۍ سوريه او ايران له پښو وغورځېدل او د استکبار او د فرعونيت ټغر يې له مځکې ټول شو. ان شاءالله چې بيا به دوی الی يوم القيامة بيرته هغسې برم ترلاسه نه کړي.
رهين د ايران تالېڅټی د شاه حسين و د ګرګين د ماتې غچ اخلي. که څوک له موږ سره افغانيت نه مني په مخه يې ښه! تهران او دوشنبه پوه شه او کار يې چې اسماعليان يې بولي او که زرتشت، صابئين يې بولي او که مجوسيان؟ سلمان فارسي ته خو همدا عزت بس دی چې ((السلمان منا))، خو موږ رهين، پدرام، نور او نورو تالېڅټو ته زرتشتيان ووايو صابئين او که مجوسيان؟ چې افغانيت واسلاميت نه مني، نو ضرور به يو له دوی نه وي. ځکه خو په تذکره کې د هويت او د اسلام له ټکيو سره حساسيت لري. دولت دې د دوی د DNA ټيسټ وکړي.
ولسمشره :
ستا له شاوخوا نه هغه کثيفې څېرې راتاوې دي چې خوري او څښي د افغانستان، خو صفت د تهران او د پنجاب کوي. دېته حرامي او حرامنمکه وايی چې معاش له دولته اخلي او وفادار تهران واسلام اباد ته دي. څوک چې اخلاقي ونسبي حرامي او بد ذاته نه وي، نو هغه به د خپلې او د خپل دولت اګر چې فاسد هم دی بد نه وايی او پر خپل افغانيت به وياړي، خو دې ستميانو، پرچميانو او ستمي اخوانيانو ته بېتفاوته ده چې پرون يې د يو ډول ته نڅل نن د بل ډول او سبا ته به د بل ډ،ل ته ناڅي، خو چې قدرت د دوی په لاس کې وي. تر پرونه يې روسان ورول، نن هغه دی چې چين وامريکا روي او سبا ته به بيا نور روي.
ولسمشره :
رهين د ايران تالېڅټی د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارته او له خپل موقفه ناوړه ګټه پورته کوي او له افغانپالو او پښتنو سره خالصه دښمني پالي. دا د دې لپاره دلته نه دی ګومارل شوی چې خپل کلتور او فرهنګ کار وکړي، بلکې نوموړی د افغانپالنې د روحيې د وژنې لپاره ګومارل شوی او دا يې قسم کړی چې پښتانه به راڅخه ښه ورځ ونه ګوري او چې وسه يې رسيږي، نو مشکلات ورته جوړوي. نوموړی يو متعصب يا racist انسان دی او له پښتو او پښتنو سره يې دښمني په وينه او روان کې نغښتې ده. دی د افغانيت او افغانستان دښمن دی. نوموړی تا ته نه، بلکې تهران ته وفادار دی.
ښاغليه :
داسې خو نه شي کېدای شي چې معاش دې ستا خوري او د نورو قانون ته وفادار وي. که نور پخپل افغانيت کې شک ګڼي او ځان افغان نه ګڼي، نو بيا خو په کار ده چې د DNA ټيسټ يا معاينات يې وشي. په ګرده نړۍ کې څوک ارزالو ته دومره واک نه سپاري ان تر دې چې په فرانسه کې وړم کال رومانيانو لاريون وکړ، خو په پارلمان کې د دوی بيل ونه منل او لا د تابعيت مساله يې همداسې جنجالي پاتې ده او د فرانسې پوليسو دوی ورپسې په سره ژمي اخېستي وو او د لارو او کوڅو نه يې راټولول. موږ خو دوی حرامنمکو ته خپله غېږه خلاصه کړې او د افغانستان د نورو وروڼو قومونو په څېر ورته مو پوره مساوي يو شان، بلکې له ځانه لا زيات حقوق ورکړي او په هغې کې لا دوی وايی او لاريون کوي او وايی چې ((ما افغان نيستم !)). نو چې افغان ځان نه بولي، نو څنګه مجهول الهويته دلته اوسيږي؟ که ځانونه تاجک بولي، نو تاجکستان هلته له آمو نه پورې غاړه دی ورپورې دې وځي او که ځانونه ايرانيان بولي، نو سرحد ورته خلاص دی او چا يې مخه نه ده نيولې. موږ خو يې وروڼه بولو، نو چې دوی موږ وروڼه نه بولي او ځانونه پرديپال ايرانيان بولي، نو تهران يې په مخ کې دی وردې شي او دا خپل قدر دې خير دی هلته يوځلې وازمايی چې ايرانيان دوی څنګه پالي او څنګه عزت ورته ورکوي.
د انګرېزانو په وخت کې چې په پنجابي پوځ کې څوک وو، نو هغه چا ته به يې زيات عزت او درنښت ورکولو چې چا به هلته د خپلې وظيفې ترڅنګ لمونځ کولو نسبت هغه چا ته چې مذهب لارښوونې يې نه مراعاتولې او دا يې ورته ويل چې تاسو د الله تعالی لحاظ نه کوئ او حکم يې نه مرعاتوئ، نو زموږ به څه درد وخورئ او زموږ د قانون به څه مراعات وکړئ. ان تر چې هغوی ته به يې رخصتي هم ښه ورکوله او په وظيفه کې به يې ورسره ښه چلند کولو نسبت هغو ته چې د مذهب مذاعات يې نه کولو. زه خو دا وايم چې يوځلې دې دا ايراني تالېڅټي هم خپل ځانونه د ازمايښت په ډول هلته وازمايي چې اخوندان ورسره څنګه چلند کوي؟
په پای د اکسفورډ د استوګنو افغانانو ټولنه له ښاغلي اسماعيل يون نه د ژوندون تلويزيون د خپرونو د تعليق په تړاو چې د رهين په شيطانت د سترې محکمې له لورې ځنډول شوي په کلکه ملاتړ کوو او له سترې محکمې او لوی څارنوالۍ نه اخلاقي او حقوقي غوښتنه کوو چې د تلويزيون خپرونو ته بيرته اجازه ورکړي او د ښاغلي يون او د ايراني تالېڅټي رهين د توپيري چلند په تړاو يو خپلواک او عادلانه قضاوت وکړي او دا لانجه دې د قانون په رڼا کې حل وفصل کړي. رهين د ايراني ګټو ساتندويه او زموږ د وياړلي کلتور او د ملي ګټو دښمن دی او نوموړی بايد نور له دې وزارته لېرې شي.
په پای کې له ټولو هغه هېوادوالو چې له خپل هېواد، دين، تاريخ او کلتور سره مينه لري غږ کوم چې د کلتور وزارت د پرديپال تالېڅټي وزير او د لوی څارنوالۍ د دغه ناروا توپيري چلند پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د هېواد د ولسمشر، پارلمان او د سترې محکمې پورې اړوندو ارګانونو او نورو نړيوالو بشري او حقوقي سازمانو او ارګانونو پورې د خپل مسلم حق غږ پورته کړي او نور پرديپالو تالېڅټو وزيرانو او جنګسالارانو، غلو او ډاکوانو او خونخوارانو ته اجازه ورنه کړي چې پر سرنوشت يې لوبې وکړي. موږ بايد خپل لاسونه د دوی تر ګرېوانو ورورسوو او د عدالت منګولو ته يې راکش کړو.
مرګ دې وي د پنجاب او د تهران پر تالېڅټو او وطن پلورو!
ايرانی وپنجابی کلتوري يرغل د هېواد لپاره له نورو مخکېنيو او اوسنيو تاريخي يرغلونو نه خورا زيات خطرناک دی او بايد د ټولو ممکنه حقوقي او قانوني مشروعي لارو چارو يې مخه ونيول شي. دا زموږ حق دی چې خپله ملي داعيه سر ته ورسوو او د خپلې داعيې په زور سره د پرديو تالېڅټو او د هغوی د هر ډول نامشروع غوښتنو او کلتوري يرغلونو پر وړاندې په کلکه ودرېږو او ترې ننګه وکړو. که په تذکره کې پر ملي هويت او دين شرميږي، نو په ګرګينيت، اسماعيليت، زرتشتيت، صابيت او پر مجوسيت باندې وياړي که څنګه؟
په درنښت
ټول افغان : (ويډيو دلته کتلای شئ)
http://www.youtube.com/watch?feature=player_embedded&v=-RgOFOuoDg0