دخپریدو نیټه : 2013-12-16 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
سياست کوه ،خو د خلګو څخه لار مه ورکوه
سميع غيرتمل
د افغانستان ملي او نړيوالي رسنۍ مي خورا ژر ژر واړولي او راواړولي ، سياسي بحثونه عجبه تاوده روان وه ، په نوبت مي يو يو تر نظر تير کړل ، خداي سته پر زړه مي د دلمر تودي خبري ښه تودي ولګيدي او تکيه مي ورته وکړه .
يو شمير کسان ناست وه ، او د کوربه پوښتنو ته يي جوابونه ويل ،بحث به يي پر کرزي شروع او پر کرزي ختم کي، دوي به مامور ته غل وايه ،مدير ته به يي غل وايه ، ريس ته به يي غل وايه او ان وزير صاحب خو تر غوږو په فساد کي غرک وو، په همدغه تودو خبرو کي مي يواري، فکر د نړيوالو رسنيو د هغو کيسو او په خبري اصطلاح هغو سټوريانو ته ولاړي چي، د نړي د سياسي کارپوهانو د خبرو او مرکو څخه به يي لاسته راوړي وه.
يو شمير نړيوال سياسي کارپوهان ، ددي سياسي مقولي په وړاندي خورا سخت احترام لري چي واي( سياست کوه، خو له خلګو لار مه ورکوه ) ياره زموږ رسنيو چي هر څوک تر غوږ ونيوي بس هغه سياسي کارپوه دي،دي خپله خپرونه ډکوي ، او هغه بيا د خپل هدف لپاره داسي خبري سره و ووډي ته چي واي بس نو همدا مو راتلونکي رهبر دي.
رسنۍ خپل رسالت پرځاي کوي او د خلګو د خوښي خپروني او بحثونه تياروي ،او د خلګو د ډيري خوښي سبب هم ځکه کيږي چي تر اوسه يي ددوي په مورني ژبه داسي ځه په رسنيو کي ندي ليدلي او په نورو ژپور خو دي نه پوهيږي ، او که لږ پوهيږي نو بيا د سياسي اصطلاحاتو کارونه او پوهيدنه ورته ګرانه ده ،زما د سياسي چارو کارپوه داسي کش پخپلو ملي رسنيو کي ورکړي وي چي وا دا اوس مو اولسمشر کړي واي او سهار ته په يي نظام داسي ګل ګلزار کړي واي ، دا کار تر ډيره بريده د افغانستان د پارلمان غړي کوي او يا هغه کسان چي د پارلمان څخه پاته سوي ،يا يي يوه دوره کړي وي او په بله کي پاته راغلي وي او يا هم د دولت له دندي ليري سوي وي .
زيات وختونه بيا تر ټولو هغه کسان په سياسي کشمکش او سياسي بحثونو کي ناست وي چي له دولته نوي دنده غواړي او يا يي تمه لري ، او ياغواړي چي يوه سياست مدار،سياسي ډلي او يا بهرنبو سياسي کړيو ته خپل سياسي دريځ مالوم کړي .
خو بدبختانه زموږ سياست مداران لا تر اوسه په دي نه پوهيږي چي که يو وخت پر چوکي سوم ،نو مي دغه ټولي کړي وعدي او خبري درواغ خيږي ،ځکه دولت خو دده لپاره پاليسي نه اړوي او نه يي تبديلوي ،بيچاره په دي نه پوهيږي چي ما د خپل موقف او خپل شخصي کار او ګټي لپاره ،اولس او خلګو ته درواغ ويلي او خلګ مي بيلاري کړي دي او هغه سياسي مقوله مي پر ځان نده عملي کړي چي بهرنيان يي د خپلو سياسي دريځونو د خپلو لو لپاره کاروي (سياست کوه ،خو له خلګو لار مه ورکوه ) رموږ سياست مدارانو د خلګو لار ورکه کړي ده ، او عام خلګ مو نه پوهيږي چي په کم رهبر او سياست مدار پسي سي .
او ډير وختونه داسي پيښ سوي دي چي خپل پلرونه او د کورنيو غړي مو د سياسي ګوندونو څخه مخه نيسي او نه مو پريږيدي چي د يوه سياسي رهبر د ټولني غړي و اوسو او تل مو خلګ وايي چي (سياست مانا درواغ).
زموږ سياسي رهبرانو ته لازمه ده چي د نړي د نابغه سياسي کارپوهانو ژوند مطالعه ګړي او د هغوي د (خبرو+موقف+عمل= ښه رهبر) څخه استفاده وکړي ،او اولس په درواغو بدګمانه مه کي خداي مکړه يو وخت مو سياسي رهبرانو ته څوک د شيطان په نوم و نه ګوري او اولس مو په ضمير کي خطا نه باسي.