دخپریدو نیټه : 2013-12-17 مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن
دبهرنيوچارو وزارت ادعادملی گټو خلاف ده !
حبيب الله غمخور
د۲۰۱۳ ز کال ددسمبرپر ۱۱ مې دزادی راډيوپه خبرکښي واورېدل ، د افغانستان په لویدیځ کې چارواکي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازي دا څرګندونې تايیدوي چې وایي؛ ایران له وسلوالو طالبانو سره مرسته کوي.
د فراه د والي مرستیال محمد یونس رسولي ازادي راډیو ته وویل، ایران نه یوازې دا چې وسله والو مخالفینو ته وسلې ورکوي، بلکې په خپله خاوره کې یې روزنیز مرکزونه هم ورته جوړ کړي.
د فراه والي مرستيال محمد يونس رسولي دوه ورځې مخکې ويلي وو، چې ايران يوې ۵۴۰ کسيزې وسلوالې ډلې ته روزنه ورکړې او بيا يې د ترهګريزو فعاليتونو لپاره، د افغانستان لويديځ ولايتونو ته استولې .
د افغانستان په لویدیځ کې د فراه ولایت مسولین وایې، چې ایران په خپله خاوره کې د افغان دولت د وسله والو مخالفینو لپاره د پوځي زده کړې مرکزونه جوړکړي دي. هغه وويل ،چې مخکې دا مرکزونه د افغانستان سرحد ته نږدې وو، خو اوس یې امنو سیمو لکه یزد او کرمان ته انتقال کړي دي.
محمد یونس رسولي وایې، چې ایران له کلونو راهیسې هڅه کوي د افغانستان په لویدیځ کې امنیت ګډوډ کړي او د دې لپاره د دولت له وسله والو مخالفینو سره مرسته کوي : ((له مخالفینو سره د وسلو او روزنې په برخه کې مرسته کوي. دوی ته د جګړې مانورونه ور ښیې.
په خپله ایران کې د روزنې ځایونه ورته لري. مخکې دا روزنیز مرکزونه سرحد ته نږدې د سپید ابه او نی بندان په نامه سیمو کې وو، خو اوس یې دا مرکزونه امنو سیمو لکه کرمان او یزد ته وړي دي .))
نوموړي پر دې ټينګار کړی وو، چې هغه انځورونه، لاسوندونه او ويډيوګانې د دوی په لاس کې دي، چې د ايران دننه هم د دغو ډلو د روزنې ادعا ثابتوي .
اخوا په مشرانو جرګه کې د فراه استازی ګل احمد اعظمي وایي، چې ایران د هرات، فراه او نیمروز ولایتونو په نا امنه کولو کې فعاله ونډه لري.
د ښاغلي اعظمي په خبره، لکه څرنګه چې پاکستان د افغانستان په جنوب او ختیځو سیمو کې نا امني جوړوي، ایران ورته فعالیتون د هیواد په لویدیځ کې کوي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جیمز ډابینز هم داخبره کوي وایي، تهران هم د افغانستان له حکومت څخه ملاتړ کوي او هم د حکومت له وسله والو مخالفینو سره مرسته کوي.
ښاغلي ډابینز ایران ته د کرزي تر سفر څو ورځې وروسته د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې ته په دې اړه وویل : ((ایران د دې لپاره دا کار نه کوي چې طالبان یې خوښیږي، ایران له هغوی کرکه لري.
دا له امریکا سره د ایران د سیالۍ یوه برخه ده او غواړي امریکا وپوهوي، چې که چیرته له ایران سره په کومه پوځي شخړه کې داخلیږي، دغه هېواد هم کولای شي چې د خپل مټ زور ورښکاره کړي."
زه ددې بهرنی چارواکي له دې خبري سره دافغان ولس دملی غروراوملي افتخاراتوساتلوله زاويي همږغۍ يم زموږ ولس ددي وړتيالری چي دگاونډيانوپه لغته دروازي وهلوته جواب ورکړی .
که څه هم ایران دا ادعاوي ردوي، خو د فراه د والي دمرستیال په خبره ایران دا کار ځکه کوي چې هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور مخالف دی او هم په یادو سیمو کې د اوبو د بندونو د جوړیدو مخنیوی کوي.
خو له وسلوالو طالبانو څخه د ایران د ملاتړ د ادعاوو سره سره د افغانستان مرکزي حکومت په خاصه توګه د جمهوري ریاست چارواکو اوښاغلی کرزی ایران د افغانستان یو دوست ګاونډی هیواد بللی دی .
پر ایران مخکې هم دا تور وو، چې د افغان حکومت له وسله والو مخالفینو سره مرستې کوي.ان دا چې په وار وار د افغانستان په لویدیځ کې امنیتي مسولینو د ایران ساخت وسلو او چاودیدونکو موادو د نیولو خبر ورکړی دی.
پدې خبره چي ايرانی چارواکي دسپاه پاسداران دادارې په مټ په خپله خاوره کي دامريکاله راتگ نه بياتراوسه جگړه مار روزی اوهغوي په وسلو سمبال افغانستان ته رالېږي , زه هم دهغوافغانانوله خولې خبريم کوم چې دايران څخه دلته سويډن ته راغلي اودخپلو سترگو ليدلی حال ئي راته بيان کړی دي .
دايرانی چارواکو دبې شرمانه مداخلو اولاسوهنودپه سلگونوبېلگوسره ،متاسفانه بياهم د بهرنيو چارو وزارت دفراه ولايت ددولتی چارواکو دا خبري ردوي ،دخپل دولتي چارواکي اوملی گټو اوسياسی ديپلوماسی داصولو پر خلاف دايرانی اخوندانوپه فاع کښي درېږي .
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زی وايي ، چې د افغانستان او ايران تر منځ د اړيکو کچه لوړې ممکنې سطحې ته رسيدلې او ايران مخالفو وسلوالو سره مرسته نه کوي.
هغه وايي، د جمهور رييس حامد کرزي تر سفر وروسته د افغانستان او ايران تر منځ اړيکې لا نوره پراخې شوي. دموسی زی ددې څرگندونوپر وړاندي د سياسي چارو کارپوهان اوټول افغانان په وازه خوله دانارې وهی وايي وايي، چې د ايران لخوا کرزي ته د ستنيدو په مهال بيا د پيسو کڅوړې ورکړل شوي دي.
زموږ دولس په اند ښاغلی کرزی ددې لپاره ايران ته ولاړ ترڅو دايران نوی اخوندزاده ته ډاډورکړی چې زه دتل پشان ستاسوپه خدمت کښي يم ،مااوزمادخوښي کسان ونازوی نورچي هرڅه کوی هغه ستاسو اختياردی .زماغوږونه به ستاسودهغوکړنوپه وړاندي کاڼه وي کوم چې دافغانان له غبرگون سره مخامخ کيږي .
ځکه خو کرزي له دايران څخه دراوړو پيسو دځاي پر ځاي کولو دهندوستان په لور بکس راټولومصروف وو،چې دفراه ولايت دچارواکو چغې تر آسمانه پوري ورسېدلې .
تردې سرټکونې يوه ورځ وړاندي په پاکستاني چارواکوپه تکرار زموږ پر پاکه خاوره اوغيرتی کنړ دتوغنديو وحشيانه حمله وکړه اوپه دابله ورځ ئې په لوديځ کښي دفراه ،هرات ،نيمروزاونوروسيموچارواکي دايراني اخوندانودبربنډړي لاس وهنې نه سرټکاوه .
دجانان موسی زی خبري اوڅرگندونې له حقيقت او واقعيت نه دومره ليري دي لکه مځکه اواسمان،ټول افغانان یې پر دې څرگندونه خاندي اوداوايي چې دازموږ چارواکي څومره وطن پلورونکی دي اوهغه دچاخبره دکاليوسره دافغان ولس په سترگو ورننوزي .که څوک دافغان ولس سره ايرانی اخوندانو دښمنی نه مني نومهرباني دي وکړی ولاړدي سي دکجکی بند اودکمال خان بندته نږدې اوسېدونکو کورنيو ،دهلمند ،فراه ،هرات ،نيمروزاوروزاگان ولايت دخلکونه دې پوښتنه وکړی اوهمدا ډول دې دښاغلي تورن اسماعيل خان کړنې ديوه افغان په توگه وڅېړې .اويادې دايران پلوه بربنډواوپېژندل سوکړيواوشخصيتونوکړنو اوددوي پوسيله کلتوری يرغل توردېوالونوته نظرواچوی ،مگرموږ ړانده اوکاڼه يو ؟؟؟
ايادادښاغلی موسی زی اودده دمشرانوهيرسول چې څه موده پخوادډله ايزورسنيوله لاری په ايران کي دافغان گډوالو کرږی پورته سوې چې همدې خداي شرمولو اخوندانودخپل هيواد په يوشمير ښارونوکي پر افغان کډوالودخوراکي توکو پلورلو بنديز اعلان کړاويادچې دوي دايران ديوشمېرښارونوپارکونوته دخپلي کورنۍ اوماشومانوسره نسي ورتلاي،
دغه دوستۍ او اسلامی اخوت بېلگه ده؟؟؟
داچې اعداموی یې اويائي په ټوله بې شرمۍ سره په بې رحمانه او وحشيانه بڼه دخپلې خاوري باسي .موږ ددې پرځاي چې ددوي نه دافغان دښمنو کړنو پوښتنه وکړو دادی ،ددې ټولوغير اخلاقی اوغير انساني کړنوسرۀ چې دافغان ولس په وړاندي یې کوی،تاسو خپله گورئ او اورئ چې چې موږ دولتی چارواکي له دوي نه څومره دفاع کوي .
ايراني چارواکي خو ليونی ندی چې ارگ ته ئې دهمدې اوسنۍ کورنيو چارودوزيرپرلاس دپيسو خلطې رالېږلې اويا ئې همدا اوس هم راليږی اوکرزی صاحب یې منی چې ده ته دايران استخباراتی اداره پيسې ورکوی . نوڅوک چې پيسي مصرفوی،گټه یې هم بايد ترلاسه کړي .دايرانی اخوندانويوغيران عبث نه لگېږي اوپه خپل ټول قوت زموږ دولس پر خلاف دټولوامکاناتونه استفاده کوي .اميد چي افغانان ددوي په دروغجنو مذهبی اوداسلامی اخوت په شعارونو ونه غولېږي اوددوي دغولونکوتبليغاتو ترتاثيرلاندي رانسي .پدې بايد پوه اوسی چې ايرانی اخوندان په هيڅ صورت ددوي دوستان ندی اونه هم ددوي په گټه کوم کارکوي .
داچې همدې دبهرنيو چارودوزارت دچارواکو جمهوررئيس پخپله وايي ټولوهيوادونوراسره ومنل چې دامريکاسره امنيتی تړون لاسليک کړو خو ایران له امریکا سره د تړون مخالفت کوي .حامد کرزي خپله وایي، د نړۍ ستر هېوادونه او ګاونډيان د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي او دفاعي سند سره موافق دي، خو یوازې ایران یې مخالفت کوي . داښاغلی اوياپه حقيقت کي کرزی صاحب بياداخپلې خبري څنگه تعبيروی ؟
ماتل داخبره کړې چې ايرانی اخوندان دافغانستان دنړيوالو اړېکو اوپه ځانگړې توگه له امريکا او اروپايي ټولنې سره دهرډول قراردادلاسليک سره په ټول قوت مخالفت کوي .دليل ئي دادئ چې دوي په خپل څنگ کښي يوغښتلئ اوپرمخ تللی افغانستان سره علاقه نلري .که افغانستان دنړيوالی ټولنې په مرسته داقتصادي پرمختگ په لورحرکت وکړی ،دلته دموکراسی غښتلې اوپلې سي،په هغه ورځ دايراني فنتيکواخوندانودقدرت ماڼۍ ړنگېدل پيلېږي .
تاسو وگوري.څومره چې پاکستان موږته سرخوږ ی پيدا کړې په هغه اندازه مو ايراني اخوندان هم خوپه بله بڼه زوروی . مگردژوندون تلوېزيون باندي ددولتی اړونده ناخبره چارواکو غيري قانوني حملې کښي دايران اخوندانو او ايران پلوو لاس نه وو؟؟؟
دايران دښمنی له افغان ولس سره پرون نده پيل سوې اوکرزی ياکرزی غوندي کسان چې ورته دايراني اخوندانو لخوا سياسي رشوت پيسې دا ديارلس کاله ،دهمدې اوسنی دکورنيو چارودوزير اونوروکسانوپر لاس رارواني وې اوهمدا اوس هم ددې رشوت ورکولو لړۍ روانه ده ترڅوښاغلی کرزی دهمدې پيسو اودراتلونکو ټاکنوپه هکله دده دپلوي په گټه له خپلو امکاناتونه استفادې وعده ورکړې .ځکه نودوي داجرأت نلري چې ووايي،په رښتيا ايران زموږ په خاوره کي مداخله کوي .
زماپه عقيده اوباورنورنوبايد دکوم افغان سره دايرانی اخوندانودکړنواودلته دنفوذپه هکله سوال پيدا نسي .داکوم دتعجب خبره نده چې ايراني اخونداپه افغانستان اوزموږ دولتی اداروکي ترهرچابرلاسي اوڅومره نوکران لری چې هر شېبه دهغوي دگټولپاره افغانستان ترې قربانوي .
پدې هيله او اميد چې زموږ غيرتی او وياړلی ولس دخپل هيواد ملي گټوته خپله متوجه اوسی اودهغوي ددفاع لپاره واټولوته دراوتوتربريده ملاوتړي . ومن الله التوفيق