مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-21   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

زموږ دنده

اېمل افغان


 

 د رنولوستونکو که چېرته موږ خپلې دردیدلې او په وینو رنګ ټولنې ته یو ځغلنده نظر وکړو نو څرګنده به شي، چې په دغه ټولنه کې یو نظام شتون لري هغه نظام که پاک دی او که فاسد دا پریکړه به خپله ولس کوي خو شتون به لري، چې په دې نظام کې بیا ځوانان او د پاخه عمر خلک خپلې دندې هم مخ په وړاندې وړي که هغه دندې دولتي دي اوکه ملکي خو دنده ورته ویلی شو، چې څرنګه دغه دنده موږ ځوانان ترلاسه او هغه په ښه توګه مخ په وړاندې بوزو. له هرڅه نه وړاندې خو پکار دا ده،چې موږ باید لومړی خپلې دندې په یو ټولنه کې وپېژنو او هغه په پوره وړتیا سره سرته ورسو.
خو کله چې بیا موږ په دندو بحث کوو نو په یوه ټولنه کې هرډول دندې شتون لري ،چې دا کومه دنده ده او د دې په سرته رسولو کې باید موږ له کوم هنر او تګلارې څخه کار واخلو ترڅو وکولای شو له هغې څخه په بریالۍ توګه را ووځو.
بل د دندو په پيدا کولو او د هغو په ښه توګه سرته رسول زموږ ځوانانو لپاره په ګټه تمامېږي، چې له یوې خوا ورسره موږ ذهني ارامتیا ترلاسه کوو او له بلې خوا مو ورسره ورځ تربلې اقتصاد پياوړی کېږي او په خپله ټولنه کې هم پرې ښه ښکارو اکثره ځوانان چې دندې نلري او یا د دندو په ترلاسه کولو کې وروسته راغلي خپله کورنۍ او ټولنه هم پر هغوی ښه نه وايي نو هغه ته د یو بیکاره ځوان خطاب کوي او وايي دا څنګه ځوان دې ،چې خپل وخت په بېکاره خبرو او د کوڅې له وزګارو هلکانو سره تېروي.
خو په هر صورت دا زموږ کاردی، چې له خپلو مشرانو او یا له خپلو ملګرو سره په اړیکه کې شو ترڅو د هغوی په مرسته يوه ښه او غوره دنده پيدا او خپل فعالیتونه ورسره پيل کړو که هغه فعالیتونه فرهنګي، سیاسي او یا ټولنیز وي خو باید، چې د خپلې اړوندې دندې په وړاندې په هغو کار وکړو ترڅو د کارپه نتیجه کې ترې په بریالۍ توګه را ووځو.
دا منم په یو ټولنه کې هرډول ځوانان ژوند کوي خو د ځوانانو ترڅنګ بیا هر ډول دندې هم شتون لري، چې موږ باید خپلې وړتیا او لیاقت ته وګورو او په هماغې دندې قناعت وکړو معنی داچې موږ باید د تل لپاره د پرمختګ او بریالیتوب په حال کې یو نه چې د شاتګ په لور روان شو موږ ځوانان باید د دندو په پيدا کولو او د هغو پرمخ بیولو کې د خپل ځان لپاره باید معیار او لوړتیا په پام کې ونیسو او دا پریکړه له خپل وجدان سره وکړو او ووایو، چې زه باید هغه مقام ته په دومره وخت او دومره کار په کولو سره ځان ورسوم او بل د هرسیاسي، ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي نظام د ترلاسه کولو لپاره موږ باید له خپلو ملګرو او دوستانو سره په لیکه کې و اوسو ترڅو د هغوی ښې مشورې واخلو او د هغوی په مرسته هم خپل ځان لوړو اهدافو ته ورسو.
کله چې موږ دهدف یا موخې کلمه په خپلو خبرو کې یادو نو پکارده، چې د دندې له پيدا کولو او سرته رسولو څخه موږ باید یو څرګند هدف ولرو او له ځان سره ووایو، چې یاره د دندې له پرمخ بیولو څخه زما دغه موخه دی.
او که چېرته موږ هدف او یو غوره پلان او ستراتيژي په خپل ذهن کې جوړه کړې نه وي او یا یې ونلرو نو فکر نه کوم ،چې زموږ کارونه به په راتلونکي نظام کې یوه ښه پایله ولري.
موږ باید د هر کار په ګټه او زیان باید پوې یو او هغه محاسبه مو باید له خپل ځان سره مخکې له مخکې کړې وي، چې ګټه او سر لوړي یې داده او زیان یې د ټولې ټولنې اوکورنۍ لپاره دا ده.
زه له یو ځوان سره په دې خبره کې بلکل موافق یم،چې هغه وايي ولا نو په افغانستان کې دندې نشته او که شته هم ټولې په اړیکو ولاړې دندې دي او په دې برخه کې د چا مسلک او لیاقت ته نه دي کتل شوي دندې ورته غټې او غیرمسلکي ورکړل شوې دي، چې دا بیا په هغه اداره باندې د داسې اشخاصو ټاکل یو بوج او د شاه تګ په معنی ده.
څرګنده ده،چې په کال کې موږ ډېر زیات د پوهنتونونو فارغان لرو خو ولې دندې ورته نلرو زه هغو ځوانانو ته دا وایم چې دوی باید خپل جرات او استعداد په هیڅ صورت کې له لاسه ورنکړي له صبر او زغم څخه دې کار واخلي او یا دې خپل مسلک ته تغیر ورکړي ترڅو دوي د دې کار په کولو سره په هغه ټولنه کې له دې دندو او شته ادارو سره جوړ راشي.
دا که موږ د یوځل او يا دوځلي ناکامېدو په تکرار سره دنده ترلاسه نکړو او خپل جرات او حوصله هم ورسره له لاسه ورکړو نو دا به ډېره سخته وي،چې بیا موږ په ژوند کې د بریالیتوب چانس و ګورو موږ باید د پخې ارادې او پياوړي عزم خاوندان ووسو په یوځل او دوه ځلي ماتې سره موږ باید خپل زړونه مات نکړو، وای د بریالیتوب لومړی شرط هوډ او تصمیم نیول دي، چې موږ باید قوي تصمیم ولرو نه لکه د نشه یې ځوانانو په څېر،چې سهار تصمیم نیسي او غرمه خپله اراده بدلوي له داسې کسانو څخه بیا په ټولنه کې هم څه نه جوړېږي او نه باید څوک د څه شي هیله ترې وکړي، قوي تصمیم ښه ملګری، ښه لاسته راوړنه کولای شي،چې د یوځوان د ژوند په ټولو چارو کې مثبت رول ولوبوي.
موږ باید د دندو او یا کوم بل کار په پيل کولو کې له ډېرې زړورتیا او احتیاط څخه کار واخلواوهیڅکله باید زړه او نازړه نه شو ځکه هغه ناپلیون وايي چې زړه او نازړه خلک هیڅکله هم په خپل ژوند کې نه بریالي کېږي موږ باید غوڅ او قاطع تصمیم په خپلو کارونو کې ولرو ترڅو ورسره په بریالیتوب را ووځو.
که موږ زړور ځوانان ونه اوسو نو بیا فکر نه کوم ،چې موږ دې هم د بریا هیله وکړو د نورې نړۍ ځوانان به له موږ څخه میدان ګټي او موږ به په خپل بې زړه توب کې څو سوه کاله وروسته پاتې یو موږ باید په ګوګل کې غټ اوپاک زړونه ولرو ترڅو ورسره موږ باجرات او با استعداده وروزل شو او راتلونکی نسل هم له موږ څخه عبرت واخلي او په ښه جرآت سره وروزل شي.
خوزه بیا خپلو ملګرو او همزولو ته وایم دا دهر ځوان پښتون دنده ده ،چې نن ورځ راويښ شي، سره یو شي، د زده کړو او دندو په ښکلې ګاڼه ځان سینګار کړي، د پښتو،هېواد پالنې او دندې د پيدا کولو یو احساس په خپل ځان کې را پيدا کړي او له هر جابر او غاصب او د هېواد له دښمن څخه د خپلې دندې او کار حقوق وغواړي.
که چېرته موږ ځوانان په خپل کوراوکار کې همداسې چپه خوله کینو فکر نه کوم چې په دې وخت کې دې ځوانانو ته څوک خپل حق ورکړي خو پکار ده ،چې خپل کار او خپل حقوق په خپله وغواړو نه چې نور د نظام او مشر په هیله خپلې شپې سبا کړو.
موږ ځوانان باید له هغو تیرو ګډوډیو او اقتصادي ستونزو څخه یوه ښه ګټه پورته کړو لکه څنګه چې د تنظیمي جګړو په وخت کې په کابل کې په خلکو وشول هرځوان د یو ارامې دندې په ارمان ناست او په دې هیله خپله ورځ تیروله چې څنګه د بېګاه لپاره یومن وړه خپلو اولادونو ته را پيدا کړم نو اوس که موږ ځوانان خپل ذهنونه په کار واچو نود تېرو خپل منځي جګړو په پرتله ډېر سهولتونه موجود دي چې له هغو نه په استفادې سره کولای شو يو ښه ګټه پورته کړو.
دنده یوازې ماموریت یعنې میز او چوکۍ نه وي چې یو سړی ووایی زه خو ماموریت نلرم نه موږ نن په افغانستان کې ډول ډول دندې لرو،چې هغو ته باید موږ لاس واچو او خپل ځانونه مصروف وساتو او هم د دندې په ترسره کولو سره به مو بېګاه ته یوه مړۍ حلاله ډوډۍ هم خپلو اولادونو ته تیاره کړې وي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery