دخپریدو نیټه : 2013-12-21 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
ديلدا شپه
احسان الله فضلی
------------------------
دا چي ديلدا شپه زما د مذهبي تحقيق يوه برخه راځي نو فکر مي وکړ چي يو لنډه ليکنه ددي شپې پراصل او تاريخ وکړم :
د يلدا دشپي بيان د اويستا په کتاب کي راغلي دي داشپه چي دکال تر ټولو اوږده شپه ده د زردشتيانو لخوا په خورا پرتمينو مراسيمو لمانځل کيده. د يلدا شپه د اريايي څلورو غټو اخترونو له جملې څخه يو دي چي د لمر اووښتنه په اريايي لمريزه جنتري کي ښيي چي د ډيسمبر د مياشتي د ۲۱ ځخه و ۲۲ مي ته پيليږي او د کال تر ټولو اوږده شپه ده .
دا شپه د اريايي زردشتيانو او ميترايانو په اديانو کي خورا مهمه شپه ده چي په اوسنيو وختونو کي په اريايي اسلامي هيوادونو کي لمانځل کيږي .د يلدا ټکي په ارامني ژبه د زيږېدو په مانا دي او هدف يې د ميترا ياني د روښنايي د الهي زيږيدنه ده که څه هم دا دميلاد څخه ۱۰۰۰ يا ۱۱۰۰ کلونه وړاندي تاريخ لري مګر وروسته د حضرت عيسي (ع) د زيږيدني ورځ و ګڼل سوه.د يلدا شپه په حقيقت کي هغه شپه ده چي منۍ مخه ښه کوي او خپل ځاي ژمي ته پريږدي ځکه نو د ژمي د څلې پيل دي .په پوليپونيز جنګونو کي چي د پارسيانو او يونانو تر منځ وسوه نو يونانيانو له پارسيانو څخه ميترايي دين زده او هغه يې يونان او بيا روم ته نقل کړ . د روم څخه دغه دين د پيړيو په پوړيو کي ځان د انګلستان تر شماله ، فرانسې او شرقي اروپا پوري و رساوه او کله چي عيسويت روم ته لار و موندل نو د ميترا دين هلته يو برحاله دين وو . بيا دغه دين له عيسويت سره ګډ او دغه نني شکل و موند .
د ميتراييزم او عيسويت په باره کي ډير څه د ويلو دي چي بيا به يې بل وخت څيړو اوس به فقط دا ووايو چي د حضرت عيسا ع تر زيږيدو ۴ سوه کاله وروسته لا هم دده د زيږيدو نيټه ۲۱ مه د ډيسمبر لمانځل کېدل او نه ۲۴ مه د ډيسمبر لکه اوس چي اروپايان کريسميس لمانځي .
په نيويارک کي په اصطلاح د ازادي مجسمه او د هغه جوړه په پاريس کي يوه لا هم د ازادۍ سره سر و کار نلري بلکه دواړه د ميترا مجسمې دي. خو چي له بحثه ليري ولاړ نه سو دليکني تمرکز به د يلدا پر شپي وکو، دا شپه د افغانستان په شمول ايران او تاجکستان کي هم لمانځل کيږي چون ددي شپي سابق ته په کتو سره دا څرګنديږي چي داشپه په سندرو ، بوللو او مشاعرو سبا کيده نو له دي وجه په شعر او ادب کي يي هم يادونه خوار زياته سويده .
ماخذ:
ــــ د فروغ افغان ويب پاڼه
ــــ بي بي سي پښتو ويب پاڼه
ــــ بينوا ويب پاڼه
ـــ او ځني نوري تاريخي سر چينې