دخپریدو نیټه : 2013-12-21 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ډاکټر زلمی زابلی ، دزابلي ځوانانو په سرنوشت لوبي کوي
پوهیالی حاجي حضرت ولي هوتک
لوستل او نشرول ئې ضروري دي :
دستر څښتن په سپیڅلي نامه .
دافغانستان داسلامي جمهوریت دلوړو زده کړو دوزات محترم مقام ته !
دهیواد دټولو پوهنتونو دمحترمو استادانو اوداکاډمیکو بنسټونو دپام وړ:
دسلام او نیکو هیلو په وړاندي کولو سره .
نېټه : ۱۳۹۲/۹/۲۶
زابل - قلات / افغانستان
موضوع : په زابل ولایت کي د ۱۳۹۳ ښوونیز کال لپاره دکانکور ازموینه او په تړاو ئې دسنا په مجلس کي دزابل دخلکو استازی ډاکتر زلمی زابلي لخوا د کندهار پوهنتون دښووني او روزني پوهنځي دپښتو د دیپارتمنت استادپوهیالی الحاج حضرت ولی هوتک توهین او تحقیر او د زابلي ځوانانو په سرنوشت لوبه، دځان په ګټه کمپاین ترڅو دهمدې لاري یوځل بیا نوموړي دقانون خلاف ولایتي شورا او مشرانو جرګې ته لارپیدا کړي!
دوې ورځي کیږي چي د کابل څخه زابل ته د کانکور د ازمویني په موخه دلوړو زده کړو د محترم وزارت لخوا یو پلاوی چي په ترکیب کي ئې د کابل پوهنتون استادان ،کندهار پوهنتون رئيس ډاکتر حضرت میر طوطاخیل او استادانو ګډون درلود .
دکانکور د ازمویني دافتتاح په مراسمو کي دزابل والي محترم الحاج محمد اشرف ناصري ، دزابل ولایت ولایتي شورا رئيس او استازو د دولتي ادارو لوړپوړو چارو اکو ګډون درلود.
دکانکور د ازمویني دسوالونو صندوق چي په مرکز کي مهر او لاک شوی و، دلته د محصلینو ، استادانو ، ولایتي شورا استازو او د یوشمیر لوړپوړو دولتي چارو اکو په وړاندي د زابل ولایت والي محترم الحاج محمد اشرف ناصری له لوري پرانستل سو .
دکا نکور د ازموینی دپیل سره سم دزابل محترم والي د خپلو دفتري چارو دترسره کولو په موخه د ولایت مقام ته ستون شو .
لږ شېبه وروسته زلمي زابلي چي پدغه پروسه کي ئې نه کوم مسولیت درلود او نه چا راغوښتی وه په خپل سره د ازمویني صحنې ته داخل شو غو ښتل ئې چي د موقع څخه په استفاده دخپل ځان دپاره کمپاین د راتلونکو ټاکنو لپاره وکړي او هم ئې غوښتل چي د امتحان سوالونه دباندي وباسي او خپل مطلوب کسان کامیاب کړي .
کله چي زه پوه شوم چي زلمي زابلي دکانکور د امتحان ملي پروسې اکاډمیک اصول او مقررات ترپښو لاندي کوي ما یې مخه ونیوله او ورته مي وویل چي قانون ته سرټیټول دخپل شرافت اصل بیانول دي نوموړي ماته بد رد وویل او وئې ویل چي (دلته قانون نشته زه چي څه وایم هغه کوه!) ما سم دلاسه د د زابل ولایت مقام ته ټیلفوني خبر ورکړ، پنځه دقیقی وروسته د والي صاحب یاور امان الله منګل ما پسي راځي او ما د ولایت مقام ته راولي کله چي زه د ولایت مقام ته راغلم والي صاحب ته مي موضوع داسي عرض کړه ( جناب والي صاحب موږ په رسمي ډول دځانګړي ماموریت چي هغه د کانکور ازمویني اخستل دي را استول شوي یو، ولي متاسفانه دزابلیانو په کور کي چي موږ میلمانه راغلي یو دولایت دیو بې مسئوليته شخص سناتور ډاکتر زلمي زابلي لخوا سخت توهین، تحقیر او حتی د مرګ ګواښ یې هم راته وکړ
والی صاحب په زهیره لهجه راته وویل حاجی هوتک ته صبر وکړه زه په کار پوهیږم .
دپیښي څخه نیم ساعت وروسته دزابل ولایت د ملي امنیت رئیس حمد الله نازک او د ملي پوځ د لېوا قومندان صحنې ته ورځي نوموړي سناتور ورته وایی چي (ما استادانو ته ښکنځل ندي کړي ما قانون ته ښکنځل وکړل، چي د قانون څه او څه غیم او د کانکورڅه اوڅه غیم) دې ته عذر بد تر ازګناه ویل کیږی؟
ما لازمه نه ګڼل چي په همدغه ګړى خبري کنفرانس ورکړم، پدې خاطر چي ما نه غوښتل چي ديوې شپږي په خاطر ټول پوستين ته اور واچوم.
لدې څخه وروسته مي دلوړوزده کړو معین محترم پوهنوال محمد عثمان بابري او دپوهنی محترم وزیر فاروق وردګ، د کندهار ولایت محترم والی پوهاند ډاکتر صاحب توریالی ویسا او په کندهار ولایت کي قومی مشر محترم شاه ولی خان کرزی هم په جریان کي واچول .
زما هیله د دلوړو زده کړو دمحترم وزارت او دټاکنو دخپواک کمیسیون اودافغانستان دعدلي اوقضایې ارګانونو څخه داده چي زما او نورو استادانو دحثیت اعاده وشي او زما دتوهین او یا دي ملي پروسې کي ددې شخص بېځایه او غیری قانوني مداخلې په هکله دي دافغانستان دنافذه قوانیونو په رڼاکي یاده موضوع په دقت وڅیړل سي چي راتلونکي کي د داسي ناوړه موضوعاتو مخنیوی وشي او دنوموړي موضوع مو په کتبي ډول مربوطه باصلاحیته ارګانو ته واستول ترڅو چي څنګه یې لازم ګڼۍ هغسي اجرات ترسره کړي د يادوني وړ ده چي زه به د خپل حيثيت د اعادې لپاره او د قانون د توهينولو په خاطر و لوي څارنوالۍ ته مراجعه وکړم. په درنښت
دکندهار پوهنتون استاد