دخپریدو نیټه : 2013-12-24 مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن
دافغان ولس سره دنړيوالي دښمنۍ دزېږېدوحق هيڅوک نلري .
حبيب الله غمخور
دکرزی او سنۍ موقف دټولو افغانانودتائيدوړندۍ .ممکن هغه دخپل حاکميت دلاسه ورکولوپه درشل کښي دخپلي راتلونکی له کبله په رواني ناروغۍ اخته سوی وي .موږپوهېږوچې دامشکله ده کرزی صاحب څومياشتي ورسته بې واکه کيږي اوهرډول ښکلې ماڼۍ چې ورته جوړه سی که دده مخالف په ټاکنوکښي بريالی سي ، لمړۍ کاربه ئې دافغان ولس دغوڅ اکثريت په غوښتنه داوي چي دکرزی صاحب نه ددحاکميت ددولس کلني دورې دبې شمېره پوښتنه ترې وسی .
کرزی دامريکاسره دامنيتی تړون دلاسليک پرسردجرگې په پرانستونکي ويناکي وويل ،هرڅه چې تاسو پرېکړه وکړه زه هغه منم .جرگې دکرزی په پټ تلاښ داپرېکړه وکړه چې دامريکاسره دې امنيتی تړون لاسليک سي .کله چې کرزی داملاتړترلاسه کړ،سمدواره ئې دجرگې په وروستۍ ورځ نوري خبري مطرح کړې چې ټوله نړۍ ورته حيران پاته سول ،چې داڅه وايي اوپر کومه روان سو ؟دجرگې دوروستۍ ورځې نه کرزی افغان دوست او وطنپرست سو،دهغوپر خلاف ئې دناعلان سوی جگړې بيرغ اوچت کوم چې خپله کرزی ئې راوستلی وو.پدې ژست ښاغلی کرزی غواړي داثابته کړی چې تل ملت ته وفاداروو،خو بې واکه وو.
دپردې شاته دکرزی له لمړنيوتلاښونونه بياتردې نوې سياسي لوبې چې دامريکاسره دځان ساتنې په خاطرچنه وهل پيل کړه ټولوته څرگنده سول چې کرزی څه غواړي .کرزی غوښتل له امريکااونړيوالي ټولنې سره پدې چنه وهلو ځان ديوه ملي رهبر په توگه دافغان ولس په منځ کښي مطرح کړي ،چې ددې مطرح کېدوپه خاطريو څو دگوتوپه شمير کسانوليکنې هم ورته وکړې اوپه نوروډله ايزورسنيوکي دهغه په گټه تبليغ پيل کړه، چې ترهمدا اوس پوري دا بې بنياده تبليغ روان دی .خوبل لورته ئې هغه له امريکا اونړيوالي ټولنې سره پدې چنه بازۍ يوکښي نورهم رسوا اودقدرت تږی په توگه ئي دافغان ولس منځ کي خپل اعتبارنورهم دلاسه ورکړ .
خلک اوس پرې پوه سول چې دملت سره خواخوږی نلری دځان اوخپلي راتلونکی په غم کښي دي ،نه دملت اوافغان ولس دراتلونکی.
زه په خپل گران اوغيرتی هيوادکي دهيڅ کوم يوه بهرنی هيواد دگټو ملاتړی نه يم ،خودسياسي پوهی اوسياسی علومواوديپلوماسۍ داصولوپر بنياد مجبوريم هغه پښتو متل چې ماتل په خپلو پخوانيو ليکنوکي ورته اشاره کړې يوځل بيا دلته تکرارکړم ، ((شوو دنه وسه خورده)) زه نه په کرزی اونه دده دسترخوان په ټول چاپيريال کي زموږ دهيوادپدې حساسو شرايطوکښي دافغانانواو افغانستان دنجات دلاري سنجولواستعداد وينم .دايوه درباری کورنی وه اوکرزی پدي درباری کورنۍ کي را پيدا ،لوي ،له کابل نه دهندوستان عالی موسيسو اوبيادمجددي په وخت کي دڅو اونيولپاره دبهرنيوچارودوزارت دمرستيال تر مقام پوري ورسېد،چې بيادده داوسنی لمړی مرستيال فهيم لخواپه زورله دې واک نه بي واکه له وزارت نه په تېښته دکارته نوله لاري ديوه دوست په مرسته دوباره ترپاکستان اوله هغه ځاي نه تر امريکا ورسيد.
خوچي کله په سيمه کښي دامريکا گټو ته درسېدو پلمه برابره سول . سمدواره ئې دغه کرزی چې په افغانستان کي نه چا پيژ انداونه ئې فکر کاوه ، په يوه ډراماتيکه سياسي لوبه کي له امريکا نه ،پاکستان اوبيا دروزگان تاريخي ولايت نه دامريکايي چورلکي په مټ تر بگرام پوري په يوه خړ پټوکښي دشمالی ټلوالی دمشرتابه په منځ کښي ديسانت اودې ټلوالي ته يوځل بيا پدې نوې څيره اومقام ور وپېژاندل سو .
کرزی وايي هغه وخت پدې نه پوهېده چې چا ډيسانت کړ ؟ اودڅه لپاره ئې ډيسانت کړ؟؟؟ ډير ښه پوهېده ،ځکه يو عادي مهاجر ته ديوه داسي هيوادلکه افغانستان دمشرپه توگه مقام ته رسېدل اودامريکا غوندي زبرځواک په چورلکو کي له يوه ځاينه بل ځاي ته انتقالېدل خوبېله څه نه وه ،دامقام دده لپاره خوب اوخيال وو .
مگرداټو ل دولتی چارواکي دده په خوښه دهمدي امريکا اونړيوالي ټولنې په مټ راټول نسول ؟
مگرتراوسه دکرزی ددولتی سيسټم دټولي ادارې غوڅ لگښت بهرنيان او امريکانه ورکوی ؟مگردې وسله وال پوځ ته داپيسې دکرزی صاحب له بانکي حساب نه راځي ؟مگر دادافغان ولس نه رټلی کسان يوځل بيانه يوازي داچې ددولتي مقاموڅښتنان او دسرمايي خاوندان هم سول دده په خوښه وه اوهمدا اوس کرزی صاحب له همدې جنگسالاروسره زدوبندنلري ؟په يوه خبره په افغانستان اودافغانستان په اړوندچې هر کار دامريکااونړيوالی ټولنې لخواسوئ دده سرښورونه پکښي لمر غوندي شامله ده . خلک وايي :
کرزی صاحب ! دادولس کاله افغانان ددولتي حاکميت پرسرجگړې په ډگرکي ديوې اوبلي خوا وژل کيږي ،اوددې دولتی حاکميت لمړئ مقام دا دولس کاله ستاسوپلاس کښي دي ،يعني که افغانان وژل سوی نوبهرنيانوستاسودحاکميت اوستاسودمقام ساتنې په خاطروژلي دي .که داسباددولت مخالفينوته دولتي واک وسپارل سي په ټوله افغانستان کي به ددوي لخواټک لاهم وانه ورې . خويوه خبره ده چې هغه وخت به نه تاسوپر دولتی آس سپورپاته سی اونه ستاسو چاپيريال چې په هېڅ صورت نه غواړي داعيش اونوش له لاسه ورکړي .
حقيقت اوترلمر روښانه حقيقت خو دادی چې داټول ناويرن پردې ملت ستاسو اوستاسوپرشاو خواکسانو دساتلوپه خاطرپيل اودوام لري . که په رښتياپردې ملت زړه سوځۍ نوسمدواره استعفا ورکړی ،بيابه ئي موږ گو روچې څه وکړواودچاسره دراتلونکي دولت پرجوړېدو خبري وکړواوياچنې ووهو .خوپدې ډاډه يم چې تر وروستۍ شېبې به خپله اوستاسو انډيوالان ددې لپاره هڅه وکړي چې پر دولتی واک پاته اويا لا اقل څوک مو ازارنکړي .
پدې ټول پوهېږی داچې اوس پسله ۱۲ کاله حاکميت اوپاچاهۍ ددې ليوال سواست چې امريکا بايد طالبان درسره پخلاکړي ،داهغه لومه ده چې تاسويوځل بياپه دولتي حاکميت کي ساتي .ځکه که طالبان اوگلبدين حکمتيارغواړي په دولت کي برخه ولري فکرنه کوم دکرزی ددې وينامطابق دي حاضر شي چې وايي ،((خداي موراوله ،دازموږ قانون بايد ومنئ اوپه ټاکنوکي برخه واخلی که مورايي وگټلې اوخلکو باوردرباندي وکړ نوشي جان موسه )) که يوچا سياست کړی وي پردې ډول بلنه اوپه دولت کي برخه ورکولوخاندي .دبلې خوا طالبان ،حزب اسلامي اونورتنظيمونه که دهغوي دبهرنيو ملاتړولخوادڅه مودې لپاره ازادپرېښودل سي چې لمړی خوهيڅکله نه پرېښودل کيږي ،فکرنه کوم چې هغوي دې هم دادکرزی شرطونه ومني .
که تاريخی پېښوته نظرواچوو نو دپخلايني پروسه پدې ډول بلنه نه بلکې ديووه معين سياسي هغه به بل پلاتفورم اوپروگرام له مخې داکارسرته رسېږې .خوکرزی صاحب دهغې پروسې اوپخلاينې سره هم مينه دڅه مودې لپاره په قدرت کي دپاته کېدوپه خاطرلري ،نه درښتياڼۍ پخلاينې لپاره .
دهغه پلاتفورم دپلي کېدوپه پلمه کرزی ترهر چاځان مستحق بولي،په ځانگړې توگه اوس چې يوشمير دوستان وايي دکرزی اوله خرابه وه خواخيره ئې ښه سو،لمړئ دامريکا نوکروو،خواوس دنړيوالوپر وړاندي کلک ولاړدی ،سره له دې چې داسي نده ،دالوبې دي خوزموږ زوريدلی ولس يوشمېر پري باورکوی اويا گاونډيان دده لپاره په راتلونکي کښي دپښې ايښودودځاي پيداکولوپه خاطر دخپلو دوستانو پوسيله هغه دميدان قهرمان معرفی کوي .پدغه گيرودارکي به تربل هرچا به کرزی ځان دتجربې اونړيوال شناخت خاوند اومستحق سړی بولي اوپدې پلمه تريو وخته پر حاکميت دپاته کېدوچانس دخپلوو ټولودغو انډيوالانوسره وينی ځکه خوله امريکا غواړی چې طالبان دده سره خبرواوپخلاينې ته حاضر کړی .زه اوس پردې خبري نه کوم چې ددولت دغه ولسه وال مخالفين يوهم دځان اوعقيدې داظهار صلاحيت نلري .
خو اوس کرزی صاحب دخپلو گټوپه خاطر دافغانستان د پاک اوسپېڅلي ولس داحساساتونه په استفادي سره دامريکانه چې ممکن له ده اودده دکورنۍ نه ستړې سوې وي اويادايوه بله نوې اوپېچلې لوبه وي ، غواړي پدې ناغېړيوځان خپلو مخوته ورسوی . په حقيقت کښي کرزی صاحب دپردې شاته چې ډير وروسته به برملاسی يوشرط لري اوهغه داچې امريکابايد دافغانستان دراتلونکو ټاکنوپه بهيرکښي دهغه چاشاته ودرېږي کوم چې کرزی ئې غواړی .کرزی ته په ارگ کښي دده چاپيريال چي اوس دده په برکت دقدرت خاوندان دي داډول دسرټمبگۍ مشورې ددې لپاره ورکوی چې بايد دکرزی ملاتړۍ په ټاکنوکي بريالی سي .
اوکه چيري دکرزی کوم پلوئ پر قدرت رانسي نويابه داد ارگ نازولي اوله ملت نه رټلي که دکوموغير انساني ملحوظاتوپرو بنياد محاکمه نسي،دخپلي بهرنۍ کورنۍ په لور چې په بهرکي اوسېږې دوباره له ملک نه وزی . که مسخره ورباندي وکړونو بايد ووايم چې که په بهرکي کوروداني جواب ورکړئ وي اوپه دوبې کښي معشوقي کورترېنه خپل کړی وي نو به په پل باغ عمومی کښي شورنخودخرڅوي .
داطبعی ده چې پدي دولس کاله چورکي دنخودوخرڅولوته اړنه دي که ډوبې نه وي نوله هغوهيوادونه چي راغلي هغوي ته خوبه په يوه نه بله بهانه سفرکوی ځکه په هغوهيوادوکي داوسېدو قانونی حق لري .کاشکی هلته پدې هيوادوکښي ددوي پر وړاندي يوبنديز لگېدلی واي .خودابنديز نه لگېږې ،چې تللي وه بيرته به راځي .
زه ديوه افغان په توگه دکرزی داهڅی ملي نه بولم اوپدې له ډير پخوا پوهېدم چې کرزی صاحب به داسي ناندری اونازغېړئ دخپل حاکميت په ورستيوکي ډيري راپيله وي . ځکه خو زمااوزموږ دهيوادوالو له نظره دادهغه دټولو ناغېړيوپاي نه دی ،(( ترپان ئي په پاي کښي دي .))
يوازنۍ هيله مې داه چې دا زموږ زورېدلی ولس ددې کورنۍ دشاهی تاج اوتخت ساتلو اويادوهم دملت باباکېدوپه موخه ، زموږ دا دڅولسيزودجگړې په اورکې کړېدلی او سوځېدلی هيواد دنړيوالی ټولنې سره د دښمنۍ په سنگربدل نسي . دامنم چې موږ يوغريب هيواد يوخو بې غيرته نه يو ،خوداشعار پدې ورستيوکښي هردقدرت تږ ۍ حاکميت ته درسېدو اوياسيا سي لوبو په خاطر په خپلو شعارونوکي په وار وار تکرارېږی .
که داسي نه ده ؟ نو دکرزی په گډون دې ټولوښاغلو چي دهمدي امريکا يانواوبهرنيانوپه برکت يوځل بيادو لتي مقاموته ورورسېدل اودښو تنخواگانو خاوندان سول ،دخپل دولتی حاکميت په هغه لمړۍ ورځوکي دا ږغ ولي نه پورته کاوه چې کلي مه ورانه وئ ،دواده وراپه راکټ مه ولۍ ،دافغانانود دکوردروازه په لغته مه وهۍ، پردينی مقدساتوتيرئ مه کوۍ ،پرنېمه شپه دخلکوپه کوروپه وحشيانه بڼه مه ورننوزی اوداسي نور . . . .. ! هلته چوپ وه ځکه پاکستان اوياهم ايراني اخوندانوورته ويلي وه تريوځايه ځان ورسوئ .دانورچي له امريکا اواروپايي ټولنې بيله استحقاقه امريکاپر افغان ولس مسلط کړه او اوس دکرزی دناغېړيوسره سرخوځوی ،موږ افغانانوته داسوال هم پيدا کيږي ،داسي نه چې دکرزی اودده دډلې په دي ناغېړيوکي يوه بله لوبه پټه اوتردې گرېوان سباديوبل چاسر راښکاره سي ؟
ډيرځله مې ليکلې يوځل بيا مجبوريم وليکم ،که دکرزی دخوښې يوڅوک دافغانستان جمهور رئيس شي په هغه شېبه خيرخيريت دي اوبيابه همدا کرزی په خپله ازبکي چپنه کي راښکاره او خلکوته به ووايي ،ومولېدل هرڅه ئي راسره ومنل ، نوځکه ستاسو دنجات په خاطر اوس داسند لاسليک کوم .
افغانان ددې خبری دسپيناوي لپاره هم دلايل لري خوزه دملي گټواودافغان ولس بهرنيو اوپه ځانگړې توگه گاو نډودښمنوتبر ته دلاستی ورکولونه په ډډه کولوسره له ډيري تبصيرې نه تېرېږم .
زه داخبری ځکه کوم چې دکرزی په ټول سياسي ژوندکښي افغان ولس ته پر وفادارۍ دمعينو اسنادواودلايلو له مخې شکمن يم .
ولې دې کرزی صاحب هغه وخت داخبري نه کولې چې واک ته ورسېد؟ولې ئي په يوه افغان غولونکې جمله چې يوازي داخبره دخپل وياند لخواکوله،چې دا ياهغه بريد په کلکو ټکو غندم اکتفاه کول ؟مگر هغه وخت دهمدې امريکا اوبهرنيو هيوادولخوادکرزی صاحب دمخالفينودځپلوپه خاطر دافغان ولس پر کورونووسله والي حملې نه کېدلې ؟؟؟ماشومان اوبيگناه کسان نه وژل کېدل ؟؟ هغه وخت ولي دومره پر افغانانو مين نه وې چې اوس پرې مين سوې ؟؟؟
ولي کرزی دا ۱۲ کاله دافغان ولس دمړواوشهيدانو حساب نه کاوه،چې اوس یې کوی؟ اوس چي ممکن امريکا ورته ويلي وي ستاسو اوستادملاتړي دې په مخه ښه وي ؛نودادی ترهر بل مخالف يې دخپلو تيرو تېروتنواو ناخوالودپټولولپاره دافغان ولس سره ددوستۍ اوهمدردی ډول غاړي ته اچولی . موږ ته ډير جالبه ده، دهغې جگړي ددمړوپه غم غمجن کېدل چې دده په حاکميت کي دده دپاته کېدولپاره قرباني سوي اوس اوښکی تويول څه گټه لري ؟
افسوس ،کاشکی موداخبرې دخپل حاکميت په لمړيو ورځو اوشپوکښي کړي واي .اوس چي پر تلوياست پدې ټکو غواړی دا بيچاره ولس وغولوی چې گوياتاسوتربل هرچادملت خواخوږي ياست ،فکر کوم ډير ناوخته سوی دئ .همدې امريکاتاسوبېله کوم استحقاق نه پردې ملت دخپلو ټولو جنکسالارو اوپاټکسالاروسره يوځاي چې همدا اوس هم ستاسو ددي ټولوغولونکو خواخوږ يوسره ترې بېزاردی ، پر دې ملت دا ۱۲ کاله وتپل سول .موږ بېرېږوچې پدې ټاکنوکښي به هم يوځل بياديوې څيرې په نوم بل کوم جنگسالارپرموږ وتپل سي .
کرزی صاحب !داچي اوس له هغوي سره هرډول خبروته تيارياست ، دوې مياشتی پخواموهغوي داسلام او افغانانو دښمنان اودبهرنيانو نوکران بلل .اوس څه وسول حي يودم مودهغوي دمبارزې پر حقانيت اعتراف وکړ اودهغوي په وجودکښي دوطن نجات وينۍ؟؟؟
حقيقت خودادی که سبا،هغوي هم ووايي چي تاسو دافغان ولس په غوښتنه يوې محاکمې ته سپاري ، په هغه ورځ به دهغوي هم مخالف اوسئ ،لکه چي څومياشتي مخکي موهمدا ستاسوپه وينا له امريکانه په غوښتنې سره په قطرکي دطالبانوسره داړېکو نيولودفتردځاني اعتبار ساتلوپه موخه وتاړه اودډله ايزورسنيو له لاري موهمدې طالبانوته داپيغام ورساوه ،چې دازه وم چې دا دفترمې وتاړه اوداسي نوري خبري . . . .
ستاسوله خواپه جوړه سوې مشورتی جرگه کي مو هم په وياړداخبره ياده وله چي دا زه يم چې دامريکاپه مټ مي دادفتر وتاړه . اودادی اوس بياهم همدا تاسو ياست چي دپردي شاته دهمدې امريکا په مټ دويته دفتر پرانيزی اوله امريکا نه دامنيتی تړون دلاسليک کولوديوه شرط په توگه غواړی چې دطالبانوسره دسولي خبري پيل اوستاسو سره ئې پخلا کړي . ستاسو دخپلي خوښي له مخې دهمدې طالبانولپاره په يوبل ځاي کښي ددفتردپرانستلو سره موافقه کړې .په يقن دادفتربه پرانستل کيږي ،خوکرزی صاحب تاسوپه خپل موافقه ليک کښي دې ټکې ته چې ډير مهم اودافغانانولپاره حياتی سوال دی اشاره نده کړې چې ددې دفترپه ميليونوډالره لگښت به څوک ورکوی؟؟
اياداچي موږ اوتاسو ورته په غرورغوکي تيت اوپرک طالبان وايو هغوي دداسي يوه سياسي دفتراوهلته دخپلو استازودمالي لگښت جوگه کېداي سي؟ نه په هيځ صورت نه . نوددې دفترلگښت به څوک ورکوي؟ پوهېږم چې تاسوبه واياست بهرنيان ،نويودفترچي دبهرنيانوپه مالي لگښت چلېږي نوتاسوله هغوي سره دکوم ملت د استازو په توگه يتوب خبري کوئ؟ يوڅوک چې برعلادبهرنيانوتر مالي حمايي لاندي وي اوبياموږ ورته ووايوچي تاسو خپلواک ياست ،ايادادماشومانوخبره اودماشومانوسياست نه دی؟؟؟ زماپه گومان خوستاسو ټولي لوبي دماشومانواودافغان ولس له ملي گټوسره په ټکرکښي دي . ستاسودې لوبې ته خلک کوم نوم ورکولاي سي اوتاسو پوهېږې چې طالبان اويادطالبانو بهرنی ملاتړي هم ساده گان نه دی .
هغوي ستاسوداټولی لوبي له نږېدي څاری ،نوبياڅنگه سبا افغانانوته ددوي سره دخبرو او سولي کولوډاډ ورکوئ ؟؟؟
تاسو ولي داسي فکرکوی چي افغانان ستاسوپه اصطلاح پسونه دي ،که يوڅوک په رښتيادافغان چارواکي په توگه ځان افغان ولس ته ژمن بولي نو داډول لوبی اوهڅی دملت دروښانه راتلونکي پر خلاف دي .
داپه تاريخ کي ثابته سوي دپردوراوستل سوی دپردوخبره بايد ومنی بله لارنلري .کرزی هم که نن اوياکه سبادامريکا خبره به منی ځکه دده پر سرئي په زرهاو افغانان په شهادت ورسول اوترنن پوري ئې دزوراوزرپه مټ پرحاکميت ساتلی .
پدې ورستيوکي زه دډيرو هوښياروسياستوالو اودکرزی دپرونيو مخالفينواوپه نوی ممکنه ايتلاف کي راښکيلو دوستانونه ددي خبري په اورېدو حيران پاتېږم چې وايي : ((دکرزی ۱۲ کلن حاکميت محاکمه کړي اودمحاکمې وړدی ، خوددې ورستيو څرگندونو او دامريکاپر وړاندي موقف ئې بايد ملاتړ وشی .))
خوداخبره موږ ته دمنلو وړځکه نه ده چي دسياسي کميادفرمولونو اومعادلوله مخې په سياست کي دومره بې ځايه او عاجل تغيرته نه اجازه سته اونه هم دقبول وړدي .
دخپلو هيوادوالونه هيله داده چې په حاکميت کښي ددې ښاغلو په خاطر هيوادپه خپلو پاکو اوسپېڅلو افغاني احساساتو قرباني نکړئ اوهمدا ډول مې دکرزی اوهغودملاتړو ارگ نشينونه هيله داده چي د مقام په خاطر تردې نورپر افغان ولس نړيوال مه خندوئ .
زه دخپلو غيرتی او وياړلو هيوادوالوپه احساساتوپوهېږم چې دا اوس بهرنيانوته بد رد ووايم ،داټول خو((احساسا تي )) وطنوال به مي خوشحاله سي اوپدې پوهېږم چې زماددي هيوادوالوله پاکواحساساتونه سمداواره به زماپر خلاف ايراني اخوندان اوپاکستاني جنرالان چې له ډيره وخته اوپه ځانگړې توگه دکرزی تردېسانت کېدووروسته يوبل سره پېژنو،هغوي به هم دخپلو اجنټانو لخوازماپرخلاف بدرد ويل اوليکل پيل کړي . خوزه پدې وياړم چي زماداملی احساس دافغان ولس دبې ساری ملاتړ يوازنۍ بېلگه ده . ماتل دخپلو هيوادوالوبي ساری ملاتړديوه خپلواک اوناپېيلي افغان په توگه پدي ۱۲ کلونوکي احساس کړی دي اودا ددوي بې ساری ملاتړدی چې زه يوازي هغه څه ليکم کوم چې زما دغيرتی اوجگړه ځپلي ولس خير پکښې وينم .
زه دې ملت ته وايم ترڅوبه داسي غولېږۍ اوداحساساتوقرباني کيږۍ؟ داستاسو کورنۍ اوبهرنۍ دښمنان دي چې تاسوته وايي ، ترتاسو بل قهرمان نسته، خودقهرمان په جامه کښي مو عمرپه غلامۍ کښي تيراودنړۍ يوله شاته پاته ملکونواو ولسونونه حسابېږئ ؟؟؟ زمايوازنۍ هيله داده چي داملت په رښتياسره ديوه خواخوږی مشرڅښتن سی ،که څه هم دا ورځ متاسفانه تراوسه لاليري ده ،خوخداي دې په خپل حرمت اورحم داوټن لنډکړي
ماته لکه بل هر افغان ته داوطن، افغان اوانسان گران دي .نه بايد دبل پلاس لوي سوو لخوادا وطن ،افغان او انسان قربانی سي . ومن الله التوفيق