مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

وروستي نظر پوښتنې چې د طلوع تلویزیون .......

عبدالله حيران


وروستي نظر پوښتنې چې د طلوع تلویزیون او (ډموکراسي انټرنیشنل) ادارې پواسطه ترسره شوي دي، ښيي چې ډاکتر اشرف غني احمدزی د پښتنو نوماندانو په منځ کې تر ټولو مخکښ کاندید او د لست په سر کې ځای لري. دا پدی مانا دی چې پاتې نور ټول پښتانه نوماندان په ټولیزه توګه د ډاکتر اشرف غني څخه ډیر وروسته دي. یواځې دوي د ډاکتر اشرف غني د رایو د کمیدو لامل ګرځي او بس. که چیری د پښتنو رایې پر لسو کاندیدانو وویشل شي، دغه مسئله به د ډاکتر اشرف غني احمدزي پر رایو جدي امنفي اغیزه ولري او لاره به د ډاکتر عبدالله بریالیتوب ته پرانیزي.

دغه نظر پوښتنې ښيي چې د دوو نوماندانو (ډاکتر اشرف غني او ډاکتر زلمي رسول) ترمنځ د ملاتړ لپاره د حامد کرزي د غوڅ تصمیم نشتوالې به په مخامخ ډول د ډاکتر عبدالله د بري سبب وګرځي. د ډاکتر عبدالله بری به پدی مانا وي چې اقتدار به د پښتنو څخه غیر پښتنو ته انتقال مومي.  د افغانستان تیر سل کلن تاریخ ددی څرګندوی دی چې قدرت ته د یو غیرپښتون رسیدل په هیواد کې ثبات د ګډوډۍ سره مخامخ کوي. د هیواد معاصر تاریخ د حبیب الله کلکاني، ببرک کارمل او برهان الدین رباني ترخې تجربې لا ندي هیری کړي چې اوس د ډاکتر عبدالله د بریالیتوب سندرې زمونږ غوږونو ته رسیږي.

وروستي نظرپوښتنې څرګندوي چې ډاکتر زلمی رسول تر نورو نوماندانو ډیر وروسته دی او نشي کولای ،په هیڅ صورت، چې حتی د تقلب له لاری هم د ډاکتر اشرف غني څخه مخکې شي. په ټولیزه توګه دا ویلای شو چې پاتی نور ټول ۹ پښتانه نوماندان د ډاکتر عبدالله لپاره کار او خدمت کوي او پدی توګه د ډاکتر اشرف غني د رایو د کمیدو سبب ګرځي. که دغه نوماندان غواړي هیواد او خلکو ته خدمت وکړي، باید له رقابت څخه لاس په سر شي او د ډاکتر اشرف غني تر څنګ ودریږي، که نه نو دوي به د ملت او هیواد سره لوي خیانت کړی وي او بالاخره به یو پیژندل شوی ملي خاین د واک په ګدۍ کښیني.

په زړه پورې خبره خو داده چې د طلوع نظرپوښتنې ښيي چې ډاکتر عبدالله په سویل لویدیځ او سویل ختیځ کې تر ټولو مخکښ کاندید دی. آیا دا مسئله پدی مانا ده چې د کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، خوست، غزني، پکتیا، لوګر او پکتیکا پښتانه منلي چې ډاکتر عبدالله ته به رایه ورکوي؟ آیا دا خبره واقعیت لري او یا څو تنه ددغه ولایتونو د پښتنو په نومونو سوداګري کوي؟

که چیری د افغانستان وګړي فعال نشي، د رایه ورکولو د حق څخه کار وانخلي، نو دری میاشتې وروسته به متحده جبهه بیرته قدرت ته ورسیږي او په هغه صورت کې به مونږ د لوي څښتن پر وړاندی پړ او خجالته اوسو.

ډاکتر اشرف غني ددغه هیواد یواځنې هیله ده، که چیری د نوموړي څخه ملاتړ ونکړو او هغه ته شا وګرځوو نو بی له شک څخه  به ډاکتر عبدالله د متحدی جبهی په استاځیتوب په کابل کې واک ته ورسیږي او یو ځل بیا هیواد کې وینه تویدنه او نارامۍ پیل شي، هر پښتون به د طالب په نوم زندان ته اچول کیږي او خپله عبدالله به د عیاشۍ لپاره کله فرانسې او کله امریکې ته ځي.
مونږ یواځې تاسو ته خبردارې درکوو، د رایې ورکولو اختیار تاسو سره دی. خو په یاد ولرئ! څه چې کرئ هغه به ریبئ.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery